مات زړه


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


الســـلام علـــیکم ور....
خوږو ملګرو ان شاءالله دلته به حمدونه،نعتونه،اوترانې په لیکلې او ږغيز ډول درته نشروو راسره اوسی
زوړ چینل مې بلاک سو په نشرولو کې مرسته وکړی
ورور مو عبــیده ظهــیر
@maatzrhaars

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


ولــــــې؟

ولې دي روغ زړګی رامات کړو اشنا
ولې دي بند نور ملاقات کړو اشنا
پرې دي ښودم لکه یتیم یک تنها
اخ تورو شپو ته په سلګو واویلا

اوس نو چې نه ژاړمه څه به کوم
چېرته دوا پـه رنـځور زړه به کوم
یم حق حیران او پرېـشان دلبره
کړم سوچونه یم سرګردان دلبره

تا داسې ولې او په څه دي وکړل
د چا په خوښه او په خوله دي وکړل
چې دي په نیمه لار کړم بېل زړګیه
کړم دي غمونو کې سم ښکېل زړګیه..

ورک کړم له ځان او له جهان لېونتوب
قسم د ډیر مې یادیږي ماشومتوب
نه پکې غم نه وو هجران د یو چا
نه پکې درد او نه خفګان د یوچا

اوس د دردو او د غمو ملګری
کړمه په خدای ج داستا یادو ملګری
رانه شوه ورکه خندا خوب لالیه
کړمه ژا کړم لیونتوب لالیه..

راته را وګوره تاوان به وکړې
زما په نه شتون کې ارمان به وکړې
لاس ته به نه درځم یم لري به زه
د تورو خاورو غېږ کې به یم ویده

ژاړې به ځان ته په سلګو دلبره
تر تورو نیمو نیمو شپو دلبره
اوښکې تویوې به دردونو سره
زما له خاموشو یادګارونو سره..

یم زورولی کړولی تا ډېر
قسم د په زړګي داغلی تا ډېر
اوس مې قرار سکون دواړه خفه دي
درانه درانه غمونه مې په زړه دي

عبیده ظهیر ای د سترګو توره
ای زما د خوږمن رنځور زړه ټکوره
اوس د پخوا پشانې نه ښکارېږم
اوس لکه شمعه ورځ په ورځ ویلېږم...


غــزل

له ډېره درده له ډېر غم ژړېږم
په هره لار په هـر قـدم ژړېږم

داستا فراق دا ستا بیلتون لالیه
خاص لکه وَو کړم په ملا خم ژړېږم

هیڅ راته نه وایې د سترګو توره
ستا خړ مزار ته غږېږم ژړېږم

نوره مې لاړله مزه د ژوندون
تا یک تنها زه پرېښودم ژړېږم

په لار روان یم تیندکونه خورمه
قسم د هیڅ توان نه لرم ژړېږم

عبیده ظهیر دي شهیده یاره
ګونګ تصویرونه ښکلوم ژړېږم












د ملافقیرمحمد درویش ټولې ترانې dan repost
د الحکمت خپرنیون لخوا وړاندي کیږي
د نویو ترانو البوم

🌷 دفتحو باب 🌷

دګران ورور خوږژبي نعت خوان
قســــــــــــیم ارمــــــــــــاني صاحب
نــــــــشرته وسپارل شو
تاسو يې زموږ دټلګرام چينـل څخه تر لاسه کولى شى
همدلته راسره ملګري شئ
—————————————
👇👇👇👇👇👇
https://t.me/AlhikmatNaat
*•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•*




العصر خپرندوی ادراه dan repost
د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانـــوالبوم
سنـــګر په سجـــده پروت دی

دګران ورور ترانه ویونکي
مولوي ضیاءالرحمن مدني صاحب

نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل
څخه تر لاسه کولى شئ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇

#العصرځانکړي_نشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


غــزل

څـه خـطا شـوې وه له مـا تا ولې داسې وکړل
چې دي پرېښودم یک تنها تا ولې داسې وکړل

زړه دي هیڅ وه نه سوځېده زما په دې معصوم زړګي
چې دي د غم درد کړو اشنا تا ولې داسې وکړل

زما په ژوند دي وکړو بل چاته اظهار د مینې
اې بې وجدانه بې وفا تا ولې داسې وکړل

کړم دي ملګری د ژړا او د آهونو یاره
له ما دي یوړله خندا تا ولې داسې وکړل

وې دي ړندې سترګې که څنګه چې دي وه نه لیده
زما مینه پاکه صفا تا ولې داسې وکړل

عُبَــیّدَۀ ظهــیر لـکه لېــونی ای خــوږه یاره
اوس کړمه ځان سره ژړا تا ولې داسې وکړل


غــزل

شولې مې ستړې له ژړانه سترګې
تاچې کړې پټې ای جانانه سترګې

د تور لحد په لورې وه کوچېدې
شهیده ستا ها قدردانه سترګې

قـسم د ومـنه نیـمګړی شـــومـــه
شولې ړندې مې له خفګانه سترګې

اوښکې تویوي بې اختیاره اشنا
ستا تصویرو ته پر ما ګرانه سترګې

دا ستا له دین زار شوې تې وَنازوه
په خپل لِقاء پاکه سبحانه سترګې

د زړه په سر مې رَسَم کړي یاره
هیڅ نه هیریږي اوس له مانه سترګې

عبــیدۀ ظهــیرۀ نـور لاړې ګـوره
داستا له څنګ شولې فنهانه سترګې


غــزل

مـجاهدین یو ښـه سـر شاره زندګي خوښوو
پاکه سپېڅلې خدای ج لپاره زندګي خوښوو

مونږه خوښ نه یو له بستر پالنګ جشنونو سره
مونږ ملنګان یو پاس تر داره زندګي خوښوو

زخم زندان شهادت لوږې تږې او شبګیرۍ
مونږه مدام په دغه لاره زندګي خوښوو

نه کوو هیڅ رنګه فیشن خړپړ ښائسته ښکاریږو
د غره په سر کې بې سنګاره زندګي خوښوو

شام او سحر زېړ مازدیګر په هره لاره باندې
لاس کې تسبېح خوله کې اذکاره زندګي خوښوو

عبــیده ظهــیر چې یم ستا څنګ کې غازي طالبه
یم ډېر خوشحال کړم افتخاره زندګي خوښوو


غــزل
نه غواړم حورې....

نه غواړم حورې نه جنت نه مې دنیا پکار ده
زمـا خــو خـاص د رب الـعالمین رضا پکار ده

زه مجاهد یم وېره نه کړمه له هیڅ طاغوته
لویي نه غواړم صرف نصرت مې د الله ج پکار ده

لکه منصور چې شم په دار بیا به زه خوښ ښکارېږم
په دار مین یم شهادت مې په والله پکار ده

چې د شین سترګو لنډه غرو لږ مازغه په ځای کړي
کفري نړۍ ته بیا څپېړه د حمزه پکار ده

ځم د سنګر په لورې مورې تل دعا راته کړه
په اور لمبه چې کړم ځواني فدایي دا پکار ده

عُبَــیّدَۀ ظهــیر سوال زارۍ کړمه پاک ذولجلال ته
زما په ابد کې شفاعت د مصطفَی ص پکار ده


بیتیه غــزل

تاچې ژړل زما په اوږه باندې دي سر اېښی وو
قسم د زما زړګي هم کړل نري دردونه یاره

اوښکې مې نه راتلې په ستونې کې مې سا بنده شوه
تا چې شروع کړلې سلګۍ او هم آهونه یاره

ما هم ژړا کړه بې اختیاره بدرګه درسره
لکه لېونی ما کړل تاته فریادونه یاره

تا کړې زما اوښکې پاکې خپله دي ژړل په چیغو
اخ په سرو سترګو ځان سره دي کړل آهونه یاره

دا ستا ژړا او داستا اوښکې به مې هیري نه شي
چې یم ژوندی په دنیا ساتم یې یادونه یاره

عُبَــیّدَۀ ظهــیر ورځ په ورځ چې خورم خپل زړه لالیه
اخ پرې پراته دي ډېر غمونه لکه غرونه یاره


غــزل

یوه خبر درته کومه ځمه
داخپل مات زړه هم درنه وړمه ځمه

نور دي هیڅ نه تنګوم خوږه اشنا
زړګی دي کړه له ما بېغمه ځمه

په نیمه شپه کې ستا خاموش یاګار ته
اخ مړې مړې اوښکې تویومه ځمه

داستا انځور ته جار قربان لالیه
دغـه جـمله تـکرارومه ځمه

کله ناکله یادوه مې پرې ته
دا یوه تحفه درته پرېږدمه ځمه

عُبَــیّدَۀ ظهــیر دي نه شتون کې یاره
ځان لکه شمعه ویلومه ځمه


غــزل

ستـا په یادو ټـکوروم خپل رنځور زړه او غزل
یم ورته ناست زه رسموم ستا تور باڼه او غزل

نری نری ښائسته باران اوري ته ګوره اشنا
پـرې اوبـوم د زړه ګـلان دانـه دانه او غزل

زېړ مازدیګر د چینار سیوری زه او ته دلبره
په مینه مینه دواړه وایو ترانه او غزل

بـې حـده کـیف کـوي لالـیه له زړه وایـم درته
په دې تور غره کې ستا وه سترګو ته کاته او غزل

لاس کې انځور زړه کې ارمان د دیدن او مړه ژړا
ناست یو مین ډېوګۍ مړه په توره شپه او غزل

عُبَــیّدَۀ ظهــیرۀ ډالۍ کړه نن یې مونږ ته له زړه
ستا له ګوډ ماتو څو نظمو نه یوه ټپه او غزل


غــزل

ای یوسف مخیه ای ښائسته طالبه
پر زړه مې لیـک دا سـتا نامه طالبه

بې تا څوک نه غواړم په تا مین یم
ته مې یې زړه سترګې لېمه طالبه

ټوله نړۍ په تا ښائسته ښکاریږي
یــې د غیـرت سـتر نــمونه طالبه

په مینه مینه افغانان مؤمینان
ستا استقبال کوي راځه طالبه

د میرویس خان او ابدالي غزنوي
ریښتا دي پورته کړه شمله طالبه

عُبَــیّدَۀ وایم دا بې ننګه ځوانان
ټول دي شي تانه صدقه طالبه


بیتیه غــزل

زړه مــې دومــره وي غــصه درتـه قــسم ده
خو چې اوښکې دي شي توئ ویلي اوبه شم

ستا په سترګو کې دا څه تاثیر دی ګرانه
په یـو دیـد باندې خـمار په بل نشه شم

حـق حـیران شمه ستا حُـسن ته زړګیه
خوله مې خلاصه شي چې تاته په کاته شم

پـه مـا کـې دا یـو عــادت د لېــونـو دی
کـــله کـــله کـړم خـندا کـله غــصه شم

شـم نـاتـوانه سم بـې تابـه بـې اخـتیاره
له ډېـر غـم او درد پر مځکه راچپه شم

عُبَـــــیّدَۀ ظهـــــیر درتـه وایــم زړګــیه
عُبَــیّدَۀ ظهــیر دي تـا نـه صــدقـه شم


غــزل

سـتا تـصویرو ته مې کـتل په توره نیمه شپه کې
کــــرار کــــرا مـې زړه ژړل په توره نیمه شپه کې

یو خوا بېلتون بل خوا یادونه ستا تنها په اوښکو
لېـــمې مـــې دواړه لــمبول په توره نیمه شپه کې

هـــغه وخـتونه هـا خــنداوې زه او تـه مــازدیــګر
هـا مـې نــن ګــله رَســمَوَل په توره نیمه شپه کې

خوب قرار څه دي رانه هیر دي هیڅ یې نه پېژنم
هــم دواړه ستــرګې پــټول په توره نیمه شپه کې

ځـان رانـه پـاتې کار دی پاتې لـېونی شوم خـدایه
غـم مې زیـاتیږي پل په پل په توره نیمه شپه کې

عُبَــیّدَۀ ظهــیر نه وم داسـې لـکه اوس چـې یـمه
نه مې لیکل هـیڅ یو غـزل په توره نیمه شپه کې

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

9

obunachilar
Kanal statistikasi