غامدي وايي: موسیقي او غزل ویل جائز دي.
(ماهنامه اشراق، مارچ 2004 ص 19,8)
(لومړۍ برخه )
ځواب: عبدالغفار جبير
د قران عزيز حُکم او موسيقې
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِى لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۚ أُولٰٓئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ
[سُوۡرَةُ لقمَان : 6]
او له همدې انسانانو څخه داسي څوك هم شته چي چټي او بابېزه خبري پيري چي خلك د الله له لاري په بې علمۍ سره ګمراه کړي او ددغي لاري په بلني پوري مسخرې وکړي، د دغسي خلكو لپاره سخت سپكوونكى عذاب دى.
دلته په ایات کی د(لهوالحديث) لفظ راغلی دی، اوحضرت عبدالله بن مسعودرضی الله عنه وایی چې قسم په هغه الله چې دده څخه بل دعبادت لایق او وړ نشته چې د(لهوالحديث) څخه مطلب موسیقې ده۔
د حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنه په اند چې ددې ایات څخه مطلب غزل ویل دی، او غزل دی او جابر بن عبدالله رضی الله عنه وایی چې ددې څخه مطلب د موسیقۍ ویل او اورېدل دي۔
علامه ابن کثیر پخپل تفسیر کی لیکی چې زیات تابعین لکه مجاهد، عکرمه، سعیدبن جُبیر، عمروابن شعیت رحمة الله علیهم اجمعین، پردې ټینګارکوی چې دا ایات د موسیقۍ پر ویلو د حراموالی قاطع دلیل اوثبوت دی۔
ابن عساکر د قرانکریم د مفسرحضرت مکحوم رضي الله عنه خبره رانقلوی:
که یوچاغزل ویونکې ښځه رانیول، او دا سړی په دغه حالت کی مړ شو، نوزه دده په جنازه کی ګډون نه کوم، دا ځکه چې الله جل جلاله په سورت لقمان کی وایی چې دې سړی (لهوالحديث) رانیولې ده۔
علامه ابن جریرطبری رحمة الله علیه پخپل تفسیری(جامع البیان) کی لیکی:
د مفسرینو په اند د(لهوالحديث) اصطلاح ددې درو شیانو لپاره استعمالیږی:
۱: غزل ویل او اورېدل
۲: د ښځینه او نارینه غزل ویونکو(غزل چیانو)چوپړ او کار وبار کول۔
۳: د موسیقۍ د الاتو استعمال، رانیول او کاروبار کول۔
په همدې ترتیب امام قرطبی رحمة الله علیه پخپل تفسیرکی وایی:
د(لهوالحديث) ترټولوښه معنا(غزل ویل دی)اوهم دارایه درسول الله صلی الله علیه وسلم دصحابه اوتابعینووه۔
داُمت مسلمه د عُلماو په اند د قرانکريم په ښه پوه کولولپاره څلور سرچېنې دی:
۱: د قرانکریم تفسیری په قرانکریم سره۔
۲: دقرانکریم تفسیرپه حدیث سره۔
۳: دقرانکریم تفسیر د صحابه کرامو په تشریح او قول سره۔
۴: دقرانکریم تفسیرپه علم اللغت (لغت پوهنې)سره
الله جل جلاله وایی:
أَزِفَتِ الْءَازِفَةُ
لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ
أَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ
وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ
وَأَنتُمْ سٰمِدُونَ
(النجم ۵۷- ۶۲)
ژباړه :
نژدې کېدونکی قیامت رانژدې شو، پرته دالله څخه هیڅوک هغه ښکاره کولای نه شی، ایانوله دې خبرې تعجب کوی؟ اوخاندی اونه ژاړی او په سندرو ږغولو د هغه مخه نیسی ۔
دلته په قران عزیزکی توری د(سامدون) راغلی دی، امام ابوعبیده رحمة الله علیه وایی چې په یمنی لهجه کی (سمود) و غزل ویلو ته وایی۔
د عربی ژبې نړیواله ماهره او تکړه عالم او د علم اللغة نابغه علامه ابن منظور په (لسان العرب) کی لیکی:
د عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې (سمود) و غزل ویلو ته وایی، او دا لفظ له اره (اصله) څخه یمنی دی او په یمن کی دوی وایی (اسمدعلينا) یعنی و موږ ته غزل ووایاست۔
دحضرت ابن عباس رضی الله عنه مطابق (سامدون) دعربوهغه ډله خلک دی چې دقرانکریم په خلاف غزلې وایی۔
په قرانکریم کی بل ځای راغلی دی:
وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا
(سورت الفرقان ۷۲)
ژباړه: او(بندګان درحمان) هغه کسان دی چې نه حاضریږي نه شاملیږي په باطلو کښې(موسیقې)۔
محمد بن الحنیفه او مجاهد وایی چې د(الزور) څخه موسیقې مرادده۔
ابن کثیروایی چې د(الزور) څخه مطلب غزل ویل دی، ابوبکرالجصاص پخپل کتاب تفسیر کی وایی:
د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په قول د(الزور) څخه مطلب موسیقې او غزل ویل دی۔
يادونه: دغه ليکنه څلور برخې لري .
نور بيا ...
👇👇👇👇
@maselpakHeu