عبرتناکی کیسـی


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
👇دچینل نشریات 👇
☜ محترمینو دلته به وتاسـوتــه
☜ عبرتناکه اودپنده ډکی کیـسی
نشـرکیـږی ان شــاءالله
تاسی دچینل په نشرولوکی مرسته راسره وه کی 👇👇👇
https://t.me/AaAwwwama

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: 📚کــتــابــی خـبــری📚
داسلامی چینلو غوره لیست
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــٌـــــــــــــــ
په لیست کی دداخيلودو لو لپاره
👇دلته رابطه راسره ونیسه👇
╔═━✥◈✥━═╗
@wmaaa123
╚═━✥◈✥━═╝
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
منتخبی دوعاګانی
https://t.me/AHTKRrSDT
مختصرډيزاين سوی حدیثونه
@AkhASDPPOAHSmH
2
☘دالحاج مولوی عنایت الله علمی صاحب☘
@ASmuTkweASA
3
5
نـبـوی حـادیث
@AamHSDH
6
روغتیایی معلومات
@mohsenzada
7
اسلامي معلومات
@islamicmalomat22
8
پښتو کتابونه او لیکنې
@mjkhosti
9
شاعرعلي حسَّاؔن مومند
@AliHassanMM
10
دانس هاشمی اغا احتاطی چینل
@ANNNNNPP
11
ګلران جهادی خپرندویه اداره
@Golranjihadistnewss
12
الحاج ملافقیر محمد درویش نوي ترانی
https://t.me/dervishsahib1
13
الفاروق خپرنیون
@ALFAROOQmedia1
14
الفاروق دتـرانـوکـور
@ALFAROOQmedia2
15
د ځنګل زمریان
@dazangalzmaryan
16
الهادی خپرنيون
https://t.me/alhadim2
17
شیخ الحدیث محمد ادریس صاحب دامت برکاتهم بیانونه
@shaekhidreessaheb
18
شاعرعـابـد ځـلانـد
@abidzaland
19
نعت‌خوان‌استشهادي‌ جانان
@kalimullah
20
شاعرشراف الدین منصور
@sharahfudinmansor
21
د استاذ محمد یاسر بیانونه
@ustaz_yasir_darsona
22
فـکـــري درســـونه
@fikree_darsona2
23
د مولوي عبدالرحمن آخندزاده بیانونه
@abdurrahman_akhondzadah1
24
تقاریر استاد احمدظاهر اسلمیار (فارسی)
@ahmad_zahir_aslamyar
25
د استاد خواجه مقصود مخلص بیانونه
@maqsod_mokhlis
26
قافلــــــه ||
@Qafilah41
27
ویډیوي نعتونه او تراني
@Videotaraninat
28
الصرف والنحو
@Alsarf_wa_nahv
29
پښـتو بارنامی
@AarHasAHSa
30
پښتو اسلامی برنامی
@Pashtoap
31

دمولوى ابومحمدامين محمدى صاحب
بيانونه
@MOlOiMOhammadi
32
قرآنکریم، احادیث، فقه
@islamipana808
33
شاعرشـاهـيـن شـيـرزاد
@Shaheen_2
34
تبادله اولینکونونشرولوگوروف
@AmSLaHaHA
35
شاعرقاری هلالی اغا
https://t.me/joinchat/AAAAAE-CmHAGtwEsODiV3Q
36
پښـتوکیسی
@AaAwwwama
37
نــبـوی حـادیـث
@AamHSDH
38
تازه تراني نوي طرزونه
https://t.me/joinchat/AAAAAES_UgxHG5m8WU1Wdw
39
حافظ حمـــیدی هـروی
@Heravy2
40
نعتخوان حافظ عمري وردګ
@Omarywardak
41
دٙهَابِيَلْ غَازِيَ دَتَرَاَنَوَاَصَلَیِ چِیِنَلَ
@habil32
42
تـرانـه ویـونکی سـالاراشنا
@salar_ashna
43
تاريخي معلومات
@tarikhi_malomat
44
شاعرقاری مسروروفا
@qaremasroorwafa
45
عـادل نجرابې
@seygjfghgh
46
رشتنی لار
@AaHLDHaSA
47
سعید کامران تازه خبرونه
@HelloAshn
48
المکتبة النعمانیة
https://t.me/joinchat/AAAAAFRRuJSDTXppnk7IyA
49
دشیخ حماسي صاحب بیانونه
@QWERYASDFGYUIOP
50
العقیده چینل
@aqeeda12
51
دحافظ عمیرتخاری ډیزینونه
@joinchat
52
دحق کاروان
@Mowahed1
53
دار الاحـــــناف
@hanifi12345
54
شَاْعِرْ یُوْسُفِيْ'فِرْدَوْسَ.ګٌلْرَاْنِيْ
https://t.me/joinchat/AAAAAFhqMyiuuHrpJTURqw
55
سعیداحمدی
@qwertyuiop08c
56
نصیراحمد احمدي
@nasirahmadahmad
57
جالب معلومات
https://t.me/joinchat/Lnr7bBphGeYnjt-WcvcAmw
58
د پښتو چينلونو روباټ
https://t.me/Awadd279dbot
59
بلال مهاجر
@FatehBilalal786
60
زهیر آنلاین کتابتون
@Zonlinelibrary
61
کتابتــــون
@ketabtoon786
62
قاري حماس اشنا
@QariHammas
63
کـتـابـی خـبـری
@AarHaHS
64
مهاجر احمد ساپي
https://t.me/Ahmadsape
65
شاعرقاری زڔگی
@dwdrf
66
{{قٙاْنِتْ وٙفٙاْ}
@QariQanitwafa
67
جنيــد‌اق‍‍‍ـبال‌مصــور‌مروت ترانې
@junaidmusavvir
68
محمدانس متقی
@QariMohmmadAns
69
حنیف جانان منيب اشنا
https://t.me/joinchat/AAAAAE520AC50iP1A1eWVA
69
ژوند او جانان
@zwandaojanan
70
ښکلي تراني
@Shklitarani
71
📺شمشاد تلوېزيون
@ShamshadTV
72
المدني خپرندویه اداره
@almadanimedia1
73
قاری محمدانس متقی
@QariMohmmadAns
74
حافظ حمیدی هروی
@HafezHamidiHeravi
75
علمیارخپرندویه اداره
@ilmyaar
الخادم امــاتـی مــیـډیــا https://t.me/joinchat/AAAAAFZxdBx4txuUzh8pUQ

حکایات مثنوی شریف
https://t.me/ASTHarHDSHS

کـتـابـی خـبـری واټساف یولسم گوروف 👇
https://chat.whatsapp.com/G9cd2u2lBQJIKiPGSVOlt8
نبوی حادیث واټساف دوهم گوروف2👇
https://chat.whatsapp.com/E42aEcGowbtBRAPWs9WI1m

خپل چینلونه موږته راواسته وی چی لیست ته یی افضه کو نوټ 100نفره باید پروی


Forward from: 📚حکایات مثنوی شریف📚
Video is unavailable for watching
Show in Telegram


Forward from: Al-Khadim Media
دانتخابي اسلامي چینلونولیست

#نوټ:- لیسټ موږ خپله حذف کوو تاسو یې دنوي لیسټ تر نشرېدو مه خرابوئ

ابدالي خــپرنیون
https://t.me/abdalikhparanyon

استشهادي کاروان
https://t.me/Haqani6

حقاني جانان میډیا
https://t.me/Haqani_janan

کــتــابـي خـبـري
https://t.me/AarHaHS

رشتینـــې لار
https://t.me/AaHLDHaSA

نـبـوي احـادیـث
https://t.me/AamHSDH

پښـــتوکیـسې
https://t.me/AaAwwwama

پښــتوبرنـامـې
https://t.me/AaHLDHaSA

حکایات مثنوي شریف
https://t.me/ASTHarHDSHS

ماشاءالله خپرندویه اداره
https://t.me/yasinashn

نعتخوان ندامحمدنویـد
https://t.me/naveedashna

مختصر ډیزاین شوي حدیثونه
https://t.me/AkhASDPPOAHSmH

قاري بشیراحمدنعماني
https://t.me/Nomanijanan

ادبي ټولــــنه
https://t.me/AdabiTolana1

قاري شبیرشادان
https://t.me/Shabirshadan

ذاکــرځـلاند
https://t.me/zakirzaland33

مولوي رازمحمدزاهدي
https://t.me/zahedijanan

دادبي ستورو جونګړه
https://t.me/adabistoori

نعتخوان فیضاني عاجز
https://t.me/fizaniajiz1

افتخارافغان
https://t.me/IftekharAfghan

الخـــادم خــپرندویه اداره
https://t.me/alkhadimmedia

عزیرمیډیاآزاده پاڼه ده
https://t.me/Azizozairmedia

سنګــــرمــیډیا
https://t.me/sungermedia2

الـــدعا
https://t.me/Gulab_Gulab

د ژوند ماځیګری
https://t.me/Al_Aesha_News

دشاعرانو غورچاڼ
https://t.me/Shaerani_Mahfal

رښتیني ملغلري
https://t.me/Marghalri

مســروري اشـنا
http://t.me/masroriashna

مولوي عبدالرحـمـن زاتف قال
https://t.me/zatifqal1

مولوي نصیب الله ضرار
https://t.me/naseebullahzarar

ستا دسـترګو شاعر
https://t.me/zakirzalandAshna

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


🌹له پنده ډکه کیسه🌹

یوې ډېرې ښکلې نجلۍ غوښتل چې واده وکړي، خو هغې داسې ځوان غوښته چې ډېر تقوا داره او پرهېزګار وي، په همدې توګه یې د خپل واده له پاره درې شرطونه کېښودل، لومړی دا چې خاوند یې باید ټول قرآن کریم تلاوت او تل یې ختم وکړي. دویم دا چې خاوند یې باید ټول کال روژه وي . درېیم دا چې خاوند یې باید ټوله شپه عبادت وکړي او تل د شپې له خوا ویښ پاتې شي، هر ځوان چې وکولای شول دا شرطونه پوره کړي او یا هم له یادو شرطونو سره سم عمل وکړي، نو له هغه سره به واده وکړي .

نجلۍ ډېره ښکلې وه او ډېر خلک ورته په مرکه راتلل، مګر هغوی پوهېدل، چې نه شي کولای دا شرطونه پرځای کړي، مګر یو ځوان حاضر شو، ترڅو دا شرطونه ومني او ترسره یې کړي .

بالاخره نجلۍ هم ومنله، ترڅو له هغه سره واده وکړي، د نکاح مراسم یې ترسره شول، د واده لومړۍ شپه تېره شوه او نجلۍ متوجه شوه، چې خاوند یې نه د قرآن عظیم الشان تلاوت وکړ او نه هم د عبادت له پاره ټوله شپه ویښ پاتې شو؛ نجلۍ پرېښوده، ترڅو یو څو میاشتې نورې هم تېرې شي او وګوري، چې په خاوند کې یې بدلون را منځته کېږي او که نه؟ مګر په خپل خاوند کې یې هېڅ بدلون ونه لیده او حتا پرله پسې روژه یې هم ونه لیده؛ بالاخره نجلۍ د طلاق غوښتنه وکړه او دواړه محکمې ته لاړل، قاضي پوښتنه وکړه : د واده شرایط څه وو ؟ ځوان ځواب ورکړ : د تل لپاره د قرآن کریم تلاوت او ختم، د کال ټولې ورځې روژه نیول، ټوله شپه عبادت کول . قاضي وپوښتل : آیا ټول شرایط دې پرځای کړي دي ؟

ځوان ځواب ورکړ : هو ښاغلیه !

قاضي وویل : درواغ مه وایه، مېرمن دې وایي، چې له شرطونو څخه یو شرط دې هم نه دی عملي کړی، مګر ځوان په ټینګار سره ویل، چې ټول شرطونه یې ترسره کړي دي .

قاضي وپوښتل : آیا ټول قرآن عظیم الشان دې تلاوت کړی ؟

ځوان ځواب ورکړ : هو .

قاضي په تعجب وپوښتل : څنګه او څه ډول ؟

ځوان ځواب ورکړ : ښاغلیه ! زه د ورځې درې ځله د اخلاص سوره لولم او حضرت نبي کریم (ﷺ) فرمایلي : هر هغه څوک چې درې ځله د اخلاص سوره ولولي، نو د قرآن کریم د یوه ختم معادل دی .

قاضي پوښتنه وکړه : څه ډول دې روژه ونیوله ؟

ځوان ځواب ورکړ : ښاغلیه ! ما د رمضان له میاشتې وروسته د شوال شپږ ورځې روژه ونیوله او حضرت رسول الله (ﷺ) فرمایلي : څوک چې د رمضان میاشت او د شوال میاشتې شپږ ورځې روژه ونیسي، نو داسې ده لکه ټول کال یې چې روژه نیولې وي .
قاضي وغوښتل، ترڅو خپله وروستۍ پوښتنه له ځوان څخه وپوښتي او ښه پوهېده، چې دې پوښتنې ته به یې ځوان ځواب ونه لري او وې ویل : آیا ټوله شپه دې عبادت کاوه ؟ ځوان په ډېره سړه سینه د یوې شېبې له پاره چوپتیا اختیار کړه او په موسکایې وویل : هو ! مېرمن یې او قاضي دواړه د دې ځواب په اورېدو حیران شول او قاضي وپوښتل : څه ډول؟ ځوان ځواب ورکړ : زه تل د ماخوستن او سهار لمونځ په جماعت ادا کووم . په دې اړه نبي کریم (ﷺ) فرمایلي : هرڅوک چې د ماخوستن او سهار لمونځونه په جماعت ادا کړي، نو معادل د دې ده، چې ټول شپه یې په عبادت تېره کړې وي. قاضي ځوان ته په حیرانتیا سره وکتل او هوډ یې وکړ، ترڅو خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، مېرمنې او خاوند ته یې وویل : لاړشئ، ستاسو په واده کې هېڅ ستونزه نه شته.

👈 دا معلومات له خپلو ملګرو سره شریک کړئ .

https://t.me/AaAwwwama


د ښایسته پېغلې او وږي پړانګ کیسه!

ویل کیږي دا دومره ستره جنجالي کیسه ده چې تاریخ کې یې د سړیو او ښځو تر منځ ډېر جنجالونه رامنځته کړي دي، دا د پېغلې او پړانګ کیسه ده چې امریکايي ادیب فرانک سټوکټون لیکلې ده، کیسه د پخوا زمانې د یوه پاچا کیسه ده چې په جرم د تورنو کسانو د محاکمې او سزا لپاره یې یوه نوې او نادره طریقه ایجاد کړې وه.

دا نوې طریقه داسې وه چې په جرم تورن کس به یې د دوو تړلیو دروازو مخته ودروه، د یوې دروازې شا ته به ښایسته پېغله درول شوې وه او د بلې دروازې شا ته وږی پړانګ. تورن مجرم ته به وویل شول چې یوه دروازه خلاصه کړي، که هغه به د پېغلې دروازه خلاصه کړه، په جبري توګه به هغه پېغله ورته په نکاح کېدله او که به یې د پړانګ دروازه خلاصه کړه، نو هغه مجبوره و چې له پړانګ سره مقابله وکړي، چې طبعا دا مقابله بې د مجرم په تاوان وه. یعني د پېغلې دروازه خلاصول دا مطلب چې سړی پاک او بې ګناه دی او د پړانګ دروازه حلاصول دا مطلب چې سړی ګناهګار دی او سزا یې دا ده چې پړانګ یې وخوري.

په دې توګه کیسه روانه وه، جنجال هغه مهال رامنځته شو چې د پاچا لور د ولس په یوه عادي ځوان مینه شوه او هغه هم پرې مین شو، لنډه به یې وایو یوه ورځ دواړه د پاچا له خوا په نامناسب ... حالت کې ونیول شول، څرنګه چې ځوان د عام ولس وګړی و، نو پاچا د پېغلې او پړانګ په طریقه محاکمې ته حاضر کړ.

د محاکمې وخت راغی، متهم ځوان د راټولو شویو خلکو په منځ کې یو بل لور ته کتل، چې په یوه دنګه ماڼۍ کې یې د پاچا لور (خپله محبوبه) ولیدله، چې ده ته یې کتل، هغه داسې ځای ناسته وه چې په اساني سره یې د دواړو دروازو شاوې لیدلې او دا یې هم لیدل چې د کومې دروازې شا ته پړانګ او د کومې شا ته پېغله ولاړه ده.

خلکو ځوان ته کتل او ځوان په پټه خپله محبوبه څارله، په وروستي ځل یې چې ورته وکتل , هغې دوو دروازو کې یوې ته اشاره ورته وکړه، چې له ده پرته بل هیچا ته پته ونه لګیدله، دلته ځوان په ژور سوچ کې ډوب شو، دی باوري و چې هغه مینه ورسره لري او د ده خلاصون غواړي؛ نو ناشونې ده چې د پړانګ دروازې ته به یې اشاره ورته کړې یي. خو بل لور ته د پاچا لور طبعاً غیرتمنه او کبرجنه ده، نو ایا شونې ده هغې دروازې ته به یې اشاره کړې یي چې شا ته یې ښایسته پېغله ولاړه ده! چې دی به په اجباري توګه هغې سره واده کوي.

ایا د پاچا د لور او د ځوان د محبوبې به د غیرت او تکبر هیجان غالب شوی وي او د پړانګ دروازې ته به یې نغوته او اشاره کړې یي او که مینه او عاطفه به یې برلاسې شوې یي او هغې دروازې ته به یې نغوته کړې یي چې ښا ته یې ښایسته پېغله ولاړه وه؟ ایا ځوان به د خپلې محبوبې خبره منلې وي او کنه د هغې د نغوتې پر خلاف به یې ګام پورته کړي وي؟

لنډه دا چې اخیر ځوان پرېکړه وکړه هغه دروازه خلاصه کړي چې معشوقې یې نغوته ورته وکړه. دلته د کیسې لیکوال سټوکټون دریږي او وايي : زه تاسف کوم چې نه شم کولی د پایلې توقع وکړم او نه پوهیږم له دروازې څه شی راووت، ایا پېغله راووتله او که پړانګ؟! او کیسه ختمه شوه.

لکه پیل کې مو وویل دې کیسې د لوستوالو تر منځ لوی جنجال رامنځته کړ، د کیسې په اړه نارینه او ښځینه سره واوښتل، ښځو ویل چې ښځې هر وخت د نارینه لپاره قرباني ورکوي، غالبا د پاچا لور به خپل مین ته د پېغلې دروازې ته اشاره کړې وي ، نه د پړانګ دروازې ته. هغې به دا قرباني ورکړې وي چې دا دې نیمه خوا او نامراده پاتې شي خو چې مین یې روغ او ژوندی پاتي شي.

او سړیو لوستوالو وویل چې دا د ښځې طبیعت دی چې غواړي که محبوب یې له لاسه وځي او د بل چا لاس ته ورځي، له هغه دا ښه ده چې پړانګ یې ټوټه ټوټه کړي. نو غالبا هغې به د پړانګ دروازې ته نغوته کړې وي. کیسه خو هسې هم د کار په ځای کې ناپوره پاتې شوه اوس دا ووایه چې ستا څه نظر دی، ایا د پاچا لور به د پړانګ دروازې ته اشاره کړې وي او که د پېغلې؟

https://t.me/AaAwwwama


د عمر بن عبد العزیز خوندوره کیسه

یحیی الغساني وایي: عمر بن عبد العزیز به له خلافت مخکې سلیمان بن عبد الملک د خوارجو د یوې ځانګړې ډلې "الحروریة" له وژلو منعه کوه، هغه ته به یې ویل: وژنه یې مه، ترهغه وخته یې بندیانوه چې توبه وکاږي. یوه ورځ سلیمان ته یو حروري خارجي راوستل شو، سلیمان ورته وویل: وایه کنه؟ حروري وویل: څه ووایم، فاسقه او د فاسق زویه؟ سلیمان چا ته وویل ورشئ عمر بن عبد الغزیز راولئ.

کله چې هغه راغی سلیمان ورته وویل ته د دې حروري خبرې واوره، هغه خلیفه ته د حرورې سپکې خبرې او ښکنځلې واوریدلې، سلیمان عمر ته وویل: ستا له نظره اوس له دې سړي سره څه وکړم؟! عمر چوپ شو. سلیمان په ټینګار ورته وویل: اوس به خامخا راته وایې چې له دې حروري سره څه وکړم؟! عمر ورته وویل: زما نظر دا دی چې ده څرنګه ښکنځل درته وکړې، ته هم هماغه رنګ ښکنځل ورته وکړه.

سلیمان ورته وویل: داسې نه ده، جلاد ته یې امر وکړ او هغه د حروري سر له تنه بېل کړ. عمر ولاړ سو او له هغه ځایه ولاړ. لیږ وروسته جلاد چې خالد نومیدی په عمر پسې ورغی، هغه ته یې وویل: عمره! ته څنګه امیر المؤمنین ته وایې چې د هغه غوندې ښکنځل ورته وکړه؟! قسم ده هغه مهال زه وېریدم چې هسې نه امیرالمؤمنین ستا د سر وهلو امر راته وکړي. عمر بن عبد العزیز ورته وویل: که هغه امر درته کړی وی تا زما سر واهه؟! جلاد ورته وویل: هو، خامخا.

څه وخت وروسته چې سلیمان بن عبد الملک مړ سو او عمر بن عبد العزیز رحمه الله خلیفه وټاکل شو، خالد جلاد راغی او خپله دنده یې پیل کړه، عمر ورته وویل: خالده، توره کېږده او ځه خپل کار کوه. وروسته عمر وویل: یا الله! ما خالد له کاره ګوښه او سپک کړ، ته یې هیڅکله بیا واک ته مه رسوه.

بیا یې په پیره دارانو کې وکتل او د "عمرو بن المهاجر الانصاري" په نوم یو کس یې د خالد پر ځای وتاکه، هغه ته یې د ټاکلو پر مهال وویل: عمروه! په الله قسم زما و ستا ترمنځ د اسلام له ورورګلوي پرته بله هیڅ خپلوي نشته. خو ما ته لیدلی یې تلاوت به دې زیات کوه، ما ته داسې ځای کې پر لمانځه لیدلی یې چې تا به فکر کوه څوک مې نه ویني او ښه لمونځ به دې کوه. ته انصاري یې، دا توره درواخله، د پیره دارانو د مسؤلیت دنده مې تا ته وسپارله. تاريخ الخلفاء للإمام السيوطي.
👇👇👇👇👇
https://t.me/AaAwwwama


*خبرتیا* !!!
دا چي د کــتــابــی خـبـری نشرات د مسلمانو هیوادوالو د خوښي وړ ګرځي او زياته استفاده ورڅخه کوی، چی له امله يې د نشراتو شعبه اړه ده چی نوي د وټساپ ګروپونه جوړ کړي، نو په دې لړ کی د نهم ګروپ خبرتیا و خپلو درنو هیوادوالو ته وړاندي کوي تر څو هغوی هم د په زړه پوري اسلامي معلوماتو څخه برخمن سي.
د یادوني وړ ده چی کوم ملګري په یوه ګروپ کي وي، نو په بل ګروپ کي دي نه شاملېږي؛ ځکه چي د ټولو ګروپونو نشرات یو ډول دئ.
دا خبرتیا تر خپلو نورو ملګرو هم ورسوئ تر څو تاسو هم په اجر او ثواب کي شریک سئ.
نهم ګروپ ته د لاندني لینک له لاري داخل سئ:
https://chat.whatsapp.com/KxJhQkmcyTNJh0JNlbvuM4


*عجیبه له عبرت نه ډکه کیسه!*
*خـپرونکی :محمدعِوض مدنی

وایي یؤ عالم د خپل شاګر سره پۀ پټیو کې روان ؤ، دتګ پۀ جریان کې یې پۀ زړو بوټانو سترګې ولږیدې، پۀ دې باورې شول چې دا د کوم بزګر (دهقان) دي او دلته پټیو کې کار کوي، او چې کار خلاص کړي نو خاماخا به د دغو بوټانو پسې راځي.

نو شاګرد خپل دغه عالم استاذ ته وویل:
خوښه دې نده چې دا بوټان لۀ دغه دهقان پټ کړو او ګپ پرې جوړ کړو، او کله چې هغه راشي او بیا ورپسې ګرځي چې څه انداز ښایي او څه عکسل العمل ښایي؟!

دغه هوښیار عالم خپل شاګرد ته ځواب ورکړ:
مونږ ته دا نده پکار چې د چا پۀ خفګان یا ستونزو کې خپله خوښي ولټوو، خو اې بچیه! ته مالداره یې، او کیدای شي ته ځانته خوښي غواړي خو داسې وکړه چې د همدې فقیر پۀ بوټانو کې ته لیږې نغدې روپۍ کېږده او بیا ورته دلته پټ شه ته بیا د دغې کار اغیز وګوره.

شاګرد پۀ دغې مشورې حیران شو تعجب یې وکړ، بیا یې د فقیر دهقان پۀ بوټ کې نغدې روپۍ کیښودې او استاذ او شاګرد دواړه د ونې شاته پټ شول چې د دهقان سیل وکړي چې څه عکسل العمل ښایي؟!

څو دقیقې وروسته فقیر دهقان د پټیو د کار لۀ ختمیدو وروسته راغلو جامې یې پاکې کړې، لاړ چې بوټان پۀ پښو کړي کله یې چې پښه پۀ بوټ کې کیښوده پښه یې بوټ کې پۀ څه شي ولږېده کله یې چې را ؤویست ګوري چې نغدې روپۍ دې، پۀ دا بل بوټ کې یې چې ولیدل ګوري چې هغې کې هم ایښې دې دهقان روپو ته ښۀ پۀ غور او فکر وکتل چې هسې نه څوک راسره ټوکې کوي، بیا یې اخوا دېخوا هم وکتل خو هېڅوک یې ونه لیدل.

فقیر دهقان روپۍ جیب کې کیښودې او پۀ ګونډو کیناست او پۀ ژړغونې نظر یې آسمان طرف ته ولیدل، بیا یې پۀ لؤړ غږ خپل رب ته شروع وکړه:
یا ربه جل جلاله! زه ستا شکر کوم، اې! عالم ذاته زما ښځه ناجوړه ده او ماشومان مې وږي دي او ډوډۍ نلري، زۀ دې هم وژغورلم او ماشومان دې هم زما لۀ هلاکت نه وژغورل.

پۀ دهقان همدغسې وخت ډېر تېر شو او آسمان طرف ته یې کتل او ژړل د دې الهي ورکړې پۀ بدل کې.

دغه حالت او کار پۀ شاګرد ډېر اغیز وکړ سترګې یې د خوښۍ لۀ اوښکو ډکې شوې.

بیا ورته عالم استاذ ؤویل: آیا اوس زیات خوشحاله نه یې لۀ هغې څخه چې بوټان دې ترې پټول؟!
شاګرد ځواب ورکړ: یقیناً چې داسې درس مې حاصل کړو چې ژوندی یم هېر به یې نکړم ان شاء الله.
بیا یې استاذ ته ؤویل: اوس د هغو کلمو پۀ معنا پوه شوم کوم چې لۀ دې مخکې پۀ خپل ژؤند کې پرې نه پوهېدم چې هغه یؤ چاته ورکول ډېره خوښې ورکوي، او اخیستل ترې خوښي نه ورکوي.
بیا ورته استاذ ؤویل: ورکړه وپېژنه څو ډؤلونه لري:
د خپلې وسعې برابر چاته بخښنه کول ورکړه ده.
د یؤ ورور پۀ نه شتون کې هغه ته دعاء کول ورکړه ده.
د یؤ چا عذر قبلول او خپل بد ګمان اخیستل ورکړه ده.


@AaAwwwama


#د_یوی_یتیمې_لور_کیسه.

یتیمې انجلۍ له خپلې بوډۍ مور سره ژوند کاوه، ورونه یې نه درلودل له پېغلتوب وروسته یې د کاکا زوی ورباندې جرګه وکړه. د انجلۍ مور هم پدې خاطر خپل رضایت وښوده او خپله لور یې د لېوره زوی ته ورکړه چې لور به مې راسره نژدې وي کله کله خو به مې خدمت ته رامنډه کوي. کله یې چې لور واده شوه نو د خواښې، خسر، او ایندرورګانو لخوا ورباندې ظلمونه شروع شول هر وخت به یې ورته ناحقې سپکې سپورې کولې. خو انجلۍ به هغوی ته هیڅ نه ویل خپلې مور کره به راغله او د مور غېږې ته به ورولوېده په چغو چغو به یې ژړل او د ورباندې شوو ظلمونو کیسه او شکایت به یې ورته کوه مګر یو وخت داسې راغی چې د یتمیې انجلۍ بوډۍ مور د مرګ پر بستر پرېوته. د ځنکدن وخت یې و انجلۍ ورته وویلې چې مورجانې که ته مړه شې بیا به زه خپل شکایت چاته کوم؟ خپل زړه به چاته سپکوم؟ د خسرګنۍ د خلکو نادودې به مې چاته بیانوم؟ مور یې ورته په ځواب کې وویل چې هر کله دې زړه تنګېده هغوی درباندې ظلم کوه نو زما کور ته راځه اودس کوه او دوه رکعته لمونځ کوه بیا خدای ج ته د دوی نه شکایت کوه .انجلۍ هم وعده وکړه او د مور له مرګ نه به یې وروسته همداسې کول . یو وخت ورباندې یې خسر ګنۍ شکي شوه خپل زوی ته یې وویل چې ستا ښځې خپل کور کې کوم یار نېولی څنګه له دې خوا خفه لاړه شي او له هغې خوا خوشحاله راځي. زوی یې لاړ او د خپلې خواښې کور کې پټ شو یو ډېر ځنډ وروسته یې ښځه راغله دروازه یې قلف کړه اودس یې وکړ او لمانځه باندې ودرېده خو کله یې چې لمونځ خلاص کړ. خدای ج ته یې لاسونه لپه کړل او په ژړا یې شروع کړه. چې خدایه ته مې خواښې او خسر ته لارښوونه وکړې چې نور ماسره جنګ ونکړي! ته مې ایندرور ګانو ته هدایت وکړې! خدایه خاوند مې ډېر ښه انسان دی مګر هغه غریب د خپلې کورنۍ تر تاثیر لاندې راغلی. خدایه! که ته رانه په همدې حالت خوښ یې خو زه هم خوشحاله یم او که نه یې خوښ نو له ما راضي شه خدایه زه بې له تا بل څوک نلرم زما مرستندوی شه. خاوند یې چې دا حالت ټول له کړکۍ څاره نو ژر یې دروازه ټک ټک کړه ښځې یې دروازه ورخلاصه کړه. خاوندې یې غېږ کې ونېوله او پر تندي یې ښکل کړه دواړه راغلل خپل کور ته خاوند یې د کورنۍ غړي ټول راټول او د سترګو لیدلی حال یې ورته وویلې ټولې توبې وویستې او له انجلۍ یې بخښنه وغوښته او دا یې هم ورته وویل چې نور به څوک دومره هم درته نه وایي چې د سترګو د پاسه دې باڼه دي. بېګاه ته انجلۍ خوب ولیده او په خوب کې ورته وویل شول چې خپلې مور ته دې لس کاله شکایت وکړ هیڅ ونشو مګر ماته دې لس ورځې شکایت وکړ ستا ژوند مې بدل کړه

#سبحان_الله

کاپي
https://t.me/AaAwwwama


دهر شی دحفاظت دوعا

*سهار اوماښام دری( 3) واره ویل کیږی*

*أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ،*

*نشرول یی صدقه ده*


الله_تعالی_په_قرآن_کې_فرمايي :

إِنَّ اللَّهَ وَمَلائِكَتَهُ يُصَلّونَ عَلَى النَّبِيِّ يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنوا صَلّوا عَلَيهِ وَسَلِّموا تَسليمًا [ الأحزاب: ٥٦ ]

ژباړه: الله او د هغه ملايکې پر پيغمبر درود وايي، اې مومنانو تاسې هم پر هغه درود او سلام وواياست.

*ورورمو په دعا کی هیر نکڔی محمدعوض مدنی*


درودشریف پرسروری کائنات پخرالموجودات محمدصلی الله علیه وسلم هیرنکڔی

*اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

*اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد




Forward from: [نــبـــوی حــادیــث]
ملگرو په واټساف کی هم راسره ملگری سی
اودثواب په نیت یی دنوروملگرو سره شیرکی

واټساف گوروف لینک👇
https://chat.whatsapp.com/F0EwDKF16Y48OEsnQ2jD5D


وفا،صله رحمي،بخښنه / د عبرت نه ډکه کـیسه

#خپرونکی_محمدعوض مدنی

د امیرالمومنین عمر بن الخطاب په وخت کې دری نفر راغلل
چې یو ځوان یې دلاسه نیولی وه.

او ویل یې: اې امیر المومنین دی هلک زمونږ پلار وژلی دی مونږ ته ترینه قصاص واخله اوسړی ووهه.

ځوان هلک وویل:
چی زه یو شپونکی یم میږی او اښان مې څرول چې زما یو اوښ ددوی فصل ته ورګډ شو، ددوی پلار ډبره راواخیسته او زما اوښ یې پرې ویشتو هغه مړ شو،! نو ما په همغه ډبره بیرته ددوی پلار وویشتو چې هغه هم مړ شو.

نو عمر فاروق ورته وویل:
چې تاته داوښ په مقابل کې دهغه وژل جایز نه وو ته قاتل یې ته باید قصاص شې.

ځوان وویل:
چی زه تاسو ته د دریو ورځو سوال کوم ماته ۳ ورځې مهلت راکړئ
ځکه چې زمونږ پلار مونږ ته یوه خزانه پریښودې ده او زما یو کوچنی ورور دی که زه مړ شم نو هغه خزانه به هم ضایع شي او ورور مې هم.

عمر فاروق ورته وویل ستاضمانت به څوک وکړی چی ته واپس رازی؟

نو ځوان چون نابلد وه خوبیا هم دخلکو په مینځ کې وکتل او اشاره یې وکړه چې هاغه سړی به زما ضمانت کوي!

نو عمر فاروق وویل:
چې اې ابوذره ایا ته ددې سړي ضمانت کوې؟
ابوذر وویل هو کوم یې !!
عمر فاروق ورته وویل: ته خو یې پیژنې هم نه خو که رانغلو حد به په تا قایمیږي!
ابوذر وویل سمه ده.

سړی لاړو ورځ تیره شوه بله هم تیره شوه دریمه هم تیره شوه دسړی هیڅ پته ونه لګیده خلک هم ورخطا دی چې هسې نه په ابوذر حد قایم شي خو دماښام لمانځه نه لږ مخکې سړی ډیر په منډه ورخطا اوسا نیولی راغی او دعمر فاروق په مخکې ودریده او و یې ویل:
خزانه او ورور می ماما ګانو ته وسپارل اوزه خپل ځان داسلام حکم ته تسلیموم.

عمر فاروق حیران شو او ورته یې وویل چې ته خو نا اشناهم یې که تښتیدلی وای چا پیداکولای هم نشوای نو بیا ولې راغلې؟؟؟

نو سړی ورته وویل:
زه ددی خبرې نه ویریدم چې بیابه خلک وایي چې نن سبا خلکو کې وفاداري هم ختمه شوه نو بیا به څوک به په چا اعتماد نکوي.

عمر فاروق پداسې حال کې چې حیرانتیا یې په بدن خپره وه دابوذر نه یې تپوس وکړ چې تاخو داسړی نه پیژانده بیاد څنګه ورته ضمانت وکړو؟

ابوذر وویل زه ددی خبرې نه ویریدم چې بیا به خلک وایي چی نن سبا خلکو کې صله رحمي ختمه شوه هیچا کې هم خیر پاتې نشو هیڅوک به په چا اثره نکوي نو ځکه مې ددې لاروي ضمانت وکړ.

نو د مقتول اولاد ډیر متاثره شو او و یې ویل چې اې امیر المؤمینینه:مونږ ورته معافي کوو.!!

عمر فاروق ورته وویل چې داولې؟؟؟
هغوی وویل هسې نه چې بیابه خلک وایي چې نن سبا بیخي عفوه او بښنه په چا کې پاتې نشوه.

#پښتوکیسی
@AaAwwwama


Forward from: نــــورالله عـــابــــد
د پښتو چينلونو روباټ
ملګرو لاندې روباټ ته لاړ شئ د پښتو تر ټولو مشهور او معلوماتي چینلونه په کې دي. د روباټ لینک:👇👇
https://t.me/Awadd279dbot
#یادونه: که څوک غواړي چې چینل یې روباټ کې اضافه شي نو لاندې آیډۍ ته میسیج وکړئ:
مدیر: محمدعوض مدنی👇👇👇
🆔 @wmaaa123


Forward from: پښـتوبـارنـامـی
سورت يس.apk
4.6Mb
📲داپلیکیشن نوم سورة یاسین شریف

🌏ژبه پښتو


ډیزاین ورکونکی عبیدالله غفاری

ترتیب کونکی محمدعوض مدنی


دنو په زړه پوری او اسلامی اپلیکیشنانو لپاره زموږ چینل سره یو ځای شی👇
○♤○♤○♤○♤○♤○♤○♤
https://t.me/AarHasAHSa
○♤○♤○♤○♤○♤○♤○♤


Forward from: [نــبـــوی حــادیــث]
جناب رسول الله ﷺ فرمایلي دي؛ څوک چې خپل (مسلمان) ورور ته د کومې ګناه پېغور ورکړي، له مرګ مخکې به دی پخپله په هغه ګناه اخته کیږي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رواه الترمذي والطبراني

👇👇👇👇
https://t.me/AamHSDH


يتيم«لنډه کيسه»

لوی خدای جل جلاله فرمايي:
( فاما التيم فلا تقهر)

ترجمه: يتيم ته مه په غوسه کېږئ.
سورة الضحی/ آيت ۹

چاوديدلی پلاستيکي دسترخوان چې د رف له پاسه اېښی و، را ښکته کړ او د سړی ډوډۍ يوه ټوټه چې پکې وه هغه يې ترې را وويسته. خپله برخه يې را واخيسته او د مور برخه يې بيرته په دسترخوان کې تاو کړه او پخپل ځای کې کېښود. د مور څنګ ته ورغی او ور غږ يې کړ: مورې! مورې پورته شه! چې زه ډارېږم. مګر مور يې ځواب ورنکړ.

خپل سر يې د مور په سينه کېښود. سينه يې ګرمه وه، بېخي ډېره ګرمه، د تبې او خولې بوی ترې تللو، خو د مور د غېږې په همدې ګرمۍ کې يې هم د ارامۍ احساس وکړ. د مور اواز ته يې چې څو لحظې وروسته به يې الله الله کاوه غوږ نيولی و. د هغو ورځو په فکر کې ډوب شو چې يوه فقيره ښځه (ادې) به يې کور ته د خيرات غوښتلو لپاره راتلله. مور به يې څه ورته ويل او هغې ادې به څو لحظې وروسته اسمان ته وکتل او الله به يې وويل، بيا به دواړو وژړل، پدې حالت کې به يې له یاده وتي وه چې حاجتمند څوک دی او د مشکل حل کولو والا څوک دی. ادې به لاړه،  د ګاونډيانو دروازه به يې ټک ټک کړه او خيرات به يې ترې وغوښت. غني به پخپل لنډ قد دروازه خلاصه کړه او ګرمه ډوډۍ به يې د ادې پلو ته پداسې حال کې ور واچوله چې تف به ترې پورته کېده او بېرته به يې دروازه په ډېرې تېزۍ سره را بنده کړه. ادې به اسمان ته وکتل او الله ناره به يې وکړه. روؤف به د ادې په تقليد اسمان ته وکتل چې امکان دې ولري هغه څه دې وويني چې ادې او مور يې ګوري...

د ماښام اذان چې خلک يې د ماښام لمانځه ته وربلل شروع شو...هغه هم هر ماښام له پلار سره جومات ته تللو او پدې کار به يې ځانته ډېر غټ فکر کاوه. مګر دا څووم مسلسل ماښام و، چې د پلار د نشتون تريخوالی يې تجربه کاوه. په همدې فکرونو کې ډوب و چې د مور د سينې نه يې سر را پورته کړ. ناڅاپه يې سترګې د پلار په بوټانو ولګېدې چې بې څښتنه د دروازې په خوله کې پراته دي. د تېر ژوند د خاطرو سيوری يې په ذهن کې انځور شو. د هماغو ورځو په ياد کې چې پلار يې دا بوټان د عبدل کاکا له دوکان نه واخيستل. روؤف ته يې هم يوه جوړه بوټان اخيستي وه، چې يو له هغو يې غني په نهر کې ورته غورځولی و او وروسته له هغې روؤف څو ورځې په چپلکو کې ګرځېده. دا ور ياد شول چې وروسته ددې بوټانو له اخيستلو يې پلار د کريم له دوکان نه غوښه واخيسته، څرنګه چې د لوی اختر شپه وه، نو مور يې له هغې سره يو مزېداره پلاؤ پوخ کړی و، کوم چې په کال کې دوه درې وار نه پيدا کېده.

د ګاونډيانو د پيشو د ميو ميو غږ يې د فکرونو دا سلسله ور پرې کړه. سترګې يې د غڼې په هغه سيوري چې د ديوال پر مخ  څو برابره غټ شوی و ولګېدې، سخت ووېرېده او ډېر وحشت وهلی و. ټول بدن يې يخنۍ نيولی او نه پوهېده چې څه وکړي.

د کور له يخې او غمګينې فضا نه ډېر په تنګ شوی و. د وړې کړکۍ څنګ ته ورغی او د ماتې شيشې له شانه يې پدې هيله چې د پلار په شکل سيوری به ووينې چې له ځنګل نه را روان وي. سترګې يې هغې کوچني ځنګل پورې وګنډلې، ولې پرته د کارغانو د هغو اوازونو چې د ونو د سپينو او په واورو ډکو څانګو له شانه د باد غږ سره ګډ راتلل نور څه ونه وليدل. د کلي ټول هلکان خپلو کورونو ته تللي وو.

بيا يې هغه صحنه ذهن ته راغله چې د کلي ټول هلکان به اوس د خپلو کورنيو له غړو سره د خوندورو خوراکونو څخه ډکو دسترخوانونو ته ناست وي او وروسته به د ګرمې صندلۍ لاندې د خپلو ميندو او پلرونو سره ويده شي. په غيرې شعوري ډول يې د مور پښې چې له بړستنې نه را وتې وې پټې کړې او په زړه کې يې هيله وکړه چې کاش پلار يې بېرته کور ته راشي. حيران و چې د مريضې مور خدمت او پالنه څنګه وکړي. لرګي خلاص شوي وه، اخره لږ پاتې ډوډۍ يې هم د مور سره ويشلې وه. فکر يې وکړ چې څنګه به وکولای شي چې دا ټول مسؤليتونه په غاړه واخلي او ترې ووځي چې پلار يې په غاړه اخيستي وو.

د دروازې د بندېدلو غږ چې د يو هيبتناکه غژ غژ سره يو ځای وه، وې نشوای کولای چې د ډار او لړزې هغه انځور په ذهن کې مجسم کړي، ځکه يې تصميم ونيوو چې بايد پلار بېرته کور ته راولي. د کاله د دروازې ځنځير يې په هغه زنګ وهلي مېخ کې واچاوه چې دده د عمر څو برابره و او نوره يې د هديرې لاره ونيوله.

د مازيګر اخرنۍ د لمر ژېړې وړانګې د د ونو په لوړو څانګو چې واورو پوښلې وې پاتې او تور کارغانو د شپې توروالي ته پخپلو پرلپسې غږونو جشن نيولی و، د ونو په لوړو څانګو کې چې واورو سپينې کړې وې په شريکه په نڅا او سندرو ويلو بوخت ول. روؤف د خاورو هغه ډېري ته ورسېده چې د واورو سپين رخت پرې غوړېدلی و، دا قبر له ټولو نه جګ تر سترګو ښکارېده. د پلار د قبر څنګ ته يې ګونډې ووهلې. د پښو او لاسونو ګوتې يې ډېرې يخنۍ بې حسه کړې وې. غريو ونيوو او د پلار د قبر پر سر پرېووت.
👇👇👇
https://t.me/AaAwwwama


*عجیبه له عبرت نه ډکه کیسه!*
*خـپرونکی :محمدعِوض مدنی

وایي یؤ عالم د خپل شاګر سره پۀ پټیو کې روان ؤ، دتګ پۀ جریان کې یې پۀ زړو بوټانو سترګې ولږیدې، پۀ دې باورې شول چې دا د کوم بزګر (دهقان) دي او دلته پټیو کې کار کوي، او چې کار خلاص کړي نو خاماخا به د دغو بوټانو پسې راځي.

نو شاګرد خپل دغه عالم استاذ ته وویل:
خوښه دې نده چې دا بوټان لۀ دغه دهقان پټ کړو او ګپ پرې جوړ کړو، او کله چې هغه راشي او بیا ورپسې ګرځي چې څه انداز ښایي او څه عکسل العمل ښایي؟!

دغه هوښیار عالم خپل شاګرد ته ځواب ورکړ:
مونږ ته دا نده پکار چې د چا پۀ خفګان یا ستونزو کې خپله خوښي ولټوو، خو اې بچیه! ته مالداره یې، او کیدای شي ته ځانته خوښي غواړي خو داسې وکړه چې د همدې فقیر پۀ بوټانو کې ته لیږې نغدې روپۍ کېږده او بیا ورته دلته پټ شه ته بیا د دغې کار اغیز وګوره.

شاګرد پۀ دغې مشورې حیران شو تعجب یې وکړ، بیا یې د فقیر دهقان پۀ بوټ کې نغدې روپۍ کیښودې او استاذ او شاګرد دواړه د ونې شاته پټ شول چې د دهقان سیل وکړي چې څه عکسل العمل ښایي؟!

څو دقیقې وروسته فقیر دهقان د پټیو د کار لۀ ختمیدو وروسته راغلو جامې یې پاکې کړې، لاړ چې بوټان پۀ پښو کړي کله یې چې پښه پۀ بوټ کې کیښوده پښه یې بوټ کې پۀ څه شي ولږېده کله یې چې را ؤویست ګوري چې نغدې روپۍ دې، پۀ دا بل بوټ کې یې چې ولیدل ګوري چې هغې کې هم ایښې دې دهقان روپو ته ښۀ پۀ غور او فکر وکتل چې هسې نه څوک راسره ټوکې کوي، بیا یې اخوا دېخوا هم وکتل خو هېڅوک یې ونه لیدل.

فقیر دهقان روپۍ جیب کې کیښودې او پۀ ګونډو کیناست او پۀ ژړغونې نظر یې آسمان طرف ته ولیدل، بیا یې پۀ لؤړ غږ خپل رب ته شروع وکړه:
یا ربه جل جلاله! زه ستا شکر کوم، اې! عالم ذاته زما ښځه ناجوړه ده او ماشومان مې وږي دي او ډوډۍ نلري، زۀ دې هم وژغورلم او ماشومان دې هم زما لۀ هلاکت نه وژغورل.

پۀ دهقان همدغسې وخت ډېر تېر شو او آسمان طرف ته یې کتل او ژړل د دې الهي ورکړې پۀ بدل کې.

دغه حالت او کار پۀ شاګرد ډېر اغیز وکړ سترګې یې د خوښۍ لۀ اوښکو ډکې شوې.

بیا ورته عالم استاذ ؤویل: آیا اوس زیات خوشحاله نه یې لۀ هغې څخه چې بوټان دې ترې پټول؟!
شاګرد ځواب ورکړ: یقیناً چې داسې درس مې حاصل کړو چې ژوندی یم هېر به یې نکړم ان شاء الله.
بیا یې استاذ ته ؤویل: اوس د هغو کلمو پۀ معنا پوه شوم کوم چې لۀ دې مخکې پۀ خپل ژؤند کې پرې نه پوهېدم چې هغه یؤ چاته ورکول ډېره خوښې ورکوي، او اخیستل ترې خوښي نه ورکوي.
بیا ورته استاذ ؤویل: ورکړه وپېژنه څو ډؤلونه لري:
د خپلې وسعې برابر چاته بخښنه کول ورکړه ده.
د یؤ ورور پۀ نه شتون کې هغه ته دعاء کول ورکړه ده.
د یؤ چا عذر قبلول او خپل بد ګمان اخیستل ورکړه ده.


@AaAwwwama

20 last posts shown.

998

subscribers
Channel statistics