دهدایت مرکز؛ دالحاد پر وړاندې


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دا کانال د اللهﷻ د رضا لپاره جوړ شوی دی چې د ملحدانو د شبهاتو په برخه کې فعالیت لری...
هر څوک چې کومه شبهه لری کولای شی د کانال مدیرانو ته یې واستوي او په چټکي سره ورته ځواب ورکول کیږی. ان شاء الله....
@Afandiatiq

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




❌شبهه:

د بنی اسرائلو له مسخ کیدو سره د داروين د نظریې تړاو.

د شبهې توضیح :
داروين مسلما انسان د بيزوګانو له نسل څخه بلی؛ خو دا نظریه مطلقاً له انسانی کرامت او د هغه له مقام او جایګاه سره په تعارض کې ده،
خو که شامپانزی د انسان له نسل څخه
لکه څنګه چې د بقرې د سورة د ۶۵ آیت کې چې ورته اشاره شوې ده په نظر کې ونیسو بیا څه؟
ځـــواب:
✅الف)

داچې د بنی اسرائیلو مسخ د داروين له نظریې سره کوم تړاو لری او کنه؟
نو د سورة بقرې د ۶۵ آیت د صحیح تفاسیرو پر بنسټ چې مونږ ته را رسیدلی دی، څرګنديږي چې د بنی اسرائیلو د مسخ کیدلو له داستان څخه د داروين د نظریې لپاره هیڅ رنګه استد لال نه نیول کیږی، ځکه چې د مفسرینو تر منځ د مسخ په داستان کې اختلاف وجود لری؛ له هغې جملې نه داچې آیا هغه مسخ صورتاً وه که معناً؟
د ځینی مفسرينو د نظریې او رایی مطابق د هغوی صورتونه نه وو مسخ شوی، بلکې دهغوي زړونه مسخ شوي ؤ چې هیڅ ډول ډار او نصیحت نه ورته داخله کیده او د هغوی تشبیه له بيزوګانو سره؛ په دغه آیت کې له تشبیه سره ورته ده:
«كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا» (جمعه/5)

چې دلته یې د بنی اسرائلو علما په خرو سره تشبيه کړی دی، له دې امله دوی چې کوم څه زده کړی ؤ پر هغو یې عمل نکاوه یعنې د عدم عمل په سبب سره یې دوي له خرونو سره تشبیه کړل؛ او دا نظریه ابن جریر رحمه الله له مجاهد رحمه الله څخه را نقل کړې ده. (1).

✅ب)
بل داچې انسان د یوه معین شکل، ترکیب او محسوسی بنای والا دی. کله چې الله تبارک وتعالی دغه جسم معدوم کړ او د هغه پر ځای یې د بیزو شکل را منځته کړ، دا نو بیا مسخ نده! بلکې معدوم کول او د خلق ایجاد دی.(2).

✅ج)

دکتر «وهبة الزحیلی» هم د«كُونُوا قِرَدَةً» « په بيزوګانو بدل شی» آیت په تفسیر کې ليکي:
دا امر د اهانت او زجر لپاره دی(3).
نو د دې تفسیر پر اساس، د داروين له نظریې سره د دغه آیت عدم ارتباط او تړاو کاملاً يقيني دی.
✅د)

اما هغه څه چې د قرانکریم ظاهر پر هغه باندې دلالت لری دا دی چې، هغوي حقیقتاً مسخ شول او دا د جمهورو مفسیرینو نظریه ده او صحیح ده(4).

◆ اوس نو! آیا دا سمه او درسته ده چې اوسني بیزوګانې د هغو مسخ شویو بيزوګانو له نسل څخه وګڼو او کنه؟ نه! ځکه چې هغوي وروسته له مسخ کیدو څخه یې نه څه وخوړل نه یې وڅکل او نه یې هم کوم توالد او تناسل درلود او له درې ورځو څخه زیات هم ژوندی پاتی نشول(5).

ابن مسعود رضی الله عنه له رسول اللّه صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې د دغې زمانې د بيزوګانو او خوګانو اړوند وپوښتل شول، چې آیا د هم هغو مسخ شویو له نسل څخه دي او کنه ؟ وې فرمایل: الله تبارک وتعالی هیڅ قوم ندی هلاک کړی یا عذاب کړی چې وروسته له هغو دې له دوی څخه کوم نسل باقی پرې ایښی وی او دغه خوګان او بیزوکانې وړاندې له دې څخه هم وې(6).

ابن کثیر رحمه الله فرمایی:
په حیواناتو کې بیزو د شکل له مخې انسان ته ډیره ورته او شبیه ده ، خو په حقیقت کې انسان ندی(7).

👇منابع:
1. تفسیر روح المعانی(1/351)، علامه ابی الفضل شهاب الدین السید محمود الآلوسی البغدادي
2. التفسیر الکبیر المسمی بالمفاتیح الغیب (1/539-540)، امام فخرالدین رازی
3. تفسیر المنیر (1/196)، دکتر وهبة الزحیلی
4. تفسیر روح المعانی(1/351)، علامه ابی الفضل شهاب الدین السید محمود الآلوسی البغدادي
5. تفسیر ابن کثیر (1/134)، إمام الجليل الحافظ عماد الدّين أبي الفِدَاء إسماعِيل بن كثير الدمشقي
6. صحیح مسلم (1/2051)
7. تفسیر ابن کثیر (1/134)، إمام الجليل الحافظ عماد الدّين أبي الفِدَاء إسماعِيل بن كثير الدمشقي

د هدایت مرکز د ملحدانو د شبهاتو رد او ددهدایت په لوری دریڅه
https://t.me/Hedayat1443
https://chat.whatsapp.com/LxFfkXDFB9cLHhVsilGRCu


خو لومړی کس په متانت سره ورته وایی: د دغې کارخانې تصادفي والی عقلا محال نده. د تصادف مدعی کس وایی: که چیرې ریښتیا وایی نو څرنګه مونږ په دومره آساني دغې کارخانې ته لاس رسی پیدا کړ او په هغې کې وخت تیر وو، بغیر له دې چې مونږ دې د محاسبې وړ وګرځوي؟
د کارخانې طراح چې د دوي له لید څخه مخفی و او د دوي دواړو خبرې یې په دقت سره اوریدلی، قضاوت او پریکړه وکړه، هغه عاقل او معترف کس چې د هغه پر مالکیت یې اعتراف لاره په یوه قصر کې د میلمستیا لپاره را دعوت کړ، او یوه غیر قابل توصیف میلمستیا یې ورته تیاره کړه؛
اما هغه منکر کس چې د تصادف مدعی و د خود خواهی، لحاجت، او د مالکیت په انکار سره یې او په امکاناتو کې له ناشکرانه تصرف څخه یې، په یوه ډیر خفت باره حالت سره د کارخانې له حریم څخه بهر کړ، چې په وچه او سوزونکې صحرا کې یې پرته له تندې لوږې، او د داړونکو او خطرناکو حیواناتو له حملې کولو نه بغیر نور څه یې نه په برخه کیدل.
دا دی مثال د هغو دوه کسانو چې ګومان کوی
دغه د عالم هستي ستره او منظمه کارخانه په تصادفي توګه ایجاد شوې ده.
ادامه لری ........!

د هدایت مرکز د ملحدانو د شبهاتو رد او د هدایت په لوری یوه دریڅه
ــــــــــــــ

🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷
په لاندې تړونونو کولای شی چې له مونږ سره یوځای او تازه مطالب تر لاسه کړی 👇
د تلګرام چینل
https://t.me/Hedayat1443
وتساپ
https://chat.whatsapp.com/LxFfkXDFB9cLHhVsilGRCu


اللهﷻ د جهان خالق دی
د ملحدانو د شبهاتو رد
برخه: 【۲۹】

دریم څپرکی:
د هستي د جهان پیدایښت:

◆ د هســتي د جهان د پیدا کیدو او
رامنځته کیدو په اړه نظریې او آندونه؛◆

د هستي د جهان د رامنځته کیدو په اړه څو نظریې وړاندې شوې چې واړه یې اشتباه دي؛

او لاندې توګه د هر یوې نظریې د اشتباه والی دلایل راوړو او په آخره کې به یې قطعی او يقيني نظریه وړاندې شی ان شاء الله.

⇜ لومړی نظریه: د هستي جهان پخپله او په تصادفي توګه را پیدا شوی.
ځـــــــواب :
الف)
ملحدین همیشه په دې تکل او هڅه کې ؤ او دي ترڅو څرګنده کړی چې، د هستي جهان پخپله او په تصادفي توګه رامنځته او په وجود راغلی دی؛ دوي د خپلې دغې وینا د اثبات لپاره لاندې فاسد دلیل راوړی دی:
« لکه څنګه چې چینجی د انسان له مدفوع او باکتریاوې له خوړو څخه په تصادفي او خود بخوده را پیدا کیږی، د هستي جهان هم په همدې شکل سره پخپله را پیدا شوی دی» .

دغه نظریه یوه مردوده نظریه ده؛ ځکه چې له پوهانو څخه یو تن په نامه دې « پاستور» یوه آزموينه دا رنګه تر سره کړې ده یوه اندازه خواړه یې په داسې یو ځای کې کیښودل چې هلته هوا نه وه او باکټريا یې هم د خوټولو (جوش ولو) په واسطه ترې لرې او له منځه يوړې .
دی له هوا څخه د خوړو په لرې ساتلو سره دې پایلی ته ورسیده چې هیڅ ډول نوی باکتریا په وجود نه راځی او خواړه هم نه فاسیدیږی.
👌 کومه نتیجه او پایله چې له دغه آزمیښت څخه لاس ته راځی دا ده چې هیڅ شی پخپله نه پیدا کیږی، بلکې باید یو علت یې موجود وي.
«انیشتین» یوه ډیره مشهوره وینا لری او هغه خبره دغه نظریه رد وي، دی ليکي:«خدای قمار نه وهی ». دا جمله دې ته اشاره لری چې د قمار مبنا پر تصادف ده، یا خو د تا په ګټه ده او یا په ضرر.
ب)
د دغه قانون او نظم تکرار د زرګونو کلونو په وږدو کې، امکان نلری چې د دې ښکارندوي د وی چې د هستي جهان دې پخپله خودبخوده په وجود راغلی وي.
ج)
آیا دا امکان لری چې د اپل په کمپني کې دې د یوه انفجار له کبله یو کامل او پوره آيفون جوړ او په وجود راشی؟
نو بیا څرنګه دوی داسې یوه باطله خبره په خوله راوړی چې د هستي جهان پخپله رامنځته او په تصادفي توګه په وجود راغلی دی؟
د)
«سر فِرِد هویل» وایی:
« هغه چانس چې ممکن دی حیات دې د تصادف له لارې ظهور کړی وی، له هغه چانس سره چې یوه طوفان دې د کښتی له سره عبور کړی وی، او یوه ۷۴۷ بوینګ د هلته له موجوده وسایلو څخه مونتاژ کړی وی، د مقایسې وړ ده»
دا معنا که د یوې مښتي له سره دې طوفان تیر شی او هلته په کښتی وسایل وي د طوفان له امله دې په یوه بوینګ الوتکه بدله شی.
هـ)
که یو څوک سکې د آسمان لور ته ګزاری کړی او یو بل څوک ټوپک په لاس د هغو سکو په طرف فیر وکړی، که چیرې د سلو ګولیو له جملې څخه پنځه ګولی یې په سکو ولګیږی، ښایی ووایو چې تصادفي وې. خو که داچې مثلا ۹۰ مرمي
په هدف ولګیږی، دا تصادف ندي بلکی هدف ویشتل او د ویشتونکی مهارت څرګند وي.
په دغه عالم د هستي کې له اتومونو څخه نيولې بیا تر سترو موجوداتو پورې، آیا دا امکان لری چې ټول دې تصادفی وی؟ آیا دا امکان لری چې د هستي عالم دې له دغه بی سابقه نظم سره تصادفي وي؛ په داسی حال کې که چیرې زمکه په ډیر سرعت سره د لمر په خواو شا حرکت وکړی، له مدار څخه خارجیږی او که، په کرار حرکت وکړی لمر ته نږدې کیږو؛ او که چیرې د زمکې زاويه څو درجې کمه وای، د کال فصلونه به مو نه درودل.
و)
په یوه ساده مثال کې د هستي عالم د تصادفي والی خرافه تر څیړنې لاندې نیسو:
په یوه بيابان یا صحرا کې دوه کسان د موټرو یوې کارخانې ته ننوځي چې تشکیلونکې دستګاه ګانې یې د برق د قوي په واسطه کار کوی.
دغه دوه کسان هغه ځای ته ورځي چې هلته یې د روښانه ولو بټنې دي، د دغو بټنو په کیکاږلو د کار خانې مختلفې برخې په کار لویږی چې په نتيجه کې یې ښکلی توليدات را منځ ته کیږی.
یو له هغو دوه کسانو څخه د کار خانې جوړونکی طراح او انجينر په تیز هوشی او مهارت سره توصیف وي چې داسې یوه ښکلي ښایسته او مستحکمه کار خانه یې جوړ کړې ده، خو دوهم کس وایی:
ته په اشتباه او خطا کې یي؛ځکه چې دا کار خانه نه کوم جوړونکی لری او نه د يؤه متفکرانه انجينري کار ثمره ده، بلکې وړاندې له دې د اوسپنې یو غر ؤ چې د میلیونونو کلونو په وږدو کې په تصادفي توګه له خپلو متشابهو انواعو څخه، په داسې یوه کارخانه باندې بدل شوی.
دوست یې په تمسخر آميزه خندا پیل کوي او هغه بل کس خپل ملګری ته یې کنځلی بد رد وایی، او هغه په بی عقلی، ناپوهي او پر غيبي او هغو شیانو باندې په اعتقاد لرلو سره متهم وی چې نه لیدل کیږی.


اللهﷻ د جهان خالق دی
د ملحدانو د شبهاتو رد
برخه: اته ویشتمه

دریم څپرکی:
د هستي د جهان پیدایښت:

د هستي د جهان د پیدا کیدو او رامنځته کیدو په اړه نظریې او آندونه؛


لومړی نظریه: د هستي جهان پخپله او په تصادفي توګه را پیدا شوی.

دوهمه نظریه: یوه بل مخلوق جهان په وجود را وړی.

دریمه نظریه:طبیعت،د هستي جهان پیدا کړی.

څلورمه نظریه : جهان ازلی دی ؛ یعنې له ابتدا څخه ؤ هیچا هم ندی پیدا کړی.

پنځمه نظریه :جهان له عدم څخه پیدا شوی دی.

شپږمه نظریه: الله تبارک وتعالی د هستي جهان پیدا کړی دی.

درنو دوستانو راتلونکی مطالب به ان شاء الله د پورته عنوانونو اړوند وي را سره اوسي.

_______________________

🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷
په لاندې تړونونو کولای شی چې له مونږ سره یوځای او تازه مطالب تر لاسه کړی 👇
د تلګرام چینل
https://t.me/Hedayat1443
وتساپ
https://chat.whatsapp.com/LxFfkXDFB9cLHhVsilGRCu


🔴 له شبهاتو سره څنګه بر خورد وکړو؟
دوهمه: برخه

د شبهاتو پر وړاندې د خلکو اقسام؛
په دې اړوند خلک په څلور ډوله دي:

1- هغه خلک چې شبهات طرح کوي.
2- د شبهاتو خپرونکی.
3- عوام د مسلمانانو
4- اهل علم او علماء

1- لومړی ډله، شبهات لیکی او خپروي یې. دغه ډله خلک محض عناد لری او داسې هم ندی چې پر خپل باطل دې شک وکړی، بلکې جزم لری لکه څنګه چې پر نورو باندې د جزم او یقین فکرۍ باندې ایراد نیسی، پخپله دوي هم مطلق یقین او جزم اندیشه دی!

2- دوهمه ډله هغه کسان دی چې یا خو غولیدلی دي چې باید دا مسائل ورته حل شی، یا دا چې لکه د لومړی ډلې غوندې د عناد خاو ندان دی ؛ خو د دې په خاطر چې په مطلق توګه په څه نه پوهیږی او د شبهاتو په طرح کولو یا د نصاراو او.. له سایټونو څخه د هغو په را کاپی کولو باندې قادر ندي، د لومړی ډلې مطالب خپروي.

3- دریمه ډله؛ هغه مسلمانان دی چې دوي طلبه او متخصص ندي، او ممکن دی چې دا شبهات هغوی ته ور القا شی او یا له هغوی څخه وپوښتل شی، او د شبهاتو هدف هم په اصل کې همدا ډله ده او په دوهمه مرحله کې بیا دوهمه ډله وی.

4- څلورمه ډله بیا هم طالب العلم او هم متخصصین دي، چې د شبهاتو په ردولو کې د مسلمانانو مرجع وي.
بحمد الله؛
په عربی نړی کې ډیر زیات متخصصین لرو خو په فارسی کې هم نسبتا ښه دي اما زمونږ په پښتنو کې بیا په دې برخه کې دومره څه نسته،
خو بیا یې هم په کم شمیر او لیږو امکاناتو سره
ښه مقابله کړې ده، الله تبارک وتعالی دی هغوی ته جزای خیر ور په برخه کړی.

نو د هرې طايفې د شبهاتو په رد کې که هغه ملحدین دی، که د سنتو منکرین او اهل بدعت دی، واقعا دا مهمه نده چې مونږ دې نوآوری وکړو[ اګر که نو آوری هم خپل ځای لری ]،بلکې په لومړی مرحله کې باید مونږ د تیرو علماؤ له علومو څخه ګټه واخلو،
وکم ترک الأول للآخر!

زمونږ موخه هم په دې برنامه کې دریمه ډله ده
او ان شاء الله غواړو داسې قواعد مطرح کړو چې له شبهاتو سره په مواجه کیدو، با وجود د دې چې له هغو اشخاصو سره مناظره هم ونکړي، شبهه خپله درته کومه ستونزه ایجاد نکړی
او د خپل یقین په قوې سره هغه شبهات پخپل ذهن کې ذوب او له منځه یوسی، او دا شان د محقیقینو لپاره داسې قواعد ذکر کوو چې وکولای شی په چټکۍ سره مسیر طی او هدف ته ځان ورسوی، او د دې پر ځای چې مثلا په لسګونو ټوکه کتابونه دې مطالعه کړی او وروسته له څو کلونو څخه بیاهم کوم ځای ته ونه رسیږی، څو کتابونه مطالعه او یو وږد مسیر دې یې هم طی کړی وي،

نو بیا دغه برنامه هم پخپل ځان کې د علم د طلب منهج لری چې په راتلونکو برخو کې به یې ذکر کړو.

◆ د شبهاتو له طرح څخه د مخالفینو موخه:
الله تبارک وتعالی فرمایی: ﴿ وَلَنْ تَرْضَى عَنْکَ الْیَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ﴾ ]البقرة: 121[
یعنی: یهود او نصاری به له تا څخه تر هغو راضی نشی، ترڅو چې د هغوی له دین څخه تبیعت ونکړي!


د هغو کسانو هدف چې شبهات طرح کوی دا دی چې مسلمانان له خپل حق دین څخه خارج کړی؛ خو دلته مثلا؛ د نصارا او ملحدينو تر منځ یو فرق شتون لری، ملحدین له مونږ څخه د اسلام په ترک کولو راضی دي چې اسلام پریږدو،او هغوی ته دا فرق نکوی چې آتئیست د اووسو او که د خدای پر وجود باندې شک وکړو! بر خلاف د نصاراو، نصارا غواړی چې خپل اسلام ترک کړو او د هغوی په دین کې داخل شو.
او یو محکم تره هدف لری!
که دقت وکړی د هغوی اکثره شبهات پر قرآن او رسول الله ﷺ باندې طعن دی او پر دغو دوه اصلونو یې تمرکز کړی دی؛ او بحمد الله هیڅکله هم موفق شوی ندی او نه به موفق شی. او په دا را ورستیو کې چې له نورو شبهو اچونکو څخه په تقلید سره، شبهات یې ډیر په فقهی او... مسائلو را څرخی، او دا څرګنده ده چې دا د تیرو محاولاتو او هڅو په پایله کې د دوی د ماتی او شکست په معنا سره دی، ځکه نو په داسې کارونو یې لاس پوری کړی چې هیڅوک له اسلام څخه نه شی بهر کولی، ځکه حتی که د اسلام له علماؤ څخه یې پر کوم عالم طعن وارد کړ، نهایت د امر دا دی چې هغه دې اشتباه کړی وی او د یوه دینی عالم اشتباه، د دې باعث نکیږی چې څوک د خپل دین ترک یا پریږدي.!


یو چا ته هغه مهال فاحشه ویلای شو چې تل د نورو په اختیار کې قرار لری نه داچې د خپل خاوند په اختیار کې د وي.
واقعاً " ملحدان ډیر بی انصافه دی..... "
هغه ښځه چې لکه تشناب هر څوک ورځي او هلته ځان تش وی له هغې پاکې جنتی حورې سره پرتله کوي، په داسې حال کې چې حورې باکره پيغلې هم دی، که پورته آیت وګوری لیکلی یې دي چې تر اوس چا هغو ته لاس ندی ور وړی.
او دا حق دی چې مونږ د شبهې لیکونکی ته دا ووایو، چې مونږ نه پوهيږو که تاسې نه پوهیږي؟!!!
او بیا هم حق دی چې ووایو، راتلونکی ډیره آسان ده چې همدا اوس ستا پر سادګی پورې وخاندو خو هیڅکله داسې کار نکوو د تاسې لپاره له پروردګار څخه مو د خیر دعا او ددهدایت غوښتنه کوم.

☘☘☘ان شاء الله ادامه لری....


یوه ورور دا شبهه را لیږلې ده:

د جهنمیانو جرم سکس او مشروب (شراب) دی،
او د جنتیانو بدله او جزا هم سکس (او شراب) دي؛ نو زمونږ راتلونکی زمونږ په سادګی پورې خندا کوي.

ته پوهيږي؟
او.........
زه نه پوهیږم!
د حورې فرق له فاحشې سره څه دی؟
یوه یې د خدای په استخدام کې ده او بله یې د خدای د بنده په استخدام کې؛ هغه خدای چې خپلو بندګانو ته یې حوره په رشوت کې ورکوي
او هغه جنت چې فاحشه خانه ده!
کوم یوه یې بی ګناه دی؟
هغه فاحشه چې له ناچاری څخه په دا ډول سره خپله ګیډه مړ وي، یا هغه حوره چې د تن لذت یې د ښو بندګانو د کارونو بدله ده؟
ته پوهیږی؟
او زه نه پوهیږم!
ځـــواب :
ان شاء الله له یو بل سره د ګډیدو د مخ نیوی په خاطر، به په دقیقه توګه او هر مطلب جلا جلا نقد او څیړو.

شبه اچونکی :
⬅️ د جهنمیانو جرم سکس او مشروب (شراب) دی، او د جنتیانو بدله او جزا هم سکس (او شراب) دي؛ زمونږ راتلونکی زمونږ په سادګی پورې خندا کوي، ته پوهيږي؟ زه نه پوهیږم!
له یوې فاحشې سره د حورې توپیر څه دی؟؟

ځــــــواب:
نو په دې حساب سره باید دا دواړه هم برابر وي:
🌼 یو څوک له خپلو اولادونو ميرمنې سره ځي
او د یوه رود په غاړه د اوبو د شرشرو، او د بلبلو په شور او خوږو نغمو کې " خپل کبابونه پلو او قورمې" د لذت او آرامش په اوج کې نوش جان کوي.
🌼 خو یو څوک پخپل کور کې یې ناست دی او د دښمن الوتکې یې د بمباريو لپاره د هغوي پر سرونو را ګرځی او په څوسوه متری کې یې بمونه لګيږي، او احتمال لری چې بعدی کور به چې هدف ګرځي هغه به د ده کور وي او په عین وخت کې نهار او وږی دي؛ خو هغه نور بیا په مزو چړچو کې خپل "کباب او.. "خوری.
✔ نو د تاسې د فرضيې او استدلال مطابق باید چې دا دواړه مثالونه یو شان وي؛
خو آیا همدا سی ده ؟
آیا وریجې او کباب د دواړو مثالونو لپاره په زړه پورې دی؟
پخپله ښه پوهیږی چې دا رنګه نده.
نو بیا ولې د دنیا او د جنت شراب او سکس له یو بل سره مقايسه کوی....
یعنې شرایط او احوال په دغو دواړه گذارو او حالتونو کې هیڅ تأثیر نلری.
یعنې هغه چاچې د اللهﷻ د آزمیښت په میدان کې قرار نیولی دی او یوه ويرونکې ورځ د قیامت په نامه یې په انتظار کې ده خو بی پروا زنا کوي او شراب څښي؛ له هغه چا سره چې له امتحان څخه یې نجات موندلی او عالی نمبرې یې تر لاسه کړی او په اوج د استراحت کې له بهشتی نعمتونو څخه بهره مند ګرځي یود دي.
که ووایی چې یو دي، نو کوم مثال مې چې ذکر کړ هغه دواړه هم یو دی او د اعتراض حق نلری!

خو که لیږ شانتي دقیق تره مسئله تر څیړنې لاندې ونیسو: آیا د جنت شراب چې قرآن کریم یې دا رنګه یادونه کوی:

🌺‏ عٰلِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ ۖ وَحُلُّوٓا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا
[سُوۡرَةُ ٱلدَّهۡر/الإنسَان : 21]
پر هغو باندي به د نريو وريښمو شنه جامه پرته او د اطلس او د پرېړو وريښمو جامې به یې وي، هغو ته به د سپينو زرو بنګړي واچول شي او د هغو رب به ورباندي ډېر زيات پاك شراب وڅښي.

یعنې تاسې هغه پاک او سوچه جنتی شراب چې د پاک او پاکیزه په معنا سره دي د انګورو له هغو اوبو سره چې د .... تخمير له امله لاس ته راځی برابر بلی!!!

همدا راز الله تبارک وتعالی فرمایلی دي:
« يُطَافُ عَلَيْهِم بِكَأْسٍ مِّن مَّعِينٍۭ*بَيْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِينَ* لَا فِيهَا غَوْلٌ وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنزَفُونَ

د شرابو د چينو څخه ډك جامونه به د هغوى په منځ كي وګرځول شي،* ځلانده، راڼه شراب، چي د څښونكو لپاره به خوندر وي. *نه به د دوی جسم ته د هغو (شرابو) څخه څه ضرر وي او نه به یې عقل ته ترېنه تاوان رسیږي.»[سُوۡرَةُ الصَّافات 45.47]
په دنیا کې الکولي مشروبات د عقل له زوال، بی هوښي، او هرزه ګویی څخه کوم بل څه له ځان سره نلری!
تر دې چې الله تبارک وتعالی فرمايلي دي منافع هم لری خو مضرات یې له ګټې څخه زښت زیات وي او حرام دی.
د شرابو اړوند فکر کوم د منصفو افرادو لپاره همدغه آیت کافی دی ترڅو پخپله قضاوت وکړی.

🌻اما د حورو او سکس بحث 🌻

الله تبارک وتعالی په قرآن کې فرمایی:
«فِيهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ» [سُوۡرَةُ الرَّحمٰن : 56]
«د دغو نعمتونو(او جنتونو) په منځ کښي به د حيادارو سترګو خاونداني (حوري) وي، چي له دغو جنتيانو مخکي به انسان يا پيري نه وي مسح کړي.»
نو ولې هغې ته فاحشه وایاست!!!!
استغفرالله
آیا هغه ښځه چې یواځې د خپل خاوند په اختیار کې یې ده او له خپل خاوند سره یې عشق او علاقه ساتی آیا هغه فاحشه ده!!!!


«ايا تاسي دا انګېرئ چي همداسي به جنت ته ننووځئ،په داسي حال کښي چي لا تر اوسه پر تاسي هغه هر څه ندي تېر شوي،چي ستاسي څخه پر مخكنېو مؤمنانو راغلي دي؟پر هغو ستونزي راغلې،کړاوونه ورته ورسېدل،ولړزول شول،آن تر دې چي د وخت پېغمبر او د هغه مؤمنانو ملګرو فريادونه وکړل چي د الله مر سته به كله راشي؟په هغه وخت کښي هغو ته ډاډېنه ورکړه شوه چي هو د الله مرسته نژدې ده.»
همدا راز کله الله تبارک وتعالی له ځان سره د خپل بنده د ایمانی رابطې د استحکام په خاطر، د دعا د اجابت موعد وږد وي، تر څو چې یو بنده له خپل پروردګار سره د ایمانی رابطې د ټنګښت او تقوي لپاره ډیر وخت تیر کړی.
ډیر نور حکمتونه هم شته دي چې په دې مختصر کې یې د شرحی مجال نشته.
د)
له هغه ملحد څخه چې د اللهﷻ پر وجود باندې باور نلری او د دعا استجابت یوه افسانه ګڼی، باید دا رنګه درخواست وکړو:«که اللهﷻ موجود وی، نو بیا دعا وکړه چې تا ښځه او اولاد او .... د له منځه یوسی».
_________________________
[۱]ـ کلیات اقبال لاهوری، رموز بیخودی،
د دې په معنا کې چې یأس او حزن او خوف أم الخبائث دی .
[۲]ـ کلیات اوحدی مراغهای، جام جم، د دعا د احابت په حقیقت کې.


🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷
په لاندې تړونونو کولای شی چې له مونږ سره یوځای او تازه مطالب تر لاسه کړی 👇
د تلګرام چینل
https://t.me/Hedayat1443
وتساپ
https://chat.whatsapp.com/LxFfkXDFB9cLHhVsilGRCu


اللهﷻ د جهان خالق دی
د ملحدانو د شبهاتو رد
برخه: وویشتمه
دوهم څپرکی
د الله تعالی د وجود دلایل


خارجی اسباب:
پر الحاد باندې د ایمان د ترجیح نور خارجی اساباب؛ دغه اسباب یواځې پر الحاد باندې د ایمان د ترجیح ورکولو په اړه دي، او کنه په جلا توګه سره د خدای د وجود د اثبات لپاره دلیل ندي.دغه موضوع کولای شو په څلورو ترجیح ورکونکو سببونو کې بیان کړو: چې له هغې جملې څخه مو 1ـ د پاسکال شرط بندی.
2ـ روحی تجربه. 3ـ کارشکنی. په تیرو برخو کې بیان کړل دا دی داځل د دعا استجابت بیان و.

4ـ د دعا استجابت:
الف)

انسانان د خپل ژوندانه په وږدو کې؛ که هغه کافر وي که مسلمان، څه ډيرې دعاګانې کوی چې د قبول او اجابت وړ ګرځی؛ چې دا د اللهﷻ د وجود د اثبات لپاره یو ترجیحی دلیل دی. د دغه برهان او دلیل د لا ښه درک لپاره، یو مثال وړاندې کوو:
دا سې تصور وکړئ یو څوک په داسې یوه قصر کې میلمه یا بندی دی چې د وتلو لپاره هیڅ کومه لار نلری. په دې وخت کې یو څوک یې خواته ورځی او ورته وایی:
دا قصر په هغه چا (مالک) پورې متعلق دی چې ستا او دټولو هغو کسانو چې دلته په دې قصر کې اوسیږی حرکات او سکنات یې د نصب کړای شویو دستګاوو او دوربینونو په واسطه تر خپل نظر لاندی لاری؛ دغه دوربینونه پر دې باندې قادر دي چې، له قصر څخه تصویر، غږونه، او حرکات د قصر مالک ته انتقال کړی. او د قصر خاوند د قصر د اوسیدونکو له لید څخه پټ دی
او چا ته ځان نه ور ښيي، خو کله چې په قصر کې دننه خلک کوم څه ته اړتیا ولری، یا کومه ستونزه ورته را مخ ته شی، هغه فوراً ورته متوجه کیږی او د ستونزې د حل لپاره اقدام کوی. دغه امر په قصر کې د قصر د خاوند د حضور دلیل دی.
که چیرې وروسته له دغو اظهاراتو څخه، په قصر کې دننه افراد د هغه د خبرو د امتحان ولو هڅه وکړی او خبرې یې سمې را ووځي، نو پرته له ځنډ څخه باید هغه تصدیق کړی. که چیرې یو له دغو افرادو څخه وروسته له امتحان ولو او د مثبت ځواب له موندلو څخه،بیا هم د قصر د خاوند وجود انکار کړی؛ په دې صورت کې به دی یو ناپوه یا خود خواه کس وګڼل شی.
الله تبارک وتعالی هم په عالم د هستي کې د خپلو بندګانو ستونزو ته یې ورسیږی او ستونزې یې ورته حل وی، که چیرې یو څوک را پیدا شی او بیا هم د اللهﷻ له وجود څخه انکار وکړی، نو آیا د دارنګه کس په بدبختي او بیچارګی کې کوم شک او شبهه باقی پاتی کیږی؟
ب)
الله تبارک وتعالی په متعددو آیاتونو د قرآن کې دغه برهان ته اشاره کوي:«وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِى عَنِّى فَإِنِّى قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ»[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 186]
«او [اې پيغمبره (ص)!] زما بندګان كه ستا څخه زما (د لیری والي یا نژدې والي) په اړه پوښتنه وکړي؛ نو هغوی ته ووايه چي زه ورته ډېر نژدې يم: بلونكى چي كله ما وبلي، زه د هغه بلنه اورم او ځواب وركوم،».
«أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوٓءَ...»
[سُوۡرَةُ النَّمل : 62] «څوك دى چي د بې كس، بې وس دُعا اوري، كله چي هغه یې وبلي او څوك د هغه کړاؤ ايسته كوي؟ -»
همدا شان اقبال لاهوری فرمایی :
چون خدا داری ز غم آزاد شو
از خیال بیش و کم آزاد شو [۱]
ج)
دغه نکته د ذکر او یادولو وړ ده چې اللهﷻ د خپل بالغه حکمت پر اساس، د خپلو بندګانو غوښتنو او فریاد ته رسیدګی کوي؛ نه داچې له هر چا څخه دې هره دعا قبوله کړی؛ که چیرې داسې وای ټول عالم د هستي خرابیده؛ لکه څنګه چې الله تبارک وتعالی فرمایی:« وَلَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُم بِالْخَيْرِ لَقُضِىَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ...»[سُوۡرَةُ یُونس : 11] «كه الله له خلكو سره په ناوړه چاره کښي هم همدومره تلوار کولای، لكه څنګه چي هغوی د دنيوي ښېګڼي په غوښتنه کښي چټكي كوي، نو د هغو د کړو وړو فرصت به يو وخت پاى ته رسول شوى وای.».
شاعر فرمایی :

گر دعا جمله مستجاب شدی
هر دمی عالمی خراب شدی [۲]

همدا راز یو له هغو آزمیښتونو څخه چې اللهﷻ
خپل بندګان پرې مبتلا کوي، د سختیو پر مهال د دعا د اجابت تعویق یا زنډول دي، تر څو چې مشخصه شي چې آیا هغوي د خپل ایمان په ادعا کې ریښتنی دي او کنه؟ حتی چې کله د پیغمبرانو د دعا اجابت هم تأخیره کیده، تر دې پورې چې ویل به یې: « نو د الله مرسته او مدد کله راځی؟»؛ لکه څنګه چې الله تبارک وتعالی فرمایی:«أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُم ۖ مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَآءُ وَالضَّرَّآءُ وَزُلْزِلُوا حَتّٰى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا مَعَهُۥ مَتٰى نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَآ إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ» [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 214]


Репост из: دهدایت مرکز؛ دالحاد پر وړاندې
له_عايشې_رَضِیَ_اللهُ_عَنها_سره_د_ندا_د_زړه_خواله.pdf
914.8Кб
📜له عايشې رَضِیَ اللهُ عَنها سره د ندا د زړه خواله

🖋لیکوال: دکتور ایاد قنیبی
📝درې ته ژباړه: محمد بهرامی
📋پښتو ژباړه: راز محمد فرید

دهدایت مرکز؛ دالحاد پر وړاندې
👇👇
💟https://t.me/Hedayat1443


او که اختیار نه وی بیا خو جنت او جهنم هیڅ کومه معنا نلری ځکه کله چې یو څه اجباري وی
نو بیا د نیکو او بدو اعمالو تر سره کول کومه فايده نلری.
په داسې حال کې چې مونږ وړاندې هم وویل الله تبارک وتعالی خلکو ته پوره اختیار ورکړی دی کسب د فعل د دوي خپل کار دی نه د اجباري له مخې.
☜ یواځنی شی چې دلته مهم دی هغه داچې دغه کسانو په خپل اختیار سره دغه ناوړه لار اختیار کړې ده.
💦 یو بل مثال:
تاسو د خپل کور په دراوزه باندې یو دوربین یا کیمره نسب کوی د شپې د تاسې د وره په خواکې یا د دروازې مخې ته یو څوک را ولاړیږی یو کس په چاقو او یا بل کوم څه باندې وژنې او جسد هم له ساحې څخه وړی؛
خو کله چې ته سهار مهال را وځی ګورې چې وینې توی شوی سم د واره کیمره ګوری وینی چې یو چا قتل کړی ټوله صحنه ثبت شوي ته هم را ولاړیږی د ساحي په لیدو او د ویډیو په کتلو سره یو راپور جوړ وي؛ نو اوس آیا تاسې په هغه قتل کې ورسره شریک یاست معلومه ده چې نه! خو تاسې د خپل کور د دوربین او ساحې په لیدلو سره معلومات اخيستی دی او لیکلی د دی؛
الله تبارک وتعالی هم همدا شان هر هغه څه یې چې له ازل څخه لیدلی لیکلی یې دي نه داچې یو کس یې دې کار ته اړ ويستلي وی یایې هغه کس دې ته مجبوره کړی وی چې ورشي او قتل د وکړی.

🎈کوم تفاوت چې دلته وجود لری هغه دا دی چې الله تبارک وتعالی داچې علم غیب لری وړاندې له دې چې دا اعمال د ترسره شی دا یې لیدلی او ليکلي یې دي.
مګر ځینی مسائل شته چې اللهﷻ زمونږ د ژوندانه لپاره وضع کړی دی.
خو دا چې مونږ یې با شعوره پیدا کړی یو او اختیار یې راکړي دی او په خپل فعل او عمل کې مختار یو نو باید سمه لار او مسیر ځانته اختیار کړو.
نو په مجموع کې الله تبارک وتعالی مونږ با اختیاره پیدا کړی یو مونږ ته یې کامل اختیار را کړی د ښو او بدو توپير یې را ښودلی دی.
او کوم څه چې مونږ تر سره کو پر دې باندې اللهﷻ له ازله خبر دی چې څه به کوو؛ خو د کار په تر سره کولو یې مجبوره کړی نه یو؛
نو همدا شو تقدیر
یعنې الله تبارک وتعالی زمونږ پر اعمالو له ازله خبر دی پوهیږی؛ خو مونږ ته یې په افعالو کې پوره اختیار راکړي دی.


یوه ورور ته دا شبهه پیدا شوې ده زه چې دا کار نکوم مثلا لمونځ نه ادا کوم یابې نن لمونځ ادا نکړ او.... دا زما په تقدیر کې لیکل شوی دی چې ما دا کار ونکړ نو دا یو ډول اجبار دی چې پر ده شوی ځکه دا الله تبارک وتعالی له ازله لیکلی دي چې دی به دا لمونځ مثلا یا بل نیک کار نکوي:

دې ورور ته باید ووایو چې ورور جانه دلته باید یو شی ته ډیره توجه وکړو هغه داچې یو اختیار دی بل دخالت او جبر دی الله تبارک وتعالی انسان د پوره اختیار والا پیدا کړی
مونږ ته یې عقل را کړی قوت او اراده یې راکړې ده سمه لار یې راته ښودلې ده نو اوس یې ته اختياري کړی یې چې څه کوې او څه نه ښه کوې او که بد؛ خو دا چې الله تبارک وتعالی عالم غیب دی په دې خبر ده او پوهیږی چې دا کس به په پلانکی ورځ کې یو داسې بد کار کوی یا داچې لمونځ به نه کوی جومات ته به نځی او... په دې شی باندې اللهﷻ عالم خو دلته یې دغه کس دې ته ندی اړه کړی چې ته به دا نیک کار نکوې .
د بیلګې په توګه:
یو څوک په مکتب یا پوهنتون کې شاګرد یا محصل دی د پوهنتون په لایحه کې دا لیکل شوی چې که چا درس ولوست زده یې کړ او په امتحان کې یې سوالونه حل کړل بریالی کیږی او که چا درس ونه لوست سوالونه یې ځواب نکړل نه بریالی کیږی.
او پر دې باندې د پوهنتون اداره خبره ده چې که څوک درس ونه لولی هغه ناکامیږی له دې سره سره یې ټول امکانات ورته برابر کړی استاد ورلیږی درس ورته وایی کتابخانه یې په خدمت کې ده او... اوس که یو محصل درس نه وایی
او ناکام شی آیا دلته ګرم استاذ یا اداره ده چې ویلی یې ؤ که چا درس ونه وایه هغه ناکامیږی که پخپله دغه محصل دی نو معلومه ده چې محصل دی ځکه ادارې دی د درس پر نه ویلو نه دی مجبوره کړی.
نو دلته د ادارې دخالت نشته بلکې له وړاندې پوهيدل چې که چا درس ونه وایه ناکامیږی نو دا هغه تقدیر ندی چې دا کس یې ناکامه کړی بلکې پخپل اختیار سره یې هڅه نده کړې.

◆ دوهم الله تبارک وتعالی عالم الغیب دی پوهیږی چې پلانکی کس به څه کوی خو هغه کس ته یې پوره اختیار ورکړی دی او د هغه په کار کې کوم دخالت هم نکوي مګر اللهﷻ له ازله د خپل علم په وسیله خبر او پوه دی چې پلانکی به دا کار کوی هغه یې ليکلي؛
✔ مثلا بلا تشبیه:
یو فلم جوړونکی راځی یو فلم لیکی د فلم کارونکی هغه فلم کټ مت په هم هغه توګه ادا کوی؛ خو زه د یوه راپورتر یا ګزارش ګر په توګه هلته سینما ته ورځم کښینم او کوم څه چې د فلم کارونکی ترسره کوی هغه لیکم او خپل را پور برابر وم دلته زما راپور د یوه عمل له تر سره کولو نه وروسته ليکل شوی او برابر شوی دی نه وړاندې له لیکلو څخه او په دې کار کې زما هیڅ دخالت نشته نو بناء زه په دغه کار کې هیڅ شراکت نلرم.
او بل د فیلم لیکوال دی په هر څه پوهیږی ځکه دی له وړاندې خبر دی چې پلانکی به څه کوی او هغه ته یې اړ کړی دی.
✔ دلته د الله تبارک وتعالی نقش د فیلم لیکونکی ندی؛ ځکه مونږ ته یې پوره اختیار راکړی دی مونږ یې د یوه کار په ترسره کولو مجبوره کړی نه یو؛ همدا راز الله تبارک وتعالی له دې څخه خبر دی چې پلانکی کس به څه کوی خو هغه ته یې پوره اختیار ورکړي دی هغه یې د بد کار په تر سره کولو سره ندی مجبور کړی.
نو کوم کسان چې دا شبهه وړاندې کوی دوي العیاذ بالله اللهﷻ د فیلم لیکونکی په نقش کې ګرځوي؛ خو اللهﷻ له ازله د علم په وسیلې سره یې ستا کردار چې پخپل اختیار سره دې تر سره کړی لیدلی او هغه یې لیکلی دی
❓دلته یو سوال را پیدا کیږی چې اللهﷻ څرنګه دا شیان لیدلی دی چې په هغه وخت کې لا زه پیدا نه وم؛
ځواب دا دی چې الله تبارک وتعالی عالم الغیب دی، هغه په خپل علم غیب سره پوهیده چې مونږ په خپل اختیار سره څه کارونه تر سره کوو. يعنې الله تبارک وتعالی دا علم درلود چې زه پخپل اختیار سره ستاسو سوال ته ځواب وایم خو پدې باندې زه اللهﷻ نه یم اړ کړی چې باید حتما ستا سوال ته دې ځواب درکړم.
لذا الله تبارک وتعالی له ازله داچې علم غیب لری په دې خبر دی او پوهیده لذا لیکلی یې دي چې پلانکی بنده مې پلانکی ورځ او په پلانکی وخت کې د پلانکی سوال ته ځواب ورکوی.
👌نو دا شي ډیر مهم دي چې مونږ باید د فلم لیکونکی او د هغه چا موضوع چې د فیلم له لیدلو نه وروسته یې را پور جوړ کړی او په هغه کې کوم دخالت نلری سره ګډ نکړو.
ځکه دغه خلک چې وایی مونږ ته په تقدیر کې ليکل شوی دی چې دا به کوو او دا به نه دوی الله تبارک وتعالی ته د فیلم لیکونکی د نقش قایل ګرځيدلي دی او دا فکر کوی چې اللهﷻ هرڅه ليکلي او مونږ یې دې ته اړ ويستلي یو او په خپل فعل کې هیڅ اختیار نلرو چې دا پخپله یو ناسم تصور دی بلکې الله تبارک وتعالی مونږ ته پوره اختیار راکړي دی.


اللهﷻ د جهان خالق دی
د ملحدانو د شبهاتو رد
برخه: شپږویشتمه

دوهم څپرکی
د الله تعالی د وجود دلایل

خارجی اسباب:
پر الحاد باندې د ایمان د ترجیح نور خارجی اساباب؛ دغه اسباب یواځې پر الحاد باندې د ایمان د ترجیح ورکولو په اړه دي، او کنه په جلا توګه سره د خدای د وجود د اثبات لپاره دلیل ندي.دغه موضوع کولای شو په څلورو ترجیح ورکونکو سببونو کې بیان کړو:

1ـ د پاسکال شرط بندی.
2ـ روحی تجربه.
3ـ کارشکنی.
4ـ د دعا استجابت .

روحی تجربه:
داسې مو ډیر لیدلی او اوریدلی چې ځینی افراد سل په سلو کې د مرګ له خطر سره مخامخ وي؛ خو په خارق العاده توګه یې نجات موندلی او روغ شوی دی. مونږ انسانان له دا رنګه پیښو سره په ورځنی توګه مخ کیږی، او یقین لرو چې خدای وجود لری او شته؛ که فرض پر دې باندې ونیسو چې مونږ ټولو د خدای د وجود یا شتون په اړه غولیدلی یو، یو نا معقوله فرض دی. [۱]
له کومه چې دا قضيه د بشر د نوع تر منځ په پراخه کچه شتون لری نو کولای شی چې دا قضيه دې پر الحاد باندې د ایمان د ترجیح دلیل وی.

کارشکنی:
له حضرت علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ څخه یې وپوښتل چې خدای د څرنګه وپیژانده؟ وې ویل: «عرفت ربّي بفسخ العزائم»،
«خپل پروردگار مې د خپلو تصامیمو په فسخ کولو وپیژانده چې (زما ) څه ډیر تصمیمونه یې فسخ کول ».

د یوه کار د ترسره کولو لپاره څه ډیر تصمیمونه نیسو خو د هغو تصمیمونو بر خلاف یو څه تر سره کوو؛ يعنې یو ذات شتون لری چې زمونږ په تصمیماتو کې دخل او تصرف کوی.
وینو چې دوه کسانو یوه لاره او یوه وسیله د تجارت لپاره غوره کړې ده، خو هر یوه ته یو خاص مقدار روزي ورکول کیږی.


د الحاد پر وړاندې د «هدایت مرکز»
د هدایت مرکز د ملحدينو د شبهاتو رد او د هدایت په لور یوه دریڅه؛

____________________
[۱]ـ. براهین اثبات خدا در فلسفه غرب (۱۵۳)، پل ادواردز، ترجمه: علیرضا جمالی نسب او محمد رضایی
[۲]ـ . نهج البلاغة، کلام (242)

🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷
په لاندې تړونونو کولای شی چې له مونږ سره یوځای او تازه مطالب تر لاسه کړی 👇
د تلګرام چینل
https://t.me/Hedayat1443
وتساپ
https://chat.whatsapp.com/LxFfkXDFB9cLHhVsilGRCu


د غه سپین ږیری امریکایي پاپ پروفسور ګیراد دریکس دی،
ماسټري یې په لاهوتي علومو کښې او د دوکتورا سند یې
د روانشناسئ په علم کښې تر لاسه کړ.

وروسته تر هغه چي د اسلام په دین مشرفه سوو.
، نو یې داسي وویل :
ټول هغه کتابونه او نظرې چي د ما د روانشناسئ په تړاوو مطالعه کړې ، د ټولو هغه خواریو او ستړیا وو څخه چي ما په دې برخه کښې وګاللې ـ
.د مسلمانانو له یوې کلمې سره برابر نه دي، چي وایي:

(( توکل مي پر خدای دی ))



Copy


معتزله و ته داهل سنت وجماعت ځــواب :
معتزله وایی که دانسان فعل دالله تعالی مخلوق وای هیڅ یوه له بندګانو څخه ځان نه مکلف کولو .
په ځــــواب کې وایو : تاسې دخلق (پیداکولو ) او ایقاع (واقع کیدلو ) ترمنځ په توپیر باندې نه یی قایل شوی .ځکه اللهﷻ ته د فعل د پیداکولو نسبت پردې باندې دلالت نه کووي چې هغه دفعل په واقع کولو کې انسان ملزم او مجبور وی، ځکه اللّهُ تعالی وروسته له هغه نه چې انسان دهغه فعل قصد وکړ او هغه ته یی توجه وکړه هغه پیدا کووي .
2 ـ داچي : که اللهﷻ دانسان دافعالو خالق وی نو په نتیجه کې هغه دی چې ودريږي ،کېنې ، څکل او خوراک کوی زنا او غلا .... کووی
وایو :↯ کوم چاچې هغه عمل تر سره کړی دی په هغه فعل سره متصف کیږی نه هغه څوک چې داشیان یې پیدا کړی دی .
مثلا: الله پاک دی تور والی سپین والی او د نورو اجسامو خالق دی ... نعوذبالله داسې ويل کیدای شی چې اللهﷻ تور یا سپین یا متحرک دی ځکه چې الله تبارک وتعالی هغه پیدا کړي دی؟ همدا راز کله چې اللهﷻ دغه عمل وړتیا په انسان کې پیدا کړه او بیا انسان زنا وکړه ، الله تعالی ته زانی نه وایی .
🌸نو بناءً توان اواستعداد ،میل او رغبت ، قدرت او دعمر بقا د اللهﷻ مخلوق دي نو له دغو قواو او.. څخه سم او ناسم کار اخیستل او کارول دا بیا دانسان کسب او اکتساب دی .
مثال دهغه چا چې دبندګانو ګناه په اللهﷻ باندې حساب وی دهغه مامور په څیر ده چې کوم لباس او اسلحه یې چې دهغه په واک کې ورکړی تر څو دهغې په مرسته له ځان مال ناموس او له خلکو څخه ساتنه وکړی خو دی ترې بده استفاده وکړی او د نیولو پر وخت کې بیا ووایې چې دولت ملامت دی ماته یې ولی وسله او دا وسایل را کول ، که یې ماته وسله او داشيان نه وای راکړی نو ما به داسی کار نه کولو .
3. ـ په آیت کې د (خلق) په اړه ;
واذ تخلق من الطین کهیئة الطیر باذنی.او فتبارک الله احسن الخالقین. په دغو دوه آیاتونو کې مراد له خلق څخه تقدیر(اندازه گیری) ده . نو په لومړی آیت کې یعنی ; اذتقدرکهیئة الطیر او په دوهم آیت کې یعنی ;والله احسن المقدرین،دی ځکه دعربو په لغت کې راغلی چې معنی دخلق هم هغه اندازه گیری ده .
مثلا ويل کیږی : خلقت الادیم....یعنی چرم د اندازه گیری کړلو ، کله چې هغه ارزيابي کووي یا یوه ټوټه ترې را جلا کووي. په تفسیر نور کې د فتبارک الله احسن الخالقین. آیت په اړه دا رنګه راغلی :
خالقین : اندازه کوونکي ، جوړ ونکي،خالق. دخلق له مادې څخه دی او خلق په معنی د اندازه گیري ده . دالله تعالی جوړول له عدم څخه پیدا کولو او داشیاؤ ظاهری تغیرته شاملیږی خو دانسانانو رغوونکو کار داشیاؤ دصورت تغیرته منحصر دی اوبس .
په هغه صورت کې صحیح ده چې انسان داشیاؤ جوړونکی ونوموو چې دې حقیقت ته پام وکړو چې الله تعالی پیداکوونکی او حقیقی خالق دی او انسان صوری پیداکوونکی دی . د اللهﷻ کار اصل او دانسان کار فرع ده . بناپر دې دانسان خالقیت صوری او محدود او اللهﷻ پورې تړلی او دهغه دارادو ترمجموعی او خالقیت لاندې دی ځکه چې. ویفرمایل: وماتشاوون الا ان یشاء الله یعنی تاسی هغه څه نه غواړي پرته له هغه څه نه چې الله یې وغواړي .
📚 خپل عرایض د مولانا رومی په یو بیت شعر سره پای ته رسوم .
این گویی که فردا این کنم یا آن کنم/ این دلیل اختیارست ای صنم
وآخردعوانا ان الحمدلله رب العالمین.

•┈┈••✾•⚜🕌⚜•✾••┈┈•
تلګرام
https://t.me/Hedayat1443
وتساپ
https://chat.whatsapp.com/LxFfkXDFB9cLHhVsilGRCu


موضـــــوع: جبر واختیار

🍃 آیابندگان په خپلو افعالو او حرکاتو کې مختار دی که مجبوره؟؟
📝 ځـــواب :
دبندګانو افعال د جبر او اختیار تر منځ دي .
اهل سنت والجماعت په دې باور دی کوم اعمال او افعال چې دجهان په هستي کې شتون لری دوه ډوله دي :
🔰 لـــــومړی ډول یې :↯
هغه اعمال دي چې انسان دهغو په ایجاد کې هیڅ رنګه سهم او دخالت نلری او دغه کارونه په جبری او بغیرله اختيار څخه واقع کیږی لکه : دباران اوریدل ، دستورو حرکت ، دبوټو را زرغونیدل ، دخوب غلبه ، د بیماري او سلامتیا رامنځته کیدل ،فقر ، دزړه درزا ، دهاضمې دسستم خوزښت او...
نو په دغه رنګه امورو کې څه اراد نشته چې د الهي تقدیر او دهغه ﷻ په وسيلې سره دې ایجاد شی او انسان دی دهغو په پیدایښت کې اختیار ونلری ؛ همدا ده ، د دي معنی چې دامورو خیر او شر په قضا او قدر پوري مرتبط دی .

💠 دوهم ډول :↯
هغه اعمال دی چې انسان دهغو په ایجاد کسب او تلاش کې اختیار لری .
لکه : خــوړل او څکل ، په لاره تلل ، کسب دمعاش او نورو وظایفو او واجباتو. دا رنګه اعمال د ذات له مخې دالله تعالی دمخلوق فعل دی نه د فعل دصفاتو له مخې .
√ خو دفعل د ذات له مخي ، الله تبارک وتعالی دهغه تمایل په انسان کې پیدا کړی دی اوعقل یی د لارښود په توګه انسان ته ورکړی او دهغو اعمالو دترسره کولو او دایجاد ولو قدرت او وړتیا یې په هغه کې پیدا کړی ،لکه څنګه یې چې ټول مادی او معنوی مقدمات او وسایل دهغه دپیدایښت لپاره په وجود راوړی دی .
منتها اللهﷻ وروسته له هغه نه چې انسان دیو فعل د ترسره کولو قصد وکړی هغه په ده کې را پیدا کووی .
👈 خــو د فعل دصفاتو له نظره چې آیا دغه فعل نیک دی او که بد ،مکروه دی او که ناخوښه ،خیر به وي اوکه شر دا بیا دانسان په اختیار ارادې کسب او اکتساب پوری اړه لری .

مثلا: دخبرو کولو قوه او دستگاه همغه ذات د فعل دی چې دالله تعالی مخلوق دی دروغ او تهمت دفعل صفت دی چې دانسان په ارادې پورې اړه لری ،
🌾 نو له همدې امله دی چې (ترسره کوونکی یې ) دجزا او سزا مستحق ګرځی .
داچې غوښتنه میل او استعداد اللهﷻ په انسان کې پیدا کړی دی چې داعمالو د ترسره کولو وړ او مناسب دی دثواب اوعذاب درلودونکی دی ، انتخاب او غوراوی یې بیا له دغو دوه افعالو څخه چې ښه وی او که بد بیا د انسان په ارادې پورې تړلی دی .
📖 ځکه اللهﷻ وفرمایل : لها ما کسبت; یعنی انسان چې هر نیک کار ترسره کړی دځان لپاره یې کړی دی ....وعلیها ما اکتسبت; او هربد کار چې وکړی پّه خپل زیان یي کړی دی . بقره/۲۸۴
نو دا رنګه اعمال دوه اړخونه لری
☘یو يی هغه دی چې په الهی قدرت او تمکین سره واقع کیږی اوهغه ته الهی مخلوق وایی
🌹 دوهم هغه دی چې د انسان په ارادې سره دی چې هغه کسب یا اکتساب کووي.
🌱 دبشر نسبي اختیار او آزادی لکه د بيړي دمسافر په څیر ده چې د بيړي په دننه کې دخپلو ... لپاره آزاد دی خو دنوسانی او انتقالي حرکاتو له پیروي څخه مجبور دی .
❋ دلیل داچې الله تعالی د بندگانو دافعالو خالق دی .
📝 عقلی دلایل :↯
که چیرته انسان دخپلو افعالو خالق وای نو حتما به دهغو پرجزیاتو باندې خبر وو ،ځکه چې د یو شی ایجاد په قدرت او اختیار سره پرته له دې نشی کیدای چې وي،حال دا چې په حقيقت کې انسان په خپلواعمالو داسی یو عمل نلری لکه: یو څوک چې چیرته ځي پر لارې دتللو ،حرکات او سکنات ، چټکتیا ، ورو والی دهغو او د اعضا او عضلاتو حرکت یې، دقدمونو د وچت والی اندازه چې له زمکې څخه یې وچت وي او راکښته کووی پر دې ټولو باندې نه پوهیږی . ځکه دی پری کوم عمل نلری . (یعنی داچې عضلات څومره ګړندي حرکت کووي ، قدمونه له زمکې نه څومره وچت شول او...)
📗 نقلی دلایل :↯
د صافات د سورة ۹۶ آیت (والله خلقکم وما تعملون)
که (ما) مصدریه وی د آیت مانا دا رنګه ده : الله پاک هم تاسو او هم د تاسو اعمال پیدا کړی . او که "ما " موصوله وی دآیت معنا دا رنګه کیږی ; الله ﷻ هم تاسی پیدا کړی یي او هم یی دتاسې جوړ کړی شيان چې بتان دی (دتاسی دمصنوعاتو اصلی ماده هم اللهﷻ پیدا کړی ده)
2ـ درعد د سورة ۱۶.آيت ;
الله خالق کل شیء. یعنی الله دهر شي خالق دى . مراد له هغه نه هر ممكن الوجود څیز دی نه واجب الوجود چې عقل هغه غیر له ممکناتو څخه ګڼی. نو دبندګانو اعمال دالله تعالی مخلوق دی ځکه چې (کل شیء) دانسان داعمالو شامل هم دی .
3ـ د سورة نخل ۱۷ آیت : افمن یخلق کمن لا یخلق; یعنی آیا هغه څوک چې پیدا کووی یې دهغه چا غوندي دی چې نه یې پیدا کووی؟
دغه آیت کريمه دالله تعالی د مدحې او ستایلو په اړه دی که له هغه څخه پرته بل خالق وای بیایی ځان په خالقیت سره نه ستايلو ځکه چې په دغسی صورت کې صفت مختص دهغه نه دی ترڅو په هغه سره دځان مدحه وکړی .


نو د خلکو تر منځ همیشه شبهات او مغالطات وې، او کفارو هم د رَسُول اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ پر وړاندې شبهات طرح کول، او د شبهاتو وجود یو نوی شی ندی، الله تبارک وتعالی په مکی دور کې د مشرکانو شبهات په برهان او دلیل رد کول او په مدینی دور کې هم کولای شو چې په قرآن کې له اهل کتابو سره مناقشې وګورو.
ادامه لری......


له شبهاتو سره څرنګه برخورد وکړو؟
【۲】
لومړي څپرکی
د شبهې معنا:


فیروزآبادی رَحِمَهُ الله په (القاموس المحیط)(1241/1) کې فرمايلي دي: «والشُّبْهَةُ» : الالتباس.» (يعنې شبهه التباس یو څه پوښل دی)
التباس مصدر دی، نو کله چې وایی التبس علیه الأمر، یعنې: یو امر (کار) پر هغه باندې مشکل او مختلط شو، غیر واضح شو، او جمع د شبهې
شُبُهات او شُبَه کیږی .
د فقهاؤ په نزد د شبهې معنی یوه مشهوره معنا ده؛ مثلاً امام جرجاني رَحِمَهُ الله په التعریفات
(ص/124) کې فرمایی: « الشبهة: هو ما لم یتیقن کونه حراما أو حلالا» .«، یعنی: شبهه هغه څه ده چې حلال والی او حراموالی یې نه وی مشخص شوی.
دا معنی په حدیث کې هم راغلی چې : « إن الحلال بین وإن الحرام بین وبینهما أمور مشتبهات لا یعلمهن کثیر من الناس، فمن اتقى الشبهات فقد استبرأ لدینه وعرضه.» (متفق علیه)
یعنی: حلا او حرام مشخص دي، خو د حلالو او حرامو ترمنځ داسې أمور شته چې ډیری خلک نه پرې پوهیږی، نو هر هغه څوک چې له شبهاتو پرهيز وکړی، دین او آبرو یې ساتلی ده!
✔ امام ابن القیم رحمه الله فرمايلي دي :
«وإنما سمیت الشبهة شبهة الشتباه الحق بالباطل فیها فانها تلبس ثوب الحق على جسم الباطل.»
مفتاح دار السعادة، الناشر: دار الکتب العلمیة، ج 1، ص 141
یعنی : شبهه، د دې لپاره شبهه ونومول شوه چې حق پر باطل باندې مشتبه کیږی، یعنې په بل عبارت سره د حق لباس د باطل پر تن ور آغوندی!
د ابن قیم رَحِمَهُ الله کلام پر دې امر باندې ناظر دی چې غالب شبهات په ظاهره په ښایسته الفاظو سره مطرح کیږی لکه: د« بشر حقوق» دا شی په ظاهره حق دي او درست استدلال هم لری، په داسې حال کې چې له مغالطې څخه ډک دی.
◆ شبهه؛ د هغو افرادو په نزد چې علم او پوهه یې نه وي په هغې موضوع باندې احاطه هم و نلری، پر دوی باندې شبهه پر حق سره کیږی!
نو له شبهې څخه د تأثیر موندلو اساس په هغې موضوع کې د نه احاطې او بی علمی له امله ده.
◆ د شبهاتو او مغالطاتو د طرح کول تاریخ:
مغالطه او د باطلو مسائلو طرح ډیر زیات تاریخی قدمت لری. د بلیګی په توګه په قرآنکريم کې راغلی دي چې شیطان د سجدې نکولو خپل دلیل دارنګه عنوان کړ :﴿ أَنَا خَیْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِی مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِینٍ ﴾ [الأعراف: 12]
یعنې: زه له هغه( آدم علیه السلام) څخه غوره یم، ځکه چې زه دې له اور څخه پیدا یم او هغه دې له خاورې څخه پیدا کړی !
دا رنګه یو استدلال باطل وی، ځکه چې روښانه خبره ده له اور څخه پیدا کیدل په برتري باندې دلالت نلری او حتی، چې اور پر خاوره باندې برتري نلری؛ بلکې خاوره پرراور باندې غوره او برتري لری چې له اهل علمو څخه ځینو یې پر اور باندې د خاوری برتري ذکر کړې ده.
☜ لنډه دا چې ابلیس دلته مغالطه کړې ده!
✔ دوهم مثال:
فرعون دی چې خپلو خلکو ته یې وويل: « وَنَادٰى فِرْعَوْنُ فِى قَوْمِهِۦ قَالَ يٰقَوْمِ أَلَيْسَ لِى مُلْكُ مِصْرَ وَهٰذِهِ الْأَنْهٰرُ تَجْرِى مِن تَحْتِىٓ ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ» [سُوۡرَةُ الزّخرُف : 51]
يوه ورځ فرعون د خپل قوم په منځ کښي په لوړ غږ وويل: "اې خلكو! ايا د مصر باچاهي زما نه ده، او دغه ویالې تر ما (زما تر ماڼۍ) لاندي نه بهېږي؟ ايا تاسي نه وينئ؟
نو فرعون پخپله پاچاهی او قدرت یې او دا شان د موسی علیه السلام ضعف او فقر یې د ځان د حقانیت لپاره استدلال وګاڼه! خو مګر آیا قدرت او ثروت د حقانیت معیار دی، چې پر هغه باندې یې استدلال کړی دی؟! دې ته « د ثروت د برتري» مغالطه وایی. چې دلته یې شقی فرعون د هغه مرتکب ګرځيدلي دی.
✔ همدا راز احتجاج په قدر! مثلا د انعام د سورة په 141 آیت کې راغلی دی چې د قریشو مشرکین دا رنګه دلیل! راوړی: که چیرې اللهﷻ نه غوښتلي مونږ شرک نکاوه! پر قدر باندې احتجاج هم یوه سفسطه ده او انسان نشی کولای چې په خپل کفر او معصیت باندې په قدر سره احتجاج وکړی!
دا هغه شبهات دی که یو څوک په قرآن او سيرة کې استقراء ولری، ډیر زیات مثالونه ذکر کوی
چې څرنګه اهل باطلو د نورو د غولونې لپاره، یایې د خپلو کارونو د توجيه لپاره مغالطې کولې او بیایي شبهې ایجاد ولې!
که د سوفسطو تاریخچه هم ولولو، وینو چې د دوی د مغالطې او د اذهانو په غلط اچولو کې قصد درلود! یو له هغو حکایتونو څخه چې له هغوی را نقل شوی (فرهنگ فلسفه، ج 1، ص 191)
دا رنګه دی:
+ زه ته نه یم، آیا داسې نده؟
ــ هوکې هوکې؟ ته غیر له ما یی او زه غیر له تا.
+ او زه انسان یم؟
ــ البته ته انسان یې!
+ نو بیا ته حیوان یې!
یعنی دغه سفسطې والا وويل داچې ته اعتراف کوې چې غیر له ما یې او اعتراف لری چې زه انسان یم، نو بیا ته حيوان یې!
وروسته بیا سقراط او نورو هڅه وکړه دغه سوفسطائیګری د یوه عالم په واسطه سره را غونډې کړی، په هر حال مغالطات زمونږ تر زمانې پورې ادامه لری او خلک همیشه عمداً یا سهوا د مغالطو په حال کې دي!


🌼 د قرآن په اړه د ۱۰ فیلسوفانو نظر 👇
【۱۰】
❣ژان ژاک روسو، مشهور فرانسوی متفکر او راوا پوه،له قرآن څخه منحصر فردی برداشت لری؛ دی وایی:
ځینی خلک وروسته له دې چې یوه اندازه عربی زده کړې ده، قرآن یې لوستلي، خو درست او سم یې نه درک کوي. که چیرې اوریدلی یې وای چې رسول الله ﷺ په هغه فصيح کلام سره او عربی رسا غږ سره هغه (قرآن) لولی، پرته له شک نه په سجده پریوتل او غږ یې کاوه: ای عظیمه محمده! زمونږ لاس ونيسه او مونږ د شرف او افتخار محل ته ورسوه. مونږ دتا په ملګرتیا سره حاضر یو چې خپل ځانونه فدا کړو.

Показано 20 последних публикаций.

161

подписчиков
Статистика канала