حماسي شعرونه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


💟ده هرشاعر نوي شعرونه

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


تیـریږمی په زڔه کی اخ آهونه غلی غلی
سیـنه کی می بلیږسره اورونه غلی غلی

څه له خوند ڋک ژوندون دی هــغه نشته
هرخواته‌ چی‌ روان‌شم ستـــــاغمونه می ملگری غلی غلی

په ژونـــد به مو دیدن ورسره وه کی اِی
پاک خدایه
پټ زڔه کی می ساتلی اخ غمـــــــــــونه
غلی غلی

روشتیا چی میـــــنه زور دی ده هربینگ
کارنه دی
ساتلی می دی سینه کی آخــــــی زڔونه
غلی غلی

ستا عابد عمار خــفه خفه ویرجن پرهغه دښته  گرزیږی
را تلل ده هغه دښته آوازونه غــــلی غلی


پَهْ زَڔه غَمْجَنَ عٰابِدْعَمّٰارَ


غزل


مـه  مـی  څیـړه  نور  دیار ناښاد غمه!
زه  دی  په  ریښتیا چی کړم  بربادغمه

نه  می  پریږدی  زړه کی  یی لګیا راته!
څـو به  می  لا زړه  کی  یی  آباد  غمه

ورانــه   دی   ځــما   دزړه   دنـیا کـړله
کــړو   دی  راپه   زړه   دآشنا  یاد  غمه

دا  چـی  مـی  سینه  کی  قـرار  نه  لری
څـه  دی  ددی  مـات  زړګی  ایراد  غمه

دا چـی مـی رنګ  تک  زیړ لکه فاڼه دی
ټـوله  شـپه  مـی  کړی  دی  فریاد  غمه

څـومـره  غـم  ځـپلی  دی  مظلوم آشنا
اوری   پــری   مــدام   دهـجر  باد  غمه


مظلوم آشنا


څه وخت به ختم شي د غم د انتظار ماښام
ستا د ګیلو او بهانو غېږکې حصار ماښام

سترګې دي ځار شم لږ کړه رحم پر ناسورو زړګو
درمل درمل شه ورک کړه دا خوني بیمار ماښام

داده خزان عادت دي ډېر مزاحمت جوړ وي
ما خندوي ستا د سپرلې د نوبهار ماښام

خپګان مې یوسه زړه مې پاک کړه له غمونو څخه
میشت په خوږو خوږ کیسوکې کړه دا وار ماښام

که ومحفل ته کړې را وړاندي قضاشوی دیدن
زړه به مې ښه شي راپیر زوکه  د قرار ماښام

نن مهاجر ته دا سوغات ورکړه دا کار خو وکړه
چې را میلمه شې د غزلو د اشعار ماښام


ليست په سي1ساعت نشريات بندي
ده ليست خاص ده ځانکړو چينلونونه جوړ شوی


اسلامي مـــــلغلري چينل ⇣
https://t.me/stasu23
نن ټکي آســـيا کانال ⇣
https://t.me/nannCOM
💔خـــــــاص ټپي کانال ⇣
https://t.me/Rahmani221
ســـــخاوت فراهــي چينل ⇣
https://t.me/sakhawtfrahi
بـدرالدين حـــــقانـــي چينل ⇣
https://t.me/haqani312
اسلامي لينکونو مجموعه ⇣
https://t.me/khalidlinks
شاعر عـــــــابد عــزير چينل ⇣
https://t.me/qariAabidAzir
《دشعر ادبي څانـــــګه چينل 》⇣
https://t.me/adabisanga
شيخ حماسي صاحب بيانونه⇣
t.me/+YJMrI1ZUdw0wYmRl
شيخ عبدالبصير صاحب ويناوي2⃣⇣
t.me/+bYQpKm94FagyYmFl
تکسل اوپيکسلاب ډيزين چينل ⇣
@taxil_pixelap_dizin_nasiri_f
ډيزين عبدالحليم فدايي چينل ⇣
https://t.me/minh657
انلاين پيسي کټـــل چينل ⇣
https://t.me/ehsanullaharfan
هرډول اسلامي نشريات ⇣
https://t.me/karsihh
ځوان تکــــــل چينل ⇣
https://t.me/AaaaaaTaaaaa
ړنـــــــک انځورچينل ⇣
https://t.me/qwerjffd
مـــينه درسره لــرم چينل ⇣
https://t.me/Xdxhv
ده حق له ممبر زريني کرښي⇣
https://t.me/ishq4205
طبـــــي معلومات چينل ⇣
https://t.me/Dr_Farhad123
شاعر احسان الله احسان ⇣
https://t.me/aesanulla
مينه او ژوند چينل ⇣
t.me/mohammadylala5
هــــرات ميډيا چينل ⇣
https://t.me/MansoriMidea
اســلامي نشريات چينل⇣
https://t.me/Islaminaseryat
نيـــمکړي مــينه چينل ⇣
https://t.me/anagers
#محمدزاده _جهاديار خواږي  ليکني⇣
https://t.me/MohammadzadaJehadyar8
حـــــامد احساس تــراني چينل ⇣
https://t.me/xoyyyxuuuppuf
شاعــر ســـــاحل وردګ چينل⇣
https://t.me/Sahil_Wardak_2
صفحي رسمي احمدي افغان⇣
t.me/ahmdi_afghan7000
دزړه درد چــــــينل کانال ⇣
https://t.me/sayeedameen
مولوي عبدالمالک عادل تراني ⇣
https://t.me/adilpaktin
مــدني اشــنا ترانــي چينل ⇣
t.me/MadaniAshna313
واټســــــاف لينکونه 2⃣⇣
https://t.me/Ry46i77
محترم شيخ ندا محمدنديم⇣
https://t.me/Nd0786
دارته هـــرکلـــــــي چينل⇣
https://t.me/aslami_chainal
واټساق ليــــــنکونه1⃣چينل ⇣
https://t.me/whatsaap_Links
شاعر قاري عادل عمار♡⇣
https://t.me/HabibiAbrat
شـــاعر احمد مـــلنګ چينل⇣
https://t.me/as4Ahmadi
خــــــواږي کيــــسي چينل ⇣
https://t.me/khogeqese
نعت خوان سعيدی جانان ⇣
https://t.me/AssirMujahiDHM
شاعر رنځور هلال جانان چينل ⇣
https://t.me/TsPERV
پـــــښتو ترانــــــي چينل⇣
https://t.me/naveedare
شيخ علامه عبدالبصير صاحب⇣
https://t.me/abdulbsir
💻کــــمپيوټر ساينـــس چينل 💻⇣
t.me/computerscience010
خــــــادم کتابتونه کانال 📚⇣
https://t.me/KhademLibrary
خــواږه تــلاوتـونـه کانال ⇣
https://t.me/khogQoran
خبر ګزاري هرات ګلران ⇣
https://t.me/HERAT_GOLRAN
ستـــــا نشتون ⇣
t.me/+roKcQ_hHmgk2NDI9
انګـــليش زده کړه ⇣
https://t.me/englishbike
شاعر زينت الله حيدري ⇣
https://t.me/haidari11
خبري ملــغلري چينل ⇣
https://t.me/RaiHanWardak
کرګيـــټ خبرونه کانال ⇣
https://t.me/AFGcricket30
پښتو غمجني  ليکني ⇣
https://t.me/PASHTO_LOVE
حماسي تراني چينل ⇣
https://t.me/Hmasitrani
افـغـان کرګيټ اتلان ⇣
https://t.me/Atlan11
قاري عــــاصم ليکني⇣
https://t.me/Qariasem
غذالى مروت او عبدالصمد صميم ترانى
https://t.me/Fazliadara
شعــــــــــــر واداب کانال⇣
https://t.me/nsrat11
مــــات ليــکــــوال⇣
https://t.me/rrrg44
حمـــــاسي شعرونه ⇣
https://t.me/BasariSanka
برنامه هاي ضروري ديزين سازي⇣
@aplikishanaidizain_nasiri_f
پښـــتو شــــعـــرونه⇣
https://t.me/Pashtosiruna
ډيــــزاينرم خالــد زړکـۍ
https://t.me/Mbsivbohyoea
دعــــشــــق پوهنتون
https://t.me/mgdtsniw32
مظلوم تکل يــــار چينل ⇣
https://t.me/Sweet_Author
ده اسماعيل ساحل ډيزين ⇣
https://t.me/paktikawall

په ليست کي ده کډون لپار دلته راشی
    {
@DaListMiser}
ده ليست ممبر مو بايد 500کم نه وي

په لاندې چينل کي هم ګډون وکړي.
☟☟☟☟☟☟☟☟☟☟☟☟☟☟☟☟
t.me/MohammadzadaJehadyar8
t.me/MohammadzadaJehadyar8
t.me/MohammadzadaJehadyar8
t.me/MohammadzadaJehadyar8


هوډ قوي ؤ ارادې وې زموږ کلکې
چې شو ورک شر او فساد له دغې ځمکې

یو الله ج بل د ایمان زور راسره ؤ
چې له ملک مو کړې وحشي بلاوې ورکې

له پیړیو وروسته ټول سره یو لاس دي
نور د خدای افغانان وساتي له کرکې

چا چې دې ملت چپ دي راکتلي
ور اوښتې دي هغو ته ډیرې سپکې

د وطن د جوړونې او پالنې
دي روانې اوس دا چارې ښې چابکې

نن یې خپله د هغو لاس ور تړلي
چا چې ووهې پرې شل کاله چک چکې

چې وطن مو شي سمسور وطنوال یو شي
د مخبت وردګ همدغه دي په زړه کې

مخبت وردګ


که مو تود وو روزنتون  دقربانیو
دهیواد هریو وګړی به منصورشي

نړیوالو ته به نورهم ور په زړه شو
نړیوال به رانه تيښتي ته مجبورشي

را روان نسل روښان ساتﺉ ځوانانو
داسي نه چې مو دښمن راته تربورشي

ددې خاورې هریو ځوان چې عمري شي 
په سپيڅلي ملنګۍ باندې مشهورشي

که پېغور پرېږدو (مفتونه)زمانې ته
بیابه هلته ښه بدنام زمونږ کلتورشي


وخـتونه دی تـیریژی او یـادونه پـاتی کــیژی .

سـاتلی می تراوســه تصـویرونه زینـی زینـی .


د جــانان د بـیلـتون ږغ چې په چا وسي
خود یې بیا د ژوند خواږه پکي  ورکیږي

انس چنار


دا شمار نسته چي دا څاڅکي د باران به څو وي
ته يې عليم ربه چي ستوري د اسمان به څو وي

څاڅکي راوړي فرشته بيا ورته نوبت نه رسي
باران خو څه ربه چي ستا فرشتګان به څو وي

څو چي يې بولو زيات و کم ورسره هم يادوو
تاته معلوم دي چي دا ستا پيغمبران به څو وي

ديوه ادنی جنتي کور لکه دنيا څو واره
خدايه نو حوري و غلمان او جنتيان به څو وي

چي له ادمه تر دې دمه دي پېړۍ تر پېړۍ
تا پيدا کړي حيوانان او انسانان به څو وي

ستا قدرتونه لوی الله په عقل نه کښېوزي
چي دا باغونه دا مېوې او دا مرغان به څو وي

تا نازولي قربان کړي پر خپل دين دي خدايه
چي پر دې لاره قربان سوي شهيدان به څو وي

ربه رحيمه مسروري هم کړه هغو کي حساب
چي ستا دميني ها ریښتيني شاعران به څو وي

مسروري


جنت وطن

ټول صفت صفت وطن
دا جنت جنت وطن
کور د ښکلاګانو دی
دا زینت زینت وطن
ګران افغانستان
نه لري مثال په جهان
ګران افغانستان
نه یې وینم سیال په جهان
ګران افغانستان

ویاړ د افغانانو دی
کور دشهیدانو دی
کفر ته اجل اجل
زړۀ د مؤمنانو دی
ګران افغانستان
نه لری مثال په جهان
ګران افغانستان
نه یې وینم سیال په جهان
ګران افغانستان

دا د احمد شاه هیواد
دا مو د بابا هیواد
ډېر ویاړلی نوم لري
دا غزا غزا هیواد
ګران افغانستان
نه لری مثال په جهان
ګران افغانستان
نه یې وینم سیال په جهان
ګران افغانستان

دا خاوره دې ښاده وي
تل دې زنده آ باده وي
چا چې پرې یرغل کړی
هغو ته دې یاده وي
ګران افغانستان
نه لری مثال په جهان
ګران افغانستان
نه یې وینم سیال په جهان
ګران افغانستان


دا زمونږ د ننګ کور دی
دا مو دغورځنګ کور دی
دلته یې خاپوړې دي
ده دانش ملنګ کور دی
ګران افغانستان
نه لری مثال په جهان
ګران افغانستان
نه یې وینم سیال په جهان
ګران افغانستان

دانش ملنګ




د تورو غرو وختونۀ هېر شول در نۀ
د ګړنګو وختونۀ هېر شول در نۀ

چې مو په یو بل باندې سر ور کوو
د سنګرو وختونۀ هېر شول در نۀ

ټولې سختۍ دي په دریاب لاهو کړې
د تشکِلو وختونۀ هېر شول در نۀ

د بل وطن ستړې ستومانۀ ورځې
د هجرتو وختونۀ هېر شول در نه

څنګۀ په ډکۀ خُله خندا کوې نن
د فریادو وختونۀ هېر شول در نۀ

چې په یو ځائ بۀ مو درسونۀ ؤیل
د مدرسو وختونۀ هېر شول در نۀ

ټول کلیوال بۀ مو تر څنګۀ ناست و
د مسجدو وختونۀ هېر شول در نۀ

تر نیمو شپو مو مجلسونۀ کؤل
ا د حجرو وختونۀ هېر شول در نۀ

دار او اولچک او سکنجې احسانۀ
د جېل خانو وختونۀ هېر شول در نۀ

ابوبکر احسان


*ملگرو دومره بخيلي  هم خوند نه کوي😝😝*
*موژ ستاسی لپاره نشرات کوو او زحمت باسو!❤️*
*تر څو ستاسي  د خوښي لامل شو او يو څه تر تاسی در ورسوو*
*او تاسی يي چي يو لايک هم نشی کولي😒*
*زموږ زړه بیخي مات کړي په دي کار مو 💔😔*

*ستاسي خو څه نه کميږی په يو لايک کولو 🤨😝*
*نو لايک مه هير وي  ملگرو 😳😂*

هر شعرته ليکونه ورکوي

ستاسو ورور محمدزاده جهاديار


مناجات

له تابه چا ته پنا وړم له تانه تاته پنا
لیږ درخوندي مي که ویرېږم هله ماته پنا

نه دي د ميني زور لرم نه دانکار زور لرم
ځکه مجبورشمه اویو سم ستا پنا ته پنا

ملاصیب ویل ایمان دخوف او د رجا مېنځ کې دی
له رجا خوف ته پنا وړم له خوف رجاته پنا

ما وې په مینه نه پوهېږم تاوې شپې سبا که
ځکه له هري شپې نه وړمه هر سبا ته پنا

هغه يي نه رَټي نوته خومي بېخي نه رَټې
کله وړوکی ماشوم یوسي خپل بابا ته پنا

چې دي منلی یم خو هيڅ دي هم پالَلَی نیم
وړم داشنا له دې ګيلې نه هم اشنا ته پنا

ته واچي چرته به ګوزارشي ته واڅنګه به شي
منعمه څوک چي له اسمانه وړي هوا ته پنا

محمد خالد منعم


غزل

په بریا خدای نازولي دي شهیده
په دې ښار کې اوس ښاغلي دي شهيده

ستا دوینو دهر څاڅکي پور یې واخست
لکه ستوري ځلیدلي دي شهيده

خوشالي ده هر دم ته راته یادیږې
پر تا جوړ د خاورو څلي دي شهیده

یې د ناز په خوب ویده تر خاورو لاندې
ستا ياران څنګ ته راغلي دي شهيده

بیګا ټوله شپه په خوب کې راسره وې
نن مې ټوله ورځ خندلي دي شهيده

چې دردمن وو زما زړه ستا په يادونو
څو غزلې مې لیکلي دي شهيده

دردمن خوستوال


غزل

پر پاکه خاوره مو واکمن سپين شازلمي ولاړ دي 
ابدال که نشته د ابدال بچي ژوندي ولاړ دي

عمر که لاړئ تر عقبا پورې د يار تر وصال
نن يې يعقوب ته مومنان په سلامي ولاړ دي

جلال په خپل حقانيت منزل ته ورسيدو
تر شا يې پاته ننګيالي ټول ګړندي ولاړ دي

د وخت منصوره کارنامي دي په تاريخ کې ثبت شوې
ستا لارویان ستا پر مسير ښه بريالي ولاړ دي

زعيم اميره ټول لښکر په يو اواز او وحدت
ستا هر فرمان ته په لبيک لاس په تندي ولاړ دي

مسعود ازمونه د دې خاورې هر افغان مسلمان
د خپل وطن دفاع ته کلک په قرباني ولاړ دي

مسعود ازمـون


نن مي اوښکی په لیمو کی نه دریږي
د زړه درد مي په سینه کي را تاویږي

چي وصال یه وي اتي له خونده وتی
نو له هجره بیا زړکی پسي در دیږي

هیرول نو څه معنی وي ولي وشي؟
یار هغه وي چي نم نم  په زړه وریږي

چي لاسونه کړم لپه د رب حضورته
چا نامه اخلم دعاکي مي  یادیږي

دچا خوږ کاتۀ سړی له ژونده باسي
په دیدن باندې سړی هیڅ نه مړیږي

پسي وران یي لا تر اوسه همت جانه ؟
چي  قصه کوي غزل کي او رپیږې ؟


دجانان انتظارمکړه

زړګــــیه واه زړګــــیه دجـانان انــتظار مــکړه
اخ پاته شـونـیمکړی نــیم ارمان انـتظارمکړه

قــرارشه تری قرارشـه هــغه لاړلـوشـهیدشـو
کړه صـبرتی زړګی نـورپه بیابان انـتظارمکړه

له زړه ویـنه رابـیله شی له درده پـواری کړی
رغـیږی نه رنــځور زړه ددرمان انـتظارمـکړه

دســړیکی لـیوانی دی تـرسـحاره راسـره وی
له غمه داسی شـومه سرګردان انــتظارمکړه

په ژ یـړماذدیـګر لاړو لـکه لـمرداسـی پنا شو
بیارانــغلو په دی لاریی کاروان انــتظارمـکړه

په حسن کی یوسف ووځکه ژاړم پسی ژاړم
شـوخـتم می نـظرله ډیــرګِریان انـتظارمـکړه

داوښکوپه دریاب کی عُـقابی جانان غرقیږم
لاس راکه ای زړګکه یم ستومان انتظارمکړه
ـــــــــــــــــــــــ
َعُـقابی جانان


ته لکه قند لکه خُرما خوږ یې
جانانه ډېر بې انتها خوږ یې

ځکه زما یې منتخب ملګری
چې له هر رنګ خوند نه بالا خوږیې

داسي خوږ وسې په خوږو شیبوکې
ماته له دې درستې دنیا خوږ یې

ته په پوره معنی ښاغلی کس یې
ټوکې ولا که کړم ولا خوږ یې

پوهیږم خلک دي نظر کې ساتي
سترګې دي خورې ګله اشناخوږ یې

ومنه دا تاته لیکلی پیغام
تر مهاجر خو په رښتیا خوږ یې


که مو لۀ غدر څخه لاس واخیسته!
که هر یو ګام مو پۀ اخلاص واخیسته!
بیابه راجـــوړ دغه نظام شي ګورئ
چې نیمګړتــیاوو ته مو پام شي ګورئ

که شهیدان زلمي مو هیرشول مګر
تشه وعده به مو پۀ خوله پاتې شي
سترې دعوې به مو ریښتینې نۀ وي
وفاداري به نو بــــــیا څۀ پاتې شي ؟

دا خــــــپل زاړۀ ساده - ساده ملګري
نۀ کـــــــړئ بدل پۀ رنګینیو د ژوند
دا بې باوره مـــــــو پۀ کار نۀ رازي
نۀ مو ملتیا کړي پۀ سختیو د ژوند

چې سترې هیلې یې ناهیلې نۀ شي
ستړی اولس درنه واټن وانخلي
د کامیابۍ راز دې پۀ څۀ شي کې ؤ
هسې نۀ خیال دې بریمن وانخلي

دا مـــــې لیکلي دي د زړه له دردۀ
زما دا کـــــــــرښې انتقاد مۀ بوله
احمد پۀ تا زهـــــــیره کیږم ګرانه !
دامـــــــې لۀ تاسره تضاد مۀ بوله

احمدغازي"
۱۴۰۱/۱۰/۱۵

20 last posts shown.

657

subscribers
Channel statistics