دژبے عبادتونه او ګناهونه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


او په دے کښے اول مقصد زمونږ دخپل ځان او خپلے ژبے اصلاح ده،او بیا د رحیم کریم ذات نه امید لرو چه دنرو اصلاح لپاره ئے ذریعه وګر ځوی.
//////دجوریدو نیته۱۴۰۲/۴/۲۹//////
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
//////۱۴۰۲/۵/۲۲//////ـــــــــــ

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


په روز مره زندګی کی.pdf
20.6Mb
په روز مرخ زندگی کی نبوی طریقی عملی کری إِنْ شَاءَاللهُ چه ټول پری عمل وکری وتساپ او نورو گروپانو که یی نشر کری


که غواړی چې چینل مو پرمختګ وکړي او وخت پروخت تاسو ته تبادلې هم وشي نو له مونږ سره په لیست او اتحادیه کې اشتراک وکړی
هرڅوک کولای شي زمونږ په لیست کې ګډون وکړي دا لیست د هرچا لپاره ده
هر رنګه چینلان زمونږ د اتحادیې په لیست کې داخلیدلی شي کوشش وکړی لاندې ایډی ته پيام ورکړی
@Marhabamo


نوټ :—— درې ساعته هیڅوک حق نه لري چې لیست حذف کړي که چا له درې ساعته مخګې لیست حذف کړی وو د هغه چینل له لیست څخه ویستل کیږی .



نن ټکی اسیا
https://t.me/nannCOM
د افغان مبارزینو عمومي ټولنه❤️
https://t.me/mobaariz
ډاکتر شکیب
https://t.me/Doctorshekib1
الفجر خپلواکه اداره
https://t.me/Alfajar_basre
ذهنې سوالونه
https://t.me/Askandanswer01
ملګري داخل کړی او ټیلیفون وګټی
https://t.me/englishxc
دژبے عبادتونه او ګناهونه
https://t.me/AfgianPashto
پښتو ژبه او ادب
https://t.me/pasto2
د انګلیش زده کړه
https://t.me/englishbike
فکــــري غښتلتیا🎓
https://t.me/zee222222
ܦْْࡐْࣳ ܠߊۙכࡊࣵ ࡃَܦ‌ِܫ‌ْܠَۡ
https://t.me/Zirak_gooon

د مینې لاروی
https://t.me/wiehw

اسلامی کتابتون
https://t.me/+LZA-TWV9lLM4ZmY1
فکري مبارزه
https://t.me/ahmed_bigzad63

المرابط اسلامی اداره
https://t.me/al_murabet

قلمي مبارزه
https://t.me/QlamiMubareza

نعتخوان شجاعت هلمندی
https://t.me/vhvobashsvggdb123

راشی چې وخاندو
https://t.me/tooke1

شاعر عمیر ځاځی
https://t.me/+uifEtH2ayTtmM2Y1
افغان غږ نشراتي اداره
https://t.me/AfghanAfghan77
قیمتي خبرې
https://t.me/Musabbih91
الفجر بصري څانګه
https://t.me/Alfagr_basaree
شاعر متوکل غورماچی
https://t.me/+ov82xiaZRRIwYjk1


🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
ملګرو لیسټ پسي نشرات مه کوي بیا هم که نشرت کوي نو لیسټ بیرته راښکته کوي

لیسټ ته چینل داخیلي دو له پاره دلته رابطه وکړي  
🌹🌹🌹ـــــــــــــــــــــــــ🌹🌹🌹
                                             👇
                                  @starimanzal2
               د اسلامي چینلانو لیسټ
سراج العلوم خپرندویه اداره👇
https://t.me/serajolholom
روض الجنة👇
@Gomnam_Musaffar
مولوي عبدالصمد صمیم تراني👇
@ganan100
انیس وفا جانان👇
@OnisWafaJanan
الزاهد سټوډیو👇
@Alzahid11
عبدالعلي عزیزي👇
@azizi553
خادم اشنا👇
@Khadem121
دلوګر اتلان👇
@salehabrahimy
دقیق تازه خبرونه👇
@ahsuskahxk555
راشد کتب خانه
@Mujtahed_sa
نعتخوان زاهد اشنا👇
@Zahid1180
بلال نوري👇
@talibbilalnoori
ادبي لیکني اوناولونه👇
@Adabi_likani_1
انوري دکاریال جوړوني خپل واکه اداره👇
@Qarianwriapk
الذاکر سټوډیو ذدکړه👇
@alzker131
د ژوند کامیابي👇
@kamiaby1
شاعر نقیب الرحمن👇
https://t.me/+E8HVSsOmmp0zOTM1
صدیقي همدرد جانانان تراني👇
@Ntkhwan_Sediqi_Hamdard_Janan
شاعر شاکر اغا👇
@ShakirAgha
محترم طلحه جانان👇
https://t.me/+SNSRQ1unrfs3YTk1
قاري منصور غزنوي تراني👇
@Qarymansuor_com
شاعر بلال مهاجر👇
@BilalMahajar33
دمبایله هرکم برنامي اوکتابونه👇
@RafiuAllah10
نبوي تګلاره👇
@Nabawi_Taglara
شاعرساحل جانان👇
@tryjgd
د تعلیم الاسلام سپیڅلي لاره👇
@aa1xc
مونځ دقران اوحدیث په رڼا کښي👇
https://t.me/+sGlu-J4U5QoxM2Y9
بشپړ لمونځ👇
@Bashpar_lamonz
ساحل نجرابي👇
@shkoowui
خدمة الاسلام تبلیغاتي اداره👇
@Khidmatulislam
شاعرحیدري واغظي👇
https://t.me/+CFFuR55yLDtiOGE8
انګلیسي ژبي ذدکړه👇
@learn_english120
سخاوت فراهي👇
@sakhawtFarahi1
حنظله خاکسفیدوال👇
@Hanzaljh
حماس بصري څانګه👇
@hmass99
ډیزاین زده کړه👇
https://t.me/+ZycO6PhmZcAwZDJl
نعتخوان مشعل جان وردګ👇
@Mashaljanwrdg
ډیزاینر امان الله👇
@AmanuallahAlbadri1428
فتوجي دیزاین ګروپ👇
@fotojj45
نعتخوان محمد اویس ناصري👇
@moahmadowis
شاعر سعادت مهاجر👇
@Sadamuhajir
حقاني زابلوال دترانو چینل👇
@Haqane_zabalwall
حکمت زبیر👇
@Hikmatzubir
سهیل زهاد👇
@sohilzohad
شاعر الهام کندهاري👇
@Ilhamkanndari
قاري مسیح الله حیدري👇
https://t.me/MasihullahHaidary58
ژوند نیمګړي دي👇
@sohal120
هیبت الله تراني👇
@asariesae_heu789
ښه ژوند وکړه👇
https://t.me/+odMT50a7s4QwYTM1
م هلال مهاجر👇
@Hilalmohajir
دشاعرجهادیارشاهین دټلګرام چینل👇
@ZPKSV
دزړه ژړامي👇
@malikHbibollh
شاعر غمکین ترانو چینل👇
@HimatJanan
شاعر سمسور غورماچي👇
https://t.me/+7TJZsDmsouEzOGM1
شاعر محمد نسیم عرفاني👇
@JFDJBKYVKBGJO
شاعر اویس احمد👇
@az09owaisahmad
اسلامي ملغلري نشریاتي اداره👇
https://t.me/+0zsjwX6H8y4wZDY0
د قرآن کریم پښتو ترجمه👇
@QuraneKarimpashtoTarjuma
صهیب پتنګ👇
@suhaibpatang
د علم زده کړه👇
@ELAMhaqmal
پښتو فارسي انګلیسي او عربي ژبو زده کړه👇
@haqmaljanan
عبدالرازق سالم نعتونه👇
@abdolraziqsalimnatoona
قسیم آرمانی تراني
@qaseemarmani
ذهني ازموینه👇
@MENTAItest
مقتصد ترابي لیکل شوي شعرونه👇
@Muqtasidtorabi
د حافظ قیس احمد کاریالونه👇
@akkk2010
شیخ حماسي(د فکري لړي درسونه)👇
@asdgghhfg
یرموک60عملیاتي قطعه👇
@YARMOOK603
ده حق له ممبره زریني کرښي👇
@SSZZ2024
فکري مبارزه👇
@ahmed_bigzad63
محمدطیب ادریس👇
@adrees_123
د فدایانو او استشهادیانو یادونه👇
@daestishhadqafily
شاعر وحدت الله ابوحمزه👇
@Wahdatullahabuhamza
پښتو شعرونه👇
@PashtuShearona
دتاریخ اتلان👇
https://t.me/+3Xf6rIQvxfk2Yjhl
جالبه معلوماتی ټولګه👇
@ahaqnszbznbxbxhxbdbdbdbbdbdhdjsn
عبرت څخه ډکي قیصي او حدیثونه👇
@mkattnkdjmj
رښتیني ملګرتیا👇
@baqiafghan
نعتخوام منصور میدانوال👇
@Mansoormaidanwall
شاعر او نعتخوان عابد آشنا👇
@esamuhammad134
انبیاء عرفان رسمي چینل👇
@Anbiyaerfan55
دژبے عبادتونه او ګناهونه👇
@AfgianPashto
دمیني ژوندون👇
@ucjvjd
د جنت لاره👇
https://t.me/+Hotn7XUdhHIxMjVl


د اسلامي چینلونو ځانګړی لیست
لیست پسي👈1👉ساعت نشرات مکوئ
لیست تر  👈4👉 ساعت مه حذف کوی په لیست کي د ګډون لپاره په لاندي نمبر رابطه وکړی
 شرط:-ممبر باید2000حتماً وي
                   
                  🥀
@QariHanfi🥀
–––––––
–––––––––––––––––


#دمینې_په_
لار_یون
🤝https://t.me/LarDmeni
🥀🥀
🥀
دقارې فض
لې نوذادې رسمې چېنل
🤝@FasliJanantarani
🥀🥀🥀
دفضلې نوذاد
ې 2⃣چېنل
🤝@Fazlijanan2
🥀🥀🥀
دغذال
ې مروت اوصمیم ترانې
🤝@Fazliad
ara
🥀🥀🥀
ده واتساپاسلامی لینکونه
🤝@Ry46i77
🥀🥀🥀
دکاین ماسټر زده کړه
🤝@fydayy11
🥀🥀🥀
مولوی محم
دیعقوب مجاهد
https://t.me/RumiYaqubKarwan4
🤝@RumiYaqubKarwan4
🥀🥀🥀
❤دزړه❤مین
ه❤
🤝@sherahmadmohammdi
🥀🥀🥀
🥀ناکامه عشق🥀🌻
🤝@Badri313k
ng
🥀🥀🥀
ده میني ډیوه خپرندویه اداره
🤝@Qarianasjanan
🥀
🥀🥀
📚حماس کتبتون📚
🤝@QHammas
🥀🥀🥀
دخطرناکو هکرانو ستر ان
جمن
https://t.me/+E82NhqUTySdlOTBl
🤝@BLACK_TEAM_3
13
🥀🥀🥀
هراتی میډیا
🤝@HerateMedia
🥀🥀🥀
ولي زمان رضاوزیر

🤝@Walizamanrazawazer
🥀🥀🥀
ډیزا
ینی ترانی
🤝
@agAKHfDsAHBMK
🥀🥀🥀
خادم کتابتون
🤝@KhademLibrary
🥀🥀🥀
مولوي بشیراحمد احمدي
🤝@bashirahmad_ahmadi
🥀🥀🥀
الامارت نیوز
🤝@AmaraN
ews
🥀🥀🥀
دنبی کریمﷺحدیثونه
🤝@wmhtvo
987
🥀🥀🥀
نعتخوان شجاعت
🤝@dfuff
🥀🥀🥀
حماس کتابتون ګروپ
🤝https://t.me/Ketabtoon1212
🥀🥀
🥀
🕯د ایـــ🕋ــــمان ډیـو🕯
https://t.me/LGLGLGLGS
🤝@LGLG
LGLGS
🥀🥀🥀
انلاین پیسو ګټل
b>@today_mazigar
🥀🥀🥀
نعتخوان طلحه جانان
https://t
.me/+k1UtQcQKcUUwODc1
دزړه ژړامی
🤝@ma>likHbibollh
🥀🥀🥀
نعتخوان نقیب الرحمن غني زاده
ht
tps://t.me/+E8HVSsOmmp0zOTM1
آد
بې لیڪني او شعرونه
🤝@Sweet_Authers
🥀🥀🥀
دقرآن ریم ترجمه(پښتوژبه) کې
https://t
.me/TGJFHJKHFD
🤝@
TGJFHJKHFD
🥀🥀🥀
مولوی شاکرا
لله برهاني
https://t.me/ASLAM_1
🤝@ASLAM_
1
🥀🥀🥀
💔زخمی🔗زړه💔
https://t.me/pashto_000
🤝@pashto_000
🥀🥀🥀
ښکلې خبرې
🤝@TokiTa
kali3
🥀🥀🥀
پښتوشاعری_پ
ښتوویناوی
https://t.me/pashto_sh href='ayari
🤝@pashto_sha' rel='nofollow'>ayari

🤝@pashto_shayari
🥀🥀🥀
داستشهاد قا
فیله
https://t.me/IslamicEmirate
🤝@IslamicEmirate
🥀🥀
🥀
فکری@ahmed_big' rel='nofollow'> مبارزه
🤝@ahmed_bigzad63
🥀🥀🥀
ملی دفا
ع وزارت
https://t.me/MoDAfgha
nistano2
🤝
@MoDAfghanistano2
🥀🥀
🥀
ده شاعرانو کور
https:
//t.me/Homeoftenpoets

🤝@Homeoftenpoets
🥀🥀🥀
ک
ریکټ خبرونهCricket news
htt
ps://t.me/AFGcricket30
🤝@AFGcricket30
🥀🥀🥀
الام
اره نیوز
ht
ps@AmaraN' rel='nofollow'>://t.me/AmaraNews
🤝@AmaraNews
🥀🥀🥀
خبرهای تازه
http
s://t.me/Tazhkhbroo2
🤝@Tazhkhbroo2
🥀🥀🥀
بدري لښکر
ht
tps://t.me/knuhynr
🤝@knuhynr
🥀🥀🥀

نوښت ارواه پوهنه

https://t.me/+l5zf8Tz1uRM0MT
Q9
سید منصوراغاشهاب
https://t.me/@fgtdhgr' rel='nofollow'>fgtdhgru

🤝@fgtdhgru
🥀🥀🥀
مولوی عبدالصمدصمیم
https://t.me/jvheivj
eeiv
🤝@jvheivjeeiv
🥀🥀🥀
الع
ارف خپرندویه اداره
🤝@Lopolkujgg
🥀🥀
🥀
طالب خاد
م عمار
🤝@asfgtrrtu111
🥀🥀🥀
اسلامی نشر
یات
https://t.me/Islam
inaseryat
🤝@Islam
inaseryat
🥀🥀🥀
#ال
نبوي_دترانو_سترمرکز
http
s://t.me/abawynat123
🤝@a
bawynat123
🥀🥀🥀
ډیزاینرشا@AAG' rel='nofollow'>/b>هین امارتي
🤝@AAGS560
🥀🥀🥀
دژبي عباون
ه
او ګناهون' re>'nofollow'>/b>l='nofollow'>/
b>دتونه او
ګناهونه
🤝@AfgianPashto
🥀🥀🥀
نعتخوان زاهداشناچینل
https:
//t.me/Zahid1181
🤝
@Zahid1181
🥀🥀🥀
الریحان دتر
انو کور"تلاش"
https://t
.me/Al_Raihan_Tarani
🤝@Al_Raihan
_Tarani
🥀🥀🥀
ماتې هیلې
https
://t.me/SayeedAhma
🤝@SayeedA
hma
🥀🥀🥀


❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤
️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹❤️‍🩹
👇♤♡په لاندې چینل کې ګډون وکړئ♡♤👇
🤝https://t.me/LarDmeni
🤝https://t.me/LarDmeni
🤝https://t.me/LarDmeni
🏳🏳🏳🏳🏳🏳🏳
🏳🏳🏳🏳🏳🏳🏳='' rel='nofollow'>


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مختصر: هغه وختونه او ځایونه چه په هغے کښي په نبی علیه الصلاة والسلاک درود لوستل کیږی:(۲)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-دخلکو د اجتماع په وخت کی:

دابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:هیڅ یو قوم یو مجلس نه کوی چه دالله جل جلاله ذکر ورپکښی ونه کڔی او نه په نبی (ﷺ) باندی درود ووائی مگر دغه مجلس به په دوئ باندی دپریشانئ سبب وی، اگر که دوئ جنت ته د ثواب لپاره داخل شی.[اخرجه احمد]

(۷)-کله چه دنبی (ﷺ) نوم یاد شی:

ددی په مشروعیت کی دعلماؤ اتفاق دی، لیکن اختلاف په حکم کی دی:

(۱)-ابو جعفر الطحاوی او ابو عبدالله الحلیمی وائی:کله چه دنبی (ﷺ) نوم یاد شی نو په هغوی باندی درود ویل واجب دی

(۲)-جمهور علماء وائی:سنت دی

(۸)-دنبی (ﷺ) د قبر په خوا کی:

دعبدالله بن دینار رحمه الله نه روایت دی هغه فرمائی:ما عبدالله بن عمر رضی الله عنه لیدلی وو چه دنبی (ﷺ) دقبر په خوا کی به ولار وو، په نبی (ﷺ) به ئی درود وویلو او بیا به دابوبکر او عمر رضی الله عنهما لپاره دعا وغوښتله.[اخرجه مالک فی الموطا]

(۹)-دجمعی په ورځ:

د اوس بن اوس رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ)فرمایلی دی: ستاسو په ورځو کی ورځ دجُمعی ورځ ده، په دی کی آدم علیه السلام پیدا شوی،په دی کی وفات شوی،په دی ورځ به قیامت قائمیږی،نو تاسو په ماباندی په دی ورځ کی زیات درود وائی،ځکه ستاسو درود په ما باندی په قبر کی پیش کیږی.[ابوداود]

(۱۰)-دغم او سختئ په وخت کی او دگناه د مغفرت په وخت کی:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۲)برخه دژبے عبادتونه او ګناهونه


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مختصر: هغه وختونه او ځایونه چه په هغے کښي په نبی علیه الصلاة والسلاک درود لوستل کیږی:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په رسول (ﷺ) باندی درود لوستل په هر وخت کښی یو بهترین عبادت دی لیکن شریعت د بعضی وختونو او مقامونو تخصیص کڔی دی چه په هغی کښی په نبی (ﷺ) درود لوستل دیر زیات ضروری دی چه هغه به په اجمالی طور باندی ذکر کڔو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دتشهد نه روسته:
په دی خبره دټولو علماؤ اتفاق دی چه دتشهد دکلماتو نه روسته درود لوستل مشروع دی، لیکن په حکم کښی اختلاف دی:

(۱)-بعضی علماء دا خبره ذکر کوی چه درود پدغی موقع کی لوستل سنت دی او واجب نه دی دا دجمهورو فقهاؤ قول دی.

(۲)- امام شافعی رحمه الله دتشهد دکلماتو نه روسته درود ویل واجب ګنی.


(۲)-په جنازه کی د دویم تکبیر نه روسته:

پدی مسئله کی هم دفقهاء کرامو اتفاق دی چه په جنازه کی به د دویم تکبیر نه روسته درود مشروع دی،لیکن په حکم کی ئی اختلاف دی:

(۱)-امام شافعی رحمه الله فرمائی چه په جنازه کی درود ویل واجب دی که ئی ونه ویل نو جنازه نه صحیح کیږی.

او مشهور روایت دامام احمد بن حنبل نه همدا دی او همدا قول امام بیهقی دعبادة بن اصامت او نورو صحابه کرامو نه نقل کری دی.(السنن الکبری)

(۲)-امام مالک او امام ابو حنیفة رحمه الله هم رائی داده چا دا مستحب دی او واجب نه دی.

(۲)-په خطبو کښی:

بل دهغی حالاتو نه چه په هغی کی درود ویل پکار دی هغه په خطبو کی دی لکه د جمعی خطبه،داخترونو خطبه،داستسقاء خطبه ،ددی په په مشرویت کی هم اختلاف دی.

(۱)-امام شافعی رحمه الله فرمائی: درود ویل دخطبی لپاره شرط دی که درود ونه ویل شی خطبه نه صحیح کیږی[کتاب الام]

او همدا قول دامام احمد بن حنبل رحمه الله دی.
(المغنی:۱۷۳،۳)

(۲)-امام ابو حنیفة امام مالک رحمهما الله وائی:چه درود نه په غیر خطبه صحیح کیږی.

په خطبه کی درود ویل دصحابه کرامو نه منقول دی.

(۳)-په دعا کښی:

په دعا کی د درود ویلو دری حالت دی:

(۱)چه یو سری دحمد نه روسته او دعا نه مخکی درود وایی:

(۲)-چه په اول او منځ او آخر کښی ئی ووائی.

(۳)-چه په اول منځ او آخر کښی ووائی او حاجت په مینځ کی ذکر کڔی.

علی بن ابی طالب رضی الله عنه روایت دی هغه فرمایی:چه هره دعا دقبولیت نه په پرده کی ده تر څو چه په نبی (ﷺ) درود وویل شی.

(۴)-مسجد ته د داخلیدلو په وخت کی:

دابو حمید او یا دابو اسید رضی الله عنهما روایت دی هغه فرمائی:چه رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی کله چه په تاسو یو تن مسجد ته داخلیږی نو په نبی (ﷺ) باندی دی درود ووائی،او اللهم افتح لی ابواب رحمتک دی ووائی، او چه کله راوځی نو په نبی (ﷺ) دی سلام وکری،او اللهم إنی أسألک من فضلک دی ووائی.[اخرجه مسلم واحمد]

(۵)-په صفا او مروع باندی:


عبدالله بن عمر رضی الله عنه په صفا باندی دری کرته تکبیر وویلو بیا به یی:لااله الا الله وحده لا شریک له له الملک واله الحمد وهو علی کل شی قدیر وویل:او بیا به یی په نبی (ﷺ) درود وویلو او بیا به ئی دعاء وکره، او بیا به ئی اوږد قیام وکرو، او اوږده دعاء به یی وکره،او بیا به یی په مروه کی هم داسی کول.[وقال السخاوی]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ دژبے عبادتونه او ګناهونه


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مختصر د درود نه ویلو نقصانونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-د ډیرو فائدو نه محرومیدل:

(۲)-د دعا دقبلیدو نه محرومیدل:

{د علی رضی الله عنه روایت دی هغه فرمائی: هره دعا دقبولیت نه پرده کڔے شویده تر دے چه په نبی (ﷺ) باندے درود وویل شی.} [مجمع الزوائد]

(۳)-دالله درحمت نه لری کیدل:

(۴)-دپوزی خروالی او ذلت:

(۵)-دبخل په بدترین صفت موصوف کیدل:

{ دحسین رضی الله عنه نه روایت دے هغه د نبی (ﷺ) نه روایت کوی چه هغه فرمایلی دی: بخیل هغه څوک دے چه زه دهغه په وراندے یاد کری شم او هغه په ماباندی درود ونه وائی} [رواه النسائی]

(۶)-دجنت دروازه خطا کول:

{جعفر دخپل پلار نه روایت کوی هغه فرمائی : چه نبی (ﷺ) فرمایلی دی:کوم یو انسان چه په ما باندی درود ویل پردی هغه انسان دجنت دروازه خطاء کره}[اورده الالبانی]

(۷)-دقیامت دورځے پریشانی:

{ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی: هیڅ یو قوم داسے یو مجلس نه کوی چه په هغه کښی دالله ذکر ونه کڔی او نبی (ﷺ) باندی درود ونه وائی مګر پدی باندی به دقیامت په ورځ پریشانی وی اګر که دثواب لپاره جنت ته داخل شی}[اخرجه احمد]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د درود شریف (۳۷) فائدی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د امام ابن القیم رحمه الله تفصیلی بحث:

امام ابن القیم رحمه الله په جلاء الفهام کښے د درود فائدے ذکر کڔی څه خو د هغے نه مخکښے ذکر شوے او د بعضے فائدو روایات ډیر ضعیف دی،لیکن اجمالی طور باندے به ئے ذکر کڔو چه هغه فرمائی:

(۱)-دالله په رسول (ﷺ) درود ویل دالله جل جلاله حکم منل دی ځکه هغه د درود ویلو حکم کڔے دے.
(۲)-په دے کښے دالله جل جلاله سره موافقت دے ځکه هغه هم په رسول باندے درود وائی.
(۳)-دملائکو سره موافقت.
(۴)-دالله له طرفه لس ځل درودویل حاصلول.
(۵)-لس درجے حاصلول.
(۶)-لس نیکئ حاصلول.
(۷)-لس ګناهونه رژیدل.
(۸)-د درود په وجه دعاء قبلیدل.
(۹)-چه کله ورسره دوسیلے دعاء هم ملګرے شی نو دنبی (ﷺ) دشفاعت حاصلولو سبب دے.
(۱۰)-د ګناهونو دمغفرت سبب.
(۱۱)-په دے سره الله جل جلاله بنده دغمونو او پریشانیو نه خلاصوی.
(۱۲)-د صدقے په ځائے قائمدل.
(۱۳)-دقیامت په ورځ د نبی (ﷺ) قربت او نزدیکت حاصلول.
(۱۴)-درود دحاجتونو پوره کیدلو سبب.
(۱۵)-دالله او دملائکو صلاة او درود حاصلول.
(۱۶)-درود ویونکی ته طهارت او پاکی حاصلیدل.
(۱۷)-دمرګ نه مخکښے دجنت زیرے حاصلول.
(۱۸)-دقیامت دسخیو نه نجات حاصلول.
(۱۹)-د نبی (ﷺ) درود او سلام حاصول.
(۲۰)-د هیر کڔے شوی څیز بیرته رایادیدل.
(۲۱)-دمجلس ښایست او قیامت دافسوس نه نجات حاصلول.
(۲۲)-فقر نه نجات موندل.
(۲۳)-دبخل صفت نه نجات موندل.
(۲۴)-دپوزے دخڔوالی او د ذلت نه نجات موندل.
(۲۵)-درود انسان دجنت لارے ته رسوی، او چه څوک ئے نه وائی هغه دجنت لره خطا کوی.
(۲۶)-دمجلس دبدبویئ او ګندګئ نه نجات موندل.
(۲۷)-دالله په حمد او صلاة باندے کلام کمال ته رسیږی.
(۲۸)-په صراط باندے پوره نور حاصلول.
(۲۹)-د جفاء نه نجات موندل.
(۳۰)-د الله له طرفه ثناء او ستاینه حاصلول.
(۳۱)-په ذات عمر او عمل کښے برکت راتلل.
(۳۲)-دالله رحمت حاصلول.
(۳۳)-دالله د رسول (ﷺ) همیشه محبت حاصلول.
(۳۴)-د الله او د رسول (ﷺ) محبت حاصلول.
(۳۵)-هدایت او دزڔه ژوند حاصلول.
(۳۶)-په صراط باندے ثابت قدمی.
(۳۷)-دالله دنبی لږ څه حصه حق اداء کول.
(جلاه الافهام:۵۲۱-۵۳۴)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:(دژبے عبادتونه (۱) موضوع)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(( د درود ویلو فائدے ))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴)-لس درجے حاصلول:

(۵)-او لس گناهونه معاف کیدل:

{دانس رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی :چاچه په ما باندی یو کرته درود وویلو، الله جل جلاله به پری لس کرته درود ووائی، او لس ګناهونه به ئی وریژیږی، او لس درجی به ورله او چتے کرے شی)

[اخرجه احمد]

(۶)-لس نیکی لیکل کیږی:

{دابوبرده بن دینار رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:زما د امت نه چه څوک په ما باندی د زڔه د اخلاصه یو کرته درود وویلو،الله به پری لس کرته درود ووائی،لس درجی به ورله اوچتی کڔی،لس نیکئ به ورله ولیکی، او لس ګناهونه به ورله محوه او وران کڔی).

[رواه النسائی]

(۷)-د رسول الله (ﷺ) سلام حاصلول:
په نبی (ﷺ) دصلاة او سلام یو بله فائده داده چه ددے په وجه دنبی (ﷺ) سلام حاصلیږی،ځکه کوم انسان چه په نبی (ﷺ) سلام ولیږی نو په هغه کسان به بیرته نبی (ﷺ) سلام وائی.

{دابو هریره رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:هیڅ یو تن نشته دي چه په ما باندے سلام واچوی مګر الله جل جلاله ماته زما روح واپس کڔی چه زه هغه ته سلام واپس کرم )

[رواه احمد]

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په نبی علیه السلام درود ویل (۳)برخه


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:(دژبے عبادتونه (۱) موضوع)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(( د درود ویلو فائدے ))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا خبره دیره واضحه ده چه الله رب العالمین او دهغه رسول (ﷺ) چه په یو کار باندے حکم کوی هغه دبے شماره فائدو نه خالی نه وی،ځکه دالله جل جلاله صفاتو کښے یو صفت حکیم دے.حکیم هغه ذات ته ویل کیږی چه هغه هر یو کار دحکمتونو دوجے نه کوی، لیکن دلته به د درود ویلو یو څو فائدے ذکر کڔو:

(۱)-د الله جل جلاله او دهغه د رسول (ﷺ) حکم عملی کول:
په مخکښے بحث کښے دا خبره ذکر شوه چه په درود باندے الله او د هغه رسول (ﷺ) حکم کڔے دے، او د الله جل جلاله او د هغه د رسول حکم منل او عملی کول دهر خیر لپاره چابی ده، او دهر شر نه محفوظه قلعه ده، دهر نقصان، فتنے،شرم، عذاب او غضب نه نجات دے.

(۲)-لس ځله دالله جل جلاله رحمت حاصلول:
د درود دفائدو نه یوه فائده داده چه په رسول (ﷺ) باندے د درود ویلو په وجه باندے الله رب العالمین په هغه باندے لس ځله صلاة او رحمت رالیږی،او په مخکښے ذکر شو چه دالله دصلاة نه مراد دادے چه الله رب العالمین دملائکو په وڔاندے د دغه سڔی صفت وکڔی، نو الله رب العالمین هغه ذات دے چه د هغه مدحه ښکلا او ښائست دے، او دهغه له طرفه دیو بنده مذمت او بدی بیانیدل دهغے بنده لوئے نقصان او قباحت دے،دا که یو کرت هم وی نو څه دے خیال دے چه هغه په تا باندے دملائکو په وڔاندے لس کرته ثناء ووائی؟

(دابوهریره رضی الله عنه نه روایت دے چه رسول الله (ﷺ) وفرمایل:چاچه په ما باندے یو ځل درود وویل،الله به په ده باندے لس رحمتونه راولیږی).[رواه مسلم:۴۰۸]

(۳)-او یا کرته دالله او د ملائکو درود حاصلول:

{دعبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:چاچه په نبی (ﷺ) یو کرت درود وویلو،الله او دهغه ملائک به په ده باندے اویا کرته درود ووائی). [رواه احمد ]

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په نبی علیه السلام درود ویل (۲)برخه


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:(دژبے عبادتونه (۱) موضوع)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
((په نبی علیه السلام درود ویل))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه نه یو بهترین عبادت په نبی (ﷺ) باندے صلاة او درود ویل،په رسول الله (ﷺ) باندے درود ویل یو بهترین عبادت دے چه الله جل جلاله پرے په قرآن کریم کښے حکم کڔے دے،دالله جل جلاله رسول (ﷺ) ورباندے حکم کڔے دے د درود فائدے ئے بیان کڔی،د درود نه ویلو نقصانات ئے بیان کڔی، جبریل علیه السلام او نبی (ﷺ) هغے انسان ته د ذلت ښیرے کوی څوک چه په هغه درود نه وائی.

(۱)-د درود فضیلت او بهتری:

درود هم په عباداتر کښے یو بهترین عبادت دے چه الله جل جلاله پرے په خپل کتاب کښے حکم فرمایلی دے،هغه فرمائی:

{إِنَّ اللهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا }

بیشکه الله او دهغه ملائک په نبی (ﷺ) باندے درود وائی اے دایمان والو! تاسو په هغه باندے درود وایئ او په هغه باندے سلام وایئ په سلام ویلو سره.

من سورة الأحزاب- آية (۵۶)

د درود ویلو فضیلت او بهتری داده چه پدے بادندے الله جل جلاله په خپل کلام کښے حکم کڔے او هغه څیز چه الله رب العالمین پرے قرآن کریم کښے حکم وکڔی هغه یو بهترین کاروی.

(۲)-په درود باندے د رسول الله (ﷺ) حکم:

ددرود یوه بله بهتری داده چه پدے باندے دالله جل جلاله رسول (ﷺ) حکم کڔے دے.

{حسن بن علی رضی الله عنه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:تاسو چه چرته یئ په ما باندے درود وایئ ځکه ستاسو درود ماته رارسیږی.[مجمع الزوائد]

(۳)-الله او دهغه ملائک په رسول الله (ﷺ) درود وائی:
ددرود یوه بله بهتری داده چه الله او دهغه ملائک په رسول الله (ﷺ) باندے درود وائی ،او یقینی خبره ده چه یو کار چه الله او دهغه ملائک کوی هغه به ډیر زیات بهتر کار وی.

دالله او دملائکو د درود وضاحت:

الله رب العالمین د درود ویلو مطلب دادے چه الله ربرالعالمین په هغه باندے د ملائکو په وڔاندے ثنا وائی،او دالله دملائکو درود دادے چه هغوی دنبی علیه السلام لپاره دعا غواری.

امام بخاری رحمه الله فرمائی:چه ابو العالیه رحمه الله فرمایلی دی:دالله جل جلاله صلاة په نبی علیه السلام په هغه باندے دملائکو په وڔاندے ثناء ویل دی او دملائکو د صلاة نه مراد دعاء ده.
(۲)دارنګه قول دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما نه هم نقل کرے شویدے.
(راجع تفسیر ابن کثیر)

امام ترمذی رحمه الله فرمائی:دسفیان ثوری او د ډیرو اهل علمو نه نقل کڔے شوی دی چه هغوی فرمایلی دی:د الله صلاة نه مراد رحمت دي،او دملائکو دصلاة نه مراد استغفار دے.

(۴)-د الله په نبی باندے درود پیش کیدل:

{داوس بن اوس رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی: ستاسو په ورځو کښے بهترینه ورځ دجُمعے ورځ ده،په دے کښے آدم علیه السلام پیدا شوے،په دے کښے وفات شوے،په دے ورځ به قیامت قائمیږی،نو تاسو په ما باندے په دے ورځ کښے زیات درود وایئ،ځکه ستاسو درود په ما باندے په قبر کښے پیش کیږی، صحابه کرامو عرض وکڔو:یا رسول الله!زمونږ درود په تا باندے څنګه پیش کیږی او حال دادے چه ته په قبر کښے وروست شوے ئے او ذرے ذرے شوے ئے؟نبی (ﷺ) وفرمایل: الله جل جلاله په زمکه دا خبره حرامه کڔے چه هغه دے دانبیاؤ لاشونه وخوری).[اخرجه احمد:۴/۸]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دژبے دنه حفاظت ضررونه (۴) ))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱۱)-دجنت نه لرے کیدل:
دژبے دحفاظت نه کولو یو نقصان دادے چه ددے په وجه انسان دجنت نه لری کیږی.

{سلیمان بن سحیم دخپلے مور بنت الحکم الغفاریه رضی الله عنها نه روایت کوی چه هغه فرمائی:ما درسول الله صلی الله علیه وسلم نه واوریدل چه فرمایل ئے:بیشکه یو سڔي به جنت ته دومره نزدے شی چه دهغه او جنت ترمینځ به دیوے نیزے په اندازه مسافه پاتے شی، دابه یوه خبره وکڔے چه د هغے په وجه به دا انسان دجنت نه دومره لرے شی لکه دمدین نه دصعناء په اندازه مسافه}(صعناء دیمن دیو ښار نوم دے).

[رواه احمد:۶۴/۴]

(۱۲)-دزڔه کلکوالے:
دژبے دحفاظت نه کولو په وجه انسان ته یو نقصان دا رسیږی چه ددے په وجه زڔه سختیږی،او د زڔه سختوالے یو بدترینه بیماری ده.

{دعبدالله بن عمر رضی الله عنه عنهما نه روایت دے،دا فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:تاسو دالله عزوجل د ذکر نه علاوه ډیرے خبری مه کوئ ځکه دذکر نه علاوه ډیرے خبرے کول د زڔه کلکوالے دے، او ټولو خلکو نه،او ټولو خلکو نه هغه کسان کلک زڔه واله دی چه دالله جل جلاله له ذکر نه لڔی وی.}رواه الترمذی

(۱۳)-دجنت دخوشخبرئ نه محرومیدل :

(دانس رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:یو انسان وفات شوے وو،نو رسول الله (ﷺ) په وڔاندے یو سڔے دغه سڔے ته دجنت زیرے ورکڔو،رسول الله (ﷺ) ورته وفرمایل'آیا ته دا خبره کوے او ته نه پوهیږے کیدے شی چه به فائدے خبرے کڔے وی او یائے په هغه شی باندے بخل کڔے وی چه هغه مال نه کموی).

[رواه الترمذی ۲۳۱۶]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څلورمه آخره برخه (۴)


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دژبے دنه حفاظت ضررونه (۳) ))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۷)-دجهنم اورته داخلیدل:
دژبے دحفاظت نه کولو په وجه انسان دجهنم اورته داخلیږی.

{ابوهریره رضی الله عنه روایت دے هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) نه پوښتنه وشوه چه اکثر انسانان جنت ته دڅه په وجه داخلیږی ؟ وے فرمایل:دښائسته اخلاقو او تقوی په وجه.او بیا ترے پوښتنه وشوه چه زیاتره خلک جهنم ته دڅه په وجه داخلیږی؟ وے فرمایل:دخلے او عورت په وجه).

[رواه ابن ماجه ۴۲۴۶]

یعنی په دي خوله بے فائدے او دګناه خبرے کیږی،نو دژبے دحفاظت نه کولو دوجے نه اکثر خلک جهنم ته ځی.

(۸)-په اکثرو گناهونو کښے واقع کیدل:
دژبے دحفاظت نه کولو یو بل نقصان دادے چه دژبے دحفاظت نه کولو په وجه انسان په ډیرو زیاتو ګناهونو کښے واقع کیږی ځکه اکثر دبنیادمانو ګناهونه په ژبه کښے وی چه انسان دژبے حفاظت نه کوی؛

{دعبدالله بن مسعود رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:دبنیادم زیاتره ګناهونه دهغه په ژبه کښے دی).[وصحیح الجامع رقم۱۲۰۱]

(۹)-دجهنم په اور کښے ډیر ښکته کیدل:

(دابوهریره رضی الله عنه نه روایت دے هغه د رسول (ﷺ) نه آوریدلی دی چه فرمایلی: بیشکه یو بنده به په یو کلمے باندے خوله وخوزوی هغه ته ورپکښے څه نقصان نه ښکاری لیکن ددغه کلمي په وجه باندي به دا دجهنم په اور کښے دومره ښکته لاڔ شی لکه څومره مسافه چه دمشرق او مغرب ترمینځه ده،بلکه دهغے نه هم لرے.

[اخرجه البخاری ومسلم وابن ماجه والترمذی]

(۱۰)-دالله جل جلاله په غصه کښے داخلیدل:

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دریمه برخه (۳)


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دژبے دنه حفاظت ضررونه (۲) ))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۴)-دژبے دنه حفاظت کولو په وجه انسان په فسق کښے داخلیږی،ځکه دژبے متعلق بعضے ګناهونه دی چه انسان دهغے نه اجتناب او پرهیز ونه کڔی نو په هغے باندے هغه فاسق کیږی

لکه یو مسلمانه پاکدامه زنانه باندے تهمت لګول او هغے ته کنځل کولو په وجع انسان فاسق کیږی.

الله عزوجل فرمائی:

(وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْـمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَـمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ )

(او کوم خلک ته په پاکدامنو ښځو دَ زنا تهمت تڔی،بیا څلور ګواهان رانهٔ وڔی،نو هغوئ تاسو اتیا دُرے ووهئ،او هیڅ کله دَ دوی ګواهی مه قبلوئ،او همدا خلک فاسقان دی)

من سورة النور- آية (۴)

په دے آیت کښے هغه انسان ته دفاسق لقب ورکڔے شو چه هغه دژبے دیوے ګناه نه خپله ژبه محفوظه نه کڔي چه هغے ته تهمت ویل کیږی.

نو معلومه شوه چه دژبے دحفاظت نه کولو په وجه انسان فاسق کیږی.

(۵)-گواهی ساقط کیدل:
کله چه یو انسان دژبے حفاظت نه کوی نو دهغے په وجه دا انسان په لویو لویو ګناهونو کښے واقع شی،او چه کله انسان په کبیره ګناهونو کښے واقع شی،او دهغے نه ئے توبه نه وی ویستلی نو دغه انسان فاسق شی په اسلامی عدالت کښے دده ګواهی مردوده شی او دا انسان ساقط العداله مردود اشهادة وګرځی،ځکه د ګواهئ دقبولیت لپاره عدالت شرط دے، او دا انسان فاسق شو،نو دغه عدالت ئے ساقط شو،نو ګواهی ئے هم ساقطه شوه.

لکه قرآن کریم دیوے ګناه په وجه باندے خبر ورکڔه چه د دغه ګناه په وجه باندے د انسان د ګواهی نه محروم شو او دده ګواهی په اسلامی عدالت کښے ساقطه شوه.

(۶)-په بدترینو لقبونو باندے یادیدل:

کله چه انسان د ګناهونو نه دخپلے ژبے حفاظت ونه کڔی نو دغه انسان دالله عزوجل په کلام او رسول الله (ﷺ) په کلام په بدترینو لقبونو سره یادیږی.

لکه دژبے په ګناهونو بعضے ګناهونه دی چه هغے ته قرآن او سنت کښے کفر ویل شوے دے،که یو انسان دهغے نه ځان محفوظ نه کڔی دغه انسان په قرآن او سنت کښے دکافر په نوم یادیږی

بعضے ګناهونو چه قرآن او سنت کښے هغے ته فسق ویل شوے دے، که انسان خپله ژبه دهغے نه محفوظه نه کڔی،نو دغه انسان په قرآن او سنت کښے دفسق چه نوم یادیږی.

که یو انسان خپله ژبه د دروغو نه محفوظه نه کڔی دغه انسان په قرآن او سنت کښے د دروغژن په نوم یادیږی.

که یو انسان خپله ژبه دغیبت نه محفوظه نه کڔی نو دغه انسان په قرآن او سنت کښے دغیبت ویونکی په نوم یادیږی.

که یو انسان خپله ژبه دچغلئ نه محفوظه نه کڔی دغه انسان دچغلخور په نوم یادیږی.

او که یو انسان خپله ژبه دکنځلو نه محفوظه نه کڔی دغه انسان دکنځل مار په نوم یادیږی.

او دغه شان نور بدترین لقبونه ورته ورکڔے شی که خپله ژبه دګناهونو نه محفوطه نه کڔی،نو معلومه شوه چه دژبے دحفاظت نه کولو په وجه انسان په بدترینو بدترینو لقبونو باندے یادیږی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لومری برخه (۲)


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع:((دژبے دنه حفاظت ضررونه ))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه څنګه په مخکښے فصل کښے دا خبره ذکر شوه چه دژبے په حفاظت ډیرے زیاتے فائدے دی،نو دغه شان دژبے په نه حفاظت کولو کښے ډیر زیات ضررونه دی، چه دهغے دجملے نه به یو څو ضررونه ذکر کڔو

(۱)- د ډیرو فائدو نه محرومیدل:
مخکښے فصل کښے ذکر شو چه دژبے په حفاظت کولو کښے ډیرے فائدے دی نو دغه فائدے هغه انسان ته حاصلیږی چه دخپلے ژبے حفاظت کوی چه کله یو انسان دژبے حفاظت نه کوی ددغه بهترینو فائدو نه به محروم کیږی،او یقیناً ددغه زیاتو فائدو نه محرومیدل یو لوئے ضرر دے.

(۲)-کفر اکبر:
د ژبے دنه حفاظت کولو په وجه انسان په کفر کښے داخلیږی ځکه ډیر کرته یو انسان یوه خبره دژبے نه راوباسی چه دغه کلمه دایمان لپاره ډیره زیاته خطرناکه وی،تردے پورے چه ایمان وربادے زائل شی او انسان کافر پاتے شی.

او بعضے کلماتو ته قرآن دکفر کلمات وائی ،لکه حدیث دزین بن ارقم رضی الله عنه کښے راځی هغه دیومنافق نه واوریده په داسے حال کښے چه رسول الله (ﷺ) خطبه ویله،که چرے دغه خبرے حقے وے نو مونږه خو بیا دخرو نه هم بدترین یو،زید بن ارقم رضی الله عنه ورته وویل:قسم په الله! دغه خبری حقے دی او ته دخر نه هم بدترین ئے،بیا ئے داخبره نبی (ﷺ) ته وکڔه، نومنافق منکر شو،او رسول الله (ﷺ) ته ئے قسم وکڔو چه ما دا خبره نه ده ویلے، الله عزوجل دا آیت نازل کڔو چه

(يَحْلِفُونَ بِاللهِ مَا قَالُوا وَلَقَدْ قَالُوا كَلِـمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوا بَعْدَ إِسْلَامِهِمْ )

دوئ په الله باندے قسمونه کوی چه دوئ دا کلمه نه ده ویلے،الله عزوجل فرمائی:په تحقیق سره دوئ دکفر کلمه ویلے ده)
من سورةالتوبة- آية(۷۴)[رواه بخاری واحمد]

په دے آیت او حدیث کښے دا خبره ثابته شوه چه بعضے کلمات داسے وی چه هغے ته قرآن او سنت کښے دکفر کلمات ویل کیږی،او دهغے په وجه انسان کافر کیږی.

(۳)-کفر دون کفر:
کله کله دیوے کلمے په وجه انسان دومره زیات نقصان ته ورسیږی چه شریعت کښے په هغه باندے دکفر اطلاق کیږی،البته د دغه کفر معنی به دا نه وی چه دا بیخی داسلام نه خارج دے، بلکه کله کله ډیرے لوئے ګناه ته هم کفر ویل کیږی چه علماء کرام دهغے نه (کفر دون کفر)باندے تعبیر کوی.

(دابوهریرة رضی الله عنه روایت دے هغه فرمائی:چه رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:په خلکو کښے دوه کارونه دی چه دغه کارونه هغوی باندے کفر دے،یو دچا په نسب کښے طعن بیانول.دویم په مڔی باندے ویر کول).
[رواه مسلم:۶۷]

په دے روایت کښے دژبے دوه ګناهونه دی یو دبل په نسب کښے طعن بیانول او بل ویر کول او شریعت کښے دیته کفر وویل شو، چه دامت علماؤ په وڔاندے دیته(( کفر دون کفر )) ویل کیږی.

نو کوم انسان چه خپله ژبه ددے دواڔو نه محفوظه نه کڔی په ((کفر دون کفر)) کښے واقع کیږی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لومری برخه (۱)


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: ((دژبی حفاظت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے دحفاظت فائدے (۴)آخری برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۹)-دهر شر او فتنے نه نجات حاصلول:
دژبے دحفاظت یوه بله فائده ددے په وجه دهر شر او فتنے نه نجات حاصلیږی:

{عقبه بن عامر رضی الله عنه فرمائی:ماعرض وکڔو یا رسول الله!دټولو شرونو او فتنو نه نجات څه شے دے؟وے فرمایل:ته خپله ژبه کنټرول کڔه،تالره دے ستا کور ځائ درکڔی او په خپله ګناه ژاره}.[رواه الترمذی:۲۴۰۶]

(۱۰)-دژبے دحفاظت په وجه مغفرت الهی حاصلول:

{عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت دی هغه فرمائب:یوکس دعرفے په ورځ دنبی (ﷺ) سره په سورلئ روسته سور وو، دغه ځوان به زنانو ته کتل او رسول الله صلی الله علیه وسلم به دهغه مخ په خپل لاس باندے بار بار راګرځولو،او دے ځوان به بار بار زنانو ته کتل، رسول الله (ﷺ) ورته وویل: اے وراره!دا داسے یو ورځ ده چه کوم یو انسان په دے ورځ کښے خپل غوږونه سترګے او ژبه کنټرول کره هغه ته به مغفرت وکڔے شی).[رواه احمد:۳۲۹/۱]


(۱۱)-دژبے دحفاظت په وجه دعباداتو ثوابونه حاصلول:
دژبے دحفاظت یوه بله فائده داده چه ددے په وجه دعبادت بهترینے فائدے حاصلیږی،که یو انسان دخپلے ژبے حفاظت وکڔی هغه انسان به دعباداتو بهترینو فائدو ته ورسیږی،او که دخپلے ژبے حفاظت ونه کڔی نو هغه به دبهترینو فائدے د عبادت نه محروم شی.

همدغه وجه ده چه دعباداتو دفائدو حاصلولو په موقع الله رب العالمین دژبے حفاظت هم شرط کڔے دے لیکن نبی (ﷺ) دحج باره کښے فرمائی:چاچه حج وکڔو او هغه په حج کښے فاحشے او بے هوده خبرے ونه کڔے او نه ئے دفسق کارونه وکڔه،دابه دګناهونو نه داسے واپس کیږی لکه څنګه چه دمور نه پیدا شوے وو).[رواه البخاری ومسلم]

په دے روایت کښے دا خبره ذکر شوه چه دحج دعبادت دے بهترینے فائدے ته سڔے هله رسیږی چه انسان خپله ژبه دفاحشو خبرو نه محفوظه کڔی.


آخری برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: ((دژبی حفاظت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے دحفاظت فائدے (۳)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۶)-دنیکو اعمالو تله درنیدل:
دژبے دحفاظت یوه بله فائده داده چه ددے په وجه دمومن دنیکو عملونو تله درنیږی،ځکه دژبے حفاظت او دبے هوده خبرونه چپوالے داسے یو بهترین عمل دے چه دمومن دنیکیو په تله کښے ډیر درون څیز دے.


{د انس رضی الله عنه نه روایت دے دا فرمائی:رسول الله صلی الله علیه وسلم دابوذر رضی الله عنه سره ملاقات وکڔو ورته ئے وفرمایل:اے ابوذره!آیا زه تاته دوه خویونه در ونه ښایم؟چه هغه دواڔه دبوج په لحاظ سره په ملا باندے ډیر زیات او سپک او آسان دی،او دنیکو اعمالو په تله کښے ډیر درانه؟هغه عرض وکڔو:ولے نه یا رسول الله! ضرور ئے راوښایه.وے فرمایل:په تا باندے لازم دی ښائسته اخلاق،او دبے هوده خبرونه اوږده موده چپ کیدل،په هغه ذات مے دے قسم وی چه دهغه په لاس کښے زما ساده! هیڅ یو مخلوق ددے دواڔو عملونو په شان عمل نه دے کڔے).[قال الهیثمی فی مجمع الزوائد:۲۲/۸]

(۷)-دژبے دحفاظت په وجه سلامتیا حاصلول:
دژبے دحفاظت یوه بهترینه فائده داده چه ددے په وجه دهر شر نه سلامتیا حاصلیږی.

{معاذ بن جبیل رضی الله عنه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمائیلی دی: ترڅو پورے چه ته چپ ئے نو سالم به ئے که خبره دے شروع کڔه نو یا به ستا دخیر او فائدے خبره وی او یا دضرر خبره)[رواه الطبرانی]

(۸)-داسلام ښکلا حاصلول:
دژبے دحفاظت یو بله فائده داده چه ددے په وجه داسلام ښکلا حاصلیږی.

{دابوهریره رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:رسول (ﷺ) فرمایلی دی:د انسان ښکلے اسلام دادے چه عبث او لغوه خبرے او کارونه پریدی).[رواه الترمذی۲۳۱۷]

نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ (۳)دوهمه برخه....
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: ((دژبی حفاظت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے دحفاظت فائدے (۲)برخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳)-جنت ته داخلیدل:
دژبے دحفاظت کولو یوه بله فائده جنت ته داخلیدل دی ځکه نبی (ﷺ) هغه انسان ته دجنت د داخلیدو خوشخبری ورکڔے ده چه یو څو صفات ورپکښے موجود وی، یو په هغے کښے دژبے حفاظت دے.

{دسهیل بن سعد رضی الله عنه نه روایت دے، دا فرمائی:چه رسول الله (ﷺ)فرمائی :څوک چه ماته د دوه اندامنو ضمانت وکڔی زه ورته دجنت ضمانت کوم،یوهغه اندام چه د دواڔو ژامو ترمینځ دے چه هغه ژبه ده،او بل هغه اندام چه د دواڔو پخو ترمینځه دے چه هغه عورت دے).[رواه البخاری والترمذی]

په دے روایت کښے همدا خبره ذکر شوه چه ددوه اندامونو دحفاظت په وجه باندے جنت ملاویږی،یو ژبه او بل عورت.

(۴)-دزڔه برابریدل:
دژبے دحفاظت بله بهترینه فائده داده چه ددے په وجه زڔه برابریږی.

(دانس رضی الله عنه نه روایت دے دا فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی: دهیچا ایمان نه مستقیم کیڔی او نه برابریږی تردے چه زڔه ئی مستقیم او برابر نشی،او زڔه ئے نه برابریږی تردے پورے چه ژبه ئے برابره نشی،او هغه سڔے به جنت ته داخل نشی د چا ګاونډی چه دهغه دضرر نه محفوظ نه وی)..[رواه احمد]

(۵)-دژبے دحفاظت په وجه دټولو عملونو حفاظت:

{معاذ بن جبل وائی:رسول الله (ﷺ) وفرمایل:دهر څیز سر اسلام دے اودهغے ستن مونځ دے او دهغے اوچت قُب جهاد دے بیا ئے وفرمایل‌:آیا تاته ددے ټولو څیزونو جڔره ونه ښایم،ماعرض وکڔو اے دالله نبی!ضرور وښائے،نبی کریم (ﷺ) خپله ژبه مبارکه ونیوله او هغے طرفته ئے اشاره وکڔه وے فرمایل:دا بنده ساته،ماعرض وکڔو ،اے دالله نبی! آیا مونږ دخپلے ژبے نه چه کوم لفظ اوباسو په هغے ټولو به رانیولے کیږو؟. نبی (ﷺ) او فرمایل:معاذ! ستا مور دِے تا ورک کڔی (مور دے بوره بوره چنډه شه-دا یو محاوره ده چه دتعجب داظهار دپاره وئیلے شی)په دے پوهه شه چه خلک په دوزخ کښے پرمخے نه غورځوی مګر هغه (خرابے)خبرے چه دهغوی ژیو لَوْ کڔی وی (د خولے نه ئے ویستلی وی).[رواه احمد]

نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ (۲)دوهمه برخه....
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: ((دژبی حفاظت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے دحفاظت فائدے
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لکه څنګه چه په لیکنو کښے دا خبره ذکر شوه چه دژبے په حفاظت باندے الله رب العالمین حکم کڔے دے،دالله رسول (ﷺ) ورباندے حکم کڔے دے،مخکنو انیاؤ علیهم السلام ورباندے حکم کڔے،صحابه کرامو او سلفو علماؤ ورباندے حکم کڔے دے.

نو داسے یو کار چه الله او دهغه رسولانو صحابه کرامو او سلفو علماؤ ورباندے حکم کڔے وی،هیڅکله دبے شماره فائدو نه خالی نه وی،لیکن دلته به یو څو فائدے اجمالی طور باندے ذکر کڔو:

(۱)-دژبے دحفاظت دایمان علامه ده او دایمان شعبه ده:

کوم انسان چه دخپلے ژبے حفاظت کوی،بے فائدے او عبث خبرے نه کوی،دا د انسان دایمان علامه ده،همدغه وجه ده چه الله رب العالمین چه دمؤمنانو صفات ذکر کوی، نو په هغے کښے دژبے دحفاظت تذکره کوی، فرمائی:

{وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا}[الفرقان:۷۲]

(او هغه خلک دی چه هغوئ دَ دروغو ګواهی نهٔ ورکوی،او کله چه یو ناخوښه شے دوئ ته راپیښ شی نو دَ شریفانو پشان تیریږی)

یعنی باطل ته میلان نه کوی.

په دے آیت کښے دمومن علامه همدا ذکر شوه چه خپله ژبه د دروغو د ګواهی او د باطلو خبرو او مجلسونو نه ساتی.

نو دا ددے خبرے دلیل دے چه دا دایمان یو شعبه ده او ددے په وجه باندے ایمان کښے زیادت او کمال راځی.

(۲)-(دعبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهما نه روایت دے چه نبی (ﷺ) فرمائی: مسلمان هغه څوک دے چه نور مسلمانان دهغه دژبے او لاس ضرر نه محفوظ شی)

دے روایت کښے مسلمان هغه چاته ویل شوے چه خپله ژبه دمسلمان د ضرر نه حفوظه کڔی.

نو معلومه شوه چه دژبے حفاظت داسلام بهترینه شعبه ده،کوم انسان چه ددے رعایت کوی دهغه اسلام کامل دے دهغه چانه چه دا شعبه داسلام ورپکښے نه وی.

(۲)-دژبےدحفاظت په وجه کامیابی حاصلیږی:

دژبے دحفاظت په وجه انسان ته کامیابی ملاویږی.

قرآن کریم کښے الله عزوجل:

((قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ صَلَاتِهِمْ خَشِعُوْنَ وَالَّذِیْنَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُوْنَ))
[المومنون:۱-۳]

(یقیناً مومنان کامیاب شو چه هغوئ په خپل مانځه کښے خشوع او خضوع کوی او هغه کسان چه دَ بیکاره او لغوه کارونو او خبرو نه پرهیز کوی)

په دے آیت کڛے دمومنانو لپاره ذکر شوو صفاتو باندے دکامیابئ زیرے ورکوی،نویو په هغے کښے داده چه دوئ دلغوے نه مخ اڔوی، دلغوے نه مراد ټول عبث کارونه، ګناهونه،کفر،شرک،بدعات،رواجونه،دروغ، غیبت،بهتان وغیره بیهوده خبره مجلسونه دی.

نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ (۱)لمری برخه....
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
موضوع: ((دژبی حفاظت))
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے دحفاظت په باره کښے دسلفو علماؤ اقوال
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-دابو حیان التیمی رحمه الله وینا:

{ابو حیان تیمی رحمه الله فرمائی:دسڔی لپاره مناسبه داده چه هغه دے دخپل قدم دکیښودو دځائے دحفاظت نه زیات دژبے حفاظت کوی}[ابن ابی الدنیا فی الصمت:۳۲]

(۲)دخلف بن اسماعیل وینا:

{خلف بن اسماعیل رحمه الله فرمائی:ماته دهند دعقلمندو انسانانو نه یو عقلمند انسان وویل:ډیرے خبرے دانسان سڔیتوب ختموی)

[الصمت لابن ابی الدنیا:۵۴]

(۳)-دابو عمران الجونی رحمه الله وینا:

{ابو عمران الجونی رحمه الله فرمائی:بیشکه ژبه خو سپے دے چه کله ئے یو کس په ځان مسلط کڔی نو دغه کس به وخوری).

[الصمت:۵۰]

(۴)-دمحمدبن الفضل الحارثی رحمه الله وینا:

{محمد بن الفضل الحارثی رحمه الله فرمائی: ډیرے خبرے کول دانسان وقار او عزت ختموی) [للسیوطی:۲۸]

(۵)-حسن بن هانئ رحمه الله وینا:

{حسن بن هانی رحمه الله فرمائی:بیشکه عاقل انسان هغه دے چه خپلے خولے ته واګے واچوی،ته پناه آفت دچپوالی ته دا ډیر بهتره ده ستا لپاره د آفت دکلام نه).

[الآداب الشرعیه:۳۸]

(۶)-دمحمد بن واسع رحمه الله وینا:

{محمد بن واسع رحمه الله مالک بن دنیار رحمه الله ته وویل: اے ابو یحیی! دژبے حفاظت ماته دسرو زرو او سپینو زرو دروپو نه ډیر سخت دے)[احیاء علوم الدین:۱۲۰/۳]

(۷)-دامام شعبی رحمه الله فرمائی:

{شعبی رحمه الله فرمائی:هیڅ یو خطیب نشته مګر په هغه باندے دقیامت په ورځ دده خطبه پیش کیږی.)

[الصمت:۹۵،وفیه مجالد ولیس بالقوی]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دژبے عبادتونه او ګناهونه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

20 last posts shown.

184

subscribers
Channel statistics