الصرف والنحو


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


الصرف والنحو
https://t.me/joinchat/AAAAAEm0zLe5FazZS8kMNQ

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


يلدا د زردشت ددين مراسم دي، دا دکال تر ټولو اوږده شپه ده، چي نن شپه ده، دا د منى د موسم اخري شپه ده، ددې شپې مبارکي ويل، خاص مراسم جوړول، نوي کالي اغوستل او جشنونه جوړول دا ټول حرام دي ـ
بايد من حيث مسلمان موږ د الله عبادت وکړو، اذکار ووايو يا اقلا مطالعه وکړو ـ


Репост из: 📚کــتــابــی خـبــری📚
داسلامی چینلو غوره لیست
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــٌـــــــــــــــ
په لیست کی دداخيلودو لو لپاره
👇دلته رابطه راسره ونیسه👇
╔═━✥◈✥━═╗
@wmaaa123
╚═━✥◈✥━═╝
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
منتخبی دوعاګانی
https://t.me/AHTKRrSDT
مختصرډيزاين سوی حدیثونه
@AkhASDPPOAHSmH
2
☘دالحاج مولوی عنایت الله علمی صاحب☘
@ASmuTkweASA
3
5
نـبـوی حـادیث
@AamHSDH
6
روغتیایی معلومات
@mohsenzada
7
اسلامي معلومات
@islamicmalomat22
8
پښتو کتابونه او لیکنې
@mjkhosti
9
شاعرعلي حسَّاؔن مومند
@AliHassanMM
10
دانس هاشمی اغا احتاطی چینل
@ANNNNNPP
11
ګلران جهادی خپرندویه اداره
@Golranjihadistnewss
12
الحاج ملافقیر محمد درویش نوي ترانی
https://t.me/dervishsahib1
13
الفاروق خپرنیون
@ALFAROOQmedia1
14
الفاروق دتـرانـوکـور
@ALFAROOQmedia2
15
د ځنګل زمریان
@dazangalzmaryan
16
الهادی خپرنيون
https://t.me/alhadim2
17
شیخ الحدیث محمد ادریس صاحب دامت برکاتهم بیانونه
@shaekhidreessaheb
18
شاعرعـابـد ځـلانـد
@abidzaland
19
نعت‌خوان‌استشهادي‌ جانان
@kalimullah
20
شاعرشراف الدین منصور
@sharahfudinmansor
21
د استاذ محمد یاسر بیانونه
@ustaz_yasir_darsona
22
فـکـــري درســـونه
@fikree_darsona2
23
د مولوي عبدالرحمن آخندزاده بیانونه
@abdurrahman_akhondzadah1
24
تقاریر استاد احمدظاهر اسلمیار (فارسی)
@ahmad_zahir_aslamyar
25
د استاد خواجه مقصود مخلص بیانونه
@maqsod_mokhlis
26
قافلــــــه ||
@Qafilah41
27
ویډیوي نعتونه او تراني
@Videotaraninat
28
الصرف والنحو
@Alsarf_wa_nahv
29
پښـتو بارنامی
@AarHasAHSa
30
پښتو اسلامی برنامی
@Pashtoap
31

دمولوى ابومحمدامين محمدى صاحب
بيانونه
@MOlOiMOhammadi
32
قرآنکریم، احادیث، فقه
@islamipana808
33
شاعرشـاهـيـن شـيـرزاد
@Shaheen_2
34
تبادله اولینکونونشرولوگوروف
@AmSLaHaHA
35
شاعرقاری هلالی اغا
https://t.me/joinchat/AAAAAE-CmHAGtwEsODiV3Q
36
پښـتوکیسی
@AaAwwwama
37
نــبـوی حـادیـث
@AamHSDH
38
تازه تراني نوي طرزونه
https://t.me/joinchat/AAAAAES_UgxHG5m8WU1Wdw
39
حافظ حمـــیدی هـروی
@Heravy2
40
نعتخوان حافظ عمري وردګ
@Omarywardak
41
دٙهَابِيَلْ غَازِيَ دَتَرَاَنَوَاَصَلَیِ چِیِنَلَ
@habil32
42
تـرانـه ویـونکی سـالاراشنا
@salar_ashna
43
تاريخي معلومات
@tarikhi_malomat
44
شاعرقاری مسروروفا
@qaremasroorwafa
45
عـادل نجرابې
@seygjfghgh
46
رشتنی لار
@AaHLDHaSA
47
سعید کامران تازه خبرونه
@HelloAshn
48
المکتبة النعمانیة
https://t.me/joinchat/AAAAAFRRuJSDTXppnk7IyA
49
دشیخ حماسي صاحب بیانونه
@QWERYASDFGYUIOP
50
العقیده چینل
@aqeeda12
51
دحافظ عمیرتخاری ډیزینونه
@joinchat
52
دحق کاروان
@Mowahed1
53
دار الاحـــــناف
@hanifi12345
54
شَاْعِرْ یُوْسُفِيْ'فِرْدَوْسَ.ګٌلْرَاْنِيْ
https://t.me/joinchat/AAAAAFhqMyiuuHrpJTURqw
55
سعیداحمدی
@qwertyuiop08c
56
نصیراحمد احمدي
@nasirahmadahmad
57
جالب معلومات
https://t.me/joinchat/Lnr7bBphGeYnjt-WcvcAmw
58
د پښتو چينلونو روباټ
https://t.me/Awadd279dbot
59
بلال مهاجر
@FatehBilalal786
60
زهیر آنلاین کتابتون
@Zonlinelibrary
61
کتابتــــون
@ketabtoon786
62
قاري حماس اشنا
@QariHammas
63
کـتـابـی خـبـری
@AarHaHS
64
مهاجر احمد ساپي
https://t.me/Ahmadsape
65
شاعرقاری زڔگی
@dwdrf
66
{{قٙاْنِتْ وٙفٙاْ}
@QariQanitwafa
67
جنيــد‌اق‍‍‍ـبال‌مصــور‌مروت ترانې
@junaidmusavvir
68
محمدانس متقی
@QariMohmmadAns
69
حنیف جانان منيب اشنا
https://t.me/joinchat/AAAAAE520AC50iP1A1eWVA
69
ژوند او جانان
@zwandaojanan
70
ښکلي تراني
@Shklitarani
71
📺شمشاد تلوېزيون
@ShamshadTV
72
المدني خپرندویه اداره
@almadanimedia1
73
قاری محمدانس متقی
@QariMohmmadAns
74
حافظ حمیدی هروی
@HafezHamidiHeravi
75
علمیارخپرندویه اداره
@ilmyaar
الخادم امــاتـی مــیـډیــا https://t.me/joinchat/AAAAAFZxdBx4txuUzh8pUQ

حکایات مثنوی شریف
https://t.me/ASTHarHDSHS

کـتـابـی خـبـری واټساف یولسم گوروف 👇
https://chat.whatsapp.com/G9cd2u2lBQJIKiPGSVOlt8
نبوی حادیث واټساف دوهم گوروف2👇
https://chat.whatsapp.com/E42aEcGowbtBRAPWs9WI1m

خپل چینلونه موږته راواسته وی چی لیست ته یی افضه کو نوټ 100نفره باید پروی


Репост из: پښتو شعرونه pashto sherona
د طالب علماؤ لپاره خوندور چینل درسره نشر یې کړئ




(۸۱۳) احتلام په خوب کي بي له لوندوالی
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام علیکم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب !که یوڅوک په
خوب کی احتلام «شیطان خطائستل، ووینی سره د خوند اوشهوته خوچی دخوبه
راکښینی هیڅ لوند والی نه وي نوا یا پرده باندي غسل واجب ده که نه ؟ بینوا
توجروا
الفتوى بعون الله تعالی نحمده ونصلى وسلم على رسوله الكريم وعلى اله
واصحابه أجمعين أما بعد: محترمه : په مسئوله صورت کې که یو څوک په خوب
کي احتلام «شیطان خطائستل) وویني سره د خوند او شهوته خوچی د خوبه راکښیني
هیڅ لوند والی نه وي نو پردغه سړی یا ښځه باندي غسل نه ده واجب،
المانی در المختار: (ا) يفترض ان تذر ولو مع اللذة) والإثرالي (ولم ير) على راسي
الذکر (بلکا) إجماعا، ج ۱) ص ۱۲۱ طبع المكتبة الرشيدية سر کی رود)
وفي المبسوط: قال (ومن احتكم، ولم ير شيئا فلا غسلل علیه)؛ لأن تفكر في النوم فهو
گالتفكر في اليقظة إذا لم يتصل به الإنزال، ج ۱ص۱۸۸)
وفي الفقه الإسلامي وأدلته ومن رأى أنه قد احتلم ولم يجد منيا فلا غسل عليه باتفاق
العلماء. (1/ 453 كذافي المحيط البرهاني (1/ ۸۵
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى


②: (۸۱۲) لاس مچه ولو دمور او پلاراوعالم
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب د علماوو او د مور او پلار
او د عام خلقو لاسونه مچول د شریعت د نگاه نه سنگه دي ؟ بینوا توجروا
الفتوى بعون الله تعالی تخمده وصلي وسلم على رسوله الكريم وعلى اله واصحابه أجمعين اما
بعد: محترمه : مچه ول دلاسو او پښو او تندی او سر د مور او پلار اوعالم أواستا ذ أوامیر او مجا
هد او شرعی پیراويل ذي حق اویا متدین شخص شرعا په نیت د احترام اوادب او تبرک جائزاوروادی بل
سنت او مستحب دی
الماني فتح الباري شرح صحيح البخاري وقد جمع الحالي أبو بكر بن المفری جزءا في تقبيل الي سمعته أورد فيه
أحاديث كبيرة وآقازا قين جييها حديث الزارع العبدي وكان في وفد عبد القيسي قال فجعلنا نتبادر من رواجلنا
تقبل يد النبي صلى الله عليه وسلم ورجله أخرجه أبو داود وين حديث مزيدة العصري مثله وين حديث أسامة بن
شريك قال قمنا إلى النبي صلى الله عليه وسلم قبلا يده وممتدة قوي وين حديث جابر أن عمر قام إلى النبي
صلى الله عليه وسلم قبل يده وين حديث بريدة في قصة الأغراب والشجرۃ فقال يا رسول الله ائذن لي أن أكل
رأسك ورجليك فاؤن له (۱۱/ ۵۷ن كذافی ارشاد الساري لشرح صحيح البخاري ج ۹ ص ۱۵۵) تحفة
الأحوذي بشرح جامع الترمذي ج ۷ ص ۴۳۷)
وفي الدر المختار و (رد المحتار) (ولا بأس بتقبيل يد الرجل العالم والموزع على سبيل التبرك رز وكقل
المصنف عن الجامع الله لا باس بتقبيل يد الحاكم والممتدين (السلطان العادل وقيل سنة مجتبی (وتقبيل رأسيوم) أي
العالم (أجنوة) كما في البرازية (ولا ترخصة في أي في تقبيل اليد (لکیرهما) أي لغير عالم وعادل هو المختار
مجتبی وفي المحيط إن تنظيم إسلايو وإكرايه جاز (۱۶
۳۸۳) رير فتح باب العناية بشرح النقاية ثم لا بأس
بتقبيل يد العالم والسلطان العادل على سبيل التبرك، وكذا تقبيل يد الأبوين والشيخ والرجل الصالح). (۵/ ۱۷۹(
منحة السلوك في شرح تحفة الملوك (ص: 415(
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالی


②احتلام په خوب کي بي له لوندوالی
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام علیکم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب !که یوڅوک په
خوب کی احتلام «شیطان خطائستل، ووینی سره د خوند اوشهوته خوچی دخوبه
راکښینی هیڅ لوند والی نه وي نوا یا پرده باندي غسل واجب ده که نه ؟ بینوا
توجروا
الفتوى بعون الله تعالی نحمده ونصلى وسلم على رسوله الكريم وعلى اله
واصحابه أجمعين أما بعد: محترمه : په مسئوله صورت کې که یو څوک په خوب
کي احتلام «شیطان خطائستل) وویني سره د خوند او شهوته خوچی د خوبه راکښیني
هیڅ لوند والی نه وي نو پردغه سړی یا ښځه باندي غسل نه ده واجب،
المانی در المختار: (ا) يفترض ان تذر ولو مع اللذة) والإثرالي (ولم ير) على راسي
الذکر (بلکا) إجماعا، ج ۱) ص ۱۲۱ طبع المكتبة الرشيدية سر کی رود)
وفي المبسوط: قال (ومن احتكم، ولم ير شيئا فلا غسلل علیه)؛ لأن تفكر في النوم فهو
گالتفكر في اليقظة إذا لم يتصل به الإثرال، ج ۱ص۱۸۸)
وفي الفقه الإسلامي وأدلته ومن رأى أنه قد احتلم ولم يجد منيا فلا غسل عليه باتفاق
العلماء. (1/ 453 كذافي المحيط البرهاني (1/ ۸۵
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى


Репост из: مسائل فقهیـــــة
دانبیاء په هکله دجوړ شوي فلمونو کتل ، جوړول او خپرول څنګه دي ؟
ځواب : عبدالغفار جبير
داچي انبیاء علیهم الصلوة والسلام دټولو مخلوقاتو څخه ستر اوډیر اوچت انسانان دي نو ځکه دوی دعامو انسانانو په ډول سره ښکاره کول دا ددوی توهین او تنقیص دی، چي دا د یهودي نړۍ یوه تو هین کونکی سازش دی، داچي انبباء علیهم السلام معصوم دي نو ددوی په حق کي فلمونه جوړول، داکفردی او هغه کس چي دافلمونه جوړوي هغه واجب القتل دی.
(فتاوی بینات ټوک:۱ پاڼه: ۱۱۷/ ترتیب وتخریج مجلس دعوت وتحقیق اسلامي/ خپرونکی: مکتبه بینات جامعة العلوم اسلامیه علامه محمد یوسف بنوري ټاون کراچی پاکستان)
پرقصص القرآن باندي فلمونه کتل څنګه دي؟
دقرآن کریم پرواقعاتو باني فلم جوړول اویا تصویر جوړول دابلکل جائزنه دي، بلکې داد قرآن کریم بې عزتي اوبې حرمتي ده، داله دې کبله چي:
۱: دقرآن کریم په مضامینو کي عظمت او جلال شتون لري، له همدې کبله دقرآن کریم مضامین باید ټوله دقرآن کریم دالفاظو سره په احترام سره وویل شي، داچي هغه اشخاص چي په قرآن  کریم کي ذکر شویدي دهغو مصنوعي شکل جوړل، اودواقعو مصنوعي بڼه جوړول دا داسی ده لکه یو څوک چي قرآني ایاتونه دلوبو اوتماشې لپاره جوړوي چي دا دقرآن کریم په نص سره حرام کار دی .
۲: په هرفلم کي دژوندیو مو جوداتو تصویرونه شتون لري او دژوندي شیانو تصویرونه جوړول، کتل، په شریعت کي جائز نه دي، داچي دقرآن کریم مضامین په داسی ډول سره ښکاره کیږي چي هغه داحادیثو په رڼا کي ناجائز دي نو دانه صرف حرام دي بلکې دقرآن کریم توهین دی.
۳: یو فلم تر هغه وخته پوری بشپړ نه تر څو ښځې خپل کردار پکښې اداء نکړي، داچي نامحرمي ښځي له نارینه ؤ سره ناسته ولاړه کوي، بې حجابه وي، داد قرآن کریم او احادیثو په رڼا کي نا جائز کاردی، نو داچي دقرآن کریم مضامین په حرامه توګه سره ښکاره کیږي نو دانه یواځي حرام کاردي بلکې دقرآن کریم توهین اوسپکاوی دی.
۴: کله چي یو فلم جوړیږي نو په رښتنو کیسو کي فرضي او تخیلات ورګډ شي، یوه تخیلي صحنه جوړه شي، نو دقرآن کریم رښتنې کیسې په داسی تخیلانو کي ښکاره کول دا دقرآن کریم معنوي تحریف دی.
۵: په قرآن کریم کي داسی واقعات زیات شته چي دیوه لفظ تشریح په څو ډوله سره کیږي، نو فلم جوړونکی چي کله دیوې کیسې کومه صحنه اوڅهره ښکاره کوي نو فلم جوړونکی او دفلم کتونکي داسی فکر کوي چي ددې کیسې اصلي بڼه همداسي ده، چي داهم دقرآن کریم اصلي معنا بدلول دي نو ځکه دانا جائزدی.
۶: دفلم د جوړولو موخه داده چي تفریح او لوبي دي نه تعلیم او تبلیغ، په دې سره صرف خلک خوند اخلي اوبس، داچي دقرآني کیسو فلمونه کتل له دې څخه دخلکو موخه دانه ده چي عبرت واخلي او قرآن کریم زده کړي بلکې تفریح ده نو ځکه دا نا جائز دی.
له همدې کبله موږ ویلای شو چي داسی فلمونه جوړول، کتل، اویا بل چاته ښودل، داټول ناجائزدي، مسلمانان باید په سختۍ سره ورڅخه  ډده وکړي، اوپر حکومت باندي هم دافرض ده چي دداسي فلمونو بازارونه بند کړي، او ددې فلمونو ښکاره کول منع کړي.
(فتاوی عثمانیه ټوک: ۱ پاڼه: ۱۸۴- ۱۸۶/ لیکونکی: شیخ الاسلام محمد تقی عثماني صاحب/ خپرونکی: مکتبه معارف القرآن کراچی ۱۴)
(خیرالفتاوی ټوک ۱ پاڼه: ۲۲۸- ۲۳۱ لیکوال: استاذ العلماء حضرت مولانا خیرمحمد جالندهري رحمة الله علیه/ خپرونکی: مکتبه امدادیه ملتان)
نتیجه:
داټول فلمونه جوړول، کتل او خپرول ناجائزدي، که هغه پرانبيا ء علیهم السلام باندي جوړشوي وي، که پرصحابه کرامو باندي جوړشوي وي اوکه په ځانګړي ډول سره پرنبي کریم صلی الله علیه وسلم باندي جوړشوی وي، حتي دهغو فلمونو کتل چي دحج لارښود پکښې شتون لري ددې جوړول او کتل داټول حرام کاردي.
@maselpakHeu


:
(۸۱۱) دجمعې په ورځ دهغه کلي خلک ښار ته راسي چی جمعه نه وي پرواجب
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب ! که د جمعې په ورځ
دداسي قريې خلګ ښار ته راسي چي په هغه قریه کي د جمعې لمونځ نه کیږي خو دغه قریه
دښار څخه د سفر په اندازه نه وي لیري نو ایا ددغه قريې پر خلګو باندي په دغه ورځ
د جمعې لمونځ واجب دی او که نه ؟ بینوا توجروا
الفتوى بعون الله تعالی نحمده ونصلي وسلم على رسوله الكريم وعلى آله
وأصحابه أجمعين أما بعد: محترمه : که دغه خلګ په ښار کي د جمعې دورځي دتېرېدلو
نیت ولري نو پر دغه خلکو باندي د جمعې لمونځ واجب دی او که په دغه ورځ کي بیرته
دتک نیت ولري یا د جمعې د لمانځه د مخه یا وروسته نو بیا پر دغه خلګو باندي د جمعې
لمونځ نه ده واجب خو که يې وکړي ثواب لري
لما في فتاوی قاضيخان القروي إذا دخل المصريوم الجمعة إن نوی نیمکث ثمة يوم
الجمعة تلزمه الجمعة وإن نوى أن يخرج من المصرفي يومه ذلک قبل دخول وقت الصلاة
أو بعد الدخول لاجمعة عليه لان في الفصل الأول صار كواحد من أهل المصرفي ذلک
اليوم وفي الوجه الثاني لم يصرف لوصلی معذلک کان مأجورا (۱/ ۸۶ باب صلاة الجمعة
ذا في الهندية : (ج ۱ ص ۱۴۵ کتاب الصلاة الباب السادس عشر في صلاة الجمعة، و
في الدر المختار مع رد المحتارج ۱ ص ۶۰۸ کتاب الصلاة باب الجمعة، والطحطاوي على
مراتي الفلاح ص ۴۲۶ کتاب الصلاة باب الجمعة)
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى

@maselpakHeu


: (۸۰۷) وبخارۍ ته مخامخ لمونځ کول
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام علیکم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب ! دبوټو او لرګو
بخاری او دګیس بخاری اوایټر ته مخامخ لمونځ کول څه حکم لري ؟ بینوا توجروا۔
الفتوى بعون الله تعالى حده وصلى وسلم على رسوله الكريم وعلى آله
واصحابه أجمعين أما بعد: محترمه : په مسئوله صورت گی: دبوټو او لرګو بخارۍ ته
لمونځ کول مکروه ده ځکه تشبیه يي له مجوسو سره راځي ځکه هغه وسکروټوته عبا
دت کوي دلته په بخاري کي سکروټي سته خود کیس بخاری او ایټر ته د مخامخ
لمونځ کولو مسئله د فقهاء کرامو په کتابونو کي په ښکاره ډول نه ده ذکر سوې خو
دفقهاء کرامو دکلام څخه مکروہ والی معلومیږي؛ ځکه په دغه بخاری کی بل اور سته
او احتیاط هم دادی چي دغه بخارۍ ته مخامخ لمونځ ونه کړل سي. نو دګیس بخاری
او ایټر ته لمونځ کول هم مکروه ده .
لما في فتاوی قاضیخان على هامش الهندية: ويكره أن يصلي وبين يديه تنور أو
کانون فيه نار موقودة لأنه يشبه عبادة النار وإن کان بین یدیه سراج أو قندیل لايكره
لأنه لا يشبه عبادة النار (ج۱ص ۱۱۹ کتاب الصلاة باب الحدث في الصلاة وما یکره
فيها ومالا يكره، كذا في رد المحتار ج ۱ ص ۴۸۲ کتاب الصلاة باب ما یفسد الصلاة
وما يكره فيها مطلب الكلام على اتخاذ المسبحة، ومراقي الفلاح ص ۲۹۵ کتاب
الصلاة باب ما یفسد الصلاة فصل في المكروهات وفي مجمع الأنهر (۱۳/۱)
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى


(۸۰۹) دخالو نودلري کولو حکم
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام
لام علیکم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب ! که د ښځې
بانر پر مخ او لاسو خالونه وي دهغولري کول څه حکم لري ؟ بینوا توجروا
الفتوى بعون الله تعالی نحمده ولی وسلم على رسوله الكريم وعلى آله
واصحابه أجمعين أما بعد: محترمه : په مسئوله صورت کی: که ښځي اونر خال
دزینت لپاره وهلی وي لري کول یې ضروري ده ځنډول يې ګ ګناه ده ، البته که په لري
کولو کې يې بدن ته نقصان رسیدی یایې دبدن کوم غړی تلفیدی یا دفعاليته
لویدی بیایی ایسته کول لازمي نه دي صرف توبه دي وباسي.
الماني عمدة القاري شرح صحيح البخاري : الموضع الذي وشم يصير نجسا فإن أمكن إزالته بالعلاج
وجبت إزالته وإن لم يمكن إلا بجرح فإن خاف منه التلف أو قوات عضو أو منفعة عضو أو شينا قايشا
في غضنو ظاهر لم تجب إزالته، وإذا كاب لم يبق عليه الم وإن لم يخف شيئا من ذلك وأخوه لزمه إزالته
ويعصى بتأخيره، وسواء في هذا كله الرجل والمراة. (19/ 225ر هكذافي . مرقاة شرح مشكاة
المصابيح (7/ 2819ر وفيض الباري
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى


: (۸۱۰) د امام د قرائت سره سبحانک اللهم :
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب ! که یو مقتدی په امام پسي
اقتدا وکړي او امام قرائت شروع کړې وي نو مقتدی به سبحانک اللهم وایي او که به پټه خوله
دریږي ؟ بینوا توجروا
الفتوى بعون الله تعالی تخمده وصلى وسلم على رسوله الكريم وعلى آله
وأصحابه أجمعين أما بعد: محترمه : که جهری لمونځ وی لکه سهار ماښام او
ماخستن چی امام قرائت شروع کړي وي مقتدي به سبحنک اللهم نه وایی که څه هم
مقتدي قرائت نه اوري پټه خوله به دریږي که رکعت ورڅخه تیروی بیا چی رکعت را
ګرزه وي په هغه رکعت کي دي سبحنک اللهم ووايي او که خفيه لمونځ وي لکه د
ماپښين او مازیګر لمونځونه بیا دي سبحنک اللهم وایی
لمافی فتاوی قاضیخان إذا أدرك الإمام في القراءة التي يجهر فيها الإمام لا يأتي بالثناء فإذا
قام إلى قضاء ما سبق يأتي بالثناء ويتعوذ للقراءة (۵۰/۱)
وفي الفتاوی الهندية (منها) أنه إذا أدرك الإمام في القراءة في الركعة التي يجهر فيها لا يأتي
بالثناء كذا في الخلاصة هو الصحيځ كذا في التجنيس و الأصح هكذا في الوجيز للكزدري
سواء كان قريب أو بعيد أو لا يسمع لصمد قكذا في الخلاصة فإذا قام إلى قضاء ما سبق ياتي
بالثناء ويتعود للقراعة
. كذا في فتاوی قاضي خان والخلاصة والظهيريتونيه صلاة المخافتة
يأتي به كذا في الخلاصة ج۱) ص ۹۱) وفي الجوهرة النيرة (51/1) وفي الموسوعة الفقهية
ج۳۷) ص ۱۷۱)
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى


[۱۲/۱۲،‏ ۹:۳۱ بعدازظهر] جلالي صاحب: (۸۰۴) و چاودو د پښوته اوبه رسول
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبرکا ته مولوي صاحب ! که دیوچا پښې
چاودلې وي، دغه چاودو ته اوبه داخلول فرض دي او که نه ؟ بینوا توجروا۔
الفتوى بعون الله تعالی تخمده ونصلي وسلم على رسوله الكريم وعلى آله
واصحابه أجمعين أما بعد: محترمه که دا. او به رسول تکلیف وو بیا دي اوبه ورباندي
تیري کړي که اوبوتاوان ورساوه بیا دي پر دغه ځای مسحه وکړي اوکه له مسحي کولو
څخه عاجز وي اویا تاوان ورته کوي بیا دي ماحول ( شا و خوا پروینځي دغه ځای دي
پریږدي
لما الفتاوی الهندية وذگر شمس الائمة الحلواني إذا كان في أغضائيه حقاق وقد عجز عن غسله سقط عنه
فرض الفسير ويلزم إمرار الماء عليه فإن عج من إمرار الماء يكفي المنځ فإن عجز عن المنع سقط عنه
المنځ أيضا قدس ما حوله ويترك ذلك الموضيع. كذا في الأخيرة. ج ۱ ص ۵ کتاب الطهارة الباب الأول
في الوضوء الفصل الاول في فرائض الوضوء)
وفي الدرالمختار على هامش ردالمحتار : في اعضائه شقاق غسله آن قدر والا مسحه والا ترکه . ( ج ۱ ص ۷۵
كتاب الطهارة ، كذافي الدرالمنتقى على هامش مجمع الأمر ج ۱ ص ۷۶ کتاب الطهارة
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى
@maselpakHeu


د دوهم جماعت او جمعی دپاره اقامة
بسم الله الرحمن الرحيم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب ! دوهم جماعت لره اذان
او اقامت دواړه کول مکروه دی که یوازي آذان کول؟ بینوا توجروا
الفتوى بعون الله تعالی نحمده ونصلي وسلم على رسوله الكريم وعلى اله واصحابه
أجمعين أما بعد: محترمه ؛ دوهم جماعت اوجمعه چی د محلی په مسجد کی وی
دهغه دپاره آذان کول مکروه دی او په اقامة كولوکی اختلاف ده لكن صحيح
او افضل داده چه اقامة دي وکول شی ؛ ولی اقامة د حاضرین دپاره ده نواقامة د مطلق
جماعة او جمعی کولو دپاره جائز بل افضل ده
ولماني عمدة الرعایه ناد الأذان والإقامة جعلا من شعائر الإسلام لجماعات المساجد،
نیکره فيها ترك كل منهما، فإن دخل مع رفقائه في مسجد قدصکی نیه باذان واقامة
وصلی مع الجماعالميون، ولا بأس بالإقامة، بل هو الأفضل بناء على أن تكرار الأذاو في
وقت واحد مشوش، والإقامة للحاضرين وهم في الجماعة الثانية غير الأولين، فينبغي لهم
الإقامة عمدة الرعاية ج ۲ ص ۲۳۵ )
الماني) الفتاوی الهندية المسجد إذا كان له إمام معلوم وجماعة معلومة في محله نصلی
أهلهنيه بالجماعة لايباح تكرارهانید باذان ثان أما إذا صلوا بغیر اذان يباحاجماعا وكذا
في مسجد قارعة الطريق. كذا في شرح المجمع للمصنف (۱۸۳/۱
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى


(۸۰۲) طلاق دکچني اوصبي
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب! طلاق د صبي(
کچني ) واقع کیږي او که نه ؟ بینوا توجروا۔
الفتوى بعون الله تعالی تخمده ونصلى وسلم على رسوله الكريم وعلى اله واصحابه
أجمعين أما بعد: محترمه د صبي ( کچني )طلاق نه واقع کیږي ځکه صبي ( کچني)
اهل د طلاق نه ده
المافي (بحر الرائق لاطلاق الصبي، والمتون تصنریح بما فيم سابقا الحديث كل طلاق جائز
إلا طلاق الصبي، والملون ، والمراد بالجواز اللقاة کذا في فتح القير. ج ۳ ص: 434 کتاب
الطلاق).
ري الجوهرة البيرة قوله (ولا بل طلاق الصين والمجنون ، ا
و يكه ت لهما قول صحیح، (۲/ ۳۳)
کذافی(رد المحتار ج (۲) ص: (۴۲۳) والفتاوی الهندية (۱/ ۳۵۳) و.(امداد الفتاوی ج ۲ ص۲۹} کتاب
الطلاق)
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى

@maselpakHeu


Репост из: مسائل فقهیـــــة
(۸۰۱) اذان یو کس وکړي اقامت بل څوک کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب ! که اذان
يوڅوک وکړي، اقامت بل څوک کوي دا خوبه کراهیت نه راولي ؟ بینوا توجروا۔
الفتوى بعون الله تعالی تمده وتصلي وسلم على رسوله الكريم وعلى
اله واصحابه أجمعين أما بعد: محترمه ! افضل او بهتر خوداده چي آذان
کونکي اقامة هم وکړي خوپه مسئوله صورت کي که دغه اذان کونکی دا قامت
په وخت کي حاضر نه وو نودبل چا اقامت مکروه نه دی او که دغه اذان کونکی
کس حاضر وو، نوبیاکه دغه اذان کونکی سړی په دغه نه خفه کېدی چي اقامت
بل څوک وکړي، نوددغه دو هم کس اقامت مکروه نه دی او که دغه اذان کونکی
کس دبل چا په اقامت کولو خفه کېدی، نودبل چا د پاره اقامت کول مکروه دي
الماني الدر المختار (رد المحتار) رأقام مميز من اذن بقيهم أين المدني را يكرة مطلقا وإن بحضوره گية
إن لحقه وخشة، ر1/ 395ر
وفي الهندية والأفضل أن يكون المؤذن هو المقيم كذا في الكايي. :وإن أذن رجل وأقام آخرين غاب
الأول جاز من غير كراهة وإن كان حاضراويلحقه الوحشة باقامة غيره يكره وإن رضي به لايكره
عندنا . ( ج ۱ ص ۵۴ کتاب الصلاة الباب الثاني في الأذان الفصل الأول في صفة الأذان وأحوال
المؤذن ، كذافي المحيط البرهاني ج ۱ ص ۲۹۶ کتاب الصلاة الفصل السادس عشري الغني والالحان
نوع آخري اذان الحدث والجنب وبيان من يكره اذانه ومن لايكره ، والبناية شرح الهداية ج ۲ ص
۹۷ کتاب الصلاة باب الاذان شروط المؤذن)
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى

@maselpakHeu


Репост из: مسائل فقهیـــــة
په دنیا، قبر او اخرت کي د زنا عذابونه
د زنا درې عمده عذابونه دي:

۱ـ په دنیا کي
که چیري زاني او زانیه واده لرونکي وه دنیوي عذاب یې رجم یعني سنګسار دی. که چيري زانیه او زاني مجرد (بې واده) وه، عذاب یې په عام محضر کي د اسلامي محکمې لخوا سل درې وهل دي.
د نبي کریم صلی الله علیه وسل او همدا ډول د خلفاء الراشیدینو په زمانه کي خلګ په رجم او په درو وهل سوی دي.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
ژباړه: ندي حلالي د یو مسلمان ویني تویول مګر په یوه د درو شیانو سره: د زاني رجم دی چي واده والا وي. ( متفق علیه)

د زنا په اړه ډير سخت عذابونه په قرانکریم او احادیثو کي بیان سوي دي.

۲ـ د قبرعذاب
زانیه او زاني به په تنور کي کښېښودل سي چي بیخ به یې فراخ وي او سر به یې تنګ وي او زانیي ښځي به په تیو وځریږي او د لاندي طرف څخه به اور ورته راځي چي دوی به چغي او نارې وهي... لکن ډيره لیري ده چي دوی به خلاصون پیدا کړي.

په یوه اوږد حدیث کي سمرة بن جندب رضي الله عنه راغلي دي په بخاري کي دی وایی: چي نبي کریم صلی علیه وسلام وفرمایل یو سهار ماته په خوب کي دوه کسان راغله ویل راځه زه ورسره رهي سوم. ده دوي دوو سره موږ تګ کاوه ناګاه پریو ځای ورغلو چي د تنور په مثل وو. هلته اوازونه او نارې وې موږ خبر راکول سو. هلته لڅ نر او ښځي وې دلاندي طرفه څخه به لمبه د اور پرې راغله هغه ځای به یې روښانه کړی ما وویل دا څوک دي؟ دوی وویل راځه راځه.... ما ورته وویل دغه څه شي وه چي ماولیدل؟ هغوی راته وویل چي تا به ژر خبر کړو.

هغه لڅ نارینه او ښځي چي په تنور کي وه هغه زناکاران او زناکاره ښځي وې. همدا په قبرو کي د هغو عذاب دی د قیامته تر ورځي پوري.

بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ. (سورة القمر: ۴۶)

بلکی قیامت د دوی د وعدې وخت ځای دی، او قیامت ډير سخت دی او ډیر تریخ دی.

۳- د آخرت عذاب
نبي کریم صلی الله علیه وسلام فرمایلي دي: ثلاثة لا يكلمهم الله يوم القيامة، ولايزكيهم، ولا ينظر إليهم ، ولهم عذاب أليم‏:‏ شيخ زان وملك كذاب، وعائل مستكبر. ‌‏رواه مسلم‏

ژباړه: درې کسان دي چي الله (جل جلاله) خبري نه ورسره کوي او د رحمت په نظر نه ورته ګوري او نه ده دوی پاکوالی کوي او دوې لره دردناکه عذاب دی، په دغو کسانو کي يې واده لرونکي زنا کاره ذکر کړل. رواه مسلم

نو چي د قیامت په سخته ورځ الله تعالی چا ته د رحمت په نظر ونه ګوري او نه خبري ورسره کوي نو بیا به پر دغه کس څوک رحم وکړي؟ دداسي چا عاقبت او انجام خو ډير دردونکی دی.
چاته چي الله عزوجل په نظر د رحمت ونه ګوري، د هغه د ورتلو ځای او قرار به چیري وي؟ ایا په اعلی علیین کي به وي او که به په اسفل سافلین کي وي؟

ایا داسي ګناه کارانو برابر دي د هغو کسانو سره چي د الله تعالی اوامر يې منلي او د ګناه څخه پرهیز کوي او د شریعت پیروي کوي؟ یا هیڅ کله سره برابر نه دي.

الله تعالی فرمایي:

وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (سورة طه: ۱۲۴)

او هر چا چې زما له ياده مخ وګرځاوه پس بيشكه ده ته تنګ ګزران ( په دنيا يا سخت عذاب په قبر كې ) دى او مونږ به دى ړوند پورته كړو ( له قبره او محشر ته به يې راولو) په ورځ د قيامت كې.
چا چي د الله جل جلاله حکم نن ورځ هیر کړ او الهي امر یی قبول نه کړ، او په پټه د الله څخه ونه بېرېدی، الله هیڅ احتیاج نه لري بنده ته الله تعالی به یې د قیامت په ورځ په رحمت سره هیر کړي چي بنده په دغه ورځ سخت محتاج دی. ورور به له ورور څخه بیزاره وي پلار به ده زوی څخه بېزاره وي اوهم داسي نور اقارب.

څوک چي د الله تعالی اطاعت وکړي الله پاک به جنت ورنصیب کړي. پر زنا کاره دا درې عذابونه مسلط دي به دنیا کي، په قبر کي. الله عزوجل دي هر مسلمان ځني وساتي.
آمین


Репост из: مسائل فقهیـــــة
(۷۹۹) اسلام یا دین اومذهب ته ښکنځل
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب!
الاستفتاء: که څوک اسلام یا دین او مذهب ته ښکنځا وکړي آیا ښځه ور باندي
طلاقيږي اوکنه ؟ الفتوى بعون الله تعالی تخمده وتصلي وسلم على رسوله
الكريم وعلى اله واصحابه أجمعين أما بعد: محترمه ! په مسئوله صورت کي
كوم الفاظ چي احتمال د تاویل نه لري مثلا لکه دین د مسلمانانواویاملة د
مسلمانانو او یا اسلام ته ښکنځلي وکړي العياذ بالله دغه شخص مرتد
او کافرګرزي ښځه ورباندي طلاقيږي په اتفاق دفقهاؤس
. اوهغه الفاظ
احتمال د تاویل لري مثلا لکه دین او مذهب او اسلام د
یوشخص وروښکنځی نوحکم کول دده په کفرلائق نه ده البته خطره د کفر ورسره
ده نولهذا احتیاطادي دغه سړی په توبه، استغفار او په تجدید د نکاح سره
سره
الماني موسوعة الفقهية، اتفق الفقهاء على أن من سب ملة الإسلام از دين المسلمين يكون كابيرا، أما
من شتم دين مسيم فقد قال الحتية كما جاء في جامع الصوتين: ينبغي أن يكفر من شتم دين
مسلم، ولكن يمكن التاويل بأن المراد اخلاله الرديئة وتعاملكة القبيحة لا حقيقة دين الإسلام ليتبيي
أن لا يكفر چينيد. ج، 4
۲، ص، ۱۹۰ . وفي ردالمحتار، انه لا يكفریشتم دین مسلم اي لا يحكم بكفره
لا مكان التاویل . واما امره بتجديد النكاح فهولا شك فيه إحتياطا خصوصا في الحق الهمج الا رزال
الذين يشتمون هذه الكلمة . ج ۳، ص، ۳۱۹: وفي الفقه الاسلامي، ان لا يكفربشتم دین مسلم
ای لا بحكم بكفره لا مكان التاویل . ج۷، ص، ۰۰۱
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى

@maselpakHeu


Репост из: مسائل فقهیـــــة
غامدي وايي: موسیقي او غزل ویل جائز دي.
(ماهنامه اشراق، مارچ 2004 ص 19,8)

(څلرمه برخه )

ځواب: عبدالغفار جبير
موسيقې اونوې سايسني څېړنې

دانسان پرجسم باندی دموسيقۍ ناوړه اغيزې

دموسېقۍ اوازدخلکودعام اوازڅخه بېل دی، اوهغه داچې په موسیقۍ کی مختلف اوازونه په منظم ډول سره کښته پورته، لوړاوکښته کیږی؛ داغیرطبعي اوازونه چې کله دغزلواوازونه هم ورسره علاوه اواضافه شی نودانسان پرټول بدن باندی ډېرې ناوړې اغیزې لري، اکثره خلک چې کله داموسیقې اوری داحساساتو اوجذباتودومره ښکاراوغلام شی چې ځان نشی قابوکولای، پرلاره روان وی اتڼ کوی، دخپل ژوندټول مقصداوموخه ئې همداموسیقې ګرځولې، او۲۴ ساعته ئې فکراوذکرموسیقې وي۔

که په لنډوکی درته ووایم موسیقې پربدن، زړۀ، دماغ اوروح پردې ټولوباندی ژورې اغیزې کوی، اوداټول دځان تابع اودغلامۍ په جال کی رانغاړی، که په یوه جمله کی داهرڅه سره راغونډکړم، نوموسیقې دټول بدن موازینه سره ویجاړوی اوله طبعی حالت څخه ئې باسی۔

دموسیقۍ داغیزوپه هکله پروفيسراې پايک (A. Pike) پخپل کتاب

Journal of Researches in Music Education چې په ۱۹۹۲ کال کی چاپ شو داسی وایی:

دموسیقۍ داورېدلوپرمهال ۹۶٪ سلنه اورېدونکی دخونداواحساس په څپوکې دی، ۸۳٪ سلنه دموسیقۍ سره دیووالې احساس کوی، ٪۷۲ سلنه پخپل طبعیت کی دبدلون احساس کوی او٪۶۵ سلنه اورېدونکی دخوځښت اوپخپل ځان کی دحرکت احساس کوی۔

چې ددې څخه جوتیږی چې موسیقې دانسان پربدن باندی په کومه اندازه سره ژورې اغیزې لرې، ساینس پوهان په دې باوردی چې موسیقې پراخلاقوباندی هم ژورې اغیزې لري اوهم ئې درلودلای شی؛ په ۱۹۹۱ میلادی کال کی دکېل پوهنتون (University of Keele) دووساینس پوهانویودبرطانې جان اې سلوبوډا (John A. Sloboda) اوبل دکاناډایومشهوره ساینس پوه ګيبرئيلس (Gabrielsson)- پخپلوڅېړنوکې اوتجربوکی ثابته کړل چې موسیقې په انسان باندی دومره اغیزې لری چې حتی ځینی خلک ژاړی۔

ساینس پوهانوداهم ثابته کړېده چې دموسېقۍ اورېدل اوبرېښنایی شغلې هم دمخ پرڅهرې اوهم پرپوستکی باندی ډېرې بدې اوناوړه اغیزې لری اوژوربدلون پکښې راولې؛ دنړۍ درې وتلوساینس پوهانو هریو لکه نائيکليسيک (Nyklicek)، تيير(Theyer) اووېن ډورنين (Van Doornen) په یوه څېړنه کی (Journal of Psychophysiology) چې په ۱۹۹۷ کی چاپ شوه داسی لیکلې دی:

دموسيقۍ داورېدلوپرمهال لاندی بدلونونه اواغيزې ضرورراځی:

خوښې، غم، غُصه، استراحت، دزړۀ اوتنفسی سیستم کی ناموازینه اوبدلون لکه دزړۀ دحرکت تېزوالی اوسستوالی، دتنفس تېزوالی اوکراروالی اودنبض پوره بدلوون ورسره جوخت دی، چې داټولې اغیزې دموسیقۍ په اورېدلوکی شتون لری۔

دپنسلوانیادایالت پوهنتون (Pennsylvania State University) یووتلی ارواه پوه جولين تيير (Julian Theyer) وایی:

دموسیقۍ اوازدانسان فطري حواس پوره کنترولوی اوترپوره اغیزولاندی ئې راولې، اولنډه داچې موسیقې په انسان کی پوره بدلون راولی۔

دپورتینوپاڼوڅخه داپه لاس راځی چې موسیقې دانسان جذبات اواحساسات پوره تراغیزولاندی راولی، اودانسان ددماغ پر(Limbic Region)، یعنی هغه برخه چې جذبات اواحساسات کنترولوی پوره بې واکه کوی، اوترخپلو پوره اغیزولاندی ئې راولی، همداوجه ده چې هغه کسان چې موسېقې دتل لپاره اوری، نوکله ژاړی، کله بې ځایه اوبې موجبه خاندی، کله ئې حواس داسی کارپرېږدی چې دی خپل ځان وژنی خودی نه پوهیږی، کله بل څوک وژنی نودغه احساس نه وی ورسره چې زه څه کوم؟ دژوندموخه می څه ده؟ څه کول پکاردی، دټولنې لپاره بایدڅه وکړم؟، دسیمې لپاره زه بایدڅه وکړم؟ دکوم مقصدلپاره پیداشوې یم؟ مرګ لرم اوکه ئې نه لرم؟ په یوه اسلامی اوافغاني ټولنه کي مي مسئولیت څه دی؟ ایازماپه شان نورکسان هم داسی بېهوده شته؟ ایاموسیقې یواځی زمادژواک ژوندبنسټ دی؟ اوداسی نوری په زرهاووپوښتنې بې ځوابه شي۔

یادونه: تاسي کولای سئ چي (موسیقي په اسلام او ساینس کي) زما په چاپ سوي کتاب (اسلام او نوي ساینسي څېړنې دوهم ټوک : ۱۲۵- ۱۴۵) پوري په پوره تفصیل سره وګورئ.

@maselpakHeu


Репост из: مسائل فقهیـــــة
(۷۹۸) دکاندار څخه شیان وژل بیله معلومولود قیمت د شیانو
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام علیکم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب ! که یوچاله دكاندارڅخه
شیان وړل بيله معلومولود قیمت د شیانوڅخه بیایوه میاشت یا کال وروسته حساب
ورسره کوي.پایوڅوک ودكاندارته پیسي کښیږدي بیاحاجت بعد الحاجة شیان ځیني
وړي بیله معلومولود قیمت د شیانو څخه بيامياشت بعد مثلایاکال بعدحساب ورسره
وکړي نو آیاداد شریعت له نګاه څخه جواز لري او که نه ؟ بینوا توجروا
الفتوى بعون الله تعالی تخمه وصلي وسلم على رسوله الكريم وعلى اله واصحابه
أجمعين أما بعد: محترمه ! په مسئوله صورت کي دغه بیع او معامله په نیزد
متاخرینو فقهاؤد احنافو جواز لري په دي شرط چه متبايعين (دوکاندار او اخستونکي)
داو فهموي چه دا اخستل په سعر ( نرخ ) د بازار باندي ده او د بازار نرخ او قيمة په معلوم
معیار سره منضبة وي نو دغه معامله بیع ده او په اصطلاح فقهاؤكي په بيع
بالاستجرارسره بلله کیږي نو شرعا استحسانا جائزده ،
الماني ال
الدر المختار على هامش رد المحتار ما يستجيرة الإنسان من البياع إذا حاسبة على المانها بعد استهلاكها
جار استخانا. ج، 4 ، ص (516)
وفي البحوث: امابيع الاستجرارفرماخوذ من قولهم استجرالمال، اذا اخذه شيئا فشيئا، وهوفي اصطلاح الفقهاء
المتاخرین ان ياخذ الرجل من البياع الحاجات المتعددة شيئا فشيئا دون أن يجري بينهما مساومة أو ایجاب وقبول في
كل مرة، والا ستجرارعلى نوعين الاول الاستجرار بثمن مؤخروالثاني الاستجرارمبلغ مقدم ص (۵۸)
وي بحرالريق ان كان البائع لاييين ثمن البضاعة عند كل اخذ ولكن المتبايعين تفاهمابان الأخذيكون على
سعر السوق، وسعر السوق منضبط بمعيار معلوم لايقع الاختلاف في تحديده، فالصحيح أن البيع ينعقدایضاعندكل
اخذ، ، ج 5، ص (۲۰۹) ري الموسوعة الفقهية الكويتية و الاستجرار: أخذ الحوائج من البياع شيئا فشيئا،
ودفع منها بعد ذلك (9/ 43ر
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى

@maselpakHeu


Репост из: مسائل فقهیـــــة
(۷۹۷) مقتدي په اوله ناسته کي ترامام دمخه فارغه سو
بسم الله الرحمن الرحيم
الاستفتاء : السلام عليكم ورحمة الله وبركاته مولوي صاحب ! که یومقتدي په
اوله ناسته کي ترامام دمخه د التحیات څخه فارغ سي نوڅه به کړي
؟ بینوا توجروا۔
الفتوى بعون الله تعالی تخمده وصلي وسلم على رسوله الكريم وعلى آله
واصحابه أجمعين أما بعد: محترمه ! په مسئوله صورت کې که یو مقتدي په اوله
ناسته کي ترامام دمخه د التحیات څخه فارغ سي نو دغه مقتدي به دامام تر فارغ
کېدلو پوري چپ کښیني
. الماني الدرالمختار على هامش ردالمحتار : ولو فرغ الموئم قبل امامه سكت اتفاقا . ( ج ۱ ص ۳۷۷ کتاب
الصلاة باب صفة الصلاة مطلب مهم في عقد الاصابع عند التشهد )
مرتب قاضی مولوی سید آغا حفظه الله تعالى
👇👇👇👇
@maselpakHeu


Репост из: مسائل فقهیـــــة
غامدي وايي: موسیقي او غزل ویل جائز دي.
(ماهنامه اشراق، مارچ 2004 ص 19,8)

(لومړۍ برخه )

ځواب: عبدالغفار جبير

د قران عزيز حُکم او موسيقې

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِى لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُولٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ
[سُوۡرَةُ لقمَان : 6]
او له همدې انسانانو څخه داسي څوك هم شته چي چټي او بابېزه خبري پيري چي خلك د الله له لاري په بې علمۍ سره ګمراه کړي او ددغي لاري په بلني پوري مسخرې وکړي، د دغسي خلكو لپاره سخت سپكوونكى عذاب دى.

دلته په ایات کی د(لهوالحديث) لفظ راغلی دی، اوحضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنه وایی چې قسم په هغه الله چې دده څخه بل دعبادت لایق او وړ نشته چې د(لهوالحديث) څخه مطلب موسیقې ده۔

د حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه په اند چې ددې ایات څخه مطلب غزل ویل دی، او غزل دی او جابر بن عبدالله رضی الله عنه وایی چې ددې څخه مطلب د موسیقۍ ویل او اورېدل دي۔

علامه ابن کثیر پخپل تفسیر کی لیکی چې زیات تابعین لکه مجاهد، عکرمه، سعیدبن جُبیر، عمروابن شعیت رحمة الله علیهم اجمعین، پردې ټینګارکوی چې دا ایات د موسیقۍ پر ویلو د حراموالی قاطع دلیل اوثبوت دی۔

ابن عساکر د قرانکریم د مفسرحضرت مکحوم رضي الله عنه خبره رانقلوی:

که یوچاغزل ویونکې ښځه رانیول، او دا سړی په دغه حالت کی مړ شو، نوزه دده په جنازه کی ګډون نه کوم، دا ځکه چې الله جل جلاله په سورت لقمان کی وایی چې دې سړی (لهوالحديث) رانیولې ده۔

علامه ابن جریرطبری رحمة الله علیه پخپل تفسیری(جامع البیان) کی لیکی:

د مفسرینو په اند د(لهوالحديث) اصطلاح ددې درو شیانو لپاره استعمالیږی:

۱: غزل ویل او اورېدل

۲: د ښځینه او نارینه غزل ویونکو(غزل چیانو)چوپړ او کار وبار کول۔

۳: د موسیقۍ د الاتو استعمال، رانیول او کاروبار کول۔

په همدې ترتیب امام قرطبی رحمة الله علیه پخپل تفسیرکی وایی:

د(لهوالحديث) ترټولوښه معنا(غزل ویل دی)اوهم دارایه درسول الله صلی الله علیه وسلم دصحابه اوتابعینووه۔

داُمت مسلمه د عُلماو په اند د قرانکريم په ښه پوه کولولپاره څلور سرچېنې دی:

۱: د قرانکریم تفسیری په قرانکریم سره۔

۲: دقرانکریم تفسیرپه حدیث سره۔

۳: دقرانکریم تفسیر د صحابه کرامو په تشریح او قول سره۔

۴: دقرانکریم تفسیرپه علم اللغت (لغت پوهنې)سره

الله جل جلاله وایی:

أَزِفَتِ الْءَازِفَةُ
لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ
أَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ
وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ
وَأَنتُمْ سٰمِدُونَ

(النجم ۵۷- ۶۲)
ژباړه :
نژدې کېدونکی قیامت رانژدې شو، پرته دالله څخه هیڅوک هغه ښکاره کولای نه شی، ایانوله دې خبرې تعجب کوی؟ اوخاندی اونه ژاړی او په سندرو ږغولو د هغه مخه نیسی ۔

دلته په قران عزیزکی توری د(سامدون) راغلی دی، امام ابوعبیده رحمة الله علیه وایی چې په یمنی لهجه کی (سمود) و غزل ویلو ته وایی۔

د عربی ژبې نړیواله ماهره او تکړه عالم او د علم اللغة نابغه علامه ابن منظور په (لسان العرب) کی لیکی:

د عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې (سمود) و غزل ویلو ته وایی، او دا لفظ له اره (اصله) څخه یمنی دی او په یمن کی دوی وایی (اسمدعلينا) یعنی و موږ ته غزل ووایاست۔

دحضرت ابن عباس رضی الله عنه مطابق (سامدون) دعربوهغه ډله خلک دی چې دقرانکریم په خلاف غزلې وایی۔

په قرانکریم کی بل ځای راغلی دی:

وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا

(سورت الفرقان ۷۲)

ژباړه: او(بندګان درحمان) هغه کسان دی چې نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلو کښې(موسیقې)۔

محمد بن الحنیفه او مجاهد وایی چې د(الزور) څخه موسیقې مرادده۔

ابن کثیروایی چې د(الزور) څخه مطلب غزل ویل دی، ابوبکرالجصاص پخپل کتاب تفسیر کی وایی:

د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په قول د(الزور) څخه مطلب موسیقې او غزل ویل دی۔
يادونه: دغه ليکنه څلور برخې لري .
نور بيا ...
👇👇👇👇
@maselpakHeu


Репост из: مسائل فقهیـــــة
*جنت د څه شي څخه جوړ دی؟*
لیکنه: عبدالرحیم راشد

د حضرت ابوهریره رضي الله عنه بیان دی، چي ما عرض وکړ، ای د الله رسوله صلي الله علیه وسلم! جنت د څه شي څخه جوړ دی؟
د دې په ځواب کي نبي کریم صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د جنت یوه خښته د سروزرو ده او یوه خښته یې د سپینو زرو ده او د هغه مساله (هغه شی چي دا خښتي یې سره یوځای کړي دي) د تېز خوشبوداره مشکو څخه دي، د هغه کاڼي د ملغلرو او یاقوتو دي او د هغه خاوره د زعفرانو ده، کوم سړی چي جنت ته داخل سي، همېشه به په نعمتونو کي اوسېږي او هیڅکله د یو شي ته نه اړ کیږي، همېشه به ژوندی وي او مرګ به نه ورته راځي، نه د جنتیانو جامې زړيږي او نه به د هغو ځواني ختميږي.( مشکوة شریف ص۴۹۷د احمد و ترمذي څخه)
ماخذ: د جنت شوقیان
👇👇👇
@maselpakHeu

Показано 20 последних публикаций.

796

подписчиков
Статистика канала