̲̲̅̅خـــــ̲̲̅̅ــــــــو̲̲̅̅ږ̲̲̅̅ې̲̲̅̅ ̲̲̅̅خ̲̲̅̅ـــــبــــ̲̲̅̅ر̲̲̅̅ي🖌📑


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ذهني وده مو دپوهانو په غوره اقوالوسره پیاوړی کړی.
خوږې خبری خوږې شکری. ولولی او دخفګان احساس مو لری کړی

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




صلی الله تعالی عليه وسلم – په امر ترسره شوی و، بيا هم د ام المؤمنين ام حبيبې – رضي الله تعالی عنها – لومړنی خاوند په حبشه کې مرتد (نصراني) شو، ډېر شراب به يې څښل او همالته د ارتداد په حال کې مړ شو، او بيا رسول الله – صلی الله تعالی عليه وسلم – له نوموړې سره واده وکړ.

په فتاواي عثماني کې له شيخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني صيب څخه پوښتنه شوې، چې ډېری مسلمان ځوانان چې په غربي هيوادونو کې نيشنليټي (تابعيت) ترلاسه کوي، نو د دې تابعيت ترلاسه کولو له پاره په پېژندپاڼه کې ځان (غيرمسلم) ليکي، ايا په دې سره دوی د اسلام له کړۍ وځي، او که نه؟
نوموړي په ځواب کې په زغرده ويلي: «داسې عمل ترسره کوونکی مرتد (بې دينه) کيږي». ځکه چې د ايمان په شرايطو کې (اقرار باللسان) هم داخل دی.

۲- د کافرانو له اخلاقو اغېزمن کېدل.

۳- خپل اولاد ارتداد او کفري اخلاقو ته وړاندې کول.
د قران کريم په ايتونو کې له تدبر وروسته څرګنديږي، چې د نوح – عليه الصلاة و السلام – زوی او مېرمن، او د لوط – عليه الصلاة و السلام – مېرمن – که څه هم د نبوت د کورنۍ خلک وو – د کافرانو له اخلاقو اغېزمن شول، او خاتمې يې خرابې شوې. معاذ الله تعالی

*د مخنيوي لارې چارې:*
کېدای شي، له پوهانو او مفکرينو سره له سلا مشورو وروسته اسلامي امت په تېره بيا زموږ ګران هيواد او هيوادوالو ته د دې پېښ مصيبت د مخنيوي ښې، کاميابې او اسانه لارې چارې په ګوته شي؛ خو زما په اند به دا دوه لارې هم د دې مشکل په مخنيوي کې مرسته وکړي:

۱- د دعوت او ارشاد مسؤلينو ته دنده ورکړای شي، چې مسلمانان د اسلامي ټولنې، اسلامي نظام او تر هغه لاندې د ژوند کولو په اهميت وپوهوي، په زړونو کې يې د اسلامي هيوادونو (په ځانګړي ډول د خپل هيواد او هيواد ته د خدمت) مينه راوټوکوي، د کفري هيوادونو او په هغو کې د استوګنې شرعي او دنيوي تاوانونه ورته بيان کړي، د کفري هيوادونو او ټولنو کرکه يې په زړونو کې پيدا کړي.

۲- په هيواد کې دننه ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، که په خپل هيواد کې ټولو ځوانانو ته د کار فرصت نه برابريږي، بيا دې نورو اسلامي هيوادونو ته واستول شي.

*پايله:*
نو پورتنۍ قضيه يوازې سياسي يا اقتصادي اړخونه نه لري، بلکې له ديني او عقيدوي اړخه هم ډېره خطرناکه ده، او دا زموږ شرعي مسؤليت دی، چې د دې خطرناک غربي پلان په مقابل کې ټول شته امکانات په کار واچوو، او مسلمانانو (په ځانګړي ډول افغانانو وروڼو او خويندو) ته د دې لويې او وژونکې بلا له خولې نجات ورکړو.

م.حافظ خاکسار


لو پروژو کې پانګونې کوي، چې دا زموږ هيواد ته يو ډول اقتصادي ضربه ده.

*۳- سياسي اړخ:*
که له اسلامي هيوادونو (په ځانګړې توګه افغانستان) څخه د اروپايي هيوادونو په لوري د پناه وړونکو بهېدونکي سيلاب ته وکتل شي؛ نو بېلابېل عوامل يې ترسترګو کيږي، لکه: د امنيتي وضعيت خرابوالی، د کاري فرصتونو نه موندل او نور… خو زما په اند: تر ټولو عمده عامل يې د غرب فکري يرغل دی، ځکه چې دښمنان په دې پوهيږي، چې که موږ په افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو کې د مسلمانانو د تنصير او تبشير څومره زياتې پټې او څرګندې ادارې ولرو، او ډېره زياته پانګونه پرې وکړو، بيا هم د اسلامي امت په بې لارې کولو او بې دينه کولو کې دومره رول نه شي لوبولای، لکه مسلمانان ځوانان او پېغلې چې په خپله د دوی هيوادونو ته ورشي، ځکه چې په اسلامي هيوادونو کې دننه عالمان او داعيان شته، چې خلک د دښمن له شومو اهدافو خبروي او مخنيوی يې کوي.

بله داچې په اسلامي هيوادونو کې دننه دوی په ډېره پټه توګه د بېلابېلو موسسو او خيريه بنسټونو له لارې خپل پلانونه په مخ وړي، چې دا ډېر ستونزمن کار دی، که څه هم دوی له دې لارې هم څه ناڅه لاسته راوړنې لري؛ خو سلنه يې ډېره کمه ده، د دې برعکس کله چې مسلمانان ځوانان او نجونې د دوی هيوادونه ته په خپله په داسې حال کې ورشي، چې په قاچاقي لارو يې ډېرې ستړياوې ګاللې وي، له ډېرو سختو پړاوونو تېر شوي وي، غر بت او ناچاري يې له حده اوښتي وي، د تابعيت ترلاسه کولو ته يې ډېره تلوسه وي، د دې تندې خړوبولو له پاره له ډېرو شيانو تېرېدلو ته تيار وي او يوازې د دې وحشيانو ترحم ته يې سترګې وي؛ نو ايا په داسې حال کې به دا وګړي په خپل ايمان ټينګ پاتې شي؟ ځواب يې منفي دی. الا ما شاء الله

نو له پورتني تحليل څخه جوته شوه، چې دغه (د اسلامي هيوادونو د پرېښودونکو او کفري هيوادونو کې د تلپاتې استوګنې غوره کوونکو) ورځ تربلې چټکېدونکې لړۍ تر شا داسې پټ لاسونه شته، چې په اسلامي هيوادونو کې په لوی لاس امنيت وګواښي، اقتصادي وضعه خرابه کړي، د ديني او عصري زده کړو بهير ټکنی يا هم په ټپه ودروي او داسې نور… او د دې په خلاف خپل هيوادونه له امنه ډک، مهذب، په اقتصادي وضعيت برلاسي او په عصري زده کړو کې تر ټولو پرمختللي او مخکښان وښيي، د تبليغاتي وسايلو په مټ مسلمان (خو له دينه ناخبر) ځوان کوول ته په اروپايي هيوادونو کې شنه باغونه، چمنونه په خوب ور وويني، دومره يې وهڅوي، چې په ذهني جنون اخته شي او په ډېره بې صبرۍ د اروپايي هيوادونو د سفر تابيا ونيسي، تر دې چې له خپل خواږه ژونده تېرېدلو ته هم تيار شي.
په پای کې هلته (اروپايي هيوادونو ته) له رسېدو وروسته وويني، چې په داسې لومه کې نښتی، چې په هيڅ ډول يې د خلاصېدو امکان نه شته؛ نو بيا په ټولو شته وسايلو د تابعيت اخيستلو هڅه کوي، چې په دغو وسايلو کې يو هم له ايمانه تېرېدل دي. و العياذ بالله، ثم العياذ بالله، ثم العياذ بالله.

خو بيا هم که له ايمانه تېر نه شي، په ډول، ډول اخلاقي فسادونو، بې لاريو، شرابو، نشو او تماشو روږدي کيږي، او له هر ډول ديني او مذهبي ازادي سره له اشنا کېدلو وروسته غواړي، ځان ته په خپل هيواد کې هم د همداسې ازادې فضا زمينه برابره کړي، او په پايله کې يې داسې ايمان پلورونکې او هيواد پلورونکې څېرې ترې وزيږي، چې له شامته يې کابو نيمه پېړۍ کړيږو.

*لاملونه:*
دا موضوع ډېر لاملونه لري، چې څو يې په لنډ ډول ستاسې مخې ته ږدم:

۱ ـ د اسلام او اسلامي ټولنې له ښېګړو ناخبرتيا.
۲ ـ د غربي رسنيو تبليغات.
۳ ـ د مال مينه.

ها بله ورځ مو څو ځوانان ولیدل، د امریکا په مینه کې د روانې الوتکې پورې ځوړند شول او له خواږه ځانه تېر شول، دې کسانو ته د طالبانو له خوا کوم خطر متوجې نه و، بلکې د یوې بې وزله کورنۍ خلک و او د پښتو له متل سره سم په امریکا کې يې زوړندې ډوډۍ غوښتې.

۴ – د فحشا، نفساني خواهشاتو او شهواني غريزې مړول.
۵ ـ د اسلامي نظام له ښېګړو ناخبرتيا.
۶ ـ د عالمانو او داعیانو چوپتيا

*زيانونه:*
د دې عمل د بې شمېره زيانونو له جملې څو لوی تاوانونه دا دي:

۱ـ ارتداد:
په کفري هيواد کې د استوګنې تر ټولو ستر تاوان دا دی، چې (نعوذ بالله) انسان د ايمان له کړۍ وځي، ځکه چې په انسان کې د انفعاليت (له بل چا اغېزمن کېدلو) ماده موجوده ده، که بيا هم الله تعالی د چا ايمان وساتي، زامن او لمسيان يې بې دينه کيږي، پنځوس کاله مخکې چې څوک کفري هيوادونو ته د همېشه اوسېدلو له پاره تللي وو، د هغوی په اولاد کې يو مسلمان هم نه پيدا کيږي، څوک به داسې بېلګه وړاندې نه کړي، چې پلانۍ کورنۍ يوه يا نيمه پېړۍ مخکې له اسلامي هيواد څخه کفري هيواد ته تللې وه او اوس هم په خپل ايمان پاتې دي، که وي هم، يوازې په نوم به وي.

که موږ د صحابه وو – رضي الله تعالی عنهم – سيرت ته ځير شو، وبه ګورو، چې د حبشې په هجرت کې مسلمانانو ته د دين په اړه د فتنې وېره نه وه، او بله دا چې دا هجرت د رسول الله –


*کفري هيوادونو ته د مسلمانو ځوانانو د تېښتې ناورين او زموږ مسؤلیت..؟*

(اسلامي هيواد يو مخ پرېښودل، او په کفري هيواد کې تلپاتې استوګنه غوره کول)

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام علی رسوله محمد وآله وصحبه أجمعين.

وبعد: اسلامي هيواد يومخ پرېښودل، او په کفري هيواد کې استوګنه غوره کول، د کفري هيوادونو تابعيت اخيستل، زموږ د ګران هيواد او هيوادوالو داسې ستره غميزه او ناورين دی، چې د حل لارې په را اېستلو کې يې بايد زموږ مفکرين او پوهان په مياشتو، مياشتو تر سهاره شپې رڼې کړي، او عالمان يې د مخنيوي په اړه تر اوږدو مودو د قال الله (جل جلاله) او قال الرسول (صلی الله تعالی عليه وسلم) په بدرګه ممبرونه تاوده وساتي، ليکوالان يې په اړه اوږدې، اوږدې مقالې وليکي، د ملت په درد دردمن شاعران او اديبان يې په اړه ترانې او شعرونه وليکي، او د ترنم خاوندان پرې خپلې حنجرې تازه کړي، د افغانستان د اسلامي امارت درانه مشران دې دردوونکې قضيې ته په پوره جديت متوجې شي، د دې ناورين له منځه وړلو له پاره ځانګړی کميسيون تشکيل کړي،او د دې وژونکي توپان مخه ډب کړي.
د پورتنۍ قضيې اړخونه: دا قضيه زما په اند درۍ اړخونه لري:

*۱- شرعي اړخ:*
که د پورتنۍ قضيې شرعي ليد لوری وکتل شي، په اړه يې بې شمېره قراني ايتونه، نبوي حديثونه او د فقهاوو – رحمهم الله تعالی – قولونه شته، چې له هغو څخه دا څرګنديږي، چې دا عمل ناروا دی، دلته به يې په لنډه توګه يادونه وکړم:

(لومړی) د قران کريم ايت: الله تعالی فرمايي:
“إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا” [سورة النساء]

بې شكه هغوی چې ملايكې يې سا اخلي په داسې حال كې چې پرخپلو ځانو ظالمان وو، (ملايكې) ورته وايي: په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي: موږ په ځمكه كې كمزوري وو، ورته وايي: ايا د الله ځمكه ارته نه وه، چې هجرت مو په كې كړى واى؟ نو د دې خلكو استوګنځى جهنم دى او هغه د ورګرځېدلو ډېر بدځاى دى.

(دويم) نبوي حديثونه:
رسول الله – صلی الله تعالی عليه وسلم – ويلي دي:
«أنا بريء من کل مسلم يقيم بين أظهر المشرکين. قالوا: يا رسول الله، ولم؟ قال: لا تتراءی ناراهما». أخرجه أبو داود، و الترمذي.

يانې: زه له هغه مسلمان څخه بېزاره يم، چې د کافرانو ترمنځ اوسيږي. صحابه وو – رضي الله تعالی عنهم – پوښتنه وکړه: ای د الله – تعالی – رسوله! دا ولې؟ وې ويل: دومره لرې دې سره واوسي، چې يو د بل اورونه سره ونه ويني.

(دريم) د فقهاوو – رحمهم الله تعالی – قولونه:
هجرت (هيواد پرېښودل) زموږ د فقهاوو – رحمهم الله تعالی – له انده په درۍ ډوله دي:

۱ـ له کفري هيواد څخه اسلامي هيواد ته هجرت کول واجب دي. [البحر الرائق: ۱/ ۳۶۸]

۲ـ د فتنو او ګناوو له هيواد يا سيمې څخه دار صلاح (د نېکانو او نېکو عملونو) سيمې ته هجرت کول د حنفي فقهاوو په اند مستحب، د مالکيه وو او شوافعو په اند واجب دي. [الموسوعة الفقهية: ۴۲/ ۱۹۰- ــ ۱۹۱]

۳ـ له اسلامي هيواد څخه کفري هيواد ته هجرت او پاتې ژوند همالته تېرول ناروا دي.

ځکه چې رسول الله – صلی الله تعالی عليه وسلم – له هغه مسلمان څخه خپله بېزاري اعلان کړې، چې د کفارو ترمنځ ژوند کوي. أخرجه أبو داود، و الترمذي.
او علامه ابن نجيم – رحمه الله تعالی- د هغو نويو مسلمانانو له پاره د هجرت واجبوالي حکم منسوخ نه بولي، چې په کفري هيواد کې مسلمان شي. [البحر الرائق: ۱/ ۳۶۸] نو د ده د عبارت له مخالف مفهوم څخه څرګنديږي، چې کفري هيواد ته هجرت کول ناروا دي، ځکه چې له کفري هيواد څخه هجرت کول واجب شو؛ نو هلته ژوند تېرول ناروا دي.

بله دا چې په دې سره د کافرانو ډله زياتيږي، له هغوی سره په ګډ ژوند کولو سره دی ناروا کارونه ويني، او ورسره عادت کيږي، په کفري هيواد کې دننه ژوند کوونکی له هغوی سره د جهاد کولو توان نه لري، په دې باور نه شته چې دا وګړی به کافرانو ته مايل نه شي، يا هغوی د ده د بې دينه کولو يا وژلو څه پلان ورته جوړ کړي، او کفري هيواد ته په هجرت سره د مسلمانانو ډله کمزورې کيږي.

*۲- اقتصادي اړخ:*
دا قضيه له نورو ډېرو زيانونو سره سره اقتصادي زيانونه هم لري، ځکه چې اروپايي هيوادونو ته ډېری زموږ لوستي ځوانان ځي، چې ډېر يې د اقتصاد، ادبياتو، انجينري يا طب له پوهنځيو فارغ وي، د زده کړو په لاره کې يې ستونزې ګاللې وي، له فراغت وروسته يومخ کاري فرصت نه ورته برابريږي، يا په ډېره کمه تنخوا ورته برابريږي، له دې امله نو د ډېرې تنخوا ترلاسه کولو له پاره اروپايي هيوادونو ته مخه کړي، هلته خدمت کوي، زموږ ټولنه يې له ګټې بې برخې شي.

که موږ وګورو، زموږ د ګران هيواد تکړه ډاکټران او … په اروپايي هيوادونو کې خدمت کوي، همالته په بېلابې


🌹بِــسْــمِ اللّٰهِ الـرَّحْـمٰـنِ الـرَحِـیْـم🌹
🌹ضروریی وګوری اونشریی کی
د توبې په لار کې خنډونه

۱- د ګناه سپک ګڼل: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: مسلمان ته خپل ګناهونه د غره په شان ښکاري او وېره لري چې کېدای شي هره شیبه پرې راوغورځیږي. خو منافق خپله ګناه د میاشې په شان ګڼي چې پر پوزه یې ناسته وي او وایي چې داسې شوه او داسې) (بخاري)

۲- په ژوند پورې اوږدې هیلې تړل: ګومان کوي چې په دنیا کې تلپاتې دی او مرګ تل لرې بولي.خو لدې ناخبره چې مرګ تل ناڅاپه را رسېږي.

۳- د الله بښنې ته بې ځایه تمه: د مؤمن او منافق تر منځ توپیر دا دی چې: مؤمن ښه کارونه کوي خو بیا هم وايي چې ډارېږم که یې الله رانه قبول نه کړي. خو منافق ګناهونه تر سره کوي او بیا وايي: هیله من یم چې الله به مې وبښي. قرآن په ګوته کوي چې الله عزوجل که څومره مهربانه دی خو دردونکی عذاب هم لري، نو دواړه اړخونه باید په پام کې ونیول شي. (اى پیغمبره! زما بندګان خبر كړه چې زه ډیر بښونكى او مهربان يم. خو د دې تر څنګ زما عذاب هم ډېر دردناك دى.) (حجر ۴۹-۵۰)

۴- د ګناهونو د ډېروالي له امله د الله له مغفرت څخه ناهېلی کیدل: دا شبهه وړاندې د زمر سورت په ۵۳ کې رد کړای شوه.

۵- د ګناه حقیقت نه پېژندل: دا چې یو څوک ګناه وکړي خو ګومان هم نه کوي او نه پوهیږي چې د الله په نافرمانۍ کې اخته دی. ځکه نو اړینه ده چې پدې اړه مطالعه وشي.

پیل څنګه وکړو؟

ډير خلک نه پوهیږي چې له کومه او څنګه یې پیل کړي، ښایي دوی د داسې چا په تمه وي چې له لاسه یې ونیسي او د ریښتینې توبې په لاره یې سیخ کړي. دلته دا ټکی مهم دی چې په دې نیک کار کې هیڅ ډول ځنډ جایز نه دی، څوک پوهیږي، ښایي همدا لیکنه ستا لپاره د الله لور ته د ګرځېدو موکه وي، نو لاندې ټکي په غور سره ولوله او عمل پرې وکړه.

– ستر او کوچني ګناهونه دې ټول یو یو وشمېره.

– هغه لاملونه چې تا ګناه ته بیایي په نښه کړه او په کلکه لاس ترې واخله.

– له کبایرو توبه پیل کړه او همداسې دوام ورکړه ترڅو له ټولو پاک شې.

– واړه ګناهونه هم کم مه ګڼه، ځکه ویل شوی: د ګناه کوچنیوالي ته مه ګوره بلکه د هغه ذات عظمت ته پام کوه چې نافرمانې یې کوې.

– د لارې سختۍ دې ستړی نه کړي، ځکه د ګناه پرېښودل د هغې د ریښو له پیاوړتیا سره تړلي، او له منځه وړل یې پوره وخت او ټینګه اراده غواړي.

– په هر پړاو کې دې چې بریا لاس ته راوړله، خپل ځان تشویق کړه او د هغې په اړه د الله جل جلاله شکر اداء کړه.

هو! همداسې ادامه ورکړه، ترڅو هغه ځای ته ورسېږې چې له تا سره ښایي او پالونکی دې پرې خوښ شي.

څومره ښکلې ده ګنهګار بنده توبه د غفار الله په دربار کې.

د اصلاح پيغام لړۍ
.

☝️☝️☝️




د یوه صحابي د بهادرۍ له ویاړ ډکه کیسه!

د اسلام دوهم خلیفه «عمر رضی الله عنه» یو لښکر رومیانو سره د جګړې لپاره ولېږه، د هغوی په مینځ کې یو نومیالی اتل “عبد الله بن حذافة بن قیس السهمي «رضی الله عنه» هم وو.

جګړې تر ډېرو ورځو دوام وکړ؛ د رومیانو واکمن «قیصر» د مسلمانانو جنګیالو ته ګوته په غاښ دی! د هغوی د مقاومت، جرئت او مېړانې تر څنګ په دې فکر کې دی؛ چې څنګه مرګ ته په خندا ورغاړې وځي..

امر یې وکړ، چې د مسلمانانو یو اسیر (بندي) زما په وړاندې راولئ!

هغوی “عبد الله بن حذافة” راوست، په داسې حال کې، چې د لاسونو، پښو او زولنو شرنګهار یې وېده زړونه وېښول، د هغه په وړاندې یې ودراوه.

د رومیانو واکمن تر ډېرو پوښتنو، وروسته د هغه پوهې او ځيرکتیا ته حیران شو؛ ورته یې وويل:
-د نصرانیت دین ومنه چې، له بند څخه دې آزاد کړم، له خپل دین (اسلام) سره مخه ښه وکړه!

هغه «رضی الله عنه» ورته وويل: نه!

یاد واکمن ورته وويل: نصرانیت ومنه نیمایي پاچایي به تاته وبښم!

هغه «رضی الله عنه» ورته بیا وويل: نشم کولای!

یاد واکمن ورته وويل: نصرانیت ومنه نیمایي پاچایي به تاته وبښم او له ماسره به په حکومتي چارو کې شریک یې!

هغه «رضی الله عنه» ورته ځواب ورکړ: نه! په ستر څښتن مې دې قسم وي، چې ستا، ستا د پلار، عربو او عجمو پاچایۍ راته وبښې، د یوې شېبې لپاره به هم له سپېڅلي دین څخه بېل نشم!

هغه د سخت غضب او غصې پر مهال وویل:
-نور مې حوصله ختم شوه؛ باید و دې وژنم!

هغه «رضی الله عنه» ور غبرګه کړه: ومې وژنه!

درباریانو ته یې امر وکړ: په یوه لرګي یې را وځړوئ، چار پېره پرې د غشو ګزارونه پیل کړئ!

یاد ظالم ورته د نصرانیت بلنه ورکوله؛ خو ده مبارک ترې انکار کاوه، د مرګ شېبې یې شمېرلې.

هغه چې کله د یاد اتل قوي ایمان او خلیلي هوډ ولید، امر یې وکړ: زندان ته یې را کش کړئ؛ خواړه او د څښلو اوبه پرې بندې کړئ، تر څو له تندې او لوږې څخه مړ شي!

هغوی یاد څېزونه پرې بند کړل، تر دې چې هغه د مرګ سره لاس او ګرېوان شو؛ نو شراب او د خنزیر غوښه یې ورته وړاندې کړه.. یاد صحابي «رضی الله عنه» چې هغه کله وليدل؛ ویې فرمایل:
-په الله قسم چې زما په ځلاند دین کې د ځان د ژوند، خوندي ساتلو په پار راته روا هم دي، چې ویې خورم؛ خو له دې امله چې کفار په خپل پلان کې بریالي نشي، نه یې خورم.

نوموړي قیصر ته یاد خبر ورسېد، هغه د سمو خوړو په ورکولو سپارښتنه وکړه.

(تکتیک یې بدل کړ) دا ځل یې درباریان په دې وګومارل، چې له حسن او ښایست څخه بډایه ښځه له هغه سره خوشې کړئ، ویې پوهوئ، چې د زنا لور ته یې وهڅوي.. هغوی همداسې وکړل، یوه «بربنډه» فاحشه یې ورسره ننویسته.

خو دا تکتیک او پلان یې هم له خاورو سره خاورې شو؛ ځکه هغه مبارک د هغې پر لور مخ هم نه ور اړاوه. یاده فاحشه له زندانه په داسې حال کې را ووته، چې تندی یې ګونځې او له غضب نه سره-شنه کېدله؛ ویې ویل: داسې وګړي ته مو وسپارلم؛ نه پوهېدم، چې هغه انسان دی او که د صحرا کاڼی؛ هغه والله که په دې پوهېدی؛ چې زه نر یم که ښځه.

کله چې قیصر نا امیده شو؛ نو امر یې وکړ: یو د میسو دېګ له ګرمو تېلو ډک کړئ. هغوی همغسې وکړل، هغه مبارک یې د یاد دېګ په وړاندې ودراوه، یو په زولنو کې تړلی بندي یې د هغه په مخکې جوش کړل شوو تېلو ته ور واچاوه؛ څه مهال وروسته یې سپین ورېت کړل شوي هډونه د تېلو پر سر راښکاره شول؛ هغه مبارک یاد دردمن حالت څاري.

هغه لعین بیا د نصرانیت بلنه ورکړه داسې یې انګېرله، چې اوس به بې له ځنډه د نصرانیت دین ومني؛ خو هغه مبارک بیا د تېر په څېر انکار وکړ.

هغه سخته په غضب شو؛ ویې ویل: نور یې تېلو ته ور ټېل وهئ. هغوی چې کله د دېګ په لوري کش کړل او د اور تاو یې حس کړل؛ ویې ژړل! د ملغلرو په څېر رڼې اوښکې یې پر مخ راغلې.
یاد لعین خوشاله شو؛ چې نصرانیت ته یې ګواکې غاړه کېښوده، ورته یې وويل: نصراني شوې، داسې داسې به دې ونازوم!

هغه مبارک ور غبرګه کړه: نه!

–قیصر: نو بیا ولې ژاړې؟

–عبد الله: په دې ژاړم، چې ستر څښتن یو روح را کړی؛ هغه دا دی د هغه (جل جلاله) تر رضا او خوښۍ یې ځاروم، کاشکې د وېښتانو په شمار روحونه (ارواګانې) مې لرلای او هر یو د هغه (جل جلاله) د رضا او خوښۍ په موخه رانه بېل شوی وای!

قیصر نور نا امیده شو، ورته یې وویل: راشه سر مې ښکل کړه، نور به دې آزاد کړم.

هغه مبارک ورغبرګه کړه: بیا به ټول بندیان آزادېږي!

قیصر ورسره ومنله...

هغه مبارک ور وخوځېد، د قیصر سر یې ښکل کړ، په دې توګه ټول مسلمان بندیان له بند څخه آزاد کړل شول.

کله چې د خپل خلیفه (عمر رضی الله عنه) پر لور وخوځېد، هغه ته خبر ورسېد، چ ګرځي او چي معمره شي بيايې ژوند تر حيوان هم بد تره شي.


🌺خــــــوږې خـــــبـــــــري🌺

*⚡ای اللہ رب العزته*

*💧ای د ټول کائنات شهنشاہ،*
*💧ای د ټول مخلوق ساتونکی،*
*💧ای د زندگې او د مرګ فیصلہ کونکي،*

*💧ای د آسمانونو او ځمکې مالکه،*
*💧ای د غرونو او سمندرونو مالکه،*
*💧ای د انسانانو او پيريانانو معبوده،*
*💧ای د عرشِ اعظم څيښتنه،*
*💧ای د فرشتو معبوده،*
*💧ای د عزت او ذلت خاونده،*
*💧ای د رنځورانو شِفا کونکي،*
*💧ای د بادشاهانو بادشاہ،*
*💧ای اللہ مونږ ستاسو گنهکار بندګان یو،*
*💧ستا خطاکار بندګان یو،*
*💦زمونږ گناهونه راته وبخښه🙏🙏*
*💦زمونږ خطاګاني را وبخښه🙏*
*💦ای اللہ مونږ د مخکنیو او* *شاتنیو ،صغیرہ او کبیرہ ټول گناهونو،خطاګانو او د نافرمانیوبخشنه راته وکړه🙏🙏*
*💦اے اللہ رب العزت مونږ له خپلو گناهونو څخه توبه کوو، زمونږ توبه قبوله کړی،*
*💦ای اللہ مونږ گنهکاریو،*
*سیاہ کاره یو ،بدکاره یو ستا د احکامو نافرمانه یو،*
*ناشُکره یو لیکن زمونږ معبود يواځې ته یی،*
*ستا د توحید گواہی ور کوو.*
*💦ستا څخه برته بلڅوک د عبادت لائق نه وینو،*
*💦ستا څخه پرته بلڅوک د بندگې لائق نه وینو،*
*💦ستا څخه پرته بلڅوک د تعریف لائق نه وینو،*
*💦زمونږ معبوده زمونږ گناهونه ستا له رحمت څخه لوي ندي،*
*💦ته مو په خپل رحمت سره زمونږ گناهونه را وبخښه🙏🙏🙏*
*💦ای اللہ مونږ د گمراهې وو له لارو څخه لرې او صراط المستقیم په لار برابر کړه،*
*💦ای اللہ مونږ ته د ښه لمونځ غاړو توفیق راکړه،*
*په کوم لمونځ چې ته راضې کيږي،*
*💦 په ژوند کې مو د نیکو اعمالو توفیق راکړه ،*
*په کوم اعمالو چې ته راضی کیږي*
*💦 ای سرور کاینات مالکه مونږ ته په ايمان ژوند او په ایمان مرګ راکړه،*
*💦ای اللہ مونږ ستا د احکامو فرمان برداره وګرزه وه،*
*💦او ستا د ګران حبیب جنابِ محمد رسول اللہ(صلی للہ علیه وسلم) د نیکو او پاکیزہ آدابو پالونکې وګرزه وه،*
*💦ای اللہ له مونږ څخه پریشانیو لرې کړه،*
*💦ای اللہ څوک چې* *مریضان دي هغوي ته شفاءکامله ور نصيب کړه،*
*💦ای اللہ څوک چې د قرضو له بوج څخه لاندې دي، هغوی د قرضو له بوج څخه ژر خلاص کړه،*
*💦ای رب العزت له شیطان څخه مو په خپل رحمت کې وساته،*
*💦اے اللہ د اسلام دښمنانو ته هدایت وکړه،*
*💦ای اللہ د حلال رزق د ګټلو توفیق را په برخه کړی،*
*💦ای پروردگارِ عالم مونږ له حرامو څخه لري وساتی،*
*💦اے اللہ زمونږ ټول شرعي حاجتونه را پوره کړي،*
*💦 ای متعال ربه زمونږ دُعاګاني په خپل رحم او کرم سره قبولي کړی،*
*همدغه دُعا مکمله ولولي:*
*"ای زما پروردگاره د خپل ګران محبوب حضرت محمدﷺ په شفاعت چې په ټوله دُنیا کې چې څومره مخلوقات مړه شوي،*
*هغوی ته د ګناهونو مغفرت وکړه،*
*هغوی د قبرونو له عذاب څخه وساته۔*
*ای زما الله د خپل حبیبﷺ په شفاعت څوک چې همدا دُعا نورو ته لیږي د هغوي ټول ګناهونه ور بخښه،*
*او په هر کار کي یی برکت ور واچوه،* او *نَصیبونه یی ور خلاص کړه، آمين،*

ـ👆 👆 👆 👆👆 👆 👆 👆 👆
https://t.me/Sweet_talk12


  ╭────•✿•──═╮
خـــــــــوږې خـــبـــــري
╰────•✿•───╯

9 شيان د ماشومانو شخصيت وژني

1 ښکنځل:

(خر، سپی، حيوان او یا بل خراب نوم ورته اخیستل)

2 اهانت:
(بد بخت، دروغجن، بد مخی، پنډوس، کوږ، حرامي ورته ویل)

3 له نورو سره پرتله:
ماشوم ته داسي احساس ورکول چي ته تر فلاني او فلاني ولي کم يې. دا خبري يې پر خپل ځان باور وژني.

4 د ناکامه کولو الفاظ:
(ته نه پوهېږې!، چپ ئې کړه شيطانه!، بې خيره!، مه غرېږه)

5 غلط تهديد:
(سپي ته دې وراچوم، سر دي در ماتوم، وينه دې څيښم، حلالوم دي، وژنم دي)

6 بې قناعته منع کول:
همېشه د يا – يا – يا کلمه ورته کارول او همېشه يې غوښتني ردول، بې له دې چي په سبب يې پوه کړل شي

7 ښراوي کول:
(خدای دې واخله، ميراث سې، سرطان سې…)

8 شرمول:
(د هغه د پټو اسرارو او خصوصياتو لوڅول)

9 مشروطه مينه:
(هغه داسي، چي خپله مينه تر يو محدود کار پوري مشروطه کړو، لکه: ته پر ما نه يې ګران! ځکه تا فلانی کار نه دی کړی.. که دي فلانی شی وخوړی؛ باره راباندي ګران يې.. که کاميابه شوې؛ بیا راباندي ګران يې.


 ╭──────•✿•───.
https://t.me/Sweet_talk12




*کفري هيوادونو ته له کورنۍ سره يو ځای يا جلا تلل څه حکم لري؟*

*ځواب:*

الحمدُ لله، والصَّلاةُ والسَّلامُ على رسولِ الله، أمّا بعدُ:

اصل دا دی چې مسلمان ته جايز نه ده چې د کفارو په مينځ کې يا په کوم کفري او غربي هيواد کې استوګنه غوره کړي مګر دا چې يو شرعي مصلحت او عذر وي .

الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو په اړه فرمايي چې دوی د کفارو په مينځ کې اوسيږي او په اسلام باندې پوره عمل نشي کولای:
[إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا] (سوره النسأء:۹۸ ).

ژباړه: کومو خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه، پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وئ، هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځکه کې ضعيف او مجبور وو، پريښتو وويل: آيا د الله ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی.

ابن کثير رحمه الله وايي: دا د هغو کسانو په حق کې دی چې دوی د کفارو په منځ کې اوسيږي او په اسلام باندې پوره عمل نشي کولای او د هجرت او انتقال توان لري نو دوی پخپلو ځانونو باندې ظلم کوي او په اجماع د امت په لویه ګناه مرکتب دي.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ» رواه أبو داود ( 2645 ) ، والترمذي ( 1604 ) .

ژباړه : زه له هر هغه مسلمان څخه بيزاره يم چې د مشرکينو په منځ کې اوسيږي.

دا ځکه چې د کفارو په منځ اوسيدل لاندې زيانونه لري :

۱- په دين کې د فتنې ويره ځکه چې دا ډول ټولنه سر تر پایه له ديني او اخلاقي فساد څخه ډکه وي.

۲- د خپلو اولادونو د آینده خطر:
ځکه چې دوی په داسې يوه ټولنه کې نمو کوي او لوييږي چې هغوی ته دين، اخلاق او انساني ارزښتونه هيڅ اهميت نه لري .

۳- د هغوی کفري قوانين :
پخپل ځای او خپله کورنۍ او اولادونو باندې د هغه ټولنې کفري قوانين عملي کول او هغه ته د سر ټیټول چې ځنې وخت د لوی انحراف او حتی د خپل دين څخه د وتلو سبب کيږي .

۴- د کفارو موالات :
د کفارو سره محبت پيدا کيدل او د مسلمانانو څخه کرکه کول، د هغوی په قوانينو او دين باندې راضي کيدل.

۵- د اسلام د ځنو شعائرو پر ځای کولو کې پاتې راتلل.

*خلاصه :*
هغه کسان چې د دين شعائر نشي عملي کولای او دين ته يې خطر وي هغوی ته د کفار په هيواد کې اوسيدل جايز نه دي، او هغه کسان چې د دين شعائر عملي کولای شي او د يو مصلحت او مجبوريت لپاره تللي وي یوازې د مجبوريت د رفع کولو تر وخت پورې هلته اوسيدل ورته جایز دي د او د دايمي اوسيدو نيت به نه لري.

*شرعي مصلحت لکه :*
د دعوت الی الله لپاره کفري هيواد ته تلل او هلته خلکو ته دعوت کول، د اسلام او مسلمانانو د شان لوړولو په نيت داسې لوړې زده کړې کول چې په اسلامي هيوادونو کې نه وي، يا درملنه کول هسې درملنه چې په اسلامي هيوادونو کې نه کيږي او يا د نفقې پيدا کول په هغه صورت کې چې په اسلامي هيواد نه وي.

فتاوی علماء البلد الحرام، فتاوی الاسلام سوال جواب، هيئت علماء الشام الاسلامي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم


د سهار وختي پاڅېدنه غوره چاره ده. زموږ محبوب نبي همېشه تر لمر راختو څو ساعتونه مخکي د تهجد لپاره راکښېنستی، امام ابو حنیفه به ستوري ولاړ وه اودس به ئې کوی، د امریکا درېیم رئیس جمهور توماس جیفرسن ټول ژوند تر لمر ختو مخکي پاڅېدی. د ایپل شرکت اجرائیه رئیس ټیم کوک هره ورځ پر ۳:۴۵ له خوبه پاڅېږي. که سهار وختي پاڅېدنه له تاسو څخه لوی څوک جوړ نه کړي، لږ تر لږه خپلو موخو ته خو به مو ورسوي.

را به سو د راکښېنستو اسانه لارو ته:
۱. په کراره ځان عادت کړئ:
که غواړی وختي را کښېنئ، نو په اول وار دوه ساعته وختي مه را کښېنی، بلکي کرار کرار په ۱۵ یا ۲۰ دقیقو وختي کولو سره ځان عادت کړی. که په یو وار دوه ساعته تغیر راولی، نو ګنګس به یاست.

۲. وختي بیده سئ: که داسي و نه کړی، نو سهار وختي پاڅېدل به درته ستونزمن وي.

۳. سهارنی پلان ولرئ:
که وختي را پورته سی، نو څه به کوی؟ د سهار د کارو پلان ماخستن جوړ کړی، سهار تر لمانځه او تلاوت وروسته په خپلو کارو پسې سئ، که کارونه و نه لری، نو بیا خوب درځي.

۴. سهارنۍ (د سهار خوراک) وکړئ:
د سهار لخوا خوندوره غذا خوړل هغه څه دي، چی طبیعت به مو در راسته کړي. هڅه وکړئ، چي په سهارنۍ کي کاربوهایډر


-کشکي ښه بریالی انسان وای، "نو بریا خو کار غواړي، په خوبو او لټیو نه کیږي"
-کشکي سهار وختي لمانځته را کښېنستای سوای، "نو د سهار وختي راکښېنستو لپاره خو ماښام وختي بيدېدل اړین دي"
-کشکي مي زړه خوشحاله او سکون لرلای، "لمونځونه په جماعت کړه، د قرآن تلاوت ته مخ کړه، ذکر هم له یاده مه باسه"
-کشکي مي ډېري پيسې درلودای، "نو ډېري پیسې لرل، خو ښه ډېرو ستړیاوو، پلانونو او تجربو ته اړتیا لري"
-کشکي پر خلکو ګران وای، "خو ښه اخلاق، مسکا، انسانیت او اړیکي ساتل ددې لپاره ښه نسخه ده"
-کشکي خلکو باور راباندي کولای، " خو درواغ پرېږده، باور خپله زیاتیږي"
-کشکي مي هره ورځ ښایسته وای، "د غریب زړه خوشحاله که، ورځ به دي ښایسته سي"


Photo from قـریشـــي صــاحــب


قــرآن کــریــم کــې د شــپــږو خــبــرو ذکــر:

د شپږو خبرو ذکر په قرآن کریم کې ډېر په تفصیل سره راغلی دی، زه مختصر هغه ذکر کوم بعون الله تعالیٰ:

۱- مسئله د توحیده:
چې د الله جل جلاله په ذات باندې یقین جوړول دا ضروري څیز دی، او د مخلوق نه خپل یقین کټ کول پکار دي، که ملائک وي، که پیغمبران وي، که اولیایې کرام، بزرګان، او که پیران وي چې دوی هېڅ اختیار د اُلُوهیت اوربُوبیت د الله جل جلاله په بادشاهۍ کې نه لري.
۲- تصدیق د رسول الله صلی الله علیه وسلم:
چې محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتینی پیغمبر وګڼئ.
۳- جهاد في سبیل الله تعالیٰ:
 د دغه مسئلې د توحید لپاره او د دې د اِشاعت لپاره جهاد کول د الله جل جلاله د رضا لپاره.
۴- اِنفاق في سبیل الله تعالیٰ:
د دغه مسئلې د خورولو لپاره خپل مال خرچ کول د الله جل جلاله په لاره کې.
۵- تصدیق د قرآن کریم:
چې قرآن کریم رښتینی کتاب وګڼئ او پدې کې د کمي او زیاتي نه ځان بچ کړئ او د قرآن کریم په باره کې د غلطو خلکو په شان عقیده ونه ساتئ.
۶- په قیامت ایمان راوړل:
او هغه رښتینې او صادقه ورځ ګڼل چې الله جل جلاله به په هغې کې د خپلو بندګانو سره حساب کوي، څوک به بښي، او څوک به عذاب ته وړاندې کوي.
الله جل جلاله دې مونږه ټول مؤمنان د کامل ایمان خاوندان کړي، او الله جل جلاله دې مونږه ټولو مؤمنانو ته د قرآن او سنت د پوره عمل کولو توفیق راکړي. امین یارب العالمین.

اخـوکـم: طـلـحة الـخـیـر"الـخـراسـانـي"


*د سپينو ويښتانو تغير او رنک
د تور رنګ څخه پرته سور او نورو رنګونو باندې د سپينو ويښتانو بدلون او رنګ جايز دي،رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابوبکر صديق رضی الله عنه پلار ته وفرمايل:

« غَيِّرُوا هَذا واجْتَنبُوا السَّوادَ »[9].

ژباړه: دا سپين والی په رنګ سره تغير کړه او له تور رنګ څخه پرهيز کوه .

حتی په نکريزو باندې د ويښتانو سره کول مستحب دي[10].

مګر په تور رنګ باندې د ويښتانو رنګ کولو په اړه منع راغلي ده « واجْتَنبُوا السَّوادَ » او په اړه يې د علماوو تر منځ اختلاف دی چې ځنې وايي مکروه دی او ځنې وايي حرام.

ابن عباس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «يكونُ قومٌ يخضِبُون في آخرِ الزَّمانِ بالسَّوادِ كحَواصِل الحمامِ لا يَرِيحون رائحةَ الجنَّةِ»[11].

ژباړه: په آخر زمان کې به داسې خلک وي چې دوی به تور رنګ لګوي لکه د کوترو سينې، هغوی به د جنت بوی هم و نه ويني .

امام نوَوي رحمه الله په شرح مسلم (۱۴/۸۰) کې وايي : صحيح قول دا دی چې په تور رنګ رنګول حرام دي او ځنې وايي مکروه دي خو مختار قول حرمت دی په دليل د دغه حديث شريف : «و اجتنبوا السَّوَاد » .

و الله سبحانه وتعالی اعلم .




*د ښځو مساوات (جندر)*



د مسلمانو خويندو پر وړاندې د اسلام دوښمنو دسيسې

*لومړی مساوات (جنډر):*

د طاغوتي ديموکراسۍ دری ستر بنسټونه دي :
۱- له سياست څخه د دين لري کول، يا له دين سره د طاغوت يا ساختګي قوانينو يو ځای کول.
۲- بې قيده او بې واکه آزادي .
۳- مساوات .

په ديموکراسۍ کې يو اصل او بنسټ دا دی چې کافر، مشرک، مسلمان، صادق، فاسق او فاجر ټول سره مساوي او برابر دي.

او دا اصل د اسلام، عقل او فطرت ټولو خلاف دی .
الله سبحانه وتعالی فرمايي:

قُل لاَّ يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ …(سوره المائده:۱۰۰).
ژباړه :ووايه نه برابريږي پاک او نا پاک .

او فرمايي:
[أَفَمَن كَانَ مُؤْمِنًا كَمَن كَانَ فَاسِقًا لاَّ يَسْتَوُونَ] (سوره السجده :۱۸).
ژباړه: آيا هغه کس چې مؤمن وي داسې لکه هغه چې فاسق وي، نه دي برابر.

عقلاً او فطرتاً هيڅ رښتنی او صادق له يو خاين، فاسق او غله سره برابر نه دی.

او همدارنګه د ديموکرسۍ بل بنسټ دا دی چې نارينه او ښځينه په دندو، مسئوليتونو او ټولو چارو کې سره مساوي او برابر دي .

حال دا چې د نارينه او ښځينه په فطري جوړښت کې فرق دی او اسلام فطري جوړښت ته په کتلو سره د نارينه او ښځينه تر منځ د دندو او مسئوليتونو عادلانه ويش کړی دی.

لکه: ښځه په هره مياشت کې مياشتي عادت لري، د اولاد د زږیتون لپاره مرګوني ناروغي تيروي، دوه کاله خپل اولاد ته پی ورکوي چې په دغه مرحله کې آرام او استراحت ته ضرورت لري نو آيا ښځه له نارينه سره په دندو او مسئوليتونو کې سره برابر دي ؟

او آيا ددې دواړو برابري ظلم نه دی ؟ هم اولاد راوړه او بيرني کارونه کوه او نفقه پيدا کوه ….

او د ښځې د مساواتو څخه يې مطلب د نفقې پيدا کولو په بهانه د ښځې شړل دي له خپل کور څخه څو د نارينه سره يو ځای کار وکړي او د نارينه په شان ځانته نفقه پيدا کړي ….

حال دا چې په اسلام کې د نفقې پيدا کولو مسئوليت د نارينه دی .

د کافرانو او فاسقانو عدل او منطق همدا دی چې هم اولاد وزږوه، هم د هغه خدمت کوه او هم د باندې کار تر سره کوه او ددې ټولو په بدل کې به د ښځې حيثيث هغه څه وي کوم چې نن يې په غرب کې لري ..
د نفقې پيدا کولو مسئوليت د نارينه ځکه دی چې هغه د بيرونيو کارونو وړتيا لري … آيا ښځه کولای شي د نفقې پيدا کولو لپاره بهرنيو هيوادونو ته يوازې سفر وکړي او هلته د ډير وخت لپاره کار او مزدوري وکړي لکه څنګه يې چې یو نارينه تر سره کوي آيا دا امکان لري ؟ او په دې اړه له نارينه سره ځان برابرولی شي .

مسلمانانو وروڼو او خويندو! دا په یاد ولرئ چې اسلام د عدل دين دی نه د مساواتو.

العدل : هو المساواة بين المتماثلات و التفريق بين المختلفات .
المساواة : هي تسوية بين الأشياء المتماثلة و الأشياء المختلفة .

عدل د يو شان شيانو تر منځ برابري او د مختلفو شيانو تر منځ تفريق او جلا والي ته وايي.

او مساوات د يو شان او همدارنګه مختلفو شيانو تر منځ برابرۍ ته وايي .

نو اوس تاسې فکر وکړئ چې کوم يو کامل دی … پس اسلام اللهي قانون دی چې د هره حيث څخه کامل او عادل دی .

د شريعې مکلفيت پر وړاندې نارينه او ښځينه يو شان دي او دواړو لپاره يو شان اجر او بدله ده
[[إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ …. أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا][1]
ژباړه: {يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې… تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته) مغفرت او لوی اجر (جنت)}.

غوروالی په تقوی کې دی، يوه تقوی داره ښځه تر ډيرو نارينه غوره او درجه يې لوړ وي او يو تقوی داره نارينه تر ډيرو ښځو غوره وي.

یوه مجله د فرانسوي ښځو فرياد او آواز نقلوي او ليکي:
موږ د نارينه وو سره د مساوي حقوقو د برابرې مسئلې زښته انديښمنې کړې يو، د تردد او پريشانيو سره مخامخ يو او همدغو انديښنو پر موږ خوب حرام کړى او په دې لټه کې يو چې په څه توګه کار او وظيفه پيدا کړو چې تر څو د ژوند په ډګر کې د نارينه سره يو ځاى ژوند تر سره کړو، موږ د مساوات لټې له کورنۍ ژوند څخه دومره ليرې کړي يو چې نشو کولاى په ويښه خپل ميړونه ووينو موږ يواځې خپل ماشومان د ډوډۍ په دسترخوان ليدلاى شو او بس، له دې مساوات څخه موږ ستړي يو، موږ نور له دې مساوات څخه نفرت لرو، موږ غواړو چې نور د کور ښځې شو او د خپلو اولادونو له پاره مهربانه ميندې ووسيږو[2].
و ما توفيقي الا بالله علیه توکلت و اليه انیب
آن لاين اسلامي لارښود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – سوره الاحزاب:۳۵.
[2] – دا د ۵،۲ ميليون فرانسوي ښځو شکايت نامه ده چې د مصر د «الاخبار» جريدې خپره کړې ده .


▪⊱✿⊶ ډِیـزايـن اشــعار ⊷✿⊰ ▪📸
السَّلاٰم َعَلَیْکُمُ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکٰاتُه 》
《محترمو ملگرو پدی گروپ کی به تاسو تــه》
《لاندی نشرات کیژی》
🖼️《ڊیزاین سوی انځورونه》
🎞️ 《ډيزاین ویډیوی 》
《دديزاین صفحی》
《شعــرونه؟》
《بیتــونه》
《ټپـــــی》
《دردناکی قیصی》
《لیکلی حـدیثونـه @sayeedameen
https://t.me/sayeedameen
*خدایۀ ستا له نصرتونو نۀ قربان شم*
*زموږ ګران افغانستان دي را ازاد کـي*
🤲🤲🤲
ملګرو چینل درسره نشر کی
په درنښت


*په اسلامي هيوادونو کې د جاهليت د زمانې تاثرات*

په ډير تاسف سره بايد ووايو، چې نن ورځ اکثره اسلامي هيوادونه او مسلمان
ملتونه د غرب د فکري استعمار تر تاثير لاندې راغلې دى او له اسلام څخه
وړاندې د جاهليت زمانه لمانځي او هغه پخوانې ناروا رواجونه او عادات بيرته‌راژوندي کوي او دا کوښښ کوي، چې د جاهليت له مشرانو او پاچاهانو څخه د
تاريخي شخصيتونو او مفکرينو په نامه يادونه وکړي، ددوي په اند د جاهليت
زمانه يوه طلايي دوره وه چې اسلام دغه هيوادونه او ملتونه ترې محرومه کړي
دي.
درنو لوستونکو لږ فکر وکړئ! او د انصاف نه کار واخلئ، چې ايا دا ډول انګيرنه
او فکر د طبيعت خلاف نه دى؟ ايا دا ډول غلط استدلال له اسلام څخه د ناخبرتيا او
ناپوهى دليل نه دى؟ ايا دا د پيغمبر عليه السلام په سپيڅلي حريم کې بې احترامي
نه ده؟
رښتيا چې هم دا ډول فکرونه ددې ښکاروندوي کوي، چې د کفر او جهالت بدي او
قباحت مکمل له زړونو وتلى نه دى، کفر ورته هيڅ کفر نه ښکاري او جهل ورته
جهل نه ښکاري.
حقيقت دا دې چې داسې بې بنسټه او بې بنياده خبرې له خولې څخه راووځي، چې
له يوه دينداره مسلمان نه يې هيڅکله تمه نه کيږي، د انسان زړه لړزوي او په
ويره کې يې اچوي، داسې نه چې ددغه زهرجنو افکارو له امله د اسلام او ايمان
له سپيڅلي نعمت څخه بې برخې نشم او د قادر رب د قهر او غضب وړ ونه ګرځم،
دنيا او اخرت به مې برباد شي.
الله تعالی فرمائي:
(َد هغه کسانو په لور ميلان مه کوئ، چې ظلم يې کړى، چې تاسې ته به هم اور در
ورسي او له الله تعالى پرته تاسې لپاره دوست نشته بيا به له تاسې سره مرسته ونه شي.)

دمفکراسلام مولانا سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله تعالي له رسالې(دځوان نسل فکری روزنه) څخه

Показано 20 последних публикаций.

240

подписчиков
Статистика канала