نوی غزل
په ما له زانه هم ډیر ګران وو . بی وفا اوختو
دغه انسان په شان حیوان وو . بی وفا اوختو
مابه یی قدر کاوو پاس به می په سر ګرزا وو
دا په لستــــوڼو کـی ماران وو . بی وفا اوختو
بس له عادت سره یی سم کړمه جواب ملګرو
داسـی له خـویه بــد انسان وو . بی وفا اوختو
ما یی کیسه داسی په دو ټکو را ټوله کــــــړله
د شیرینی غونــدی داستان وو . بی وفا اوختو
.♡طالب ادیب♡ هم د مینو له قطاره راځـــی
دا خو ملنګ ستا د احسـان وو . بی وفا اوختو
ـــــشاعر دنګ چینار طالب ادیب
https://t.me/adibjan712