Tariq ebni zaiad


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


په دې چينل که به اسلامی نشرياتو کیږی

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


ِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ بِطَانَةًۭ مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًۭا وَدُّوا۟ مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ ٱلْبَغْضَآءُ مِنْ أَفْوَٰهِهِمْ وَمَا تُخْفِى صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ ٱلْءَايَٰتِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُون»َ اې مؤمنانو! د خپلي ټولني له وګړیو څخه پرته له نورو سره خپل رازونه مه وایاست. هغوى ستاسي د وركولو د هیڅ يو فرصت څخه ګټه اخيستل له لاسه نه وركوي. او تاسي ته چي په هر څه زيان اوړي، د هغو خوښيږي. د هغو د زړه دښمني يې له خولې څخه راووځي، او څه چي هغوى په خپلو سينو کښي پټ ساتلي دي، هغه له دې څخه زيات دي. موږ تاسو ته په ډاګه څرګنده لارښووني کړيدي، كه تاسي پوهه لرئ (نو له هغو سره به په ارتباط ساتنه کښي له پاملرني څخه كار واخلئ).
باید دا موتل پیاد وی چې د دی ټولو کړنو سره سره بیاهم دغه کفار له مونږ څخه نه راضی کیږی، اګرکه په ظاهره به ځان دمسلمانانو خواخوږی اودوست بلی خو په حقیقت کې به همهغه دښمن چې دی وی به .
اوس اصلی پوښتنه داده چې کوم ډول مسلمانا؟ ځواب یی ښکاره دی هغه مسلمانان چې قرآن یی په اړه بحث کوی نه هغه مسلمانان چې تش په نامه مسلمانان دی او دمسلمانو میندو څخه دنیات راغلی وی او اسلامی تذکره لری او په جاهلانه توګه دخپل دین اوعقیدی پرضد دامریکا اوکفری نړی مطیع اوفرمان برداره دی. لکه څنګه چې ویل کیږی «الإسلام علی طریقة امریکیة» یعنی: اسلام دامریکا په طریقی سره !! کوم څه چې امریکا داسلام څخه غواړی. عیاشی عریانی او.....چې هیڅ څه ته دې بند اومتعهد نه وی دغسی خلک بیا دامریکا اوکافرانو غوښتونکي اودوستان دی.
اما واقعی مسلمان لکه څنګه یی چې الله پاک په اړه فرمایلی دی،هغوی پوهیږی چې کله به یی هم یهودیان او نصارا دوستان نشی ترهغه دمه چې دهغوی منهج یی نه وی منلی. الله پاک فرمایی : ﴿وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ﴾ [بقره:120]«يهوديان او مسيحيان به هیڅکله لتا خوشحاله نشی ترڅوته د هغوی د(تحريف شوی دین او ناسمه غوښتنو ) پيروي ونکړی ».
نو اوس زما ګرانو لوستونکو او خوږو مسلمانانو تاسی له ځان سره دا سوچ وکړی چې آیا دغه کافران، ملحدان او سکولران تاسی دوستان بلی اوکنه؟ !. لتاسی څخه به راضی وي اوکنه؟!.
دا یو څرګند حقیقت دی چې نه! نه بودی راضی شی اونه به مودوستان جوړ شی دامریکایانو دیرغل له پیل نه بیاتر نن پوری د دوی کړنې د دوی پردښمنی ښکاره دلیل دی چې دغو دوستانو دتاسو نه پرتاسی اونه یی هم دتاسی پرخپلوانو زړه وخوږاوه اونه یی هم دتاسی د دوستی څه حرمت وساتلو.
د دوی (امریکا اونوروکفارو) مشرانو دا په ښکاره توګه اعلان کړلو وی ویل هرهغه څوک چې زمونږ ملاتړی اوهمکار نه وی له مونږ سره په خواکې ونه دریږی هغه زمونږ دښمن دی. لکه څنګه چې جورج بوش و ویل : «و من لم یکن معنا فهو ضدنا» یعنی: یعنی هغه څوک چې له مونږ سره نه وی هغو زمونږ پر ضد دی.له دی څخه معلومیږی چې امریکا يواځی یوسیاست تعقیب وی اوهغه هم دادی چې یواځې دې امریکا حاکمه وی او د ده حکمونه دی چلیږی .
اوس ای زما مسلمانهوروره! خپل مسیردی وټاکه چې له امریکا سره یی او که دامریکا پرضد یی؟
دامریکا مطیع یی او که د الله مطیع یی؟
هیله اوبروسه دی پرامریکا ده که یواځې الله دقدرت خاوند ګڼی اوتوکل دی پرهغه ده! زړه دی له امریکا سره تړلی دی که یواځې دالله مینه اومحبت پکې دی کوم چې الله پاک دانسان په کوګل کې یواځې یوزړه پیدا کړی دی او په یوه زړه کې یواځې یوه مینه ځاییږی نو اوس تاله اختیار دی په یوه مینه کې ذلت اوخواری ده او په بله مینه کې چې دالله رب العزت مینه ده د دنیا او آخرت سر لوړی ده.
**********************************

1- لکه: ابی عبیده چې د بدرپه جنگ یی خپل پلار الجراح وواژه .
2- لکه : مصعب بن عمیرچې دبدر په جنګ کې یی خپل ورور عبید بن عمیر و واژه .
3- لکه : حمزه علی او عبیده بن الحارث چې عتبه شیبه او ولید بن عتبه یی دبدرپه جنگ و وژل.
4- متفق علیه


دقوم اوقبیلی غړی وی. د دغو کسانو به ترهغه دښمنی کوو ترڅو چې دوی دالله او رسول الله سره دښمنی کوي ..
الله جل جلاله فرمایی : ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء﴾ [ممتحنه:1] «اي مؤمنانو! زما دشمنان او خپل دشمنان په دوستي سره مه نیسی ».
په یقینی توګه دایمان ریښتین والی دادی چې له کافر اوعقایدو څخه یی لیروالی وکړې اوله هغوی سره دښمنی وکړی. داسلامی عقیدی همدغه راز ؤ چې دنبی علیه سلام صحابه دغه ټکی ته پوره متوجه سوی اوژمن ول.
هغوی ول چې دبدر او احد په غزاګانوکې یی دخپلوانوسرونه دالله سره د دښمنی په خاطر چې هغوی درلودله پریکړل. همدغه صحابه ول چې خپل پلار یی وواژه (1) ، صحابه وو چې خپل وروریی وواژه (2) ، همدا صحابه ؤ چې خپل قومیان اوخپل یی ووژل(3) . نوګورو چې دحق اوناحق ترمینځ دعوا او مبارزه دکفر او اسلام ده هرهغه څوک چې دکفر په جبهه کې دکفارو ترڅنګ وی هغه زمونږ دښمن دی، ولو که هرڅوک وی په دی کې بیا کومه استثنی نشته کوم کس چې داغواړی.که هغه زمونږ خپلوان وی اوکه زمونږ هم ژبی وی داهغه عقیده ده چې دنبی علیه سلام صحابه ؤ درسول الله په پیروی سره روزنه ورکړی ده. الله تبارک وتعالی مونږ ته له کفاروسره د دوستی اوله هغو څخه دملاتړ په خاطر په خورا ویرونکی ډول سره خبرداری راکړی دی اوداسی فرمایی : ۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْيَهُودَ وَٱلنَّصَٰرَىٰٓ أَوْلِيَآءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ
په دی آیت کریمه کې الله پاک لومړی مونږ ته زمونږ اوخپل دښمنان را پیژنی اوله هغو سره مو له دوستی څخه منع کوی داځکه چې په مخکی آیت کریمه کې الله تبارک وتعالی مونږ ته دا را وښودله چې محبت او دوستی به یواځی له الله سره وی ځکه چې د دوه محبتونو لپاره په یوه زړه کې ځای نه وی ﴿مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ﴾ [أحزاب: 4] یعنی چې دهیچا په سینه کې دوه زړونه نه دی چې دهغوپواسطه باندی دوه محبته وکړی یویی دالله سره بل یی دالله د دښمنانو سره همدارنګه بیایی مونږته خپل اوزمونږ د دښمنانو سره دمحبت دنه کوولو امروکړ داسی چې: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاء﴾ [ممتحنه:1]
روسته له دی څخه مونږ ته دا بیانوی چې همدغه زمااوستاسی دښمنان چې یهود اونصارا دی په خپلوکې سردوستان دی دحق دمقابلی په وړاندی الله پاک فرمایی :
۞ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْيَهُودَ وَٱلنَّصَٰرَىٰٓ أَوْلِيَآءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ [سُوۡرَةُ المَائدة : 51] ۚ
ژباړه:اې مؤمنانو! يهوديان او عيسويان خپل ملګري مه نيسئ، دوى په خپلو کښي سره ملګري دي. د آیت په دوهمه برخه کې هغه کسان چې دوی هم دالله سره دمحبت چيغی وهی اوهم د الله دښمنان دځان دوستان ګڼی داسی له مؤمنانو څخه بیلوی او دا برخه دآیت کریمی خورا ویرونکی برخه او دهغو کسانو لپاره چې دالله له دوستی سره سره دکفارو دوستی هم کوی خورا ستر وعید دی الله پاک دوی ته داسی خبرداری ورکوی که تاسی مؤمنان زما د دوستی سره زما له دښمنانوسره هم دوستی کوی بیاتاسی زما دوستان نه بلکه زما دښمنان یی الله پاک فرمایی: وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ ۗ
ژباړه: َاو كه ستاسي څخه څوك هغوى (یهود اونصارا) خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هماغو کښي شمېرل کیږي.
دغه کسان دی بیا دالله د محبت اودوستی لافی نه وهی الله پاک بیاپه خپل حکم سره دوی هم دخپلو دښمنانو دوستان دښمنان بلی نه دوستان؛ په دي کښي شك نشته چي الله ظالمان له خپلي لارښووني څخه بې برخي كوي.
ترڅو په همداسی یوه سربداله ژوند کې را حصار وی نه یی د دنیاه بهره وی اونه هم دآخرت څه تمه ورسره وی. دنبوی ارشاداتو پربنا کوم کسان چې په دنیاه کې لچا سره مینه کوی هغه به په قیامت کې هم سره یوځای وی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: «المرء مع من احب» (4) .يعنی: انسان په قيامت کې له هغه چا سره حشر کیږی چې لچا سره یی محبت وی . دغه دوستی اومحبت که له کفارو سره په هربخه کې وی بیاکوم توپیر نه لری ځکه چې یوکس بیا دا وایی چې زما دکفارو لباس خوراک ،څښاک، پوښاک اوتمدن خوښیږی خو زما عقیده بیا سمه ده دخپل اسلامی هیواد څخه کفری هیواد ته ځم هلته اوسیږم دهغوی تهذیب می خوښ دی خونه کافرکیږم، دا هسی سطحی اودځان غلونی بهانی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: من تشبه بقوم فهو منهم "
ابوداود . هرڅوک چې ځان له یوی ډلی یاقوم سره تشبه (ورته) کړی داکس هم له هغو څخه دی. چې دغه ورته والی بیا دژوند واړه اړخونوته شاملیږی. له کفارو سره محبت او دوستی له هغوی سره ناسته پاسته کول له هغوی سره غم رازی یادوی ته په خپلومجالسو کې ځای ورکول داټول هغه موارد دی چې الله پاک یی په اړه کلکه منع فرمایلی ده الله جل جلاله فرمایی [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 118] «يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذ


امریکا باید وپېژنو ......
د لومړی برخې ادامه
محبت اوملاتړ دی دچا لپاره دی؟
الله جل جلاله فرمایی :
﴿مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ﴾ [أحزاب: 4]
« الله جل جلاله دهیچا په کوګل (سینه کې) دوه زړونه نه دی ایښي .». دیوه مسلمان لپاره چې ځانته مؤمین وایی دا روانه ده چې له امریکا اونورو کفری هیوادونو سره لیږ محبت او ولاء وسا تی؛ دا ځکه چې ولا اونصرت د توحید او یوالی له اصولو څخه دی. مسلمانان که هرځائی وی یواځي دخپلو مسلمانو وروڼو او خویندو ملاتړی او مرستندویان دی. ریښتینی اسلام هغه دی چې هغه کې مسلمانان خپل وروڼه وبلی، وینه یی خپله وینه او کړاو او خوښی یی دځان کړوا اوخوښي وګڼې دابیا هغه اسلام دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم منهج دی الله تعالی په دی اړه فرمایی
[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 10]
إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌۭ َ . مؤمنان خو يو د بل سره وروڼه وي،
او رسول الله ﷺ هم ، مؤمنان سره لکه دیوجسد بللی دي فرمایی : «كمثل جسد واحد».
له پورته الهی اونبوی فرمانونو څخه دا په څرګنده جوته شوه چې دمسلمانانو ترمینځ د ورور ګلوی تړاو یو ستر پیوند دی دا پیوند اوتړاو مو باید تل په پام کې وی، اودامو یقین وی چې یواځې واقعی مؤمنان سره وروڼه دی.نو دا خبره واضحه ده چې اصلی وروڼه پریوبل باندی ظلم اوستم نکوی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
۲۴۴- «وعن ابن عمرَ (رض) أَن رسولَ اللَّه ص قال: «الـمسلمُ أَخــو الـمسلم لا يَظلِمُه ولا يُسْلِمُهُ.الحدیث
متفق عليه. ریاض الصالحین
۲۴۴. «له ابن‌عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې نبی اکرم ﷺ وفرمایل: «مسلمان د مسلمان ورور دی پرهغه باندی ظلم نکوی او هغه ظالم (دښمن) ته نه پریږدی کله چې دغه ورورګلوی اومحبت دمؤمنان تر ميځ ټینګ شو اودغه ولاء یی یواځې دالله رب العزت لپاره وی دلته ده چې دوی به دیوه ستر قوت غوندی چې بیابه یی دکفر ظلم اوفساد پروړاندی لکه دیوستر دیوال په څیر وی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم په دی اړه داسی فرمایلی دی:
۲- «وعن أَبي موسى رض قال: قال رسول اللَّه ص: «الْمُؤْمنُ للْمُؤْمِن كَالْبُنْيَانِ يَشدُّ بعْضُهُ بَعْضاً» وَشَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِه» متفق عليه. «له ابوموسی رض څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: مؤمن دبل مؤمن پر وړاندی لکه د یوه بنا اوساختمان په څیرده ،چې هره برخه یی دبلی برخی دکلکوالی (استحکام) سبب ګرځی دایی و ویل اوخپلی ګوتی یی یوپربل کې ننویستلی. [۲۵۹].
هغه ته به په هروخت کې که خدای مکړه غم وی که درد
وی یا دظالمانو له خوا ورته نور تکالف ور رسیږی د دغی وورګلوی او محبت له مخی دی نه پریږدی چې هغه ته آزار ورسیږی له هغه سره دی په هرڅه کې ځان شریک وبلی. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دی اړه داسی فرمایی.
۲۲۳- وعنه قال: «قال رسول اللَّه ص: «مَن مَرَّ فِي شَيْءٍ مِنْ مَسَاجِدِنَا، أَوْ أَسْوَاقِنَا، ومَعَه نَبْلٌ فَلْيُمْسِكْ، أَوْ لِيَقْبِضْ عَلَى نِصالِهَا بِكفِّهِ أَنْ يُصِيب أَحَداً مِنَ الْمُسْلِمِينَ مِنْهَا بِشَيْءٍ»» متفق عليه. «له ابوموسی رض څخه روایت دی چې نبی اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هرڅوک چې زمونږ په مساجدو یاښارونوکې تیریږی چې له هغه سره غشي (یادی ته ورته شیان وی چې دخلکو دآزار سبب کیږی)باید چې دهغو څوکې دی دلاس په وروغو باندی ونیسی داسی نه چې پرکوم مسلمان باندی ولګیږی اوهغه ته تاوانو ور ورسوي.»» [۲۶۰].
دا بیا هغه داسلامی ورورګلوی اومحبت معیار او اساس دی دلته ده چې بیابه په زړونو کې یواځې له خپلو مؤمینو وروڼو سره لکه د یوه جسد یوزړه شتون ولری په درد به یی درد من او په خوښیو به یی خوشالیږی دهغه له دښمن سره به لکه دخپل دښمن کرکه او دښمنی ساتی. رسول علیه صلواة وسلام فرمایی:- «وعن النُّعْمَانِ بنِ بشِيرٍ (رض) قال: قال رسولُ اللَّه ص: «مثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وتَرَاحُمِهِمْ وتَعاطُفِهِمْ، مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَداعَى لهُ سائِرُ الْجسدِ بالسَّهَرِ والْحُمَّى»» متفقٌ عليه. «له نعمان بن بشیر( رض) څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل : «مثال دمؤمنان په (خپلوکې) ددوستی، مهرباني ، زړه سو ی ،رحم او یوبلته پام لرنه کې لکه دیوبدن دی کله چې یوه برخه یی له درد څخه درد من شی نوری واړه برخیی ورسره دردمنی وی.»» [۲۶۱].
دادی داسلامی ورور ګلوی اومحبت معیار اوتله، په اسلامی نظام کې له دخول سره سم یو مسلمان ته سم دلاسه هغه ته داللهی اوامرو په رڼا کې هغه ته دخپلی عقیدی څرنګوالی هغه ته هغه دایره چې کومه کې دی باید ژوند وکړی مشخصه کوی او داورته روښانه کوی چې دوستی به یی دالله لپاره دالله له دوستانوسره او دښمنی به یی دالله لپاره دالله له دښمنانو سره وی . دټولو هغو کسانو سره به دښمنی کووی کوم چې دالله اودهغه داستاذی دښمنان دی، ولوکه هغه کسان ؛ زمونږ پلرونه وی یا مو میندی وی یا مو له نورو خپلوانو څخه


امریکا باید وپېژنو .....
برخه: لومړي
دمؤلف مقدمه:
په ننی عصر کې چې ژوند کوو داسلام او انسانیت دسرسختو دښمناونو څخه یو یی امریکا ده. هوکې امرکا!!!.
هغه امریکا چې په زرګونو مسلمانان یی په عراق او افغانستان کې شهیدان کړل.
هغه امریکا چې له پخوانه د یوتیاره اوظلمانی تاریخ درلودونکې ده.
هغه امریکا چې په کوم ځای کې څه اختلاف را مینځ ته شی تر شاه یې دهغې لاس وی.
هغه امریکا چې میلونونه هندوان یی دتمدن په بهانه قتل عام کړل.
هغه امریکا چې په میلونو انسانان یی په ویتنام کې قتل عام کړل.
هغه امریکا چې په زرګونو کسانوته یی په خپلو مخویفو زندانونو کې لکه ابوغریب، ګوانتانامو، هند او....تعذیبونه اوشکنجی ورکړې .
هغه امریکا چې اشغال گری کوي اوخپله سلطه‌ یی په خلکو باندی غالبه کړی اوهره ورځ دخلکو دسترګو په وړاندی په سلګونو مسلمانان قتلوی .
ډیر نور تاریخی جرمونه یی چې دنړیوالو خصو صا دمسلماناو په برابر کې ترسره کړی دی.
آمریکا خو په ننی زمانه کې په یوبت او رمز باندی بدله شوې چې د دنیاه په ځای ځای کې یی ډیرکسان دهغه عبادت کوی اوپه داسی معبود باندی بدله شوی چې ډیری منافقان بیدنه سکولران یی اطاعت کوی او له اطاعت څخه یی سرغړونه نکوی.
اما دالله تعالی حمد او ستاینه ده چې دژوندانه په هرپړاوکې یی رېښتینی مسلمانان شته چې دفتنو پرمینځ کې پرخپل منهج باندی پاتی شوی دی، یواځې یو الله ستایی او دهغه اطاعت کوي اویواځی الله ستر ګڼی او دزمکې پرمخ دلوی داړونکې (امریکا) پروړاندی په دوامدار توګه سره جهاد کوی، داسلام خدمت کوی اود هیڅ ملامت کوونکې دملامتیا پروانکوی .
لکه څنګه چې الله جل جلاله هغوی داسی توصف کړی:
﴿وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لآئِمٍ﴾ مائده 54
«دهیڅ ملامت ونکې له ملامتیا څخه (دالله داطاعت په وړاندی) ونه ویریږی . ځکه دا الهی سنت دی هر استاذی چې الله را ستولی دی هغه دخلکو دآزار او ملامتیا او مسخرو لاندی راغلی دی. همدارنګه هغه کسان چې دحق پرلا روان دی او دانبیاو پرمسیر قدم اخلی ،دوی به هم په دغسی آزارونو او سختیو سره لاس اوګریوان وی دغه کړاونه به ګالي ،
داسی ده چې بیا د مسلمانانو ستره هیله شهادت او الله جل جلاله ته په لوړ سر بیرت ورتږ او دالهی حکم جاری کول پرزمکه باندی وی. الله پاک خپل استاذی نبی کریم ص ته فرمایلی:
[سُوۡرَةُ التّوبَة : 52]
قُلْ هَلْ تَرَبَّصُونَ بِنَآ إِلَّآ إِحْدَى ٱلْحُسْنَيَيْنِ ۖ وَنَحْنُ نَتَرَبَّصُ بِكُمْ أَن يُصِيبَكُمُ ٱللَّهُ بِعَذَابٍۢ مِّنْ عِندِهِۦٓ أَوْ بِأَيْدِينَا ۖ فَتَرَبَّصُوٓا۟ إِنَّا مَعَكُم مُّتَرَبِّصُون
دوى ته ووايه: "تاسي چي زموږ په باب كوم شي ته سترګي په لاره ياست، هغه له دې پرته بل څه دى چي له دوو ښېګڼو (بریالیتوب یا شهادت) نه يوه ده. او موږ چي ستاسي په باب كوم شي ته سترګي په لاره يوو، هغه دا دى چي الله په خپله تاسي ته سزا دركوي، يا یې زموږ په لاسونو دركوي. ښه نو اوس تاسي هم انتظار وکړئ او موږ هم ستاسي سره منتظر يوو."
داکتاب دامریکا دجرایئمو وحشی توب او داړونو څخه دبحر یوڅو وړوکې قطری دی چې ځینوناخبره مسلمانانو په غرب خصوصا امریکا باندی غولیدلی دی داسی انګیری چې امریکا یوه بی ګناه ملایکه اودمظلومانو مرستندویه ده ،اوداسی انګیری چې پرمختګ او هوسایی یواځی په اروپا اوامریکا کې لاس ته راځې اوبس. دغه کتاب به دامریکا تور تاریخ را څرګند کړی دی ته به متوجه شی چې دغو داړه مارانو خپل تمدن بنسټ دمیلونو نو بی ګناه انسانا نو پروینو باندی بنا کړی دی، اوپه واړه اړخونوکې له حداومرز څخه بهر شوی او یوه بی هدفه زنده ګې تعقیب وې، لکه څنګه چې وینو دخپل ژوندانه په بی هدفه ګڼلو باندی په زرګونو امریکایان په هرکال کې ځان وژنه کوی، داشان په زرګونو ښځوباندی جنسی تیری کیږی همداشان په زرګونو نور جرایم دی چې په دی خونخواره هیواد کې ترسره کیږی. نو مونږ ته داجوته کیږی چې امریکا ترکومی اندازی دانسانیت او آزادي دښمنه ده او دخپلو تش په نامه شعارونو برعکس یی عمل کوی دغه اعمال به تا انسان خصوصا تامسلمان ته روښانه شی.
وصلی الله علی نبینا محمد و علی آله و صحبه اجمعین
مولوي عبدالرحمن الکوردی .
ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


https://t.me/Tariq_ebni_ziad56


Репост из: اهل سنت والجماعت
د الهی صفاتو ️تأویل د سلفو له لوری .
#احمدبن_حنبل

له سلفو څخه د پیروي مدعیان (متسلفین) ادعا کوي چې سلفو هیڅکله تأویا نکاوه او د هغوي ملاک د آیاتونو ظاهر وو.
په داسې حال کې چې له سلفو څخه د تأویل خورا زیات اسناد شتون لري. لکه تأویل د امام احمد رحمه الله
چې ځینې آیاتونه یې تأویل کړي دي.
امام ابن کثیر رحمه الله د صفاتو د تأویل په اړه د امام احمد رحمه الله رایه او موقف دا رنګه رانقل وي:

▪️«وروى البيهقي عن الحاكم عن أبي عمرو بن السماك عن حنبل أن أحمد بن حنبل تأول قول الله تعالى: (وجاء ربك) [الفجر: 22] أنه جاء ثوابه.
👈ثم قال البيهقي: وهذا إسناد لا غبار عليه»

او بیهقی له حاکم له ابی عمرو بن سماک له حنبل نه رانقل کړي چې احمد بن حنبل د الله ﷻ دا قول (و جاء ربک) تأویل کړی دی پر دې چې د الله ﷻ بدله او پاداش راځی. بیهقی په ادامه کې ویلی دي: دا سند هیڅ کومه خدشه نلری ».

📚البداية والنهاية ابن کثیر دمشقی، ج 10 ص 361.

اوس به نو هغه کسانو وګورو چې له سلفو څخه د پیروي ادعا کوي، آیا د سلفو اقوال مني او که سلف هسې یو بهانه د خپلو بدعی اقوالو د انتشاره لپاره یې ده .

ادامه لري ...

#تأویل
#الهي_صفات
سلف_او_د_سلفيت_مدعیان

ژباړه او را ټولونه
#طارق ابن _زیاد

http://t.me/joinchat/AAAAAFkOhAqFn6ufEYxdFw

په دی چینل کی به فقهی عقدوی او نور اسلامی مسائل داسلام په رڼا دحنفی اهل سنت والجماعت د فقهی پر مبنا نشر کیږی
نو له درنو دوستانو څخه هیله کوم چې دا چینل در سره خوښ او نورو ملګرو ته یې هم واستوي او خپل ملګري ورته ایډ کړی
په دې چینل کې د غیر مقلدینو لا مذهبه وابیانو شبهو ته مدلل او مفصل ځوابونه هم ومومي
په درنښت ستاسې ورور.


Репост из: اهل سنت والجماعت
‍ ✍د اهل سنتو په نزد د صفاتو تأویل [1]
د امام مسلم رحمه الله په صحیح کې راغلی دي چې یوه بندي ښځه یې رسول الله ﷺ ته را وستله. رسول الله ﷺ له هغې ښځې څخه وپوښتل چې الله ﷻچیرته دی؟ هغي ښځې ځواب ورکړ چې په آسمان کې دی، بیایی وفرمایل چې زه څوک یم؟ ځواب یې ورکړ د الله ﷻ رسول. رسول الله ﷺ وفرمایل: دا ښځه مؤمنه ده هغه آزاده کړي.
امام نووی رحمه الله په «المنهاج فی شرح صحیح مسلم» کې د دې حدیث په شرح کې لیکي چې دا حدیث د صفاتو له احادیثو څخه دی. منظور د ده له هغې برخې نه دی چې وایی: الله ﷻ په آسمان کې دی چې رسول الله ﷺ د دغې بندي ښځې دا وينا منلې ده.
دی فرمایی د دغه روایاتو په اړه په اهل سنت کې دوه کلی نظرونه شتون لری. ځیني یې تفویضی دي یعنی الله ﷻ له مخلوقاتو سره له تشبیهه او تجسیم څخه منزه بلی او د دغو روایاتو د معناو فهم الله ﷻ ته پرېږدي، خو ځیني نور یې دا رنګه روایات تأویل وي او معتقد دي چې دا رنګه صفات هغه رنګه چې د الله د ذات وړ دي تأویل وو.
په دغه روایت کې هم د رسول الله ﷺ سوال د دغې ښځې په عقیده کې د امتحان کولو په خاطر دی. موحدین د لمانځه او دعا پر مهال مخ پر قبله دریږي او د دعا پر مهال لاسونه د آسمان لور ته وچت وي او دا پر دې معنا سره ندی چې الله ﷻ په کعبه او یا په کې دی، په مقابل د دې کې بت پرستانو خپل معبود د زمکې پر مخ د بت پهربڼه رسم کړی .
نو بنا پر دې د امام نووي له نظر سره سم، د صفاتو تأویل یو منل شوی او مشروع امر دی چې د اهل سنت علماؤ تر سره کاوه .
#صفات_تأویل_اهل سنت
ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


http://t.me/joinchat/AAAAAFkOhAqFn6ufEYxdFw

په دی چینل کی به فقهی عقدوی او نور اسلامی مسائل داسلام په رڼا دحنفی اهل سنت والجماعت د فقهی پر مبنا نشر کیږی


Репост из: اهل سنت والجماعت
‍ ‍ ‍ ✍د صفاتو ️تأویل د امام زرکشی (رحمه الله) له نظره

📌امام زرکشی (رحمه الله) چې د امام ابن کثیر رحمه الله له شاګردانو څخه دی،په «البرهان في علوم القرآن» کتاب کې
د «فِي حُكْمِ الْآيَاتِ الْمُتَشَابِهَاتِ الْوَارِدَةِ فِي الصِّفَاتِ» په فصل کې لیکي چې د خبریه صفاتو د آیاتونو په اړه، درې نظره وجود لري:
1️ـ ځينو د نصوصو پر ظاهر باندې تمسک کړی او تأویل یې ندی کړی، چې مشبهه دي.
2️ـ ځینې په دې باور دي چې د آیاتونه تأویل لري خو مونږ پر هغه باندې نه پوهيږو او ځانونه له تشبیه او تعطیل څخه لرې ساتي او د هغه علم الله ته واګذاره کوي.دا د اکثرو (سلفو )قول دی .
3️ـ بعضی یې لکه څنګه چې د الله ﷻ د ذات وړ دي، تأویل وي یې.
اولیني یې (اخذ په ظاهر او د تشبیهه شول) باطل دی او دوه وروستني موارد یعنی تفویض او تأویل له صحابه و څخه را نقل شوي دي.
له ام المؤمنین ام سلمه (رضی الله عنها) څخه را نقل شوي دي چې له استوا څخه یې وپوښتل: الاستواء معلوم، او کیفیت یې مجهول، او ایمان پر هغه باندې واجب او سوال کول ترې بدعت دی. دا ځواب له امام مالک رحمه الله څخه هم رانقل شوی دی.
بیا امام زرکشی رحمه الله د هغو صحابه کرامو نومونه ذکر کوي چې تأویل یې کاوه:
وَمِمَّنْ نُقِلَ عَنْهُ التَّأْوِيلُ عَلِيٌّ وَابْنُ مَسْعُودٍ وَابْنُ عَبَّاسٍ وَغَيْرُهُمْ
له کومو صحابه کرامو څخه چې تأویل را نقل شوي دی:
علی، ابن مسعود، ابن عباس (رضی الله عنهم) او غیره دي.
📚البرهان في علوم القرآن، زرکشی، ج2، ص78،79.

#تأویل _صفات _اهل _سنت_سلف_او_د_سلفو_مدعیان
اظهار الحق؛
ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد
t.me/joinchat/AAAAAFkOhAqFn6ufEYxdFw


Репост из: اهل سنت والجماعت
‍ ‍ ‍ ✍️په رسول الله ﷺ باندې د ابن عمر (رضی الله عنه) استغاثه
کله چې د عبدالله ابن (رضی الله عنه) پښه ویده (بوډي نيولې وه ) شوې وه نو د پښې د ښه کیدو لپاره یې د رسول الله ﷺ نوم مبارک یاد کړ او پښه یې ښه شوه:
"كنا عند عبد الله بن عمر فخدرت رجله فقال له رجل: أذكر «ادع» أحب الناس إليك، فقال: ☜يا محمد،☞ فكأنما نشط من عقال"؛
مونږ له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما سره وو پښه یې بې حسه شوې وه (بوډي نیولې وه یا ویده شوې وه) بیا یوه کس هغه ته وويل څوک چې درته ډیر محبوب کس وي هغه یاد کړه (را وبله) بیا ابن عمر وویل « یا محمد» لکه داچې له بند څخه آزاد شوی وي .

📌دا روایت له څو طریقو (أبو بكر بن عياش، إسرائيل، زهير بن معاویه، سفيان، شعبه) له ابی اسحاق څخه را نقل شوی دی او ابی اسحاق هم د ابن عمر دا کلام له څو کسانو (هيثم بن حنش، عبد الرحمن بن سعد، ابی سعید، أبى شعبة)څخه را نقل کړی دی.
ډیرو زیاتو علماء کرامو دا روايت رانقل کړی دی:
1. امام بخاری، الأدب المفرد، ج 1، ص 335.
2. مزی، تهذيب الكمال، ج 17 ص 143.
3. ابن تیمیه، الكلم الطيب، ص125.
4. ابن عساكر، تاريخ مدينة دمشق، ج 31، ص 177.
5. ابن قیم، الوابل الصيب من الكلم الطيب، ص225.
6. نووی، الأذكار النووية، يحيى بن شرف النووي ص 305 باب ما يقوله إذا خدرت رجله )
7. ابن اثیر جزری، النهاية في غريب الحديث والأثر، ج2، ص13.
8. سخاوی، القَولُ البَدِيعُ في الصَّلاةِ عَلَى الحَبِيبِ الشَّفِيعِ، ص225.
9. شوکانی، تحفة الذاكرين بعدة الحصن الحصين من كلام سيد المرسلين، ص 312.
10. قاضی عیاض، الشفا بتعريف حقوق المصطفى، ج2، ص52.
11. ابن سعد، الطبقات الكبرى، ج 4، ص 154.
12. ابن الجعد بغدادی، مسند ابن الجعد، ص 369.
13. عمل اليوم والليلة سلوك النبي مع ربه عز وجل ومعاشرته مع العباد، ابن سنی، ص141.

📚یا دونه :
له پورته مصنفينو څخه چې د اهل سنت والجماعت له سترو ایمه و څخه دي، هیڅ یوه یې هم دا روایت ندی رد کړی
او دا روایت په رسول الله ﷺ باندې د ابن عمر د استغاثي روښانه څرګندونه لري.

پاملرنه!
ځینو ویلی دي چې د ابن عمر رضی الله عنه دا وینا استغاثه نده د تاسو نظر په دې اړه څه دی؟؟؟؟؟

نوټ: د امام بخاری رحمه الله د ادب المفرد په تازه چاپونو کې چې د وهابیانو له خوا چاپ شوي دی« د یا محمد »جمله یې ترې حذف کړې ده!
اظهار الحق؛
ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد
t.me/joinchat/AAAAAFkOhAqFn6ufEYxdFw


د الله ﷻ د ذات په اړه د سوالونو لړي (الله تبارک وتعالی چیرې دی؟ ؟)*
برخه: دریمه
د لا مذهبه قول: له قرآن څخه دریم دلیل ـ قد نري تقلب وجهک في السماء - رسول الله ﷺ چې کله د بیت المقدس په لوري لمونځ ادا کاوه همیشه به یې مخ د آسمان طرف ته و او منتظر و تر څو د قبلې د تغیر حکم راشي. نو نتیجه دا ترې اخلو چې پروردګار په آسمان کې دی.
د لا مذهبته د ادعا او خبرې پای.
اهل سنت ځواب ورکوي: دا د تاسې محض قياس دی. ځکه! حضرت جبرئیل علیه السلام به چې وحی را وړله هغه په آسمان کې و او رسول الله ﷺ د هغه انتظار کاوه نه د الله ﷻ د ذات چې په آسمان کې د وي؛
👈ځکه د تاسې د خپلې عقيدې مطابق په دې دنیا کې نخو د الله ﷻ ذات لیدل کیږی اونه وحی یې د لیدلو شی ده چې رسول الله ﷺ دې د هغې منتظر وي.
☜ خو جبرئیل علیه السلام د رویت او لیدلو وړ وو آنحضرت ﷺ د هغه په انتظار و چې څه وخت به تشریف راوړي او د قبلې د تحويل یا د ګرځېدو وحی به ورته ابلاغ وي.
☜ ثانياً : دا عبارت چې همیشه به یې مخ آسمان ته وو دا مو له کومه کړی او له کومه یې ثاب وي؟ ❗
❓آيا آن حضرت ﷺ د لمانځه پر مهال هم مخ د بیت المقدس لور ته نه ګراځاوه او آسمان ته یې مخ کاوه؟؟
❣ښه ! وروسته له تحول د قبلې نه د رسول الله ﷺ مخ همیشه د لمانځه پر مهال د بیت الله لور ته وو.
❓آيا الله تعال هلته و چې آن حضرت صلي ﷺ خپل مخ د بیت الله لور ته کړی ؤ او لمونځ یې ادا کاوه؟
✔ د وحی نزول د الله ﷻ د پورته والی لپاره دلیل ندی؛ ځکه چې الله ﷻ د اوسپنې لپاره د نزول لفظ کارولی دی:
❊❊ وَ أَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ.... سوره الحديد.
نو آیا اوسپنه له آسمان څخه راځي که له زمکې نه چې اسفل ده؟
⇧⇦ ادامه لري ...
ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


https://t.me/Tariq_ebni_ziad56


د الله ﷻ د ذات په اړه د سوالونو لړي (الله ﷻ چیرې دی؟) برخه: دوهمه
د لامذهبه قول:
ادعا او دلیل: له قرآن څخه دلیل: الله ﷻ په سورة ملک کې فرمایی: أأمنتم من في السماء :
آیا له هغه چا نه چې په آسمان کې دی په أمن کې یې؛
نو الله په آسمان کې دی!!
د لا مذهبه د قول پای.
اهل سنت ځواب ورکوي: دا هغه تناقض دی چې تاسې یې لري! ځکه کله وایي چې د الله ﷻ ذات پر عرش دی، او اوس وایي: چې په آسمان کې دی!
⚡په مسلَّمّ توګه د رب العالمین عظیم عرش په آسمان باندې محیط دی وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمواتِ وَ الأَرْض دی ، يعني د الله ﷻ كرسي د زمکو او آسمانونو ګنجایش لري .
🚩 او په یوه روايت کې چې د دتاسې امام آلبانی صیب هغه صحیح بللی دی، راغلي دي: ما الكرسي في العرش إلا كحلقة من حديد ألقيت بين ظهري فلاة من الأرض.
∇د ابن ابي العزّ شرح د عرش په مقابل کې کرسي لکه د اوسپنې کړي ده چې پر زمکه په یوه بيابان کې پرته وي.
یعنې کرسي د عرش پر وړاندې د یوې کوچنۍ حلقې حیثت لري چې هغه هم په یوه بيابان او بيديا کې پرته وي.

🔺او مسلَّمه ده چې د ربّ العالمین عرش په آسمان کې نه ځایږي تر څو د تاسې وینا ته تطبیق ورکړل شي داچې هغه تعالی پر عرش دی او عرش په آسمان کې دی، بیا دلته د تاسې خبره سمه راځي چې الله ﷻ پر عرش دی او عرش په آسمان کې دی دلته ده چې الله ﷻ دې هم پر عرش وي او هم په آسمان کې. او د فی توری د ظرفیت لپاره دی.
✔نو بیا خو باید معنا یې داسي وي چې د الله ﷻ ذات په آسمان کې دی نه پر آسمان باندې! او که هغه د علی په معنا سره وکاروي، دا بیا هغه تأویل ګرځي د کوم چې تاسې منکر یاستي.
نو عرش بیا بیل مکان دی او آسمان جلا مکان چې عرش په هغه کې ځای نه نیسي . نو هم عرش ته د الله مکان وييل او هم آسمان ته په داسې حال کې چې دا دواړه، ځانته جلا مکانونه دي، پخپله یو ښکاره تناقض دی!!
ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


د الله ﷻ د ذات په اړه د سوالونو لړي (الله ﷻ چیرې دی؟)
لومړي برخه: 【۱】
د لامذهبه قول: الله ﷻچیرې دی؟؟ د لا مذهبه ادعا: د اهل سنت والجماعت لید او رایه داده چې د الله ﷻ ذات پر عرش دی؛ د غیر مقلد د خبرې پای:
اهل سنت ځواب ورکوي: دا یواځې د تاسې، نظر او رایه ده نه د اهل سنت والجماعت؛ مهربانی وکړي تاسې دا خبره د اهل سنت والجماعت د څلور امامانو د عقیدتی او فروعي پیرانو څخه دا په صحیح سند سره ثابته کړي چې هغوي دې لیکلی وي چې د الله ﷻ ذات پر عرش باندې استقرار وموند.
👈 د هغو کسانو قول چې ځانونه ائمه و ته منسوب وي خو په عقیده کې د هغوي خلاف دي لکه: معتزله, مشبهه, مجسمه او... دا بیا کوم اعتبار نلري .
د لامذهبه قول او دلیل :
دليل: ثم استوي علي العرش ؛ الله ﷻ پر عرش باندې استقرار وموند. د لامذهبه د قول پای؛
اهل سنت ځواب ورکوي: آیا په دغه آیت کې راغلی دي چې د الله ﷻ ذات پر عرش باندې استقرار وموند؟؟
د ذات لفظ نه پر قرآن کې شته نه په حدیثو کې.
نو دا تا له کومه راوړ؟
✔ثانياً : د« استوي» کلمه یو مشترک لفظ دی؛ او قطعی الدلاله ندی، نو تاسې د کوم دلیل پر بنسټ هغه په استقرار باندې منحصر وي؟ هغه هم د الله ﷻ د ذات استقرار.؟
⇧⇦ ادامه لري ....
ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


فو په نزد مرسل حدیث حجت دی وكذا روى الدارقطني: في كتاب الحدود والديات وغيره، حديث "9" 3/ 84، م أخرج الترمذي [4/ 33] ، كتاب الحدود: باب ما جاء في درء الحدود، حديث [1424] ، والدارقطني [3/ 84] ، كتاب الحدود والديات، حديث [8] ، والحاكم [4/ 384] ، كتاب الحدود، والبيهقي [8/ 238] ، كتاب الحدود: باب ما جاء في درء الحدود بالشبهات، والخطيب في "تاريخ بغداد" [5/ 331] ، كلهم من طريق يزيد بن زياد الدمشقي عن الزهري عن =
4⃣ عروة عن عائشة قالت: قال رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "ادرؤوا الحدود عن المسلمين ما استطع
تم فإن كان له مخرج فخلوا سبيله فإن الإمام إن يخطئ في العفو خير من أن يخطئ في العقوبة". قال الحافظ في "تخريج المختصر" [1/ 443] : وهذا موقوف حسن الإسناد،
َ

ژباړه او را ټولونه
طارق این زیاد


تنبيه الفاقدين د علامه محمد عمر سربازي ـ رحمه الله ـ ص 45))
(محمد عمر سربازی: دایران داهل سنت والجماعت ستر عالم دی. )
ژباړه: حضرت عمر رض ته یوه قضیه راغله چې هغه قضیه داسی وه: .یوی ښځی له یو چوپان څخه اوبه یا په بل روایت سره مال وغوشت،چوپان ورته و ویل که له ماه سره بدکار (زنا)کوی تاسوته اوبه درکووم ☜ هغې ښځی داکار ورسره وکړو. اوقضیه حضرت عمر رضی الله عنه ته راغله پردواړویی حد جاری نکړو هغه اوبه یا مال یی دهغی مهر حساب کړو.
که څوک داشبه وارد وی چې دی ښځی چې له چوپان سره داکار وکړو هغه مضطربه وه اود ځان دهلاکت خطره یی وه .
جواب دادی : دا احتمال موجودنه دی که دحد دسقوط موجب کیدلی نو دښځی به کیده نه د چوپان څخه.بالخصوص چې په بل حدیث کې مطلق مال ذکر دی نودلته د دی اضطراب احتمال بالکل رد دی
توجه وکړی :
«وبما روي أيضًا عن عمر من أن امرأة سألت رجلًا مالًا، فأبى..... ولا يجوز أن يقال: إنما دراء الحد عنهما؛ لأنها كانت مضطرة تخاف الهلاك من العطش؛ لأن هذا المعنى لا يوجب سقوط الحد عنه، وهو غير موجود فيما إذا كانت سائلة مالًا.
📙(المبسوط سرخسي حنفي ج 9 ص 58))
💧دریم جواب:
دا مسئله په دی نوعيت سره كاملاً هم نه ده بلکه په هغه کې تفصيل دی څنګه چې امام اعظم رحمه الله مقيد كړی ده چې ښځه په صریحو الفاظو دزنا اجاره نکړی . مګر داچې دغه اجاره
باطله او غيرصحيح کیږی مثلاً و وایی:
استاجرك للزنا يا اعطيتك كذا للزني په دی صورت کې دقرآن دآیت سره معارض واقیع کیږی
( الزانيه و الزاني فاجلدوا (نور)
په دغه لفظ کې چې لفظ دزنا راغلی دا دمتاخرینو اضافات دی نه دامام ابوحنیفه رحمه الله قول ـ
( تنبيه الفاقدين ص 45 جواب شبهه 16))
لذا احتمال لری چې دزنا پرځای د وطي کلیمه وی
لکه څنګه چې په فتاوي عالمگيري کې د«او» چې
دشک لپاره راځې راغلی دی :
«اسْتَأْجَرَ امْرَأَةً لِيَزْنِيَ بِهَا أَوْ لِيَطَأَهَا....
📓الكتاب: الفتاوى الهندية
📝 المؤلف: لجنة علماء برئاسة نظام الدين البلخي ج 2 ص 149))
📇 الناشر: دار الفكر)
په دغه عبارت کې د ( أَوْ لِيَطَأَهَا....) حرف راغلی
اویای له هغه سره وطي وکړه .
💧څلورم ځواب :
د فتاوي عالمگيري عبارات دغو جنابانو دخپل عادت په څیر لومړی کرښی کې قیچې کړی دی مونږ به یی ادامه راوړو او د دغو دجالانو دجالت اوعناد به ګرانو لوستو نکوته څرګند کړو.
: وَزَادَ فِي النَّظْمِ وَلَهَا مَهْرُ مِثْلِهَا وَيُوجَعَانِ عُقُوبَةً وَيُحْبَسَانِ حَتَّى يَتُوبَا
📓الكتاب: الفتاوى الهندية المؤلف: لجنة علماء برئاسة نظام الدين البلخي ج 2 ص 149
او كتاب « النظم» کې راغلی دښځې لپاره مهر مثل واجبیږی او دواړوته سخت عذاب ورکول کیږی ترهغه یی چې توبه نه وی کړی زندان ورکول کیږی نو اوس وګوری چې خیانت یی ترکومه رسولی دی.
💧پنځم ځواب:.له دی چې په حدیث کې له دفع د حدودو چې له شبهی سره وی تاکید شوی دی نوامام اعظم رحمه الله بناپرهغو احادیثو چې په دی عبارت کې شبه هم وه دفعه کړه. دا چې دنکاح د ☜ اجر دلفظ په استفادی سره چې دمهر پرځای راغلی حدساقط شو. ځکه چې په نبوی احادیثوکې دی چې حد په ډیره وړوکې شبه هم ساقطیږی نوبنأٍدغه کار دامام ابوحنیفه رحمه الله پراحادیثو باندی دعمل کوولو حرص اوپابندی څرګندوی.
حـــــدیث شریف دادی:
رسول اكرم - صلى الله عليه وآله وسلم - فرمایی:
«اِدْرَؤُوا الْحُدُودَ بِالشُّبُهَاتِ» «يعنى حدود دشبهی په وجودیت کې ساقط کړی.(ابن عدى دغه روایت کړی دی امام سيوطى یی په اړه سکوت اختیارکړی دی.مرفوعا له ابن مسعود - رضي الله عنه - روايت شوی دی )
1⃣ أخرجه الإمام أبو حنيفة بهذا اللفظ في مسنده, برواية الإمام الحصفكي، ص114. وانظر جامع مسانيد الإمام الأعظم 2/ 183, وكذلك في مسند أبي حنيفة للحارثي، "انظر تحفة الأحوذي 4/ 689" عن مقسم عن ابن عباس, قال رسول الله, صلى الله عليه وسلم: "ادرءوا الحدود بالشبهات". امام ابوحنيفه ـ رحمه الله مرفوعاَ روايت کوی چې حدود په شبهاتو باندی دفع كیږی. لکه څنګه چې له عبدالله بن مسعود او عمر رضی الله عنهم موقوفاً ـ روايت شوی چې فرمایی:
2⃣ «عن عاصم عن أبي وائل عن عبد الله بن مسعود موقوفاً قال: " ادرؤوا الحدود بالشبهات، ادفعوا القتل عن المسلمين ما استطعتم ". قال الحافظ في " التلخيص ": ورواه ابن حزم في كتاب " الاتصال "
3⃣ عن عمر موقوفاً عليه بإسناد صحيح، وفي ابن أبي شيبة من طريق إبراهيم النخعي عن عمر: لأن أخطئ في الحدود بالشبهات، أحب إلي من أن أقيمها بالشبهات.
( له عبدالله بن مسعود رضي الله صاحب د النعل والوساده روايت دی : حدود په شبهاتو سره د دفع کړی (ساقطیږی)
عمر رضي الله فرمایی :له دی چې په حدودوکې له شبهاتوسره خطا وکړم دا راته غوره ده چې هغه حد جاری او اقامه کړم.
دامعنا چې حضرت عمر رضی الله عنه هم دشبهی په صورت کې حدود نه ..........ابن حجر ویلی سند یی صحيح دی
(( جامع الاصول ج 3 ص 602)) او داحنا


⚔یوی شبهی ته ځواب َ
لامذهبان وایی :
چې دابوحنيفه (رحمه الله ) قول دی که څوک یو ښځه دزنا لپاره کرایه کړی نو پر هغې حد نشته .
لکه څنګه چې په عالم ګیره کې راغلی دی :
(اسْتَأْجَرَ امْرَأَةً لِيَزْنِيَ بِهَا أَوْ لِيَطَأَهَا أَوْ قَالَ: خُذِي هَذِهِ الدَّرَاهِمَ لِأَطَأَكِ. أَوْ قَالَ: مَكِّنِينِي بِكَذَا. فَفَعَلَتْ لَمْ يُحَدَّ او [اسْتَأْجَرَ امْرَأَةً لِيَزْنِيَ بِهَا فَزَنَى بِهَا];
ښځه یی کرایه کړه ترڅو له هغی سره زنا وکړی حد نلری.
﹌﹌﹌﹌﹌﹌﹌﹌﹌﹌
💫د الله په ملتیا اونصرت سره جواب پیل و:
💧جواب 1ـ داحنافو په مذهب کې دامام ابوحنیفه رحمه الله پردی قول فتوا نه ده دا مونږ ټولو غیرمقلدینوته چلنج ورکوو که دوی ادعالری چې فتوا پر قول دامام ابو حنیفه رحمه الله ده یودلیل دی پیش کړی «من ادعي فعليه بالبيان.»
مونږهغوی ته دا وایو ای هغوکسانو!چې دلوستلو سوادهم نلری دچپه اوراسته تشخیص نشی کو ولای، نوپر امامنا امام اعظم ابوحنیفه نعمان بن ثابت امام المحدیثن والمجتهدین باندی اعتراض کوی او هغه پسی مو دطعن اولعن خوله خلاصه کړی ده هغه چې ټول عمریی د دین دخدمت لپاره تیر کړ.
مخکی له هرڅه نه باید داحنافو مذهب وپژنو:
داحنافو مذهب هغه دی چې فتوا او مفتی به قول پرهغه باندی وی دغه ته بیا داحنافو مذهب وایی اوکه چرته مرجوح قول داحنافو دامامانو څخه ولیدل شی اوفتوا پرهغه نه وی دا بیا ده احنافو مذهب نه دی.
. «فتاملوا ايها المتعصبون المعاندون الجاهلون باصطلاحات الذين وضعوا لمذهب الاحناف.» لذا دغه ته داحنافو مذهب نه ویل کیږی او فتوا پرقول دصاحبینوده دغو بزرګوارانو حد واجب بللی دی:
قال السرخسي:.وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ وَمُحَمَّدٌ وَالشَّافِعِيُّ رَحِمَهُمْ اللَّهُ تَعَالَى: عَلَيْهِمَا الْحَدُّ لِتَحَقُّقِ فِعْلِ الزِّنَا مِنْهُمَا. ترجمه: ابويوسف محمد او شافعي رحمهم الله وایی پردوی حد دی .(الكتاب: المبسوط ج 9 ص 58)
المؤلف: محمد بن أحمد بن أبي سهل شمس الأئمة السرخسي (المتوفى: 483هـ)
الناشر: دار المعرفة - بيروت))
په فتح القدير کې د علامه ابن همام ـ رحمه الله ـ راغلی:
وَقَالَ: هُمَا وَالشَّافِعِيُّ وَمَالِكٌ وَأَحْمَدُ: يُحَدُّ لِأَنَّ عَقْدَ الْإِجَارَةِ لَا يُسْتَبَاحُ بِهِ الْبُضْعُ (الكتاب: فتح القدير ج 5 ص 262)
المؤلف: كمال الدين محمد بن عبد الواحد السيواسي المعروف په ابن الهمام (المتوفى: 861هـ)
الناشر: دار الفكر)
دصاحبينو شافعي مالك او احمد رحمهم الله په نزد حد پری جاری کیږی . او فتوا پر وجوب دحد دصاحبینو پرقول ده.
( شامي ج 3 ص 172 په نقل د تنبيه الفاقدين ص 45))
👌اوس دفاع دامام ابوحنيفه رحمه الله دمذهب ـ څخه
چې فرمایی: که چا یوه ښځه کرایه کړه او له هغی سره یی زنا وکړه حد نه لری له قرآن او سنت څخه .
💧لومړی جواب له قرآن څخه : .په قرآن شریف کې☜اجر☞ مهر ته ویل شوی دی ، او په دغه عبارت کې هم داستيجار او اجاره لفظ کارول شوی دی ، لهذا کله چې د☜ مهر ☞ شبه لری حد ساقطیږی لکه څنګه چې الله تعالي فرمایلی :
قَالَ تَعَالَى {فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ} [النساء: 24] و أَنَّ الْمَهْرَ وَالْأَجْرَ يَتَقَارَبَانِ... سُمِّيَ الْمَهْرُ أَجْرًا.
( مبسوط سرخسي ج 9 ص 58)
د مهر او اجر معني له یو بل سره نږدی او هم معنا دی."
داچی له ښځو سره مو نزدیکت وکړو دهغوی مهر ورکړی چې واجب دی. په دغه آیت کې مهرته ☜ اجر ☞ ویل شوی دی .
ا و حضرت عمر رضي الله عنه دچوپان هغه اوبه چې یوی ښځی ته یی ورکړی اوپه بدله کې یی له هغې سره زنا وکړه، مهر وګرځولو : قال عمر: «وَقَالَ ذَلِك مهرهَا.... إِنَّمَا وَقع بقول عمر ذَلِك مهرهَا سمى الْأُجْرَة مهْرا وَالْمهْر يدل فِي بَاب النِّكَاح فثبتت الشُّبْهَة »(الكتاب: إيثار الإنصاف في آثار الخلاف ج 1 ص 212))
المؤلف: يوسف بن قزأوغلي - أو قزغلي - ابن عبد الله، أبو المظفر، شمس الدين، سبط أبي الفرج ابن الجوزي (المتوفى: 654هـ) چې راتلونکې کښی به یی په اړه تفصلی بیان راشی.
💧دوهم ځواب له سنت درسول الله څخه:
د سيدنا عمر ـ رضي الله له فعل څخه ده .
( چې رسول الله ص وفرمایل: فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي، وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، ( سنن ابن ماجه ج 1 ص 15) [حكم الألباني]: صحيح.
.(احتج الإمام أبو حنيفة بما روي أن امرأة استسقت راعيًا، فأبى أن يسقيها حتى تمكنه من نفسها، فدرأ عمر - رضي الله عنه الحد عنهما، وبما روي أيضًا عن عمر من أن امرأة سألت رجلًا مالًا، فأبى أن يعطيها حتى تمكنه من نفسها، فدرأ الحد، وقال:هذا مهر: ، كما ذكر في المبسوط ج9 ص58 البحر الرائق لابن نجيم ج5 ص19-20، فتح القدير ج5 ص262، تبيين الحقائق ج3 ص184. ( ذكره ابن حزم في المحلي و لم يعله بشيء و السند ان رجالهما ثقات كذا في التقريب و اعلاء السنن ج 10 ص 155 و جلد 11 ص 222 . ( په نقل د


په حنفي فقه اعتراض او د هغې مدلل جواب
دوستانو غیر مقلدین اعتراض کوي چې په فقه حنفې کې د حیواناتو سره بد فعلي ( زنا کول ) جائز دي او د مختصر القدوري دغه عبارت پیش کوي :
" ومن وطأ بهیمه فلاحد علیه " صفحه ۱۸۹)
ژباړه: که چا بد فعلي وکړه د حیوان سره نو په دې سړې باندې به حد نه جاري کیږي . غیر مقلدین وایي چې حد نشته ورباندې نو دا کار احنافو جایز کړو.....
ځواب:
ترمذي جلد اول صفحه (۲۲۹) کې د حضرت ابن عباس رضی الله عنهما خپل حدیث دی. قال ابن عباس " من اتی بهیمة فلاحد علیه " څوک چې د حیوان سره بد فعلي وکړي په ده حد نشته. دا رنګه حضرت عمر رضی الله عنه ته یو سړی راوستل شو ، چې د څاروي سره یې زنا کړې وه هغه ورباندې حد ونه لګولو. (کتاب الاثار صـفحه (۹۲) حضر علی رضی الله عنه ته یو سړی راوستل شو چې د بهیمة ( څاروي ) سره یې زنا کړې وه، حد یې ورباندې ونه لګولو ( المبسوط د سرخسي( جلد۹)صفحه( ۱۰۲).
اوس دې غیر مقلدین په ترمذي او ابن ماجه هم اعتراض وکړي او په حضرت ابن عباس، حضرت عمر او حضرت علي رضی الله عنهم باندې دې هم فتوا ولګوي چې ( العیاذباالله ) ددوی په نز دا روا عمل دی. عزیزانو! د لاحد دا معنا ندا چې بد فعلي ورسره جائز ده، بلکې معنا یې داده چې حد پرې نشته او تعزیر به ورکول کیږي. دوی د حد او تعزیر فرق هم نشي کولی، ، دوي زموږ صحیح مسلمانانو ته په زړه کې شبهات ور اچوي.
زموږ د مذهب لوی عالم امام طحاوي رحمه الله وایي چې په حدودو کې قیاس لره د خل نشته. مثلا یو سړی مرداره وخوري نو کوم غیر مقلد دې ووایي چې په ده څو مره حد دی او که یي نشي خودلی ایا دده په نزد دا مرداره خوړل جائز دي؟!
دوهم : د وینو په څښلو څومره حد دی که یي نشي خودلی بیا نه ګنا شته او نه سزا ایا دا ستاسو په نز جائز دي؟!
دریم : د خنزیر غوښه خوړلو باندې څومره حد دی که یي نشئ خودلی ایا د خنزیر غوښه خوړل جائز دي؟!
زموږ احناف وایي چې سزا په دوه قسمه ده یو حد بل تعزیر. په مشکات شریف کتاب الحدود کې حضرت عباس رضی الله عنه فرمایي: چې علي رضی الله عنه لیواطتیان په اور سوزولي دي او ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورباندې دیوال چپه کړی او ځینې نورو صحابه کرامو د اوچت ځایه را غورزولي دي.
(مشکات( جلد۲)صفحه(۳۱۳) نو دا اوس حد شو که تعزیر ؟!
غیر مقلدین دې جواب راکړي!! په حد او تعزیر کې اختلاف نشته زموږ مذهب هم داسي لیکلي چې د وخت امیر ته اجازه ده چې څومره سزا ورته ټاکي. ډیر وخت ندی تېر شوی په افغانستان کې د طالبانو دوره تېره شوې ټول حنفیان وو. شریعت یې په ټوله دنیا کې مسلم وو، داسې شریعت چې په نېږدې پیړیو کې یي ساری نلري، هغوی دا هر څه سزا او حدود قایم کړي وو.
حقیقت دادی چې دا معترضین ټول نیم حدیث یا ایات او قول راخلي نیم نه افراط او تفریط کوي . مسلمانانو! کله چې دوي په حنفي فقه باندې اعتراض کوي د صفحې عکس ترې غواړئ بیا راځئ د حنفي عالم څخه د هغه په باره کې تپوس کوئ!
ددوی یو ملا دی په فسبوک کې هغه اعتراض کوي ، وایي چې هدایه شپږم جلد کې داسې وایي، خو اصلاً هدایه په څلورو جلدو کې ده ، اوس نو تاسو خپله سوچ وکړئ دې رزیل ته او رزالت ته یې . زما چیلنج دی ټولو غیر مقلدو ته داسې عبارت راوړئ چې امام صاحب ویلي وي حیوان سره بد فعلي کول جائز دي . تر قیامته پورې چیلنج دی درته.......
دویم : خبره داده چې د مختصر القدوري په عبارت کې تاسو خیانت کړی. امام صاحب فرمایي چې په دې سړي باندې حد نشته . نو ددې خو دا مطلب نه شو چې دا کار جائز دی ....
په یو ګناه کې د حد نیشتوالي نه خو دا نه ثابت کیږي چې دا کار دې جائز شي . مثلاً کنزلې کول گناه ده او حد په کې نشته.
غیبت کول گناه ده او حد په کې نشته . ښځو ته کتل ګناه ده او حد په کې نشته . نو امام صاحب صرف دومره ویلي دي چې حد ورباندې نشته یعنې قران او حدیث کې ددې کار لپاره کوم حد نه دی ذکر شوی.لکه څنګه چې د شراب خور یا د ښځو سره بد فعلي یا غلا کولو یا یو مسلمان بې ګناه وژلو باندې چې څنګه حدود راغلي دي نو دغه سې حد د څارويو سره د بد فعلۍ ګناه کې نه دی راغلی او که وهابیان واي چې راغلی دی نو موږ ته دې اوښایي!!! . خلاصه دا شوه چې امام صاحب رحمه الله صرف د حد نفې کړې ده او ویلي یي دې چې حد یي قران او حدیث کې نه دی ذکر لکه : څرنګه چې کنزلې کول یا ښځو ته کتل یا غیبت کول وغیره دا ټول ناجائز کارونه دې خو حد په کې نه دی راغلی ، امیر دوخت به تعزیر ورکوي. نو د حیواناتو سره بد فعلي کول ګناه ده خو حد په کې نشته. تعزیر به ورکول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
لیک: د مسلک دیوبند افغانستان (قلمي همکاران) .
شیر کول مو هیر نه شي ترڅو نورو مسلمانانو ته یي هم فائده ورسي .


*تأویل که تحریف*
غیرمقلدین حضرات وایی چې تأویل تحریف دی یاداچې وایی بدعـــــــــت دی.
د دوی دغی بی اساسه ادعا لپاره د دوی دشیخ الکل نه یو مثال راوړو. اوبیاد غیرمقلدینو څخه داهیله کوو چې دخپل امام دتأویل په اړه دی مبتدعی والی حکم صادر کړی دشیخ البانی یوادعا مطرح کو و چې شیخ صیب داحادیثو تأویل څنګه کوي ترڅو خپل نظر اوآند ثابت کړی که چرته خپل مذهب په تأویل سره ثابت کړی نو دعدم تأویل بی اساسه بنیاد یی چې ایښودی دی هغه به دفنا پرباد فناکړی اوس به وګورو چې شیخ صـــــــیب آلبانی څه وایی: شیخ البانی په خپل کتاب تعلیق علی متن الطحاویه صفحه 56 کې وایی : فقد قام الدليل على أن العرش فوق المخلوقات وليس فوقه شيء من المخلوقات
یعنی : دلیل قایم شوی پردی چې عرش له ټولو مخلوقاتو څخه بره دی اوله عرش څخه پورته هیڅ هم دمخلوقاتو څخه نشته. پردی خبره غواړی چې ثابته کړی دغه خبره چې دطحاوی په متن کې داسی راغلی : محیط بکل شيء فوقه وقد أعجز عن احاطة خلقه - اشتباه ده او سمه اوصحیح داسی ده : محیط بكل شيء وفوقه وقد أعجز عن احاطة خلقه
📢 مونږ ورته وایو : ای شیخ البانی داکړن لاره دیوه بام اودوه هواګانو خبره ده حقیقت موندونکې اوداهل سنت وجماعت ځوانان خبردی،ولی باید داسی تحریف وشي؟ ځکه دلیل دی چې لوح محفوظ پرعرش باندی ده.
♻ لکه څنګه چې تاسی د "فوقه " کلیمه پر ذاتی فوقیت باندی تفسیر کوی نوباید چې د "عنده" کلمه هم باید دمکانی عندیت باندی تفسیر کړی کنه؟ بخاری او مسلم متفقا روایت کوی چې اعرج له ابو هریره رضی الله عنه :
الجزء رقم :8، الصفحة رقم:95
2751 ( 14 ) حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، حَدَّثَنَا الْمُغِيرَةُ - يَعْنِي الْحِزَامِيَّ - عَنْ أَبِي الزِّنَادِ ، عَنِ الْأَعْرَجِ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : " لَمَّا خَلَقَ اللَّهُ الْخَلْقَ كَتَبَ فِي كِتَابِهِ، فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ الْعَرْشِ : إِنَّ رَحْمَتِي تَغْلِبُ غَضَبِي ".متفق علیه علی سنده ومتنه وهذا لفظ مسلم
ژباړه : له ابو هریره نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :کله چې الله پاک مخلوقات خلق کړل، په خپل کتاب ( لوح محفوظ ) کې یی ولیکل او هغه( کتاب) له الله تعالی سره پرعرش دی: زما رحمت اومهربانی پرغضب مې غالبیږی.نو.اوس جنابی آلبانی تاسو خو دصفاتو احادیث نه تأویل وي څنګه شو چې په تأویل مولاس پوری کړ اوعندیت چې په صحیح حدیث کې له هغه نه موانکار وکړ اولوحه موله عرش نه راښکته کړه او یواځي الله مو پرعرش کښی نولو؟ (نعوذ بالله ثم نعوذ بالله) ښای چې بل احتمال وی شیخ صیب به داحدیث لیدلی نه وي!!! نه کله هم نه دومر ستر شیخ چې دحدیثو ماهر دوی اوبیادی صحیح حدیث هغه هم دبخاری حدیث دی شیخ صیب لیدلی نه خودلته شیخ دخپل هنر نه کار اخیستی ........
📣 اوس که غیرمقلدین ذاتی عندیت تأویل کړی دوی دمعطله له ډلی شمارل کیږی اوکه تأویل یی نکړی نو باید چې دجناب آلبانی صیب خبره رد کړي.
👌 اما د حدیث شرحه : ویل شوی ځنو داچې لوح دی پرعرش وی نه د منلی اوحدیث کې یی تأویل کړی دی کوم څه چې ښکاره دی یو تأویل دی بل عدم تأویل دی.
✅ عدم تاویل یی دادی چې حدیث باید پرظاهر باندی یی حمل شي چې لوح پرعرش ده اوتأویل په حدیث کې دلوحي په اړه دادی چې عندیت باید تأویل شي دغه قول راجح او صواب دی د لوح دکرامت او محفوظ والی په خاطر.
📢 نو اوس غیر مقلدینوته وایو چې مخکې له دی چې اهل سنا وجماعت دتأویل په خاطر مبتدع وبلی داسی لیږ شانته نظر دخپلو مشرانو کتابونوته هم وکړی چې ترغوږونو پوری په تأویل کې غرق دي.
خو منکر دی تأویل؟ مونږ ستاسو څخه غواړو چې یامو دامام دتأویل په اړه حکم وکړی اویایی دتأویل علمی دفاع وکړی چې مونږ هم پوه شو چې کوم تأویل دی چې پرهغه باندی اهل سنت مبتدع کیږی او شیخ صیب آلبانی پری موحد کیږی دافرق په کوم ځای کې دی؟ دجواب په هلیه.

ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


د الله جل جلاله څلور وعدی:

🌿🌹١- ﻟﺌﻦ ﺷﻜﺮﺗﻢ ﻷﺯﻳﺪﻧﻜﻢ:
▪که (دالله دنعمتونو) ﺷﻜﺮﮔﺰﺍﺭﻱ وکړی نور هم درکوم

🌿🌹٢- ﻓﺎﺫﻛﺮﻭﻧﻲ ﺃﺫﻛﺮﻛﻢ:
▪️نو ما یاد کړی ترڅوتاسی یاد کړم.


🌿🌹٣- ﺃﺩﻋﻮﻧﻲ ﺍﺳﺘﺠﺐ ﻟﻜﻢ:
▪️له ماڅخه یی وغواړی چې استجابت یی کړم.


🌿🌹٤- ﻭ ﻣﺎ ﻛﺎﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﻟﻴﻌﺬﺑﻬﻢ ﻭ ﻫﻢ ﻳﺴﺘﻐﻔﺮﻭﻥ:
ترهغو چې توبه او استغفار کوي الله تاسی ته عذاب نه درکوی.



اسلام هـــغه دین دی چې ستا غږ تنظیم وي:
فرمایی:
🌹"ﻭَﺍﻏْﻀُﺾْ ﻣِﻦْ ﺻَﻮْﺗِﻚ"
(غږ دی ورو کړه هیڅ کله چیغی مه وه.)

ستا د لاري تګ درته منظم کو وي :
🌹"ﻭَﻟَﺎ ﺗَﻤْﺶِ ﻓِﻲ ﺍﻟْﺄَﺭْﺽِ ﻣَﺮَﺣًﺎ"
(اوپرزمکه کې په غرور سره مځه)

🌿کتل دی درته سموی :
🌹"ﻟَﺎ ﺗَﻤُﺪَّﻥَّ ﻋَﻴْﻨَﻴْﻚ"
(نو هیڅ کله دی سترګې مه ګنډه)

🌿غوږونه دی درته تنظیم وی :
🌹"ﻭَﻟَﺎ ﺗَﺠَﺴَّﺴُﻮﺍ"
(او تجسس مکوه )

🌿خـــواړه دی درته تنظیم وي :
🌹"ﻭَﻟَﺎ ﺗُﺴْﺮِﻓُﻮﺍ"
(او اسراف مکوي )

🌿دخبرو کول دی درته تنظیم وي :
🌹"ﻭَ ﻗُﻮﻟُﻮﺍ ﻟِﻠﻨَﺎﺱ ﺣُﺴْﻨَﺎ"
(او له خلکو سره په نیکي خبری کووه)

ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


داسی ډیر اوریدل کیږی چې وایی:
امام شافعی ،امام احمد امام مالک او امام ابوحنیفه رحمه الله فرمایلی ....: اذا صح الحدیث فهو مذهبی.
امام سبکی رحمه الله په دی اړه ډیر زبردست کتاب لری
(شرح قول المطلبی اذا صح الحدیث فهو مذهبی) فرمایی:
داچې امام شافعی او نورو امامان فرمایلی صحیح حـــدیث زما مذهب دی ، هــــدف له دی وینا څخه دا نه ده چې هرکله صحیح حدیث وګوري هغه قبول او امام شافعی رحمه الله ته یی منسوب کړی.بلکه مقصود دادی چې هرکله مو چې صحیح حــدیث ولیدو دامام صاحب له اصولو اوقـــواعدو سره یی تطبیق کړای شو هله بیا ویلای شي چې دامام شافعی خبره همداده.
دلیل د دي تفسیر دادی چې:
امام شافعی رحمه الله په الرساله کې، امام مالک رحمه الله په الموطا کې اونورو امامانو ....صحیح احادیث په خپلو کتابونو کې راوړي خـــو مخالفو یی په هغو باندی فتوا ورکړی! !!
که چرته دهغوی بزرګوارانو هرسحیح حدیث مذهب دی نو ولی یی په کتابونو کې داسی نه شته؟
مثلا امام مالک په الموطا کې انما البیعان بالخیار دحدیث راوړی او تصحیح کړی یی هم دی بیا یی فرمایلی چې بایعان د مجلس خیار نلري !!! د دغو دوستانو دخبری مطابق باید و وایم حدیث صحیح دی خو دامام مالک رحمه الله مذهب په خیار دمجلس سره معتقد دی؟ ! خوداسی نه ده. دامام مالک رحمه الله قواعدو او اصولو څخه یوهم دادی چې احاد احادیث باید دمدنی دخلکو دتعامل مخالف به وی.
دا دی د اذا صح الحدیف فهوه مذهبی .

ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


چې هغه په روسیه کې یو پلیسی له تاوترخوالی نه ډک ظالمانه حکومت جوړ کړی و چې د داسی یوه وضعیت تکرار په هیڅ وجه سم نه دی!

آیا ژنرال فرانکو ، ژنرال مالان په جنوبی آفریقای کې ،او چیانگ کای چگ دچین په جمهوریت کې او مائو تسه‌تونگ دچین دخلق په کمونیستی جمهوریت کې هم د دین په نامه ظلم او استبداد وکړ؟
تاریخ دغه پیړی چې ځانونه یی د دین له قید اوبند خلاص کړل. دتاریخ زشت ترینه دیکتاتوریانی په نورو غولونکو نومونوسره لیدلی چې دپیروان په مینځ کې یی داحترام له نظره دمؤمنانو د دین دقداسیت نه کم نه وو.
هیڅوک دیو دیکتاتوری نظام څخه حمایت نه کو وي
او کله هم یو آزاد خیاله او روڼ آنده انسان دانه منی.
اما یو سالم طبیعت او روښانه فکر، دا ایجاب وی چې پرته لا تأثیر منلو دهوا اوهوس څخه په حقیقت باندی اعتراف وکړی.
حقیقت دادی چې دهر ښه مفهوم څخه دخپلو اهدافو لپاره سوء استفاده وکړی.
دفرانسی په انقلاب کې دآزادي په نامه زشترینه جرایم ترسره شول. نو اوس آیا آزادي باید لغو کړو؟
ځنی وختونوکې بی ګناه خلک دقانون په نامه زندانیږی نو آیا په دی خاطر قانون ملغی اعلان کړو؟
هــــوکې!که دین په خپله کې له تعالم او جوړښت سره یی په ظلم اوطغیان بدلیده نو دغه ادعا او غوښتنه یی معقوله په نظر راتلله.
خـــو آیا دغه امر یواځي داسلام په اړه صدق کو وی؟
هغه دین چې دمطلق عدالت په بر خه کې (نه یواځی دمسلمانانو په نزد بلکه دهغه دقسم خوړلو دښمنانو ترمینځ《حربی کفار》) هم ډیرمثالونه پریښی دی
چې حتی په ډیرو مواردو او ډیرو وختونکې همدغو دښمنانویی هم پری اعتراف کړی دی.

هــــــوکې! یوا ځنی علاج د طغیان او سرکشی دادی چې مؤمن ملت تربیت شي او هغه آزادي چې منادی یی دین دی اوپرهغه باندی خورا ډیر تأکید لري هغه ته ارج ورکړی اوپه پایله کې یی حاکمان له ظلم اوستم څخه منع کړی او هغه په مقرره حدودوکې وساتی .

. گمان نه کوم چې کوم نظا م چې دظالم حاکم اصلاح یی دملت د دندو څخه ګڼل شوی وی وکولای شي داسی یو هدف ته ورسیږی. په دی اړه نبی اکرم صلی الله علیه وسلم فرماییلی دی :
«مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ».
لتاسو نه چې هرچا یوناوړه کار ولیدو باید چې هفه په لاس باندی تغیر (منع)کړی
همدا رنګه فرمایی :
«إن من أعظم الجهاد عند الله كلمة عدل عند إمام جائر».
«یقینا چې دالله په نیز غوره جهاد دظالم حاکم پروړاندی دحق ویناده» .
نـــــو
ای ترقی غوښتونکو نارینه او ښځو!
دتاسی آزادي ته درسیدو لاره، د دین پریښودل نه بلکه د دظلم څخه دبیزاره انقلابی روح خلکوته ور زده کول دی چې ظالمه اوستمګر حاکمان اصلاح کو وي همدغه مبارزه او اصلاح غوښتنه د دی دین حقیقت او روح دی.
پای
محمد قطب

ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد


کې نه دی ، بلکه دهغه چادی چې هغه سم درک او اجرا کړی.

کله چې اسلامی حکومت قایم شی دینی علماء او روحانیون به په حکومتی پوستونو کې صاحب منصبان نه وی او په حکومتی نظام کې کوم تغیر نه راځې مګر داچې احکام او قوانین به داسلامی شرعیت پر اساس وی.

انجینری اومهندسی چاری به د دوی ترامورو لاندی وی .صحی چاری به داکټران پرمخ وړی اود هیواد اقتصادی چاری به (په دی شرط چې اسلامی اقتصاد په ټولنه کې حکم فرماوی) داقتصاد پوهانو په ولکه کې وی.

همداشان دیوه هیواد نوري چاري او امور به دبا تجربه پوهانو چې په مربوطه څانګه کې یی تحصیل کړی وی سپارل کیږی.
په اسلامی نظام او عقیده کې دټولنی په علمی فعالیتونو نظریاتو او دهغوی داجرا لپاره هیڅ کوم خنډ شتون نه لری تاریخ پردی باندی ښکاره شاهد او ګواه دی.
په اسلامی تاریخ که به تراوسه چا نه وی اوریدلی چې یو دانشمند دی دیوحقیقت په کشف سر شکنجه یا سوزول شوی وی.
په دی کې هیڅ شک نشته چې صحیح علم دیوه مسلمان له باور اوفکر سره مبنا پردی چې ټول موجودات الله پیداکړی، دخلکو دعوت داسلام په واسطه آسمانونو اوزمکوته په کتو دهغوی دپیدایښت په اړه فکر اوتدبر چې دالله په واسطه پیدا شوی دالله لورته په هدایت کیدو کې هیڅ کوم تضاد او تعارض به ونه لری .
ډیری غربی ملحد پوهان دصحیح علمی تحقیق اوڅیړنو دلاری دالله لورته هدایت شوی دی.

نو ایا په اسلام کې داسی څه شتون لری چې هغه دی خلکوته دالحاد او بی دینی انګیزه وګرځی پرته له دی چې ځنی ډلی د ړانده تقلید دغریزو له امله چې له غربیانو اوستعمارګرانو کې ایساردی؟
دوی غواړی چې د دینی عقایدو پروړاندی په تبلیغاتو کې دی آزاد وی اوهغه دی د خلکو په نظر کې کم ارزښته وښیی اوټول خلک دی له هغه (دغوعقایدو) څخه دخلاصون لپار راوبلی پرته له دی چې قانونی چلند ورسره وشی.
هـــوکې! خود دغو کړنو اصلی لا مل څه دی؟ پرخلاف د ساده لوحو افرادو دغه امر په خپله کې هدف نه دی، بلکه په اروپا کې دبل هدف وسیله وه یعنی دخلکوفکری خلاصون و د خرافاتو له طغیان اوسرکشی څخه آزادول و.
اوکه دغه آزادي د دین دسیوری لاندی ولری نو بیا دکوم هدف تحقق پسی دی؟
واقعیت دادی چې دوی دبی قید اوشرط آزادي، اخلاقی بی بندوباری اوجنسی هرج ومرج چې پکې هیڅ مهارونکې عواملونه ور پسی نه وی، داحقیقت یوه مسئله وه ،خو فکری جنبه یی دخپلو شهوت پرستیو دپټولو وسیله ده .
دوی په داسی حال کې دآزاد خیالی فکرونه مطرح کو وی.
خو اسلام بیا خلک له هرډول سلطو څخه له جملی دشهوت پرستی له سلطی څخه دخلاسون لپاره رابلی
اودشهوت پرستانو او دجنسی غرایزو د بندګانو په اطاعت او پیروی سره مجبور نه دی.

ځنی ادعا کوی چې اسلامی نظام کاملا یو دیکتاتوری نظام دی. ځکه چې دولت په هغه کې کامل قدرت لری.
له هغه ځایه چې دولت د دین په نامه (یعنی دیومقدس امر پربنا دخلکو پرزړونو سلطه لری) پرهغوی حکم چلوی دغه امر دی مسئلی باندی وخامت ډیروی
او دغه حکومت بیا په ساده ګي سره د دیکتاتوري په لوری درومی اوخلک یی هم په آسانی سره منی په دی ترتیب سره آزادي دبحران سره مخ کیږی اوکوم کسان چې دحاکم پروړاندی قیام یا اعتراض وکړی په آسانی سره له دین څخه دخروج او د ارتداد تر اتهام لاندی راځي

خودوی دغه د دین په اړه عجیبه ادعا له کومه راوړله؟
آیا دلاندی رویایتو احادیثو او آیتونو څخه یی داسی برداشت کړی؟
چې الله پاک په قرآنکریم کې فرمایلی:

[وَ أَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ]
الشوری: 38
خپلي (مؤمنانو) چاري په خپل مینځي مشوري سره سرته رسوی
همدارنګه فرمایی:
[وَ إِذَا حَکَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ]
النساء: 58
هرکله چې دخلکو ترمینځ فیصله کووي نو په عدالت سره یی وکړی .
آیا درسول الله نه روسته لومړی اودوهم خلیفه د دغی خبری نه نتیجی ته رسیدلی؟ (له خلکو نه دبیعت اخیستلو څخه روسته منبر ته لاړو اوخلکوته یی په خطاب کې هغوی ته) و ویل:ای خلکو!..... هرکله چې ما دالله او درسول الله پروړاندی نافرمانی وکړه ستاسی داطاعت دنده له ماڅخه ساقطیږی! (یعنی زما څخه په اطاعت باندی مکلف نه یاست)

عمربن خطاب رضی الله عنه هم روسته له بیعت اخیستلو څخه خلکوته په خطاب کي وفرمایل :

«که چرته ما کې مو انحراف وموند ما اصلاح کړی ».
یو دمسلمانانو څخه را پورته شو او وی ویل:
قسم په الله که په تاکې مو انحراف ولیدو دتورو په تیرو څوکو به یی اصلاح کوو؟
عمر رضی الله د دی خبری په اوریدلو سره ډیر خوشاله شو او د داسی وضعیت څخه چې دمسلمانانو په مینځ کې وو دالله نه شکر ګزاری وکړه!
هـــــوکې! دتاریخ په وږدوکې د دین په نامه طغیان او سرکشی وجود درلود اوښایی په هرزمان کې رامینځ ته شي.
خو څوک دغه ادعا کولای شي چې دین یواځي پرزمکه کې داستبداد او سرکشي ابزار دی؟

آیا هیتلر او استالین هم د دین په نامه پرخلکو باندی ظلمونه کول؟!
دستالین له مرګ نه روسته روسی ورځپاڼو دستالین په دیکتاتوري باندی اعتراف وکړ او ویل یی

Показано 20 последних публикаций.

9

подписчиков
Статистика канала