په ژړا می درپسی شوي سترګې سرې
ځــوانـي مرګه طالب جانه چیرته یـې
په لټون کی دی ګرزی ګم د زړۀ سـره
وه کتل می درپسـی ټولـی حجـــــرې
خـوږ دیــدن دی پرما بند شو وا لالیه
کله کله تۀ راځــه خــوب کی دشپـې
خدای خبر چی ستا مزار باندي زړګیه
رپي اوس سپین بیرغونه شینې جڼډې
ستا راپاتې ګرد وهلـــي په حجـره کې
نیـــم لــــوستـلي کتـــابـــــونه ده دورې
هــمیشه دی یــــادومه وا جــــــــــانانه
هیڅ می ته نه وځـې ګرانه له سینــــې
ځه ساحل دی یم هجران لیونـی کـړی
ځکـــه لیکم دغــــم ډکـــــــی تـــرانــې
#ساحل نجرابي#
👇👇👇👇
#
@shookru#