عبدالقدوس منقاد


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


خوږو ملګرو دا زما نوی چېنل ده ان شاءالله وخت په وخت به درته په کې خپل نوي شعرونه ، غزلونه ، نعتونه او ترانې نشروم
هيله ده ګډون په کې وکړئ او تر نورو ملګرو يې ورسوئ
ستاسو ورور { عبدالقدوس مُنقاد }

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

خوږو مینوالو دالعصر ادارې لخوا چي کوم ليسټ دلنکو نشريدل هغه په 2 تقسمه وسو ځکه چي لنکونه زيات ول او په يو ليسټ کې نه ترتيب دل

1 يو ليسټ يواځي دشاعرنو دلنکو لپاره انتخاب سو .
2. او دهم ليسټ دنعتخوانانو دلنکو لپاره انتخاب سو
نوټ👇
درنو مينوالو دغه ليسټونه به په مجموع ډول نشريږي مثلا که دشاعرانو دليسټ وار وه هغه به هم دشاعرانو اوهم دنعتخوانانو په چينلانو کي نشريږ
همدارنګه ده نعتخوانانو ليسټ به پخپل ترتيب سره نشريږي
او په اونۍ کي يو ځلي ليسټ ته دنشرولو وخت ورکوه وخت ورکو

پام لرنه .👈 څوک چي له موږ سره په ليسټ کي ګډون کوي هغه که شاعر اوکه نعتخوان وي
په نور ليسټو کي بايد کډون ونه کړي
که چيرته نورو ليسټو کي ګډون کړی وي لطفاً له موږ سره دي ګډون نه کوي دابه ستاسو غټ شفقت وي

هيله ده چي دتحمل وړوګرزي
او تل راسره مله پاته سی
لاندي مو خپل کمنټ وکړی

ستاسو ورور نقیب الهاشمي
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمو مینوالو د ټولو شاعرانو رسمي چينلان دي
په مينه یې ونازوئ مننه

العصر بصري څانګه
http://t.me/alasar_basri_sanga
شاعر.سید درمل
https://t.me/DarmalDarmal123
شاعر.عبدالقدوس منقاد
https://t.me/AbdulQudoosMunqad
شاعر.سیف صدیق
https://t.me/Saifsadeeq
شاعر.هدایت الله طلــحه
https://t.me/hedayat_talaha
شاعر.دانش ملنګ
https://t.me/Danishmalang2
شاعر.بدر الدین ځلانـــــد
https://t.me/zaland33
شاعر.الفـــت جـــــان
https://t.me/malangulfatjan786
شاعر.شعیـب شهــامـت
https://t.me/shoaibshahamat
شاعر.راشد مشفق
https://t.me/rashidmushfiq123
شاعر.محمد خان محب
http://t.me/mohammadkhanmuhib
شاعر.عبدالباقي مهاجر
https://t.me/abdulqimohajer
شاعر.مولوي مامون
https://t.me/maamonmalwisaahiB
شاعر.تپاند زهاد
https://t.me/Zuhadashna
شاعر.خالد وزير
https://t.me/Khalidfz
شاعر.عرفان الله عرفاني
https://t.me/Irfani100
شاعر.مولوي منصور بدري
https://t.me/mansoorbadri
شاعر جهادي عمري
https://t.me/joinchat/gkHhcEmC9LQ0YmU1
شاعر.مسرورغزنوي
https://t.me/msror_ghaznavi
شاعر.عزيز الرحمن اياس
https://t.me/Ayas_Aziz
شاعر.اعزاز رائد
https://t.me/EazazRaed
شاعر.مستغفر گربز
https://t.me/mustaghfergurbaz
شاعر.درمل عرفان
https://t.me/ipxyjplqc
شاعر عزيز شکيب
https://t.me/A_Shakeeb
شاعر سيحان کندهاری
https://t.me/sehankanhare
شاعر کليم الله ذاکر
https://t.me/KalimullahZakir
شاعر.محمد مهاجر
https://t.me/Muhajir4321
شاعر.دردمن خوستوال
https://t.me/DardmanKhostwal
شاعر.تســـل منیب
https://t.me/tasalmunib
شاعر.هلال افغان
https://t.me/helalafgoansaer
شاعر. حماس بدري
https://t.me/Hamas4
شاعر.ياسر يوسف
https://t.me/YaasirYousuf
شاعر.ع.ستار رسان
https://t.me/rtewqr
شاعر.شاهد نيازي
https://t.me/ZahidNaizai
شاعر.مخبت وردګ
https://t.me/Mukhbetwardak
شاعر.فيض حقاني
https://t.me/HaqaniJanan
شاعر.احمد الله نثار
https://t.me/Nisar333
شاعر.شاهين منصور
https://t.me/shahinmansori
شاعر حقاني کوثر
https://t.me/Haqanikosar
شاعر.عاکف اماراتي
https://t.me/akefemarati
شاعر.احمد خاطري
https://t.me/Khatari12
شاعر.ذاکر ځلاند
https://t.me/zakirzaland33
شاعر.مزمل عزير
https://t.me/mozameleee
شاعر خان حقيار
https://t.me/haqyar33
شاعر.مولوي حنيف مظهري
https://t.me/HANIFMAZHARY2
شاعر. مخلص کډوال
https://t.me/M_kadwaal
شاعر عابد ځلاند
https://t.me/abidzalaand
شاعر شبير شادان
https://t.me/Shabirshadan
شاعر ميرويس توحيديار
https://t.me/Mirwais_1
شاعرشاهد دردمن
https://t.me/ShahidDardmand
شاعر.حذيفه شهاب
https://t.me/hozyfashahab
شاعر مشهود
https://t.me/joinchat/ltIT0BZOOxMyMGFl


پـه تـا حـورو کـه جنـت کـې اختـر جـوړ کـړ
زمـونـږ د کلي خو اختـر در پسـې مـات شـو

ځوانيمرګه مونږ خو خود در پسـې مـات يو
آن زمـونـږ د کــــــــلا ور در پسـې مـات شـو

#منقاد


غزل/ عبدالقدوس منقاد :

پـه زړۀ بانـدې پــراتـۀ مـې دي امبـــار ارمـانـونـه
غــږيـــــږي راتـه هــره ورځ کــــــــرار ارمـانـونـه

زمـــا د دې ټـپــي زړګــي ازار بـه در پســې شــي
کـه بيـــا دې راتـه چېرتـه کـــــړل ازار ارمـانـونـه

مـونـږ خپلـه چـې د شپـو لمنـې کلکـې دي نيولي
نـو ولـې بيــا کـوو د سپيـــن سـهـــار ارمـانـونـه

يوۀ يتيم د پلار له تاخچې زوړ کتاب راواخيست
ويـل يـې پـوره کـومـه د خپــل پــلار ارمـانـونـه

هيـواده تاته دومـره ډېر مونږ زړونـو کې ساتلـي
وتـلـي لـکـه ستـوري سـم لـه شـمــــار ارمـانـونـه

يـو چـا دلتـه په هـر څاڅکـي يو يو ارمـان کرلی
راشنـۀ بـه شـي پـه وينـو يـې کـتـــار ارمـانـونـه

منقـاده که د خپـل جـانـان ديـدن يوځلـې وکـړم
پــوره بـه مـې شــي واړه پـه يـو وار ارمـانـونـه

پای.


نعت شريف/ عبدالقدوس منقاد :

د هـجـــر کـلــي کـې اوسېږم لـه حبيـب لـرې يـم
سم په زړګي باندې زخمي يم لـه طبيب لـرې يـم

د هجر شپه څومره اوږده ده او څۀ توره شپه ده
له سپيـن سهـاره هم د وصل لـه نصيـب لـرې يـم

چې په يـوڅـو خبـرو وړي ټـول نفرتونـه لـه زړو
د داسـې مينـې لـه امــام او لـه خطيـب لـرې يـم

ربه يا تـوان را ، يا دا ټولـې مسافـې ختمـې کـړه
چې بې له خنډ او بې له ځنډشم ورقريب لرې يم

څښتنه دا د مينې شور ، او بل خوا داسې قسمت
يو خو عجـم کې يم او بل يمه غريـب ، لـرې يـم

خير که تـرې لـرې يم خو وينم يې ديدن يې کوم
د زړۀ په سترګو، پام! ونه وايې عجيب، لـرې يـم

ميـنـه خـو ميـنـه ده آخـر به مـې تـر داره يوسـي
اوس که منقاده لـه جــلاد او لـه صليـب لـرې يـم

پای.
۱۴۳۷/۸/۳هـ ق
۱۳۹۵/۲/۲۱هـ ش
۲۰۱۶/۵/۱۰م


عبدالقدوس منقاد :

څومـــره مستـــې دي جــــزبـې د فدايـانو
پـه دښـمـــن دي سترګـې ســرې د فدايـانو

د اسـلام د سپين تاريخ سپينو صفحـو کې
ډېرې شـتـــه دي کارنـــــــــامې د فدايـانو

لـه زاريـــو او دعــــا د نيمــــو شپــــو نـه
تــــل نمجـنـــــې وي لېمـــــــې د فدايـانو

بس يواځې پوخ يقين يې په خپل رب دی
پـه بــل چـا نشتــــه اســـــــرې د فدايـانو

د مظلـوم په خـوار مخ اوښکـو ماتې کړي
هــر ظالــــــم تـه حوصلـــــــې د فدايـانو

د دنيــــا پـه شــرابونو خــمـــــــار نـه دي
دي جـنــــــت کـې ميـکـــــــدې د فدايـانو

چـې ترکـومــــې د اســـــلام ډېوه وي بله
پـرې سـوځيـــږي بـه سينـــــې د فدايـانو

پـه دنيــــا او عـقبــــا دواړو کـې منـقـاده
وي دې هسکــې تـل شمـلـــــې د فدايـانو

پای.
۱۴۳۷هـ ق
۱۳۹۵هـ ش
۲۰۱۶م


خوږه ياره/ عبدالقدوس منقاد :

د پاکــې مينــې پاکـه غونــدې يـاره خـوږه يـاره
وه ګــــرانه وه زړګيـــه وه دلــــداره خـوږه يـاره

چې ته راشې غمونه او دردونه مې ټول ورک شي
چې ته نه يـې نـو ډېر يـم نـاقـــراره خـوږه يـاره

زمـا په سر دې بار شـي په تا غـم مې نه لـوريږي
تل خوښ اوسې قربان دې شم درځاره خـوږه يـاره

چې دواړه به يوځای تلو او يو بل ته به موسکي وو
اوس ژاړمــه چـې ځـم په هغۀ لاره خـوږه يـاره

که ته مړ شې زۀ هم به زاره ترک درپسې مړ شم
که زۀ مړ شوم راځـې به تر مـــزاره خـوږه يـاره؟

اوس هـره شپـه له غمـه لکـه شـمــه ويـلې کېږم
مـړې اوښکـې تويومـه تـر سـهــــاره خـوږه يـاره

منـقـاده وايم ته يې ، ته مې ژر سترګـو ته راشې
چې څوک هم راته غږ وکړي کراره ، خـوږه يـاره

پای.


غزل/ عبدالقدوس منقاد :

چې تا هم ورسره بيا سم له واره اوښکې توی کړې
دا چـا نـن درتـه وه دنګـه چـنـاره اوښکې توی کړې

بېګا مې ستا مسکی تصوير راواخيست ښۀ مې ښکل کړ
او بيا مې ورته مړې مړې تر سهاره اوښکې توی کړې

د ټـول عـمـر ګنــاوې به پـه يو وار درتـه مـاف کړي
توبـې سـره کـه رب ته ګناهګــاره اوښکې توی کړې

لېمو کې اوښکې بندې کړه يودم به قيامت جوړ شي
قربان دې شم، قسم ده که دې ياره اوښکې توی کړې

هـغـه به خامخـا يـو وخــت زرور تـر منــزل رسـي
چې چا له هر يو پل سره په لاره اوښکې توی کړې

زمـــا د ديـن دښـمــن نه بـه زمـــا انتقـــــام اخلـې
دا نۀ چې صـرف راشې تر مـزاره اوښکې توی کړې

« منقاده » تا د خپـل ارمـان لپـاره وينې توی کړې
که نورو بيا د خپـل ارمـان لپـاره اوښکې توی کړې

پای.
۱۴۳۹هـ ق
۱۳۹۷هـ ش
۲۰۱۸م


عبدالقدوس منقاد :

که د اخلاص او تقوا بوی له هر يو ځوانه راځي
نـو تـل بـه داسـې نصـــرتونه لـه اسمــانه راځي

حـورې شهيـده ږدي خالـونه ستـا له وينـو څخه
ځکـه خو تا ته آن د جنــګ تر تود ميــدانه راځي

ډېر ژر بـه راشـي په وطـن د ښکلـو بيا پاچاهي
دا يوسفي بنديـــان به تخـت ته له زندانه راځي

څوک وايي دا جهـاد حق ندی؟، مونږ ليدلي خپله
شهيدان خښ شي او خوشبو له قبرستانه راځي

يو خوا څلوېښت کفري ملکونه بل خوا يو طالب جان
خو بيا هم ټول ترېنه په تېښته له ميدانه راځي

افغانان پوه دي چې په هر يو شر کې لاس د چا دی
ځکـه خـو بد يې لـه خبيثـې امريکــــانه راځي

« منـقـاده » مونږ باندې د شکـر امتحـان راغلی
د فتحو زيري له هـر لـوري ښۀ پرېمــانه راځي

پای.
۱۴۳۹هـ ق
۱۳۹۶هـ ش
۲۰۱۷م


نعت شريف/ عبدالقدوس منقاد :

خـاونده پـه ارمـــان يـم لـه مـــــودو د مـدينـې
نـور ستــرګې کـړه رایخـې پـه ليــدو د مـدينـې

رانجۀ چې کړم د سترګو د جانان د قدم خاورې
همـدا رانجۀ مې خوښ دي له رانجـو د مـدينـې

سـلام دې وي په ښکلي خـوږ دلبـر د مدينې مې
سـلام يـې پـه يـــــارانـو مېړنـــــــــو د مـدينـې

لا هـلتـه د جـانـان د تــورو زلـفــو وږمـې پاتـي
عـطـــرونه حيـران کړي دي خوشوبو د مـدينـې

قـربــان شـم د حـــرم لـه عارفينـو درويشـــانو
قـربــان لـه مـلـنـګانــــو د کـوڅـــــو د مـدينـې

هـر لـور تـه يـې خپـــرې د رڼاګانـو پلوشـې دي
جـهـــان واړه روښـــــان دی له ډېوو د مـدينـې

منـقـاده مدينـې مونږ ته د عشـق سبـق ښودلی
مونږ ويـاړو تـل پـه نـوم او تاريخــو د مـدينـې

پای.
۱۴۳۹هـ ق
۱۳۹۶هـ ش
۲۰۱۸م


غزل/ عبدالقدوس منقاد :

خود به د يـار په اشــــــارې باندې لا نه پوهيږي
چې د اشنـــا پخـې وعـــدې باندې لا نه پوهيږي

دا غلامــان شرميـږي هم نه چې پـرې فخـر کوي
کـه د مــــــلالــې پـه ټپـــې باندې لا نه پوهيږي؟

هغه عاشق نه دی چې عشق کې دردېدلی نه وي
چـې لا تـر اوســه شبګيــرې باندې لا نه پوهيږي

مونږ ته قلـم قلـم کـــوي خپــله ايـټـــم جـوړوي
ته به وا دوی په توپانچـــې باندې لا نه پوهيږي

دی بـه نـو څنګه د اولــس پـه درد خـفـه وګڼـم؟
څوک چې تر اوسـه جنــازې باندې لا نه پوهیږي

مـلا ښۀ سم په اسلامي سياست پوهيږي خو که
ستا غلامي سياست وي دې باندې لا نه پوهيږي

منقاده دوی ته سر بايلل په يار ښکاريږي تاوان
څومره ساده دي دې فايدې باندې لا نه پوهيږي

پای.
۱۴۳۹هـ ق
۱۳۹۶هـ ش
۲۰۱۸م


عبدالقدوس منقاد :

څومره چې د رب راضي کولو څخه لرې يو
هومره به د ښې ورځې ليدلو څخه لرې يو

مونږ چې بدرګه نکړو په يو غږ ټول د حق شعار
خود به د باطل له ماتولو څخه لرې يو

غواړي دښمنان چې پرې کړي زمونږه د وحدت رسۍ
يو به يو ، بيا هم به يوکېدلو څخه لرې يو

اې د نړۍ ستر شيطانه ژامې به درماتې کړو
خير که نن د لاس در رسولو څخه لرې يو

ټول راځئ چې وکړو د اشغال خلاف ملي پاڅون
بيا ګورئ چې څنګه دې ناولو څخه لرې يو

مونږ که جنګ ګټو ، وي به د دين او عقيدې اثر
نور خو وينې څومره وسائلو څخه لرې يو

خدای به کړي رالنډ راته منقاده دغه اوږد مزل
خير که اوس منزل ته رسېدلو څخه لرې يو

پای.
۱۴۴۱هـ ق
۱۳۹۸هـ ش
۲۰۱۹م


عبدالقدوس منقاد :

زمـا په خوار مظلوم اولس بمــونه مـه وروه
ظالمــه نـور د خپـل هوس بمــونه مـه وروه

د دې ښايسته هيواد ښکلا به درته وکړي ازار
بيـا په غاټول او په نرګس بمــونه مـه وروه

زۀ خو يتيـم يـمـه غريـب يمـه ډوډۍ نه لرم
راټولومـــه غـرۀ کې خـس بمــونه مـه وروه

په مدرسـو او جومـاتونـو او کورونـو بانـدې
ظالمــه مـــه وروه بــس بمــونه مـه وروه

درته راويښ به کړي لا نور هم دا غيور قومونه
ورته د ننګ به شي جرس بمــونه مـه وروه

هر کور کې ښځې ماشومان درته ښېراوې کوي
ازار دې وړی د هـر کــس بمــونه مـه وروه

منقاد نيولی دی شمار ستاسو هر يوه وحشت ته
بـدل يې اخلـو يو په لـس بمــونـه مـه وروه

پای.
۱۴۳۸هـ ق
۱۳۹۶هـ ش
۲۰۱۷م


نعت شريف/ عبدالقدوس منقاد :

جـــانانه چې ستـا خـوا کـې اوښتـم را اوښتـم
لـه ډېرې خوشــــالۍ نه په جامـــو نه ځايــدم

بې درېغه محبت و او د عشق د اظهــار ځای و
نـو ځـکـه د پتنـګ غـونـدې لمبــــو کـې ګډېدم

له ستـرګو به مې اوښکې تلې عجيبه کيفيت و
خـو پـټ بـه پـه زړګـــي کـې خندېدم خندېدم

بې نوره شوه سپوږمۍ چې راغی ستا د مخ سهار
بلبل به خود ستايلې چې ګلان شول درته خـم

ها خوند د وصال څومره زورور و اوس هم پاتې
دې فکـر کې يم اوس چې به دې بيا کله وينـم

دا خوب و او که خيال و او که ښکلی حقيقت و
جــــانانه مــــا ليدلــې او جــــانانه تـا ليــــدم

جمال داسې جمال و چې جمال ورته حيران و
منـقـاده په ديــدن به يـې بلکـــل نه مړېــــدم

پای.


تښتئ تښتئ ځغلئ ځغلئ
هلئ هلئ هلئ هلئ
څنګه مو د جنګ ډګر کې ماته کړې ناټو
وځئ پردو وځئ پردو

مونږ مو پرې سرونه کړل
مات مو در هډونه کړل
ښۀ ډېر مو چې مړۀ کړلئ
بيا مو جګ لاسونه کړل
ساتئ په غوږو کې تل غږونه د بوشکو

زموږ افغانستان به وي
تل په دين ودان به وي
تاسې به سر ټيټي یئ
لوړ زمونږه شان به وي
ياد به يو تاريخ کې تل ګټونکي د جګړو

ځئ شرم مو پټ کړئ اوس
چاته پورته څټ کړئ اوس
وي تر نيمې شپې پورې
خوشې زمونږ کټ کړئ اوس
وباسئ خوبونه د اشغال نور له مزغو

مونږيو يو افغان ملت
ډېر لوی قهرمان ملت
يو پردو ته اور غوندې
خپلو کې جانان ملت
يو د منقاد وروڼه اړوونکي د شملو

پای.
۱۴۴۳/۱/۲۲هـ ق
۱۴۰۰/۶/۹هـ ش
۲۰۲۱/۸/۳۱م


عبدالقدوس منقاد :

ما خو په لر غوښتۀ په بر يې راکړ
يو لوی د مينې سمندر يې راکړ

جنت به هم راکړي چې مړ شمه پرې
چې د ايمان دا ستر جوهر يې راکړ

چې زنکدن کې هم کړي غم د امت
شکر چې داسې پيغمبر يې راکړ

د جنګ ډګر کې مې کړه ماته نړۍ
ځکه په قطر کې دفتر يې راکړ

خپل افغان وروڼه يې پرې ووژل خو
اوس هم خوشال دی چې ډالر يې راکړ

د فرعوني نړۍ غرور چې مات کړي
ورته ملنګ ملا عمر يې راکړ

د ټول ژوند تنده به راماته کړي يار
منقاده جام که له کوثر يې راکړ

پای.


الانقياد خپرنيون dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
الانقياد خپرنيون يې وړاندې کوي :

اختريزه ترانه :

خير که تيريږي نن بمبار او په چاپو کې اختر

غږ : عبدالقدوس منقاد

ښکته کيفيت

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


الانقياد خپرنيون dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
الانقياد خپرنيون يې وړاندې کوي :

اختريزه ترانه :

خير که تيريږي نن بمبار او په چاپو کې اختر

غږ : عبدالقدوس منقاد

پورته کيفيت

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


الانقياد خپرنيون يې وړاندې کوي :

اختريزه ترانه :

خير که تېريږي نن بمبار او په چاپو کې اختر

غږ : عبدالقدوس منقاد

هيله ده : زموږ د فېسبوک پاڼه خوښه کړئ او زموږ د يوټيوب چېنل هم سبسکرايب کړئ . مننه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://youtu.be/nRoifzGCjOs


عبدالقدوس منقاد :

د جـهــــاد پـه ســـــنـګـرو کې مسافره
پـه ســـخـتـيــو  کـــــړاوو کې مسافره

د دې کلـي خـلـک ټـول پـه تـا ډاډه دي
سپيـن مشـال يې په تيارو کې مسافره

د زمريانو په څېر تل دښمن ته پټ يې
د وطـــن پـه غـــرو رغـــو کې مسافره

اول ښــۀ دښـمنــان ووژنـه ، بيـا راوړه
تـــرې ســــــرونـه پـه نېزو کې مسافره

ځيرک اوسـه! پـام بـه ډېر کـوې جانانه
په دې سختـو ورځـو شپـو کې مسافره

رب دې تـل لــره ثابــت پـه هـر ميــدان
د جـنـګـونــــو مـعـــــرکــو کې مسافره

درتـه ډال به وي دا ګـرد د دوزخ اور نه
ای د خـــدای د لار ګـــــردو کې مسافره

کـه پـه ژوند مـو بيا ونـه ليـدل منقـاده
بيـا بـه ګـــــورو جـنــتـــــو کې مسافره

پای.
۱۴۳۵هـ ق
۱۳۹۲هـ ش
۲۰۱۴م


غزل/ عبدالقدوس منقاد :

د ګلاب ګل ده څـۀ ښـایستـه ده او نازک هم ده
جانان مې ډېر راسره خوږ ده خو تروشک هم ده

لوی امتحــــان ده په خپلوانو او ټول کلي باندې
يتيـــم ماشـوم ده ډېر حقدار ده ، جنګيرک هم ده

يو ترازو ، يو نېک عمل ، خو د اخــلاص توپير ده
يو چاته دروند خيږي، خو بل چاته بيا سپک هم ده

اشنا که تللی ، خو د زړۀ کور کې مې تل اوسيږي
ځکـه خـو وايمــه چې شتـه ، او نــــادرک هم ده

خدای ورور ولي او ملګرتيا په داسـې تـار تړلې
په يو خبر شکيږي باريک ده ، خو ډېر کلک هم ده

په ديندارۍ ده ، نۀ په قـوم ده ، نۀ په ژبـې جنت
الله تـه يـو دي که پښتــون ده ، که ازبــک هم ده

د شـعـر تار کې تـل پېيي د خپـل محبـوب خـبـرې
منـقـاد د يار عشق کې خمار ده او ځيرک هم ده

پای.

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

315

obunachilar
Kanal statistikasi