مولوي وحیدالله وحیدي


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


وحیدي به ترقیامته خاورې نشم
که یوځلي مشرف دی په دیدار کړم

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


اللهم صل علی نبي الامي ﷺ

څه بې حده کیفیت لرې وصال کې
څرګندیږي راته داهرڅه په خیال کې

بېخود کیږمه لیدل دې ناممکن شي
هیڅ کتلی درته نشم په یو حال کې

ټوله ورځ دې چې نوم اورم ورته ژاړم
زنګوي مې ذهن تل دفکر ټال کې

محبین دې غلي غلي رانه لاړ شي
ناخبره پاتې کیږمه هر کال کې

څه دې وګڼم اوڅه سره دې سیال کړم
داټول عمر پاتې راغلم په مثال کې

نیمه شپه مې مخ داوښکو بدرګه شي
راویښږم وحیدي دکیف شمال کې

وحیدالله وحیدي


غزل !

پروت دې دکبر پر اوږو قدم
پریږده د ناز او د نخرو قدم

ولې ته نه راګرځوې قدم
ځي چې د نفس په اشارو قدم

چا ویلی لاره ورته نه ده تللې
لږیږي پاس په لوړو غرو قدم

هغوی دلیل کې راته مه یادوه
نه دی حساب د لیونو قدم

مرموز مراد به دې پوره شي پکې
ستړی کوه په نیمو شپو قدم

وحیدي پام کوه هرڅه په شمار دي
پورته کوه، ګله! ورو - ورو قدم

وحیدالله وحیدي


ويښ آرمان

هغه خوب نکوي دی پاک له هرنقصان ویښ دی
خلک ویده دي زه یې در ته ځم جانان ویښ دی

لا دې دخیال جونګړه ساتمه ترې تللی نه یم
لامې ذوق مات نه دی تراوسه مې ارمان ویښ دی

ورشئ زما د حال پوښتنه که له تاسې وکړي
ورته دا ووایئ غافل نه دی ناتوان ویښ دی

فقط وجود یې ظاهراً دی زمونږ له سترګو غائب
چاچې په مینه کې وژلی دی خپل ځان ویښ دی

د خدای بنده دی بندګي یې په ځای کړې نه ده
وحیدي نن د تړمو اوښکو له باران ویښ دی

وحیدالله وحیدي




غزل !

په بایللي زړګي څه وکړم بيمار یم
الوده دخوږې مینې په غبار یم

که قسمت راته لیکلی دیدن نه وي
بیا نو نه کیږي که هرڅومره مالدار یم

ته خفه نشې دا خلک بې وفا دي
زه دې پالم زه دې هروخت خریداریم

دامې یاد دی دغرور په غرونو نه ځم
چې سبا به بیا دبل پر اوږو باریم

مطمئن یمه چې بیا درته ودریږم
همدا ښه دی چې له نن څخه بیزار یم

نصیحت که په کلام کې مې پروت نه وو
وحیدي بیا راته مه وایه چې یار یم

وحیدالله وحیدي


Forward from: العصر بصري څانګه
غزل !

غوږ ورته مه نیسه هر چا پسې خبرې کوي
دنيا لګيا ده ، په دنيا پسې خبرې کوي

دلته کلونه د نفرت د بوټو کر شوی دی
ځکه خو دلته په ښکلا پسې خبرې کوي

حیران یم داخلک نو چاپسې ځي څه غواړي نور
دا چې د دغې ښار پاچا پسې خبرې کوي

له رڼاګانو محروم خلک رڼا بده ګڼي
تیارو کې ژوند کوي رڼا پسې خبرې کوي

د صادقت بیړۍ به وړو د منزل غیږې پورې
وحیدي پریږده ، دوی په تا پسې خبرې کوي

وحیدالله وحیدي


غزل ! وحیدالله وحیدي

چې دیار له دره ځې چیرته فنا وړې ?
بې مسیره حضور کوم طرف ته بیا وړې ?

که دې ځان پکې کتل غواړې بې عیبه
ائینه دخپل عمل به دې صفا وړې

اوس حیران یم چې قسمته څه کیسه ده
زه یوه خـوا اوته بلې خـواته ما وړې

حوصله استقامت دلته پکـار ده
څوک به زغمې او نازونه به دچا وړې

تخم شینده کرونده کره دِهقانه
که زحمت ګالې راحت به یې سبا وړې

داچې حرص درنه اصلي هدف هیر کړی
وحیدي نو وایه څه به له دنیا وړې ?


داچې الوزې هواته هوا بازه
یوه ورځ به راپریوزې له پروازه

رطوبت درته رسیږي اوبه کیږې
داخټین وجود دې ډک دی ډیرله نازه

دخالق په ذات کې سوچ کامیابي نه دی
دمخلوق فکر کې ځان کړه سرفرازه

دمحتاجو محتاج مه شه آدم ذاته
ته لرې یو داسې څوک چې دی بې نیازه

هنریت دې شهرت وړی هنرمنده
نه نغمه دې خوند لري اونه دې سازه

مونږ بنیاد نه جوړو وحیدي یاره
ناخبـر یو ددنیا وجـود له رازه

وحیدالله وحیدي


غزل ! وحیدالله وحیدي

ګناه نه کوم دا لوی عبادت کوم لګیا یم
دحسن انجمن کې دې صفت کوم لګیایم

خالقه ګنهګار یم وسیله که مې قبول کړې
دښکلو بنده ګانو دې صحبت کوم لګیایم

قدم ورپسې وړمه ستادخپلو مینوال یم
اړیکه جوړومه محبت کوم لګیایم

داڅومر عجیبه ده! چیرته نه ځم بې سفره
منزل راته لنډیږي زه غفلت کوم لګیایم

پرې خوله خوشبوکومه اجازه ده اوکه نه ده ?
خوږنوم دې په خوله اخلم داجرءت کوم لګیایم

ژوندون درنه تیریږي وحیدي نوڅه دې وکړل
له ځان سره اوس غلی مصلحت کوم لګیایم


Forward from: العصر بصري څانګه
هوا ته هيڅ نه پورته کیږي او وزر نلري
د بخت کوتره مې د شپوغیږ کې ، سحر نلري

د خولې خبرو کی قیمت د ملغلرو لري
په ظاهری څېره فقیر دی سِم او زر نلري

دباچاهي سړی دی حال یې قال ویلی نشي
سپر تواضع لري او شا ته کوم عسکر نلري

له هغه چاسره یی قطـع رابطه کــړې ده
څوک چی له عشقه لرې شوی دی اثر نلري

پوره مین دی او د مینې قدر ښه پيژني
خو خلک وایي وحیدي جانان دلبر نلري

وحیدالله وحیدي


غزل: وحید الله وحیدي

لکه اذان په زړګي خوږ لږیږي
نوم د جانان په زړګي خوږ لږیږي

چې څڅوي سترګې دیارله غمه
نری باران په زړګي خوږ لږیږي

د صحابه وو اولیاوو کور دی
افغانستان په زړګي خوږ لږیږي

درک کړی ما دی، د ژوندون حقیقت
غم او خپګان په زړګي خوږ لږيږي

وحیدي هروخت تلاوت یې کوه
غږ دقران په زړګي خوږ لږیږي


ستا د دیدار انتظار ، بس انتظار انتظار
دامیدو غیږه کې ، پروت یم حصار انتظار

رانه خوري غلی غلی ، دنیا د عمر نعمت
کله به دروړم تا ته ، ستا تر دربار انتظار

د خپل عمل کرونده ، نور رانه شاړه ده خو
پکې کرلي مې دي ، مینه او یار انتظار

مجبور یم ناست یم ورته ، بله چاره نلرم
ازمایم بخت د وصال ، د ژوند پر لار انتظار

د بېلتانه زولنې ، قدم ته ما نه پریږدي
عَالم دیدار ته ورځي ، زما برخه خوار انتظار

ناهیلی نه یم ورته, وحیدي وکړل که رب ﷻ
شي ناممکن به ممکن ، کړي به فرار انتظار

وحیدالله وحیدي


تر غوږه راځي ، د هر چا قیل او قال
رسیږي نه یو ، هم د ستا تر اقوال

مدغم دې چې غم شي پردو کې د زړه
امکان د مکان لټوي د وصـال

دعا د خلیل شوې صفت د حسَّان
معشوق د یارانو اذان دبلال

چې څومره شي خلق مهرویان تر قامت
څوک پیش به دې نکړي د حُسن مثال

چې خپور پر اُفق شو ستا نور منور
نړۍ نه شو ختم د جهل اشغال

راخم وحیدي شو د هجر له زور
کاروان د درتلو دې څاري کال په کال

وحیدالله وحیدي


بې ادبي....

ادب کې درنه ونشي اشنا بې ادبي
په ژوند کې چیرته ونکړې دچابې ادبي

له دره یې شړلی دی صفت یې شو رجیم
غلام چې کله وکړ د مولا بې ادبي

چې خلک ګنهګاربولې اوځان دې بې ګناه
داومنه چې شوې ده له تا بې ادبي

داټوله دونیا نه ارزي دزړه په ماتولو
داځکه ګڼل شوې نا روا بې ادبي

ایمان به یې قبول نشي ابد به دوزخي وي
که چا وکړه زما دخوږ اقا بې ادبي

توفیق د ادب غواړم وحیدي له ربه تل
صادر دې الله نه کړي هیڅ له ما بې ادبي

وحیدالله وحیدي


غزل !

پر ما یې زېری ددیدار نه کیږي
نور پخوانۍ طمع له یار نه کیږي

اوس یاغي شوی زړ دې نه یادوي
اوس ترینه ستا دیادو څار نه کیږي

زما یې ټولې هیلې ووژلې
له بې وسۍ سره هیڅ کار نه کیږي

ولې نو اوس درپسې نه ژاړمه
ولې مې اوس له تانه ډار نه کیږی

وخت همغه دی خلک ټول بدل دي
دلته په چامې اعتبار نه کیږي

قدم مې سوی دهوس په لمبو
وحیدي تګ رانه په لار نه کیږي

وحیدالله وحیدي


غزل !

یوتش کالبوت لکه تصویر شي سړی
چې خپلو کړنو ته لږ ځیر شي سړی

شیشه دعقل کې خپل ځان نه ویني
ځکه متهم شي او اسیر شي سړی

نفس یې کړي دټول وجود بادچاهي
دهوسو ګرداب کې ګیر شي سړی

هله منمه چې سړی دی سړی
چې دټولنې دملا تیر شي سړی

دشریعت رڼا یې نه وي زړه کې
څنګه مرید نیسي اوپیر شي سړی

وحیدي ټول عمر به کړي شبګیري
پوی چې په ګټه دشبګیر شي سړی

وحیدالله وحیدي


غزل !

ژوندراسره و خوبس ما ونکړه
په خپلو بدو مې ژړا ونکړه

بازار ؤ هرڅه خرڅیدل به پکې
ماترینه هیڅ دعشق سودا ونکړه

بی کسه مړومه غریب مړ وم
چاراپسې خیرات دعا ونکړه

ښه پوهیدم عقل راکړی ؤ رب
خوما توبه دنصوحا ونکړه

په سرکشۍ کې عبث عمرتیرشو
وحیدي غم مې دعقبا ونکړه

وحیدالله وحیدي


غزل !

ځانته دې جوړداوږو بارنه کوي
عاقل سړی خو د سود کارنه کوي

په نسب نه په فضیلت دې ویاړي
ځانته نسبت به دبادار نه کوي

په عاجزۍ کې یې بلاخوند پروت دی
تګ دمغرورو به په لار نه کو ي

باطن دې ښکلی کړي بسنه کوي
دظاهري مخ دې سینګار نه کوي

ژوند وحیدي خوهغه چا ګټلی
چې یو څوک هم ورته ازار نه کوي

وحیدالله وحیدي


غزل !

شان ته دې بیا نه رسیږي شان دچا
حسن دچا خُلق دچا جانان دچا

دید نه دې قربان اوصدقه شه ټول
دید دچا باڼه دچا چشمان دچا

ستانسب سپیڅلی نسب ښه نسب
نشته داسې بل یو خانه دان دچا

رب ترینه رضي دوی ؤ له رب راضي
داسې به نو چیرته وي یاران دچا

زه طالب مطلوب مې ده دستا دیدن
نور زه وحیدي نه کړم ارمان دچا

وحیدالله وحیدي


صلی الله علی نبي الامین

ستاهر یاد دګلو بوټی
ترې خوشبوخيژي شمال کا
په مستۍ مستۍ رادورمي
رانه پورته زماخیال کا

داوصافو روح دې ټولو
مخلوقاتوباندې ګرځي
ستادحسن سیپاره کې
تلاوت دطه شال کا

داچې نالیدلي خلک
ستا کیسې ته قرباني شول
داچې تاپه سترګوویني
هغه خلک به څه حال کا

زه مجذوب ملا په ژوند کې
هم دچامقتدا نشوم
مایوس نه یمه چې ستادا
تورې زلفې راته ټال کا

وحیدي به دې فیض یاب د
ښکلي مخ له خوږدیدن شم
که را ړنګ دې زما له مخه
دهجران دالوی دیوال کا

وحیدالله وحیدي

20 last posts shown.